د بارک اوباما ښکرور درواغ او د افغاني واکدارانو د تسلیمی سیالي

201402112010456

د بارک اوباما ښکرور درواغ او د افغاني واکدارانو د تسلیمی سیالي

لیکونکی  ابراهیم نعیمي

30/ 5 / 2014

کله چې په وروستۍ اونۍ کې بارک او باما په یو ناڅاپي سفر د بګرام هوایي ډګر ته راغي، د خپلو سرتیرو د وتلو په باب وږغیدي. کله چې امریکا ته ورسید، د امریکایي سرتیرو د ۹۸۰۰ تنو پاته کیدل یې اعلان کړل خو دا یي هم وویل چې تر ۲۰۱۶ زکال وروسته به ټول امریکایې سرتیري د افغانستان څخه ووزي او امریکا به یوازې د ډپلوماتیکو اړیکو په خاطر سفارت ولري او هم د بګرام په اډه کې به ۱۰۰۰ تنه سرتیري پاته شي. دا یي هم وویل چې د ۹۸۰۰ امریکایي سرتیرو پاته کیدل یي د امنیتي تړون په لاسلیک پوری مشروط وګڼل. په بله ورځ لومړي د ښاغلي ډاکټر عبدالله ویاند او وروسته د ښاغلي ډاکټر اشرف غني ویاند د اریانا تلویزیون پر پرده راښکاره شول. دوي هڅه وکړه چې په څرګندو کلماتو تر ټاکنو وروسته په لومړی فرصت کې د امنیتي تړون د لاسلیک کولو وعدې ورکړي. روښانه خبره ده چې د هر نوماند ویاند هڅه کول چې په دی لار کې د بشپړ صداقت او اطاعت وعدې امریکایانو ته ورکړي. معلومه نه ده چې د چوپړ دغه ستر ویاړ به د کوم نوماند په نصیب شي؟ غواړم د ښاغلي بارک اوباما لنډې خبرې یو څه په ژوره توګه وڅیړم: موږ ټولو افغانانو ته څرګنده ده چې د امنیتي تړون اساسي برخه د پوځي دایمي (په پیل کې د لسو کلونو له پاره) اډو غوښتنه ده. که د پوځي اډو د غوښتلوخبره د بارک اوباما او ښاغلي حامد کرزي د کړکیچ اساسي خبره وه نو اوس چې تړون لاسلیک شي د ټولو امریکایانو د وتلو مفهوم له مینځه ځي. او که پوځي اډې غواړي خو د سرتیرو څخه به تشي وي؟ په زړه پوری دا ده چې زموږ مخکښو نوماندانو او سیاسي شنونکو هم کومه تبصره ونه کړه. دا هم ونه ویل شول چې د امنیتي تړون نور ټول مواد لیري کیږي یوازي به د دوکالو له پاره د لږو پوځیانو پاته کیدل قانوني بڼه غوره کړي. زما په آند د لږو سرتیرو د لنډ مهاله پاته کیدو له پاره کیدلای شي لنډه مهاله بل تړون لاسلیک شي، نو د پخواني امنیتي تړون ته لاسلیک او شتون ته اړتیا نه شته. د ولسمشر له خوا هم د اوباما پلان ته هرکلي وشو او دا هم ویل شوی دی چې زموږ (افغانانو) هیله او ارزو همدغه وه چې د خپل هیواد امنیت په افغانانو وساتو او د نړیوالو څخه مرستې تر لاسه کړو. ماته د امریکا سیاست د یو بام او دو هواو لوبه ښکاري او هم ښکرور درواغ. که امنیتي تړون پرته د لاسوهنې څخه لاسلیک شي نو په افغانستان کې به د امریکا قوي پوځي اډې شتون ولري تر څو منځنی اسیا، چین او ایران تر خپلې څارنې او کنترول له پاره ولري. که دا خبره سمه نه وي نو ولې په ښکاره د امنیتي تړون د لاسلیک موضوع رابرسیره کیږي، کیدلای شي د امریکایي سرتیرو د وتلو تدریجي پلان جوړ او لاسلیک شي (لکه د شورویانو د وتلو له پاره د ژینو معاهده). که د اوباما دغه ښکرور درواغ هم ومنو چې یوازې به ۱۰۰۰ تنه سرتیري په بګرام کې پاته کیږي، بیا هم افغانستان اشغال ګڼل کیږي. دلیل یي دادي چې د سوپر قدرت ۱۰۰۰ سرتیري د زرګونو نورو سرتیرو د راتللو او د هوایي بمباریو له پاره هر وخت د امریکایانو د خوښي شرایط برابرولای شي. د ملت او ولس هیله د مخکښو نوماندانو څخه دا وه چې سوچ یي کړی واي، د امنیتي تړون په تړاو یې پوښتنې کړی وای چې د څه له پاره باید امنیتي تړون لاسلیک شي چې تاسو دوستان؟؟؟ زموږ د هیواد څخه وزي. ښه ده چې د وتلو د پروسې په تړاو تړون لالیک کړو چې نړیوال او وسلوال مخالفین وپوهیږي چې تاسو په خیر خپلو هیوادونو ته د تللو په حال کې یاست. خو داسې و نه شوه. زموږ مشرانو د چوپړ کولو او د بشپړي تسلیمي له پاره سیالي پیل کړل. په باور ویلای شم چه زما په ګډون ټول هیوادوال پر راتلونکي ولسمشر باندې شک لري چې د هیواد د ګټو ساتل به د امریکا تر ګټو ورته ارزښتناکه وي؟ خدای(ج) مهربان او رحیم دی، چې زموږ پر ملت خپل رحمت وکړی، د لوی خدای(ج) د دربار څخه ناامیده نه یو. پای

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news