امریکا له ایران سره د عراق په باب مخامخ خبرې څېړي

امریکا له ایران سره د عراق په باب مخامخ خبرې څېړي

د خپريدو وخت: 10:36 گرینویچ – دوشنبه 16 جون 2014 – 26 غبرگولی 1393
حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، حکومت یې په عراق کې د امنیتي وضعیت سمولو لپاره له امریکا سره همکارۍ ته چمتو دی.

واشنګټن په عراق کې د روانو ناامنیو د ختمولو لپاره له ایران سره د مخامخ خبرو پر بهیر بحث کوي.

د امریکا جمهوریت غوښتونکي سناتور لینزي ګرېهام بي بي سي ته ویلي، امریکا له ایران سره د عراقي حکومت د ړنګېدو د مخنیوي په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري، او له تهران سره باید په دې اړه مخامخ خبرې وکړي.

ګرېهام ویلي، دا ګام به له ناچارۍ واخلي:

“په دې کې د ایرانیانو ګټه ده، دوی د شیعه ګانو ملاتړ غواړي؛ له دې کبله موږ له دوی سره په دې اړه خبرو ته اړتیا لرو چې په عراق کې ثبات راشي، او ایران باید د عراقي خاورې د نه لاندې کولو ضمانت ورکړي”.

که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ ظاهراً سیاسي دښمني پخوانۍ ده، خو په واشنګټن کې د بي بي سي د خبریال په وینا، دواړه د داعش ډلې د بریدونو په مخنیوي کې خپله ګټه لټوي، او دواړې غاړې د عراقي حکومت د پوځي ملاتړ وړاندې کولو په اړه حل لارې لټوي.

اټکل دی، چې امریکا په روانه اونۍ کې له ایران سره مخامخ خبرې پیل کړي.

داسې رپوټونه هم شته، چې ایران به ویانا کې له امریکا سره د ایران د اتومي پروګرام په تړاو د وروستي پړاو خبرې وکړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، حکومت یې په عراق کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره له امریکا سره کلېکاږل همکارۍ ته چمتو دی.

امریکا خلیج ته د (جورج ایچ ډبلیو بوش) په نامه الوتکې لېږدونکې بېړۍ استولې دي، چې دوه جنګۍ بېړۍ هم پکې دي.

خو واشنګټن وايي، عراق ته بیا پوځیان نه لېږي.

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، په بغداد کې یې د خپل سفارت امنیت ټینګ کړی، او خپل کارکوونکي یې یوې خوندي سیمې ته لېږدولي.

ځینې رپوټونه وايي، د ایران تر ۱۳۰ ډېر انقلابي ګاردان دا مهال په عراق کې دي، چې هدف یې د عراق د ځواکونو روزنه ده.

“مداخله نه “

بل خوا، د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ټینګار لري، چې هېواد به یې د داعش د جنګیالیو پرضد په عراق کې مداخله ونه کړي.

د نوري المالکي په غوښتنه عراقي شیعه ګانو د داعش پرضد وسلې راخیستې دي.

هغه د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې ایا برتانیا به د داعش پرضد هوايي بریدونو کې ګډون وکړي وویل “په ښکاره توګه دا کار امکان نه لري”.

هېګ دا هم ویلي، چې یوازې عراقي چارواکي دا دریځ نیولی شي، خو له هر چا سره چې مشوره کول وغواړي، واک یې لري.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي “د امریکا متحده ایالتونه په عراق کې د احتمالي مداخلې په اړه د برتانیا په پرتله ډېر پوځي ملاتړ او واک لري.

هېګ بي بي سي ته ویلي، د عراقي موضوع په اړه ددریځ اندېښمنوونکی دی، او د وضعیت په کابو کولو کې “لوی مسؤولیت” د عراقي حکومت پرغاړه دی.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news