ایا دغه قهرمان جوړونې ولسونه نه سره بیلوي؟

 

ایا دغه قهرمان جوړونې ولسونه نه سره بیلوي؟

 
لیکونکی  ابراهیم نعیمي

Masodi Jang 1 d.10.9.13

10/ 9 / 2013 په دغه لیکنه کې تاسو د کابل د ښار حالت د مسعود د وژل کیدلو په مناسبت د مختلفو کسانو له خولې څخه لوستلای شي، دلیکنې په پای کې اړوند انځورونه لیدلای شی او هم به هغه لینک ولیکم چې د ژوندون پر تلویزیون مسعود پلوه کسانو برید د ویډیویي فلم له لاري ښودل کیږي

 

روانه اونۍ د شهیدانو د اونۍ په نوم نومول شوی ده خو په رښتیا سره ټولې اوه ورځې د احمدشاه مسعود له پاره او په یو مناسبه کچه د شمالي سیمو (شمالي ټلوالي) د شهیدانو له پاره ځانګړي شوی ده. په ښار کې هیاهوي، پر موټرانو د مسعود انځورونه، د عادي وګړو مزاحمت، د ترافیکو د ازدحام له پاره زمینه برابرول، پر سړکونو خلکو ته ښکنځل، د خلکو د باسیکلانو او موټرسایکلانو چپه کول او د خلکو شتمنۍ ته اور اچول د مسعود د مرګ د ورځې د نمانځلو ننداره ده. په اروپا کې چې زه د ملي او اریانا تلویزیونونو د لیدلو امکانات لرم، د اونۍ د تلویزیونې پروګرامونو ډیره لویه برخه د مسعود د ثنا او صفت له پاره او یوه برخه د شمالي ټلوالي د شهیدانو له پاره ځانګړی شوی ده. په رسنیو کې د ډیر وخت څخه اعلانات ارویدل کیږي چې په انګلیستان او یا فلانی هیواد کې د ملي قهرمان د نمانځنې جشن د هغه هیواد د سفارت او ټاکل شوی هیت تر نظارت لاندې جوړیږي. د یوه کس له پاره چې د کابل د شپیته زرو خلکو په وینو یي لاسونه ککړ وي، دومره لګښت، د یو لوړ رتبه کمسیون جوړول، د خلکو وخت ضایع کول، د موافقت او عدم موافقت په صورت کې چکچکي کول د کوم مجبوریت او حق له مخې اړینه چاره ګڼل شوی ده. که د افغانستان اوږدې جګړې ته نظر واچول شي تر پنځه میلیونه زیات افغانان شهیدان شوی دي. زما په آند ټول افغانان چې په جګړه کې وژل شوی دي ټول شهیدان دي. د دوي په مینځ کې مرتد نشته. دلیل یې دادي: ـ مجاهدین چې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جنګیدل خو په حقه وژل شوي کسان شهیدان ګڼي چې د شهید اونۍ یې هم په رسمي توګه اعلان شوی ده. ـ اوسنې سرتیري او جنګیالي چې د طالبانو سره جګړه کوي، هم د رسمي او شخصي تلویزیونونو څخه د شهیدانو تر نامه لاندې اعلانیږي. که څه هم دغه جنګیالي د څه د پاسه (۶۰) هیوادونو د بهرنیو سرتیرو (د امریکا په مشرتابه) سره اوږه پر اوږه د طالبانو سره جنګیږي خو د شهیدانو لقب ورکول شوی دي. ـ د پورته مطلب په بیان سره د پخواني دولت ټول جنګیالي سپیڅلي شهیدان دي. دا شهیدان هم د نورو تر څنګ برابر حقوق لري، ځکه د شپیتو بهرني ځواکونو په عوض یوازې د شوروي د سرتیرو تر څنګ جنګیدلي دي چې د شورویانو جنایتونه په هیڅ ډول د اوسنیو جنایتونو سره پرتله کیدای نه شي. ـ طالبانو خو د لویدیزي نړۍ سره په مخامخ جګړه کې شهیدان کیږي نو طالبان خو ځانونه واقعي شهیدان ګڼې او د شهادت د مقام غوښتونکي دي. ما پخوا یوه لیکنه کړی وه چې په اوسني ترینګلي حالت کې د بهرنیانو د پوځیانو په شتون کې د قهرمانانو نومول یو لمسوونکي حرکت دي او باید د دا ډول لمسوونکو کړونو څخه صرفنظر شوی وای. پایله یې داده چې اوس د کابل ښار د شمالي ټلوالي د تحریکاتو او لمسوونکو حرکاتو نندارتون دي. پاملرنه وکړي د غورځنګ ویبپاڼې د نن ورځي خبری معلوماتو ته: «افغان ځواک: نن غرمه مهال په ښار کې ګرځيدونکو مسعود پلوو لنډغرو پر ژوندون ټلويزيون بريد کړی دی. په ژوندون کې باوري سرچينو افغان ځواک ته وويل چې دوی پر ژوندون ډله ايز بريد غوښته خو د ساتونکو له غبرګون سره مخ شوي دي .ويل کيږي مسعود پلوو غوښتل چې د دې بې امته پيغمبر يانې مسعود انځورونه د ژوندون د انګړ پر ودانۍ سريښ کړي چې ساتونکو يي مخه نيولي .ويل کيږي تر دې مخنيوي وروسته د شمال ټلوالې ښاري لنډغرو پر ساتونکو ډزې کړي دي.هيره دې نه وي چې د وږي ۱۸ نيټه په ټول هيواد کې د تير جهاد د باغيرته شهیدانو ورځ ده خو شمال ټلواله غواړي چې دا ورځ يوازې د مسعود په ګټه ختمه کړي. د ژوندون ټلويزيون يو تن کارکونکي افغان ځواک ته وويل چې د شمال ټلوالې ډير کسان پرته له دې چې جواز ولري وسلې ورسره وې او هم يی په موټرو کې سپکې او درنې وسلې ايښې وې. په ورته وخت کې د ښار په ډيرو سيمو کې په ډيرو موټرو کې وسله وال کسان تر سترګو کيدل او هم د بې پليټه موټرو تګ راتګ يوازې په دې خاطر چې د مسعود عکس پرې لګيدلی و په ټول ښار کې تر سترګو کيږي. سهار مهال په کارته کې د افغان ځواک د سيمه ايز خبريال د مستندو انځورونو پر مټ ښودل کيږي چې پوليسو د دې بې امته پيغمبر يانې مسعود انځورونه په موټرو سريښلول. تر دې وړاندې هم ډير وارې د ژوندون نړۍ وال راډيو ټلويزيون د شمال ټلوالې له لوري د واقعيت ويلو له امله ګواښل شوی و.» زما په آند د قهرمانانو ځانګړول یو ارام سوله ایزه چاپیریال ته اړتیا درلوده. دا ډول قهرمان جوړونه زموږ ملي هویت او د غازیانو تاریخ ته ارزښت نه بلکي سپکاوی ګڼل کیږي. که لږ حوصله شوی وای او په افغانستان کې د سولې بشپړ چاپیریال رامنځته شوی وای او پرته د جګړې څخه د ټولو افغانانو د خوښي حکومت ( په ټاکنو او یا د هیواد د مشرانو په مشوره) جوړ شوی وای او وروسته قهرمانان ځانګړی شوی وای نو دوې ګټې به یی درلودلای: ـ ټول ملت به ورباندی ویاړلي او د غازي اکبرخان او نورو غازیانو په څیر به د درناوي وړ ګرځیدلي وای. ـ د ټول هیواد د وړونو قومونو د اتحاد او ورورلي مرکزي ټکي به واي. اوسنۍ قهرمان جوړونې لاندې عملي ستونزې رابرسیره کړی دې: ـ د احمدشاه مسعود قهرمان جوړونه نه یوازي د نوموړي د شخصیت له پاره ګټور نه دي، بلکې د ډیر افغانانو له خوا په نفرت او کرکه یادیږي. ـ بل منفي اړخ یی دا دي چې ټاکلي کړي (ګروپ) د هغه د شخصیت څخه د خپلو سیاسي موخو د بریالیتوب له پاره ګټه پورته کوي. ـ ښاري بی بند وباره ځوانان په خپلو ناوړه کړونو نه یوازي د هغه شخصیت سپکوي بلکې د ټولې سیمې (پنجشیر) پر ضد د ولسونو نفرت هڅوي په داسې حال کې چې د پنجشیر ښکلي او زړه راکښوونکي سیمه او د دغې سیمي د غیرت مند او بهادر ولس کارنامي د افغانستان د ازادی له پاره د ستایني وړ دی خو په بي سنجسه پریکړې هغه ولسونه هم په غیري عادلانه توګه ورسره سپک او توهین کیږي. ـ د روان بهیر په ناسجسه پریکړو کې به دغه تصمیم لوړ ځای ولري ځکه د دغه قهرمان جوړوني څخه د قومونو او سیمو تر مینځ د نفاق اورونه ښه بلیدلای شي. خلک نن د کابل د ښار د ګډوډیو شاهدان ول چې د کابل په زړه کې د مصنوعي قهرمان د جشن په مناسبت ولسونه، افراد او قومونه توهین کیږي. د هیواد د نورو اتلو شهیدانو نومونه هیر او د هرې شهیدې کورنۍ په حق کې ظلم روا ګڼل شوی دي. ـ که په رښتیا احمدشاه مسعود د هیواد پاک او سپیڅلی بچي وای نو دغه ډول په فساد ککړ شاګردان به یی نه روزلای چې د خلکو په وینو یي بلډنګونه جوړ کړي. د بیلګې په توګه مارشال فهیم د خپلې کورنۍ د یوه غړي په واده کې ۵۰۰۰ میلمانه رابللی ول او په لکونو ډالر یی ولګول دا پیسي د کومه شولي؟ ستاسو پاملرنه د مسعود د نمانځنې د بي نظمیو خبرونه ته رااړوم:

Masodi Flag d.10.9.13

د محمد اجمل هوډمن له خوا نن په کابل کې د احمدشاه مسعود پلویانو او د پخوانۍ شورای نظار ډلې د موټرو په کاروانونو باندې د احمدشاه مسعود، مارشال فهیم او نورو له تصویرونو سره د مجاهدینو د دورې بیرغونه تړلي وو، له دوی سره د افغانستان ملي بیرغ نه وو، دا ډول عمل پخپله ثابتوي، چې هر څوک د ملي کیدو ظرفیت نلري. څه موده وړاندې په قطر کې د طالبانو د بیرغ ځړول له افغان حکومت سره د بل موازي حکومت د په رسمیت پیژندو په معنا تعبیر شول، خو نن د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال له تصویرونو سره د یوه داسې حکومت بیرغ لیږدول چې ۱۵ کاله وړاندې له منځه تللی ولې د افغانستان د اساسي قانون پر وړاندې بغاوت نه ګڼل کیږي.؟ دوی که مسعود ملي اتل کول غواړي نو له هر څه مخکې دملي بیرغ درناوی او عظمت ته باید درناوی کړي، خو له دې ښکاري، چې دوی هم پوهیږي، څوک چې د افغانستان ملي بیرغ نه مني موږ ته برابر دي که هغه د قطر والا وي که ارګ والا وي . څه شول اوس هغه ناقرار او بې قراره فیسبوکیان چې پرون یې اساسي قانون زموږ مخې ته ایښی و او خپلې هغه خبرې یې پر موږ منلې، چې نه په اساسي قانون کې وې او نه دخلکو په ذهنونو کې .؟ که دوی لږ غوندې درک هم ولري نو په خپلو خبرو باید پښیماني څرګنده کړي.

د سیدالله تره کی لخوا د قومندان مسعود وسلوال پلويان د ده د تلين د لمانځنې لپاره د کابل ښار لارو او کوڅو ته راوتلي دي او د خلکو ترمنځ يې وحشت او وېره خپره کړې ده. دوى په ښار کې په ناحقه خبره لارويان او چلوونکي ځوروي او وهي. خلک له امنيتي ځواکونو غوښتنه کوي چې په ښار کې د دا ډول خپلسريو او انارشۍ مخه ونيسي. عجيبه خلک يو، په نورو هيوادونو کي چي کوم خلک د خپل مشر تلين لمانځي نو د څو دقيقو لپاره خاموشي اختيار کړي مګر زموږ ناميان په دي ورځ هم وحشت خپروي. مسعود خو به افغان ولس نه وي وژلی چي نن يي د تلين په ورځ د کابل ښار ولسي وګړي ځوريږي؟؟ ياره په دي يوويشتمه صدۍ کي دومره پس پاته قوم يو. اخر تر څو؟؟؟

د عبدالله کامه وال له خوا دانن ورځ دماتم وه که دجشن خاورې تمامیت او افغان ضد کړنو ډېر خواشینی کړی یم، دا ډول حرکتونه چې ګورم د یو واحد افغانستان د ټوټه کېدو شومې هڅې مې ذهن ته راځي. نن ماښام مې د سیلو پر سړک د مسعودیانو د موټرو یو کاروان ولیده چې شین، سپین او تور رنګه بیرغونه چې دوی یې د خراسان زمین ملي نښان بولي، پر موټرونو ځړولي وو. مسعودیان د دې هېواد د اساسي قانون له مخې مسعود ته د کاذب ملي اتل د لقب امتیاز غواړي، خو د همدې قانون له مخې تور، سور او زرغون ملي بیرغ او ملي سرود نه مني. کرزي خو په قطر کې د اسلامي امارت د بیرغ په لرې کولو د افغانستان د تجزیې هڅه شنډه کړه، خو د ده په نظام کې عملاً د ملي ارزښتونو خلاف او د بېلتون پالنې هڅې روانې دي. دا خلک له دې خاورې سره دومره دښمني لري، چې هم پر افغانیت شرمېږي، هم ملي بیرغ نه مني او هم ملي سرود ته سپکاوی کوي، خو د وطن سر او سرسر یې وخوړ. مسعود پرستان ولې په دې اړه څه نه وايي او د شعور سترګې یې ړندې دي؟ د ژمن میرزکوال لخوا افغانانو! تاسې، که نن د غلو، بدماشانو او د څو تیرو او روانو خونړیو، جګړه ییزو لسیزو عاملینو پروړاندې راونه پاڅئ، د دوي کړنو ته، د نفرت په لرلو سره غبرګون ونه ښیئ او د دوي واکمنۍ ته په دولت کې، د پای ټکی کښېنږدئ. د دوي سترګي به همداسې سرې کیږي او تاسې به همداسې، د دوي، تیرو کړنو ته برائت ورکوئ، د دوي، د تیرو کړنو په پایښت، د ورته کړنو وخت او زمینې به وربرابروئ او ددې ټولو پایلو په ترڅ کې به، همداسې، ستاسې ټول، ولسواک، مذهبي او ټولنیز ارزښتونه، ښیګڼې، حقوق او ژوند اړوندې چارې، درڅخه اخلي، تاسې به همداسې د دوي، د ښکیلاک لاندې، له ټولو انساني ښیګڼو څخه محروم و محکوم ژوند به چلوئ

د پورته ویډیو او انځورونو په لیدلوسره د شورای نظار د ۱۹۹۲ ـ ۱۹۹۶ کلونو وحشت او بربریت د خلکو را یادیږي. د کابل ښاریان یو ځل بیا د خپل وژل شوو عزیزانو غمجني صحني رایادوي او پر ماتم یي کښیني. کاش یو نیم بنده مسول حکومت وجود درلودلای تر څو د دغه ډول خود سریو مخنیوی یي کولای شوای. زر ځله افسوس زموږ د هیواد د ولسونو پر غمجن حال د پاڼې په دري برخه کې د تکړه ازاد خبریال محمد مصطفی کاکړ لیکنه د اړوندې موضوع په هکله تر (امریکا و انگلیس بخاطر رسیدن به اهداف خود از جنگ سالاران حمایت میکند ) سرلیک لاندي مه هیروي. د هغې ویډیو لینک چې پر ژوندون تلویزیون د مسعود پلوه ډلې برید ښودل کیږي: http://pa.azadiradio.org/media/video/25100399.html

پای

Masodi Jang 2 d.10.9.13

Masodi Jang 3 d.10.9.13

Masodi jang 4 d.10.9.13

Masodi jang 5 d.10.9.13

Masodi jang 6 d.10.9.13

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news