د فاروق وردګ د ساتونکو مشر وژل شوی

د فاروق وردګ د ساتونکو مشر وژل شوی

31 May 2014
لیکوال: وحید پاڅون

نن ټکی آسیا: د افغانستان د پوهنې د وزیر غلام فاروق وردګ د شخصي ساتونکو مشر له تښتولو وروسته وژل شوی دی.

د پوهنې وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قوماندان حبیب الله چې له تیرو لسو کلونو راهیسې يې د فاروق وردګ د ساتونکو مشري پر غاړه وه، لومړی تښتول شوی او بیا وژل شوی دی.

قوماندان حبیب الله د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د انخې درې اوسېدونکی و او له تېرو لسو کلونو راهیسې يې د فاروق وردګ د محافظینو مشري کوله.

ویل کېږي، چې نوموړی کور ته تللی و،د تیرې چهارشنبې په ورځ سهار وختې لومړی له کوره وایستل شو او پرون یې مړی وموندل شو.

طالبانو د نوموړي د وژنې په باب تر اوسه څه نه دي ویلي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news