داټکان ورکونکی خبر ولولی

داټکان ورکونکی خبر ولولی

کابل د برتانیا له خوا ډرون بریدونه وغندل

د خپريدو وخت: 12:11 گرینویچ – جمعه 06 سپتمبر 2013 – 15 وږی 1392
د خپرو شویو شمېرو تر مخه په ۲۰۰۸ کال کې برتانیايي ډرون الوتکو ۱۴ توغندي توغولي وو.

د افغانستان چارواکي ټینګار کوي چې د کابل او لندن ترمنځ داسې تړون نشته چې ترمخه یې برتانیايي ځواکونه د دوی په خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي.

د برتانیا په رسنیو کې د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۶) د دفاع د وزارت شمېرې خپرې شوې چې ویل یې د ۲۰۰۸ کال په پرتله په ۲۰۱۲ کال کې د دوی ځواکونو په افغانستان کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو بریدونه يو په دوه ډېر کړي دي.

رسنیو د برتانیا د دفاع وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي له خوا خپرې شوې شمېرې یادې کړي چې په کې ویل شوي چې په ۲۰۰۸ کال کې برتانیايي بې پیلوټه الوتکې پر افغان خاوره ۲۹۶ ځله کارېدلې دي.

د خپرو شویو شمېرو تر مخه په ۲۰۰۸ کال کې برتانیايي ډرون الوتکو ۱۴ توغندي توغولي وو.

خو په ۲۰۱۲ کال کې دغه الوتنې ۸۹۲ ته پورته شوي او ۹۲ توغنديز بریونه ترې شوې دي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت پر دغه رپوټ شک وښود او و یې ویل که دا شمېرې سمې وي نو ولسمشر کرزي ته برتانیايي لوړ پوړو چارواکو دقیق حال نه دی ویلی.

ښاغلي فیضي وویل د برتانیا دفاع وزیر او په افغانستان کې د برتانیايي ځواکونو جنرال له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې ویلي و چې د دوی بې پیلوټه الوتکې یوازې د څارګرو معلوماتو د ټولو لپاره الوتنې کړې دي چې هغه معلومت یې بیا له افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي.

دوه اړخیز تفاهم

د ولسمشر کرزي ویاند وايي که په رښتیا دغه توغندي توغول شوي وي نو دا عمل د دوه اړخیز تفاهم خلاف کار دی او افغانستان یې په کلکه غندي.

“افغان چارواکيو ویل چې افغانستان د وسلو د ازمېښت مرکز نه دی او که څوک کومه نوې وسله بې له وار د مخه خبرداري کاروي نو دوی يې سپيناوی غواړي.”

د روان کال د جون په میاشت کې د ډرون الوتکو د کارولو موضوع ولسمشر کرزي کابل ته په سفر ورغلي د دفاع له برتانیايي وزیر سره په لیدنه کې یاده کړې وه.

کابل هغه مهال د هغو رپوټونو سپیناوی غوښت چې ګواکې برتانیايي عسکرو په افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې کارولي دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر هغه مهال ویلي وو “برتانیا له افغانستان سره د بې پیلوټه الوتکو د کارولو په برخه کې کوم تړون نه لري او په دې حساب دوی باید دلته دغه وسیله ونه کاروي.”

افغان چارواکيو ویل چې افغانستان د وسلو د ازمېښت مرکز نه دی او که څوک کومه نوې وسله بې له وار د مخه خبرداري کاروي نو دوی يې سپيناوی غواړي

خبر ځای : بي بي سي کورپاڼه.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news