د افغانستان پولې تل پردو ټاکلي تیروتنه، جبر یا خیانت

minerals_lg

ش،حصین -

د افغانستان پولې تل پردو ټاکلي

تیروتنه، جبر یا خیانت؟

اوږدې لسیزي مې د افغانستان د لرغونی تاریخ، د منځنیو پیړیو او همدا شان د معاصر تاریخ پاڼې واړولې. که رښتیا ووایم نو نه مې آریانا له یوې لویي فرهنګي سیمې پرته د ټاکلو پولو لرونکی هیواد پیدا کړ او نه تاریخي ایران او توران راته د ټاکلو هیوادونو په توګه وبریښیدل. د خراسان هغه چې د منځنیو پیړیو افغانستان ېې بولي حالت خو تر دې هم د پوښتنو تر درانه پیټی لاندې ورک دی. د خپلو او ځینو پردو مورخینو، سیاهانو او توریستانو د «خاص او عام خراسان» ‌ذهني جوړونې مې هم ډیرې وڅیړلې خو د خراسان جغرافیايي پولې مې ونه موندلې.

 تاریخ یمیني، مسالک وممالک، حدودالعالم ، زین الاخبار، طبقات ناصري، حبیب السیر، خورشیدالتواریخ او د ټولو د پام وړ معاصرو تاریخ پوهانو په لیکنو کې مې هغه څه ونه موندل چې آریانا او خراسان خو څه کوې چې دیوې پیړۍ وړاندې افغانستان په ټاکلوپولو کې را وښيي.

تیرو تاریخي څیړنو ته په پاملرنه یووخت سیستان دساکیانو ځمکه وه.دهغه وخت سیستان په ښکاره سمندري پولې  درلودلې او دعمان له خلیج سره تړلی و.سیستان درستم داستان دزیږیدو سیمه او داوستا له مخې دآهو رامزدا اومه ځمکه وه .تاریخې څیړنې دسیستان نوم هم له سکائیانو څخه اخیستلی بولي .دسیستان دښارونو نومونه هم دزال،سام او رستم له نومونوڅخه جوړدي ،زابل ،زابلي اوزاهدان ددغه واقعیت بیلګې دي.سیستان دصفاریانودواکمنۍ مرکزهم و.که صفاري واکمنۍ(۲۴۷-۳۹۳ هجري) دافغانستان په تاریخ پورې تړلې وبولو نو سیستان په خپل ټول وسعت   دافغانستان خاوره وه.څنګه په درې برخووویشل شوه دا دتاریخ یوبل فصل دی چې څیړ نه ېې دلته ځای نه لري.هغه څه چې دسیستان ټوټې ټوټې کیدل راښيي پایله ېې یوه ده هغه داچې افغانستان له دې لوري آزادو اوبو ته له رسیدو بې برخې شو.

دافغانستان په شمال غربي برخه کې عمدتاً څلور«ایالتونه» یعنې مرو،نیشاپور،هرات او کله کله هم بلخ دخاص خراسان په نوم پیژندل شوي دي.له همدغه «خاص خراسان» څخه مرو،ری او نیشاپوردتل لپاره دافغانستان له تاریخ او جغرافیي څخه بیل او په هرات خو تر ننه هم ایراني دعوه روانه ده او لږ تر لږه دمحمدرضاشاه تر دورې پورې به هرکال دهرات دماليي پرځای لیکل کیدل چې:« نسبت بعضې معاذیر مالیه معطل ګردید».

که دخراسان تاریخ او جغرافیایی پولې دنني افغانستان له تاریخ اوجغرافيي سره تړلې بولو نود(ری او مروې) په له لاسه ورکولو سره افغانستان دکسپین دروازو ته له ورنږدې کیدوڅخه هم بې برخې شواوپه دې توګه په جنوب غرب اوشمال غرب کې له آزادو اوبو څخه محروم پاتې شو.

دافغانستان په جنوب شرق کې تاریخي (ګدروزیا) یعنې دبلوچانوپراخه ځمکه پرته وه،دددغې سیمې دخلکو تاریخ اوږدې پیړۍ دافغانستان له تاریخ سره تړلی و.دهند نیمې وچې ته دانګلیسي استعمار په رارسیدو سره دهند برتانوي واکمنودغې سیمې ته په دې خاطر ډیره پاملرنه ور واړوله چې فکر ېې کاوه ناپلیون دایران له قاجاري واکمنو سره په لاس ورکولو ښايي له همدې لارې دهند دنیولو هڅه وکړي.برتانوي هند نه یواځې دافغانستان کمزوري ،په خپلوکې اخته او دهیواد له راتلونکوګټو څخه بې خبره واکمن دایران اوفرانسې په وړاندې په پیسو او څه سپکو وسلو را ونیول بلکې دهغوی پاملرنه ېې له بلوچستان څخه دومره واړوله چې بلوچستان په هند کې دانګریزي ګټودساتلو یوه غوره ستراتیژیک سیمه شوه.په دې توګه عربي سمندرګي ته

دانګریزانوپه سیمه ییزو ستراتیژیو کې آباسین ته دافغانستان له ختیځې برخې څخه د کابل دسیند له لارې رسیدل هم یوه پټه وسوسه وه. ښايي په همدې دلیل ېې لومړی رنجیت سینګ د پنجاب یوسیمه ییز واکمن د افغانستان دامیرانوسیالۍ ته ورساوه او وروسته ېې هم له شاه شجاع سره ددري اړخیزې معاهدې له مخې رنجیت سنګ ته هغه مقام ورکړ چې سم دانګلیسانو په شان دافغانستان دسیاسي برخلیک دپام وړ نښه وي.کشمیراوپنجاب او ورپسې پيښور هغه چې تاریخ ېې تاریخي تاکسیلا دلوی کنشکا ژمنی پایتخت بولي دانګریزانو په پټو اوښکاره لوبو اودافغانی سردارانودخپل منځي خونړیوناندریو په نتیجه کې دافغانستان له خاورې جلا شول او افغانستان له دې لارې هم هغه امکانات له لاسه ورکړل کوم چې آباسین ته په رسیدو آزادو اوبوته ورتللی شوای.

افغانستان دنارواپیښو همدغې لړۍ په وچه پورې وتاړه او آزادو اوبوته له ور رسیدو څخه بې برخې او دتل لپاره ګاونډیوته محتاج پاتې شو.که له ډیرو لرو تاریخي پیښو څخه راتیرشودهند برتانوي او تزاري روسيي ترمنځ دافغانستان دحایل ګرځیدو،پردي سیاست، دغه هیواد په ډیره حساب شوې توګه له هر ډول هغو امکاناتو څخه بې برخې کړ کوم چې کیدای شوای له جنوب لویدیځ،جنوب ختیځ اویا له ختیځ لوري څخه اوبوته لاره پیداکړي.

داسمه ده چې افغانستان یو وروسته پاتې او دانګریزي استعمار اوروسي استعمار په وړاندې دسیاسي او پوځي سیالیو او ډغرو توان ورسره نه و.خو دافغانستان ټوټه کیدل او په نني برخلیک اخته کیدل یواځې دپردودناروا کړو وړو پایله نه وه بلکې دافغانستان واکمنوهغوی چې مخامخ په پردوپورې تړلي وواو له پردوېې ډوډۍ تر لاسه کوله یا هغوی چې تش په نوم مستقل واکمن وو،ټول دافغانستان په تاریخي ناورینونو کې خلکو او تاریخ ته مخ تورن دي.

دافغانستان لرغوني او دمنځنیو پیړیوتاریخ ته نه ځو،دایوبیل دروند او دژوروپراخه څیړنوغوښتونکی کاردی.او یواځي ډیر واکمن علمي او څیړندویه مرکزونه دغه کار تر سره کولی شې.دلته یواځې دافغانستان دمعاصر تاریخ پاڼې اړوو.دافغانستان دمعا صر تاریخ خبره هم له پوښتنو ډکه ده.څوک ېې دهوتکوله واکمنیوڅخه راپیلوي،(هغه واکمني چې څرک ېې په قندهار کې ولګید خو ژوند ېې داصفهان په ګوڅوکې دپای سلګۍ ووهلې.)څوک دراني احمد شاه بابا دمعاصر تاریخ بنسټ ایښودونکی بولي او ځینې خو دارواښادمیر غلام محمد غبار په شان په دې باور و چې دا امیر عبدالرحمن خان و چې ملوک الطوائفي او غیر متمرکزه فیودالي واکمني ېې وځپله او مرکزی مقتدرفیودالي دولت ېې جوړ کړ.دغبار په باوردهمدې ټولنیز،سیاسي او اقتصادي بدلون له مخې امیر عبدالرحمن خان دمعاصر تاریخ بنسټ ایښودونکی دی.

احمد شاه بابا بې له شکه یودسترسیاسي او پوځي توان در لودونکی شاهنشاه یا امپراطور و.له بخارا نه ېې خرقه مبارکه راوړه،په لویدیځ کې ېې دخراسان ټولې ځمکې راخپلې کړې،ختیځ ته تر ډهلي ورتیر شواودډهلې دخپلې خوښې سلطنتونه ېې راجوړ کړل خو له دې ټولو سره سره تاریخ دده دامپراطورۍ سیاسي پولې ونه پیژندې.ځکه تر واکمني لاندې ځمکې هغه ګڼل کیدې کومې چې واکمنو ېې دیو ډول باج په شان لږ یا ډیره مالیه ورکوله.واکمن ترډیره پردي او دسیموپخواني واکمن و.په ډهلي دګورګاني پاتې شونوولکه را ژوندۍ شوه،په لویدیځوځمکولکه مشهد،نیشاپور، کرمان، سیستان دنادر افشاردپاتې شونوواکمني وساتل شوه  اوله آمو څخه هغه لوري ته هم یواځې دخرقې راوړل دټولو فتوحاتو پایله وه.په دې توګه نه یواځې په هغې لويي امپراطورۍ یو واحد بیرق ونه رپیده بلکې دهیواد په دننه کې هم سیمه ییزوقومي مشرانو ته چې دوخت ستر ځمکه وال هم وودومره واک ورکړل شو چې هریوه خپل اردو ګان او آن جیلخانې درلودلې او ددغې بې پولو امپراطورۍ اردو هم له همدې کبله په منظم او غیر منظم اردوویشل شوی و.غیر منظم اردو په واقعیت کې ترډیره همغه دسیمه ییزوفیودالي واکمنواردوګان و.په لږ توپیر هغه چې نن ېې امریکا او کرزی دتوپک سالارانواواربکیانو په بڼه تمرین ترسره کوي.

دراني تیمور شاه په ډیروستړوهڅو ددغې امپراطورۍ نوم يوڅه وساته خوبیا هم دهربري په پای کې یا واک درنجیت سنګ په شان هغوپردو ته پریښودل کیده چې تل دخپل واک په غم کې ونه دامپراطورۍ دکټوساتلو په فکر کې او یاهم هغو سردارانو ته برخې ورکول کیدې چې دیوه واحد اوپیاوړي افغانستان په هکله ېې فکر هم نشو کولی. همدغو حالاتو دتیمورشاه کورنۍ او بې شمیره ځامنو،خسرانو اوښیګانو او نوروته هغه څه پریښودل چې دامپراطورۍ په هر ولیشت کې دنفاق اور بل و.هرچا ځانته دواک غوښتنه کوله.دتیمورشاه دراني له ځامنو څخه يواځې شاه زمان په دې خبره رسیدلی و چې دټولو ناخوالودځنځیر اصلي کړۍ انګریزي استعمار ته رسیدلې دي.ده هڅه وکړه چې یوڅه دکورنۍ ملوک الطواکۍ یاغيتوب مات او ورسره دهند په نیمه وچه کې د انګریزې واکمنوغوږونه ورتاو کړي.خوتیروناسمو تر ډیره مصلحتي سیاستونوحالات هغه ځای ته رسولي وچې ورور دوروسترګې په اور لړوني را ایستلې. په همدې خاطرشاه محمود هوتکي دایران ښايي دپردې شاته دانګلیس په لمسه شاه زمان ړوند او وروسته دیوخپل دوست په لاسو ووژل شو. دشاه زمان وژنې نور دافغانستان دسترتوب اوبرم کیسې په سین لاهو کړې.محمد زايي واکمنو ته دواکو په ور رسیدونور حالات داسې شول چې پیښوري ورونه دپيښورشاهان اوقندهارې ورونه دقندهار شاهان شول او نور ملک هم دکشمیر ، پنجاب سند او بلوچستان په شان دهر چا بیله برخه شوه.هغوی چې په تیښته او منډه کې دکابل واکمن وو اوانګریزانو هغه په رسمي پریکړو کې والیان بلل همدغو حالاتو داسې حالت ته راوستل چې افغانستان د یوه واحد هیوادپه توګه ټاکلې سیاسي پولې ونه موندلې.

دهند انګلیسي واکمنو ته دهندوستان خوندي ساتل ددوی دستراتیژیو ستره برخه وه.هندوستان له سمندري لارو تر ګواښ لاندې نه و.انګلیسانو خپل اروپايي سیالان په سمندري نښتو کې په ګونډو کړي و. هند ته خطر دوچې له لارې لیدل کیده.هغه وچه چې دغه خطرونه هند ته پرې رسیدلی شوای د افغانستان په نوم خاوره وه. په انګریزي سیاست کې یوقوي په خپل ځان بسیا افغانستان هم خطر واوله ناپلیون او تزاري روسيي سره اتحاد ېې هم انګریزانو ته د ځغم وړ نه و. دهند په لور د ناپلیون د خوځیدنې هڅې له پیل څخه مخکې ودریدې.دروسيي هڅې ویره وونکې وې انګریزان مجبور ووچې دقوت له ښودلو سره سم له روسي واکمنو سره دروغې جوړې پلانونه هم مخته کړي. د دغو کړو وړوپایله دا شوه چې افغانستان د حایل یا بیلیدونکې ځمکې په توګه ومنل شي. انګریزانو د ګندمک اوله شاه شجاع سره ددرې اړخیزې معاهدې له مخې د افغانستان پولې له ختيځ لوري څخه له اوبو څخه را بیلې کړې وې، د بلوچستان په نیولو ېې دغه بیلوالی نور هم پراخه کړ.له روس سره په اوږدو ناندریو کې ېې پنجدې روسانوته ور پریښوده.پنجدې دتاریخي مروې زړه او مروه دخراسان زړه اودابومسلم خراساني دپاڅون مرکز و..دپنجدې برخلیک انګلیسي سر پیتر لمسیدن وټاکه.دروسانو له لوري دپنجدې اشغال دافغانستان دخلکو غوسه را پورته کړه او آن دسوات او بونیراستازي دمحمد قاسم اواحمد خان په مشرۍ کابل ته را غلل او امیر عبدالرحمن خان ته ېې وویل چې دوی دې ته چمتو دي چې دده تر مشرۍ لاندې دروسانو مقابلې ته ور وخوځي.امیر تر دې پخوا دانګریزانومشورې اخیستې وې، نو ځکه ېې په یوه اعلامیه کې خلکو او اولسونو ته اعلان وګړ چې«له روسانوسره دپولې په سر یوه نزاع را مخته شوې وه ،خوهرات مستحکم دی…خو روس له پنجدې مخته رانه غی اوپولې ټاکل کیږي،ستاسو دنده داسلام دپادشاه اطاعت دی…»(افغانستان در مسیر تاریخ ۶۷۸مخ)

له امیر عبدالرحمن څخه دغه شان غوښتنې له سند،پنجاب،پېښور،،دیره جات،باجوړ،چترال،بلوچستان اوآن له خوقند،سمر قند او بخارا څخه هم را ورسیدې خو امیر هغه ټولې غوښتنې په دې خبره ځواب کړې چې موافقه شوې او پولې به وټاکل شي جګړې ته اړتیا نشته.پولې سرپیترلمسیدن له روسي سیال زیلینوی سره وټاکلې.دقاضي سعدالدین خان تر مشرۍ لاندې ډله چې دپنجدې دبرخلیک له پاره ټاکل شوې وه نه روس ومنله نه هم انګلیس اونه هم امیر دهغوی آواز واورید.په دې توګه پردو دپنجدې معامله وکړه.داچې امیر ولې دغه سیمه له لاسه ورکړه دانګریزي فشار په څنګ کې دا واقعیت هم پټ نه وچې دغه امیر اوډیرو نوروده ته ورته واکمنوکه انګلیسي معاشونو ته سترګې درلودې ،له خپلو خلکو څخه ویره ېې هم له پامه نه لویده.امیر ویریده چې دپنجدې دآزادۍ تر نامه لاندې خلک او اولسونه په خپله یا دبل چا په لمسه دده پرخلاف را ولاړ نشي.دواکمنو دغه شان ویره زموږ په تاریخ کې لوی ځای لري او دسترو تاریخي بد مرغیویوه زوروونکې نښه ده.

یواځې پنجدې نه وه چې دپردو په خپل منځي جوړه دافغانستان له ډډو وشلیده.ددیورند له استعمارجوړې کړې پولې هغه لوري ته دپښتنو او بلوڅو پراخه ځمکې هم انګلیسي سرجیمز دیورند په خپله خوښه او دامیر عبدالرحمن خان په مجبورولو له افغانستان څخه جلاکړې.ددغه کار په بدل کې ېې امیر ته دڅه نغدوکلدارو او څوزړوسپکو وسلو ژمنې ورکړې.

له انګریزي استعمار ،تزاري روسیي او دافغانستان له ګاونډیو سره ډیرې معاهدې داسې جوړې او عمل ته وړاندې شوي چې په هغو کې دافغانستان دګډون هډو څرک هم نه لګیږي.د۱۸۸۰کال هغه پروتوکول چې له هریرود څخه تر آموپورې ېې دافغانستان پولې ټاکلي په لندن کې دبریتانیا دبهرنیو چارو دوزیرسالیسبري او په لندن کې دتزاري روسيي دسفیرجورج دی ستال له خوا په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې دافغاني لوري په کې هیڅ برخه نشته.په ۱۹۰۷ میلادي کال کې چې روس او انګلیس افغانستان په یوه بیلونکي یا حایل هیواد اړوي بیا هم دادانګلیس او روس استازي دې چې دافغاني لوري له ارادې پرته دافغانستان سیاسي او جغرافیايي موقعیت ټاکې.

دافغانستان په جنوب غرب کې دسیستان پراخه ځمکه پرته ده هغه چې تاریخي لرغونتوب ته ېې مخکې کوته ونیول شوه.دغې ځمکې۷۰۰۶ میل مربع پراخوالی درلود. انګلیسي مکماهان هغه چې وايي اصلي نوم ېې (لورنس) وله ایراني واکمنو سره په جوړه ددغې خاورې ۲۸۴۸ میل مربع ایران ته ورکړه.کلنل مکموهان په ۱۹۰۵ کال دامیر عبدالرحمن خان له مړینې څخه څه ناڅه درې کاله وروسته دهلمند داوبو دویش په نوم سیستان ته راغی او همدغه وخت ېې دسیستا ن یوه دریمه ایران ته ورکړه.دغه حالت وښوده چې امیر حبیب الله هم دخپل پلار په پلونو روان واو انګریزي حکمیت ته ېې له هر ډول اعتراض پرته غاړه کیښوده.

دسیستان ویش اودهلمند په اوبو کې دایران دبرخې د ټاکلوپروتوکول دپخواني پادشاه محمد ظاهراود موسی شفیق دصدارت په دوره کې بیا نوی شوپه دغه پروتوکول کې په ناویلې توګه نه يواځې پخواني ټول تړونونه ومنل شول او ایران دهلمند داوبو په زیرمو کې پنځوس سلمه برخه ور خپله کړه (ایران همدا اوس دهلمند دسیند له اوبو څخه نږدې اویا په سلکوکې ورځپلې کړې دي) بلکې دا ملي ضد پریکړه هم وشوه چې داوبو دزیرمو دڅارنې ایراني ډلې به دهلمند داوبو پر ویش دڅارنې لپاره ۵۱ میله دافغانستان په دننه یعنې دکمال خان په بند کې خپله څارنه تر سره کوي.دغه پروتوکل په کابل کې دموسی شفیق او دایران دصدراعظم عباس هویدا له خوا لاسلیک شو،دلاسلیک له مراسمو وروسته ایراني مشر له محمد ظاهر شاه سره لیدنه وکړه، شاه پر پروتوکول برسیره یوه زیاته اندازه اوبه ایراني لوري ته دښه نیت په نوم ورسوغات کړې.دهلمند داوبو دویش په ډیرو پرتوکولونو او ضمایمو کې په بیا بیا ټینګار کیږي چې افغانستان به دهلمند دسیند پر غاړو داسې نوې ځمکې نه آبادوي چې دهلمند داوبو په ایرني برخه کې کمی راسې .خو ایران په خاص سیستان کې بیا ددې حق مومي چې خپل تأسیسات پراخه اودنورو اوبوغوښتنه وړاندې کړي.

ایران دانګلیس او ټول لویدیځ لپاره نه يواځې دنفتو یوه لویه زیرمه وه بلکې په سیمه کې ېې دلودیځ دژاندارم نقش درلود.په همدې خاطردافغانستان واکمنونه یواځې هر ډول پردوپریکړوته غاړه ایښوده بلکې دویرې او ناروا ملي ضد غوښتنو له مخې ېې ایرانې واکمنو ته په زرګونو مکعبو اوبوسوغات هم ورکاوه.

که په وچه پورې دجبري تړل شوي افغانستان جوړښت ته وګورودغه هیواد داوبوپنځه لويي زیرمې لري خوددغو زیرموډیره برخه دپردوپه ګټه خوځي.دآموله سیند څخه ازبکستان اوترکمنستان ګټه اخلي،له هلمند،ارغنداب ،ترنک، ارغستان او موسی قلعې له سیندونو څخه دایران ځمکې خړوبیږي،له خاشرود،ادرسکن،فراه رود،هریرود،مرغاب او نورو څخه ایران او ترکمنستا ن ګټه اوچتوي اودکابل سیند دپاکستان په ګټه خوځي.داپه داسې حال کې ده چې زموږلیلې وچې شونډې پرته ده او دهلمند او نیمروز ځمکې به هم یو وخت په خواروشاړو واوړي او داځکه چې ایران دخپل توان له مخې هر ورځ دخاص سیستان دسمسورتیا پروژې پراخوي او نورو اوبو ته اړتیا پیداکوي.افغاني واکمن به هم دمصلحت، خپلو ګټو او آن نقدي رشوتونو له مخې داوبوبهیر دنورو په ویالو ورسیخوي .په دې توګه سیاسي پولې به که روان اشغال نورې هم ونه ځپلې همداوي ،خاوره به وي خو اوبه به نه لري.نه په غرب،نه په شمال او نه په ختیځ کې.جنوب خو موهسې جنوب پاتې دی.   له ګاونډیو یا په سیمه کې له استعماری او پراختیا غوښتونکوځواکونو سره دافغانستان معاهدې ،قرار دادونه او پروتوکولونه یوعجیب واقعیت ښي هغه داچې نه يواځې دغومعاهدو،قرار دادونو او پروتوکولونو لومړي لاسوندونه نږدې ټول پردو لیکلې او همدې پردو اجرايي او عملي بڼه ورکړې بلکې که موډیره زیاته نه وي ویلي دافغانستان تاریخ هیڅ داسې پریکړه نه لري چې په هغې کې دې پردو ته امتیاز نه وي ورکړل شوی.موږ تل له خاورې او اوبو څخه پردو او ګاونډیوته یو څه ورپریښي خو هیڅکله مو له پردو څخه څه نه دې راخپل کړي.

مخکې مو دې خبرې ته ګوته ونیوه چې دافغانستان سیاسي تاریخ که دوخت له شوروي اتحاد سره له معاهدو او قراردادونو څخه تیر شوډیر لږ داسې څه ښيي چې په دغو شان معاملو کې دې دافغانستان نوم له هغو هیوادو څخه مخکې راغلی وې کوم چې معاهدې ورسره لاسلیک شویدي.دافغانستان له ګاونډي هیواد سره نږدې ټولې معاهدې او اړ ونده پرو توکولونه ښيي چې لومړی ایران راوړل کیږي وروسته دافغانستان نوم لیکل کیږي. ددې خبرې یو ښکاره دلیل دادی چې دمعاهدو او نورو اسنادومسودې پردي لیکي او هغوی دخپل هیواد نوم ته ارجحیت ورکوي.داکار دهند برتانوي واکمنو،روسي پراختیا غوښتونکواو ایراني واکمنو یوشان مخته کړی و.خو افغاني واکمنو داټول څه ولې منل : تیروتنه وه،مجبوریت و که خیا نت؟

ویلی شو چې تیر وتنو،اړتیاوو او خیا نتونو په دې کار کې په ګډه یوه اوبل ته غیږه ورکړې وه.افغانستان دکاونډیو په وړاندې یو ځپل شوی ددولتونو په کچه دمقاومت له توانه لویدلی هیواد و.دولت داري،سیاسي پوهه،دپردو دستراتیژیو پیژندنه ،پرخپلو خلکو او تاریخ باور درلودنه ډیره کمزورې وه . همدغه څه په هر ګام کې دسیاسي تیروتنو لومړۍ خښتې وې.دنورو په وړاندې کمزوري او له خپلو خلکو ویری هم شاهان او امیران دې ته رسولي وچې دخپل پایښت په خاطردزمانې مجبوریتونو ته غاړه کیږدي.دافغانستان په معاصر تاریخ کې ډیر شاهان یا امیران یا پردو مخامخ کینولي وویا دپردو په مرستوپه پښو ولاړوو.ډیرو دغو شاهانو او امیرانوپه پردو معاشونو ژوند او واکمني کوله په دې خاطر هغوی له خپلو خلکو او تاریخ نه جلا وو.دوی ته خپلې ګټې او دواکمنیو پایښت هرڅه، او ملي ګټې ورته هیڅ وي .له همدې کبله ېې نه دخاورې دخرڅولوپروا درلوده نه داوبودسوغات کولو.همدې شخصي او کورنیو ګټودغه شاهان او امیران په ښکاره ملي خیانت ته وررسول.

که نن افغانستان په وچه پورې تړلی ،دګاونډیوسمندري لاروته اړاو دتاریخ له چټک خوځښت څخه لویدلی هیواد دی ،یو ستر عامل ېې دوخت دشاهانو،امیرانو اوډول ډول واکمنوتیروتنې ، مجبوریتونه او خیانتونه وو.نن هم دوخت واکمن او ددوی لاسپوڅي دتیرو ښکاره ملي ضد تیروتنو په شان فکر کوي چې پردي به دوی ته تل دوستان ،ملاتړي او ډوډۍ ورکونکي پاتې شي. او ددوی واکمني به له لسیزو اوښتې، دپیړیو خبره وي.دوی هیر کړي چې انګریزي استعمار له ټولوتودو ژمنو سره زموږ خلکوته څه پرېښودل.دوی هیر کړي چې پردی کټ تر نیمو شپودی، دوی هیر کړي چې استعمار په هرزړه یانوې بڼه چې وي دهیوادونو اشغال ته دآبادولو په نیت نه بلکې دورانولوپه نیت ورځي.دعمراني استعمار خبره یواځې داحمقانو دباور خبره کیدای شي.داستعمار پرون او نن په ماهیت کې بدلون نه لري.دافغانستان اشغال له یوډول انګلو ساکسوني فاشیستي ډوله نوي استعمار سره سمون لري.دغه وژونکې او ورانونکې ماشین زموږ خلکوته دداسې بد مرغیو زقوم وکرل چې ریشې ور وچول به ېې دپیړیو کار وي.اشغال دادی دخپل مرګ په وروستیو کې دخپلو زړو او ور نږدې دوستانو دخوښي په خاطر خپل وروستی ګوزار هم تر سره کړ ،امریکا او انګلیس دنږدې یوسلو شلو کلونومخکې استعماري نقشه په رسمیت وپیژنده.دکابل په پردو پورې تړلې واکمنۍ ددغه کار په وړاندې پرته له دې چې خپل دریځ او مقاومت وښيي په ډیرو نرمو کلماتو ېې یواځې دومره وویل چې د دیورند دکرښي برخلیک زموږ دخلکو په اراده پورې تړلی دی. د خلکو اراده بې له شکه ددیورند دکرښې دمنلو خلاف ده. خود دولت خپله اراده څه ده او ولې ېې نه شي ښودلی؟ ځواب روښانه دی. دغه واکمنې له پردو نه بلکې له خپلو خلکو ویریږي، دغه واکمنې په دډیرو پخوانوپه شان په وطن پلورنه تورنه ده،خلک او اولسونه وطن پلورونکي نشي بښلی.په همدې خاطر دغه واکمني دپردو په کټ شپې تیره وي او دپردو دعمر دعاوې کوي،دپردو په پا یښت باور ددوی تیروتنه ، دخلکو له ویرې او د خپل پایښت په خاطر په پردو ډډه لګول که یو جبر دی یو نه بښونکی خیانت هم دی.همدغه په پردو ولاړه واکمني به دوروستي خیانت په توګه ددیورندپه استعماري کرښه هم خپلې ناولې ګوتې ولګوي. له امریکا سره امنیتي تړون او له پاکستان سره ستراتیژیک تړون دهمدې ملې خیانت مخکنۍ نښې دي.دنړۍ په ټول تاریخ کې داسې څه نه وینو چې یو هیواد هم له خپلو ټولودوستانو او هم له ښکاره دښمنانو سره ستراتیژیک؟!تړونونه ولري.دغه لوبه چې دکابل ادارې په لاره اچولې یوه تاریخي ځواب نه موندونکې معما ده،هغه معما چې ددروغو، ریا ، فتنې ، تزویر، فساد او ملي خیانت په جا موکې نغښتې ده.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news