روس: امنيتي تړون د افغانستان په ګټه نه دی

ملی خائنین-۱

روس: امنيتي تړون د افغانستان په ګټه نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): کابل ته راغلي روسي ديپلومات ويلي، چې د افغانستان امنيت ساتل د افغانانو خپله دنده ده او امريکا سره دغه شوی امنيتي تړون د امنيت په برخه کې له افغانانو سره هيڅ مرسته نشي کولای.

روسي ډيپلومات میخايل کروناووسکی نن کابل کې يوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا خو ديارلس کاله وړاندې هم افغانانو ته د دوی د امنيت د خوندي کولو ډاډ ورکړی و، مګر تر څو چې افغانان په خپله د خپل هېواد امنيت لپاره عملي ګام پورته نه کړي، تر هغو به د افغانستان امنيت همداسې بې خونده وي.

کابل لپاره د روسيې پخوانی سفير مخاييل کروناووسکي زياتوي چې د کابل واشنګټن تر منځ امنيتي تړون يوازې ظاهري بڼه لري او عملا د افغانستان لپاره هيڅ ګټه نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د کابل واشنګټن تر منځ د شوي امنيتي تړون له مخې به د ناټو او امريکا عسکر په افغانستان کې پاتې وي او دا کار د سيمې هېوادونو لپاره د اندېيښنې وړ دی، ځکه چې دغه هېوادونه اندېښنه لري، چې افغانستان کې د ناټو او امريکا عسکر به له دغه ځايه د دوی په هېوادونو کې مداخلې او څارنه کوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news