جلاله: پاکستاني چورلکو پر کونړ بمباري کړې

pak hlikofter

جلاله: پاکستاني چورلکو پر کونړ بمباري کړې

BBC

د خپريدو وخت: 07:25 گرینویچ – شنبه‬ 31 می 2014 – 10 غبرگولی 1393

افغان چارواکي وايي، دغو بریدونو کې څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي، د کونړ پر دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني چورلکو لخوا بمباري شوې ده.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله یوې خبرې غونډې ته ویلي، دغه بمباري ډیورنډ کرښې ته څېرمه په واړه او لوی ګوریګا سیمې کې نن سهار ( ۳۱ مې ) له اتو بجو پیل شوې او لا هم روانه ده، چې په وینا یې څلور ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا کونړ کې د تېرې یوې اونۍ موده کې د پولې بلې غاړې را توغول شویو نژدې ۱۰۰۰ توغندیو له کبله ټولټال ۵ کسان وژل شوي او ۳۸ کسان ټپیان دي.

د دوی په وینا د دغو بریدونو له کبله تر اوسه نژدې ۳۰۰ کورنۍ له سیمې کډه شوې دي.

دا بمباري په داسې وخت کې کېږي، چې په دې وروستیو کې پر دغه ولایت د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې یو ځل بیا لسګونه توغندي راوتوغول شول.

د مې میاشتې په وروستیو کې د کونړ پر دریو ولسوالیو دانګام ،شیګل او مروره، د چارواکو په وینا له درې سوو ډېر توغندي د ډېورنډ کر ښې له بلې غاړې وتوغول شول.

د کونړ پولیسو مشر مل پاسوال عبد الحبیب سید خیل، ویلي و، چې په دانګام او شیګل کې د دغو بریدونو پایله کې ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو کس وژل شوی دی.

د ښاغلی سید خیل په وینا له دانګام نه ګڼې کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي او خپل هر څه ېې هلته پرې ایښي دي.

د کونړ چارواکي وايي د بریدونو د سملاسي بندولو لپاره ېې د افغانستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت ته د لاس په کارېدو سپارښتنه کړې.

د یوې اونۍ موده کې د پاکستان له لوري نژدې ۱۰۰۰ توغندي توغول شوي دي. والي شجاع الملک جلاله

څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په دې اړه د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په دې اړه خبرې کړې وې او له نوموړي یې د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه کړې وه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبره ښاغلي شریف افغان ولسمشر ته په دې اړه ډاډ ورکړی و او ورته یې ویلي وو، چې د دې مسلې په اړه به له خپلو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.

پر کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې راکټي بریدونه هغه ستونزه ده چې له امله یې افغان لوري تل پر پاکستان نیوکه کړې او په افغانستان کې یې د دغه هېواد سفیر هم د احتجاج لپاره احضار کړی وو

مقام های امنیتی کشور از سوی مجلس نمایندگان استجواب شدند

احسان الله سعیدی- کابل
شنبه ١٠ جوزا ١٣٩٣ ساعت ١٢:٥٠

اعضای مجلس نمایندگان کشور مقام های وزارت داخله، دفاع و اداره امنیت ملی را به دلیل ناامنی های اخیر در ولایت های شمالی کشور، تامین امنیت دور دوم انتخابات و حملات راکتی پاکستان بر افغانستان استجواب کردند.

در جلسه امروز ولسی جرگه رییس اداره امنیت ملی استجواب شده بود اما او حاضر نشد در جلسه امروز ولسی جرگه رییس اداره امنیت ملی استجواب شده بود اما او حاضر نشد
بسم الله محمدی، وزیر دفاع کشور، ایوب سالنگی، معین ارشد وزارت امور داخله و معاون اداره امنیت ملی کسانی هستند که در جلسه امروز استجواب شده اند.
در این جلسه رییس اداره امنیت ملی نیز استجواب شده بود که با حاضر نشدن او در جلسه عمومی، اعضای مجلس نمایندگان او را به مسوولیت گریزی متهم کردند.
عبدالروف ابراهیمی، رییس مجلس نمایندگان علت اصلی استجواب مقام های امنیتی را نا امنی در شماری از ولایت های شمالی، امنیت مراکز رای دهی در روز برگزاری انتخابات و حملات راکتی پاکستان بر ولایت های کنر و نورستان عنوان کرد.
رییس مجلس نمایندگان گفت: “چرا در آستانه برگزاری دور دوم انتخابات امنیت در ولایت های شمال و بخش های دیگر کشور ناامن شده و نیروهای امنیتی به خاطر تامین امنیت انتخابات اقدام جدی نمی کند؟.”
ناهید فرید، نماینده مردم در مجلس نمایندگان نیز با انتقاد از مسوولان امنیتی می گویند که در آستانه دور دوم برگزاری انتخابات ناامنی در شماری از ولایت های کشور به خصوص در ولایت هرات افزایش یافته است.
شماری از اعضای ولسی جرگه همچنان از حملات راکتی پاکستان بر شماری از ولایت های کشور ابراز نگرانی کردند.
آنان می گویند که دولت افغانستان باید در این زمینه خاموشی اختیار نکند و نهادهای امنیتی باید به حملات نظامیان پاکستانی واکنش نشان بدهند.
مقام های امنیتی در حالی در مجلس نمایندگان افغانستان استجواب شدند که نا امنی در آستانه برگزاری انتخابات دور دوم ریاست جمهوری و حملات راکتی پاکستان افزایش یافته است.
خبرگزاری بخدی

دفاع وزير: د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب زما کار نه دی

31 May 2014
لیکوال: احمد جرس

 

defence mد افغانستان دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي ويلي، چې د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب د ده کار نه دی. ولسي جرګه دې په دې اړه خپله پريکړه وکړي.
ولسي جرګې د دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي ريس ورغوښتي او د پاکستاني پوځ د راکټي بريدونو په اړه ترې پوښتنې کوي.
د دفاع وزير بسم الله خان محمدي نن ولسي جرګې ته په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې پاکستان له دوو کالو راهيسې د هيواد ختيځ پر کونړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو راکټي بريدونه کوي او د افغانستان خاوره کې خپل تاسيسات جوړوي.
محمدي همدا راز ومنله، چې پاکستان د پکتيا، خوست او کندهار ولايتونو کې هم د افغانستان پر خاوره تجاوز کړی او زموږ په خاوره کې يې خپل تاسيسات جوړ کړي دي.

محمدي زياته کړه، چې د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو ځواب او مخنيوی د ده کار نه دی، بلکې په دې اړه بايد ولسي جرګه فيصله وکړي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان له دوو کالو راهيسې پر کونړ، ننګرهار او نورستان ولايتونو راکټي بريډونه کوي او تر اوسه يې سلګونو ولسي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي، مګر حکومت تر اوسه په دې کومه قوي کړنلاره نه ده ټاکلې.

وړمه ورځ ولسمشر کرزي د امريکايي عسکرو عمومي قومندان جنرال دنفورډ سره د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو خبره مطرح کړه، نو امريکايي جنرال د يادې پېښې په اړه ناخبري وښوده او زياته يې کړه، چې خلک او رسنۍ په دې اړه له مبالغې کار اخلي.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news