د امريکا پوځ به په افغانستان کې هوايي بريدونه زيات کړي

kkoonn

عکس داستقلال له آرشیف څخه

د امريکا پوځ به په افغانستان کې هوايي

بريدونه زيات کړي

 

استقلال: له پنتاګون سره امنیتی تړون په همدې خاطرپه لیونۍ بیړه لاسلیک شو

د امريکا پوځ په افغانستان کې هوايي بريدونه زيات کړي دي.
د پنتاګون له شمېرنو سره سم د سږ کال په اګست مياشت کې د امريکا پوځ ۴۳۶ هوايي حملې کړي دي چې؛ په تېرو دوو کلونو کې يې بې ساري دي.
په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې؛ د امريکا او ناټو ځواکونه د دوی په غوښتنه هوايي عمليات کوي.
د پنتاګون معلومات ښيي چې؛ د سږ کال په اګست مياشت کې د امريکا جنګي الوتکو پر طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو دومره زياتې بمبارۍ کړي چې؛ په تېرو دوو کلونو کې يې په بله هيڅ مياشت کې هومره نه وې کړې.
همداراز د سږ کال د جنورۍ له مياشتې را په دې خوا د نورو مياشتو په پرتله د اګست د مياشتې بمبارۍ په متوسط ډول درې برابره وې.
د باسټن ګلوب امريکايي ورځپاڼې د راپور له مخې د پنتاګون چارواکي وايي؛ چې تراوسه پورې يې د سپټمبر د مياشتې د بمباريو د شمېر په اړه تحقيقات بشپړ شوي نه دي.
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت يو وياند دولت وزيري وايي؛ کله چې افغان امنيتي ځواکونه په جګړه کې هوايي ځواک ته اړتيا پيدا کړي؛ له خپلو نړيوالو متحدانو مرسته غواړي. د ده په وينا، دا هوايي بريدونه د افغان امنيتي ځواکونو په غوښتنه شوي دي.
امريکا په داسې حال کې په افغانستان کې له هوايي قوې زيات کار اخيستو ته زور ورکړی چې؛ تر نيمايي زيات پوځيان يې له افغانستانه وتلي او نور هم د وتلو په حال کې دي.
له ۲۰۱۴ وروسته، چې د امريکا محارب پوځيان به وتلي وي؛ په افغانستان کې به د شاوخوا ۱۰ زره امريکايي پوځيانو دنده د افغان ځواکونو روزنه او په جګړه کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ وي.
باسټن ګلوب ورځپاڼه وايي، چې د امريکا له مرکزي قومندانۍ څخه يې وغوښتل چې؛ په افغانستان کې د هوايي بريدونو په اړه معلومات ورکړي؛ نو هغوی وويل چې، د سږ کال په اګست مياشت کې د امريکا هوايي ځواک ۴۳۶ هوايي حملې کړي دي او د کال له سره د اګست تر پايه يې په متوسط ډول د مياشتې ۱۵۰ بريدونه کړي دي.
د امريکا د دفاع وزارت د مرکزي قومندانۍ په وينا؛ د اګست د مياشتې د هوايي بريدونو شمېر له ۲۰۱۲ کال را په دې خوا تر بلې هرې مياشتې زيات دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې؛ امريکا به د روان ميلادي کال تر پايه د افغانستان ملي اردو ته ۶۲ هليکوپټرونه ورکړي.
د دفاع وزارت ويندوي جنرال ظاهر عظيمي پرون ازادي راډيو ته وويل چې؛ دا هليکوپټرونه به د افغانستان هوايي ځواک پياوړي کړي.
“د افغانستان له دفاع وزارت سره د امريکا د شوې موافقې له مخې د ۲۰۱۶ ميلادي کال ترپايه او د ۲۰۱۷ کال ترلومړيو پورې بايد د هيواد هوايي ځواکونه دومره پياوړي شي چې؛ داخلي اړتياوو ته ځواب ووايي.
په دې مرستو کې به جنګي الوتکې او د ځمکنيو ځواکونو د ملاتړ لپاره نورې الوتکې هم شاملې وي.
له امريکا سره د پخوانۍ موافقې له مخې به دا دوه شپيته هليکوپټرونه د روان ميلادي کال ترپايه افغانستان ته ورکړل شي.”

په همدې حال کې د پنتاګون يوه چارواکي اټکل وکړ چې؛ د هوايي بريدونو شمېر به تر اوسنۍ اندازې لږ شي.
له بلې خوا د پنتاګون چارواکي وايي چې؛ په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د تلفاتو شمېر خورا لږ شوي دي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news