د امریکا متحدو ایالتونو د لویۍ هوس د جیوپولیتیکي عامل په توګه

د امریکا متحدو ایالتونو د لویۍ هوس د جیوپولیتیکي عامل په توګه

ОБАМА-РОССИЯ-ПОЛИТИКА

© Photo: AP/Mike Groll

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر برک اوباما د وېسټ-پوینټ په پوځي اکاډیمۍ کې د محصلینو په وړاندې په خپله وینا کې وویل، چې د امریکا متحدو ایالتونو مخکښ رول ددې شونتیا ورکړه چې روسیه په نړیوال ډګر کې ګوښې کړای شي.

د کارپوهانو په اند دغه ډول خبرې د لویۍ د هوس ویندوی دي.

د اوباما په عقیده، مسکو په بین المللي ډګر کې ګوښی شوی دی. خو دغه خبره ډېرو ته د منلو نه ده. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مسکو د بین المللي اړیکو د دولتي انستیتوت د بین المللي څېړنو د انستیتوت کار کوونکی لیونید ګوسېف په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې وایي:

دلته د ګوښه کولو معنا څه ده؟ روسیې له چین سره ډېر مهم تړونونه لاسلیک کړل، له ډېرو اروپایي هېوادونو سره یې اړیکي شته. چې المان، ایټالیا او فرانسه هم پکې دي. له ټولو هېوادونو سره سوداګريز اړیکي وده مومي، له یوبل سره د محصلینو تبادله شته او نوره همکاري دوام لري. نو ځکه په نړیوال ډګر کې د روسیې د ګوښي کولو خبرې – دا ټولې د خولې تشې خبرې دي.

د هېواد د راتلونکو پوځي مشرانو په وړاندې د ولسمشر برک اوباما اعلامیه د داخلي لګښت لپاره راوتلې ده. د « ایزوېستیا » د ورځپاڼې مرستیال چلوونکی او سیاستپوه باریس موژایف د خپل همدغه باور د څرګندولو په ترڅ کې زیاتوي:

دغه وینا تر هرڅه وړاندې د امریکایانو لپاره وه. ځکه چې بې له امریکایانو نور هیڅوک پر دې باور نه لري، چې برک اوباما په نړیوال ډګر کې د روسیې پر ګوښه کولو بریالی شوی دی. ټول پر دې ښه پوهیږي، چې مسکو په نړیوال ډګر کې نه له سیاسي اړخه چا ګوښه کړی، او نه حتې له سیاسي اړخه.

د اروپااسیایي اړیکیتیایي مرکز رییس الکسې پیلکا داسې ګڼي، چې هغه اساسي علت چې امریکایانو ته د نوو ګواښونو او خطرونو په وړاندې د ښایېدونکي غبرګون ښودلو خنډ دي، د دوی د لویۍ هوس دی. الکسې پیلکا په همدې تړاو غږېدا په ترڅ کې زیاتوي:

د امریکا متحد ایالتونه ۱۰ – ۱۵ کاله پخوا د نړۍ یوازېنی ستر نړیوال ځواک و، نن نه دي، خو بیا هم د نړیوال لیډر د رول لوبولو ته په زیات ټینګار دوام ورکوي. او دا په داسې حال، چې د دغه رول لوبول یې نه له ګټو سمون لري او نه یې له اوسني زور او وس سره. د دغه رول لوبولو ته د دوام ورکولو علت دا دی، چې د امریکا واکمنې ټولنې پر دې نه پوهیږي، چې د امریکا متحدو ایالتونو د نړیوال لیډرتوب وخت د تل له لپاره پایته رسېدلې دی. د کړنلارې د سمولو د ناشونتیا علت هم دا دی، چې د امریکایانو په شعور کې دا ورپېچاکاري شوي، چې « سړه جګړه » یې ګټلې او امریکا د تل لپاره نړیوال لیډر هېواد دی. او دا د امریکا د دولتي ایډیالوژۍ یوه برخه ګرځېدلې. دغه حالت به که ژر وي او یا وروسته حتما بدل شي. خو بدلون یې وخت غواړي.

د برک اوباما دغه خبره، چې د ډېر ښه څټک په لاس کې لرل په دې معنا نه دي، چې هر پرابلم باید په مېخ بدل کړو، هم د راروانو بدلونونو د منلو معنا ورکوي. داسې ښکاري چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر د همدغې خبرې په کولو د جیوپولیتیکي اغېز د زور د اړمونو بې وسي ومنله.
بشپړ لوستل: http://pashto.ruvr.ru/2014_05_30/272988909/

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news