ولی په ډیرو اسلامي هیوادونو کې مرګوني څپې خپرې دې؟

دریمه برخه

ولی په ډیرو اسلامي هیوادونو کې مرګوني څپې خپرې دې؟

 

لیکونکی  ابراهیم نعیمي

Regan og Breznev d.5.9.13

5/ 9 / 2013 ا

اوس ولې اسلامي نړۍ ترهګره شوه، څه وشول چې هر څه پر بل مخ وواښتل؟

ه دې برخه کې د اساسي پوښتنې د ځواب ورکولو له پاره څه لیکل غواړم: په تیرو برخو کې مې یادونه وکړه چې د سوسیالیستي هیوادونو د شتون را وروسته لویدیزو هیوادونو د امریکا تر مشري لاندې د ټولو ممکنه وسایلو څخه ګټه پورته کوله چې سوسیالیستي بلاک رانسکور کړي. او د دي پروسې سره جوخت په دریمه نړۍ کې ټول ملي ګوندونه او شخصیتونه له منځه یوسي.
لویدیزې نړۍ او د دوي سیاسي چلند په دریمه وروسته پاته نړۍ کې د تنفر وړ ګرځیدلی وو ځکه ډیرو هیوادونو د مستعمرو په دوران کې د دغو هیوادونو ظلم او بربریت څکلي وو. نو ځکه په اساني سره سوسیالیستي ایډیالوژي پراختیا پیدا کړل. د لویدیزو هیوادونو له پاره د بریالیتوب دوې لارې وي: ۱ ـ په پوځي ساحه کې ۲ ـ په تبلیغاتي جګړه کې ۱ ـ په ټولو لویدیزو هیوادونو کې د پوځي وسایلو د نوښت له پاره هڅې ډیرې ګړندۍ شوي نو په لږه موده کې د درنو وسلو او اټومې وسلو پرمختګ په ټوله نړۍ کې محسوس وو. همدا ډول پوځي تړونونه یو په بل پسي د بیلګې په توګه په پیل کې ناټواو وروسته سنټو پکټونه جوړ شول. ۲ ـ په تبلیغاتي ډګر کې د جمعي رسنیو برسیره څارګرو ادارو تر بل هر وخت ډیر فعالي شوی. د څارګرو ادارو پاملرنه وروسته پاته هیوادونو خو په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو ته ډیره وواښتل. د بډایو اسلامي هیوادونو سره د بیلګې په توګه عربي هیوادونو سره یي مناسبات ډیر نژدي کړل. د دغو هیوادونو مشران یي په مختلفو پلمو او چلنو تر خپلې اغیزې لاندې راوستل. د عربي هیوادونو په ګډون په وروسته پاته اسلامي هیوادونو کې د تبلیغاتو نه برسیره د څارګرو ادارو جاسوسان په مختلفو بڼو لکه ملایان، شیخان، پرهیزګاره کسان لاس په کار شول چې زموږ ولسونه یی شاهد دي. په افغانستان کې د انګریزي ملایانو کیسې تر اوسه پوری زموږ د مشرانو په حافظو کې شته. دا ډول بیلګې د غازي امان الله خان د سلطنت په دوران کې ډیري لیدل شوی دی. دغو جاسوسانو حتي په هیواد کې د ازادو مطبوعاتو، د خلکو د اذهانو د روښانه کولو او ملي خوځښتونو سره په کلکه دښمني ښودل او د کفر ټاپي ورباندی لګولي. چې مهمه بیلګه یي پر غازي امان الله خان او علامه محمود طرزي باندې د کفر د ټاپو لګول وو. د مشرانو د خولې څخه ما کیسې ارویدلي دی چې د ملکې ثریا نیم بربنډ انځورونه چې په ډیر مهارت جوړ شوی ول، د کلیوالي خلکو په مینځ کې ویشل کیدل. زما مرحوم پلار چې په هغه وخت کې ځوان ښوونکي وه، کیسه یی راته کړي ده چې داسي کتابونه د ښوونځی د کتابونو په نوم پیدا شول چې په هغه کې په اسلام ملنډې وهل شوی وي. په دغه ډول د خلکو اذهان د هر ډول ریفورم، ښوونځي او ازادي په وړاندي مغشوش شول. کله چې د افغانستان په څیر هیوادونو کې ازادي بخښه جنبشونه، د سوسیالیستي ګوندونو ملاتړي او یا د دهغوي د عقاید پیروانو د نوي ګوندونو د جوړیدو هڅې پیل کړي او ګوندونه یی جوړ کړل. د دوي په مقابل کې ښي اړخه ګوندونه چې د سید قطب (دمصر د اخوان المسلمین) د ایډیالوژي څخه پیروي کول، رامنځته شول. زموږ هیواد ته هم دغه ایډیالوژي د غلام محمد نیازي، برهان الدین رباني او عبدالرسول سیاف په واسطه وارده شول. د کیڼ اړخو ګوندونو د پراخوالي سره سم د لویدیزو هیوادونو اندیښنې زیاتيدلي نو ځکه یي د خپلو څارګرو ادارو په مټ د ښي اړخو ګوندونو په ملاتړ په ډیر شدت د هر ډول ازادي بخښه جنبشونو پر ضد پراخ تبلیغات کول. په شپیتمو کلونو کې چې تنکي ځوان وم او تازه د ځوانانو په مینځ کې سیاسي بحثونو رواج موندلی وو. د فیوډال، امپریالیزم، سوسیالیزم او نورو سیاسي اصطلاحاتو د ځوانانو پام اړولي وو. جوخت د همدي بحثونو پر ضد تبلیغات پیل شول. د دی ادعا د ثبوت له پاره زما د سترګو لیدلی حال ولولئ: «د لوی اختر لمونځ مې کولو. په یوه پراخه دښته کې ډیر کسان د اختر د لمانځه د ادأ کولو له پاره راټول شوی ول او د خطیب صاحب نصیحت ته غوږ وو. د لومړي ځل له پاره مې د یوې لیرې پرتې ولسوالي د مسجد د ملا د خولې څخه د لیننیزم او مارکسیزم اصطلاحوي واوریدلي. عام وګړي نه پوهیدل چې مولوی صاحب د څه په باره کې ږغیږي.» د پورته بیان څخه څرګندیږي چې لویدیزو څارګرو ادارو خپلې هڅې ګړندی کړی وی. یو شمیر یي د اسلام پاله ډلو د جوړولو له پاره په ښکاره او یا په پټه هڅولي ول خو یو شمیر د موضوع په تل (ماهیت) خبر نه وه، یوازي د اسلام څخه د محافظت له پاره د ازادي بخښه جنبشونو او په ځانګړی توګه د پخواني شوروي اتحاد او کمونیزم پر ضد تبلیغات کول چې اصلي منشأ یی بیا هم د څارګرو ادارو پراخ تبلیغات ول چې د هر ملا تر غوږونو پوري رسیدلي ول. د دووبلاکونو د جګړې پایله دا شول چې کمونیزم پر ګونډو شو خو افغان ولس د کمونیزم د نسکورولو له پاره په میلیونونو شهیدان او زخمیان ورکړل. بیا هم افغانان ول چې دا جګړه یي د خپلو سرونو په قربانیو پای ته ورسول. ایا زموږ ولس ته د جګړې په پای کې کومه ګټه ورسیدل که یا؟ ځواب یي روښانه دی چې هیڅکله نه. دا ځکه چې لویدیزو هیوادونو د امریکا تر مشرتابه لاندې اوږد مهاله پلان جوړ کړي و چې پایله یی باید د نورو ملتونو په قربانیو او د لویدیزو هیوادونو په ګټه پای ته ورسیږي. په وروستۍ برخه کې به وڅیړم چې ایا روان کړکیچ د لویدیزو او اسلامي هیوادونو تر مینځ ناڅاپې پیښه ول، ایا لویدیز هیوادونه نه پوهیدل چې د سوسیالیزم په نسکورولو به اسلام پاله ډلې د دوي پر ضد و هڅیږي او که بله موخه وه؟

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news