طالبانو د تبادلې په مټ له ګوانتنامو زندان څخه خپل پنځه ملګري ازاد کړل

BreakingNewsnn

طالبانو د تبادلې په مټ له ګوانتنامو زندان څخه خپل پنځه ملګري ازاد کړل

31 May 2014
لیکوال: وحید پاڅون

نن ټکی آسیا: طالبانو په یوه بېساري پرمختګ کې په ګوانتانامو زندان کې له تېرو کابو دیارلس کلونو راهیسې د خپلو پنځو لوړو پوړو بندي مشرانو په بدل کې بالآخره نیول شوی امریکايي عسکر خوشي کړ.

د معتبرو غربي رسنیو له راپورونو سره سم، افغان طالبانو دا تبادله نن ترسره کړه.

امریکايي چارواکو تایید کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له لورې د دوی د یوه تن نیول شوي عسکر په بدل کې پنځه مشهور طالب مشران له ګوانتانامو زندان څخه آزاد شول.
چارواکو وویل، چې بو بریګډال ورته نن له کابو پنځه کاله بند وروسته په افغانستان کې وسپارل شو.

د امریکا موثقو سرچینو دا هم ویلي، چې طالب مشران قطر ته رسېدونکي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په دې باب خپله اعلامیه نشر کړې، نوموړي د بریګډال کورنۍ او امریکايي ولس ته مبارکي ویلي .

ویل کېږي، چې طالبانو دغه نیولی امریکايي عسکر نن -شنبه- ماښام په ختیځ کې د ډېرو امریکايي عسکرو په مخ کې هغوی ته وسپاره.

د یادونې وړ ده، چې د را خوشي شویو طالب مشرانو په ډله کې ملا خیرالله خیرخوا، مولوي عبدالحق وثیق، ملا محمد فاضل ، مولوي نورالله نوري او محمدنبي عمري شامل دي.

د نورو تفصیلاتو لپاره له (نن ټکی آسیا) سره اوسئ.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news