په شمالي وزیرستان کې دپاکستان انسان وژونکي پلانونه

Afghan refugee families sit on the groun

په شمالي وزیرستان کې دپاکستان انسان وژونکي پلانونه

دسترګو لیدلی حال

لمړۍ برخه

لیکوال:ج،م

دروان میلادي کال دمې دمیاشتې په شپږمه نیټه له اتو کلونو وروسته له پیښور څخه دشمالي وزیرستان په لور وخوځیدم.دلارې په اوږدو کې دپخوا په پرتله هرڅه اوښتي وو.دحالاتو بدلون دسیمې خلکوته ډیر دپام وړ نه وخو زما له پاره هر څه بل شان بریښیدل.په لاره چوپه چوپتیا وه،هیچا یو له بل سره خبرې نه کولې،هرڅوک په خپلوسوچونو کې ډوب وو،پخوا به دسورلیو په موټرو کې دخلکو په منځ کې تودې خبرې وې،ټوکې ټکالې به وې، دلارې په ستونزو به څوک نه پوهیدل.خو اوس لاره ډیره اوږده اوسخته ستونزمنه وه.په لاره دامنیتي پلټنو په لسګونو پوستې جوړې وې.ځای ځای به ټول سورلي له موټرو را کوزیدل او تر اوږه واټن پلي تګ وروسته به دپلټڼې پوستې ته رسیدل او هلته به یو یو له سره تر پښو تلاشی کیدل. پخوا دغه لاره څلور یا پنځه ګانټې وه خو اوس دوبرابره اوږده شوی وه.زه دسهار په پنځو بجودشمالي وزیرستان دمحمد خیلو په لور وخوځیدم.له غرمې وروسته په نږدې درې بجو هلته ورسیدم.هلته دکلي اوښار څیره هغه نه وه چې ما لیدلې وه.هجرې خړې پړې او له خلکو تشې وې،دډیرو هجروفرشونه وړل شوی وو.کومې هجرې چې لا پاتې وې هم پکې دخلکو څه شور او ځوګ نه و.دخلکو دخپل منځي مجلسونواو خوښیو نښې نه لیدل کیدې.هرڅوک به چې دکومې اړتیا له مخې له کوره وتل په منډه به بیرته خپلو کوروته را ګرځیدل.اقتصادي خوځښت نه واو داځکه چې هر شیبه ددې ویره وه چې دپاکستا په لاس جوړ شوي طالبان به یا پر پوځي پوستویرغل وروړي اویا به ېې بمونه ورته خښ کړي وي. پدې خاطر هرڅه چې دپوځ مخې ته ورځي سمدلاسه دهغوی دحملې ښکار ګرځي.په شمالی وزیرستان کې په ګرځیدو بندیز لګول شوی. دډیروخلکوپه خولو داخبره وه چې دا هرڅه آی اس ای په خپله جوړ کړي دي.

وزیرستان ته زما دسفر موخه داوه چې دخپلې مشري خور او نورو خپلوانو لیدنه وکړم او دسیمې حالات له نږدې وګورم او دخلکو دزړه حال واخلم.زما مشري خور څو ځله له ما څخه دتلفون له لاري دمخامخ لیدوغوښتنه کړې وه.خور مې مشره اوراته ګرانه وه.خپل کلي ته په رسیدو او له خپلې خور سره دلیدو په بهیر کې زما خوردخپل ژوند کیسه چې دوزیرستان دټولو خلکو کیسه وه داسې راته بیان کړه:

«زما دوراره واده و،خلکو تازه ډوډۍ خوړل پیل کړي وو.نا څاپه دپاکستان جت الوتکې پر آسمان را ښکاره شوې،او دمحمد خیلو په بیلا بیلو سیمو يي بمي ګوزارونه پیل کړل.په همدې ورځ دیګان،لنډ،بویه ، زنه خیل،میرانشاه،او دکشته داوړو په سیمو بمونه ور غوځار شول.له خلکو دواده ډوډۍ پآتې شوه، نارې سورې او دویرې ځغاستې پیل شوې.هر چا دځان او خپلې کورنۍ دبچیدو هڅې کولې، زما ځامنو هم کورته ځانونه را ورسول او نارې ېې کړې چې په ګرځیدوبندیز ولګید او بم غورځونې پیل شوې.دغرونو په لور تیښته پیل شوه.زه چې ناروغه وم او دتګ توان مې نه وپه همدې لویه کلاکې یواځې بندي پاتې شوم. ځامنو ته مې وویل زه دتګ نه یم تاسوخپل ژوند بچ کړۍ…زه تاسو او ځان په خدای (ج) سپآرم.دوی او دسیمې ټول خلک دمرغانو په شان والوتل او دسترګو په رپ کې سیمه له انسانانو تشه شوه.زه نه پوهیدم چې دا کاړفی (په ګرځیدو بندیز) نو بیا څه شی دی. دوړوکوالي په کیسو کې مې اوریدلي و چې کارفی( دڅو سرونو درلودونکې هغه زوره وره توره بلاده چې په یو کښولو ټول خلک له ستوني تیره وي).په فکرونو کې ډوبه شوم چې یا الله دغه لویه توره بلا به څومره بد شکله وي. په شپه یا په ورځ کې به راځي ،او که راشي نو په سیمه کې به هیڅوک نه يي پآتې. دخوراک مړۍ خوېې یواځې زه پاتې وم. په دې درنو ترخو سوچونو کې وم چې شپه په لوږه را باندې تیره شوه. سهار لا تیاره وه چې دکلا دروازه چې ما نه وه تړلې په کلکه او لوړ آواز ووهل شوه.ماوي لکه چې بلا راغله. نارې مې کړې څوک ېې ،چا ځواب را نه کړ،بیا مې په زوره زوره نارې کړې څوک ېې . یو غلی آواز مې غوږ ته راغی ویل ېې زه یم دکلا په دننه کې په یوه کوټه کې مې ولیدل چې یوه مور اولورداسې ناستې دي چه ته به وايي هډو نفس نه لري ،نه خبرې کوي او نه څه اوري. ما تر دې شیبې نه څه خوړلي و او نه دڅکلو اوبه وې. زموږ کلی ته دغره له چینې څخه یو لوی نل راغلی و،هغه لور ته ور وخوځیدم چې دخپل کور نل ور سره وتړم څو کورته اوبه راشي، له ویرې او وارخطایی مې دبل چا نل ورتړلی و.په دې وخت کې پآکستاني چورلکې را ورسیدې،زه چې وږې تږي او له مرګوني ژوند سره مخ وم ور چیغې مې کړې او لاسونه مې ورته وښورول چې بمونه را غوځار کړۍ او له دې ستړي ژوند نه مې خلاصه کړۍ.خو دوی زه ونه لیدم . په دغو بمباریو کې په لسګونو بیګناه خلک ووژل شول.او ټوله سیمه داوس په شان له انسانانو تشه شوه.خلک ټول غرونو ته کډه شوي وو…» درنو لوستونکو داکیسه پنځه کاله مخکې پيښه شوې وه . دلته مې ځکه راوړه چې اوس همدغه حال تر پخوا زر ځله سخت اوخونړی په ټول وزیرستان راغلی دی.دشمالي وزیرستان خلک،دټولو اجنسیو قبایل او آن ویلی شم چې دټولوپښتنو همدا حال دی.زه دمې په درویشتمه پداسې حال کې چې یو چا غرمې ته میلمه کړی وم دحالاتو دسختوالي له کبله په نهو بجو هغه وخت چې بندیز پآی ته رسیدلی و دوخت نه په ګټه اخیستوله شمالي وزیرستان څخه راووتم. لارې تړلې وې دکډوالو کورنیو لیکې دومره اوږدې وې چې سر اوپای ېې نه ښکاریده. دټولو کډې بار وې . حالات ېې داسې جوړ کړي وو چې

خلک ټول دخپلو مینو اوسیموخوشې کیدو ته اړ شي.دپاکستاني پوځ دعملیاتو انګازې خپرې وې.عملیان له مخکنۍ خبرتیا پرت پیل شول.ډیرې کډې پخوا وتلې وې. له هغو څخه شپږ سوه کډې په پیل کې خوست ته رسیدلې وې،خو اوس ېې شمیر له لس زرو کډو هم اوښتی و. پاکستاني پوځ دغه لاره هم وتړله . پنجاب اوسند خو لا پخوا دکډوالو پر مخ خپلې پولې تړلې وې.خلکو چې ټولې لارې تړلې ولیدلې دې ته اړ شول چې غرونوته ور پورته شي. هلته دخوراک او څښاک هیڅ څه نشته او لارې هم داسې پرې تړل شوي چې هیڅوک هلته څه نشي وررسولی.هلته دمیدیا اونړیوالو رسنیو څه خبر نشته چې ددغه په مرګ اخته خلکو آواز اوچت کړې یواځې بي بي سي په یو لڼد خبر کې وویل چې دپاکستان دپوځ عملیات پیل شوي او تر اوسه ېې له ۱۶۷ څخ تر ۱۷۰ تنه ترهګر وژلي دي. دبي بي سي دا خبریوښکره ور دروغ و ، ځکه هلته یواځې بیګناه ملکي دتیښتې په حال کې خلک وژل شویدي. اوس په وزیرستان کې دسیمې خلکوته داوسیدو اجازت نشته،پلاس خلک دې ته اړ ایستل کیږي چې سیمه پریږدي او دیو ه نامعلوم برخلیک په لور کډه شي.په دې وجه دا پوځي عملیات نه بلکې په ښکاره دپښتنو نسل وژنه اوورکونه ده.

نور بیا

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news