زورونــــــکــي خــپــرونـــې

زورونــــــکــي خــپــرونـــې

 

10Kordiske piger i krig / 10 / 2014

روانه پیړۍ د معلوماتي تکنالوژي دوران دي. د کمپیوټر او انټرنټ په مټ نړۍ په یو کور بدله شوی ده، د نړۍ د هرې ګوښې څخه په څو شیبو کې معلوماتونه تبادله کیدلای شي.
د انټرنټ د تکنالوژي څخه د زده کړو، د پوهې د کچې د لوړولو او آن په تدریس کې په پراخه پیمانه کار اخیستل کیږي. نن په اروپا کې د وړکتون ماشومان هم د دغه پرمختللي تکنالوژي سره اشنا دي.
په هغه ښوونځي کې چې زه دنده لرمه، هر ماشوم ته یوه دانه
I-Pad وړیا ورکول شوی دي چې په تدریس کې (۸۰) سلنه کار ورڅخه اخیستل کیږي. اوس د لیکونو استولو دود د له مینځه تللو په حال کې دي، هر څه د بریښنایي پوستې په واسطه لیږل کیږي.
زموږ ګران هیواد افغانستان ته هم زمینه برابره شوه چې د کمپیوتر او انټرنټ څخه ګټه واخلي. په سلګونو بریښنایي ویبپاڼې جوړي شوی دي چې د نړۍ د هر ګوټ څخه په مورنیو ژبو د ارزښت نه ډک معلوماتونه د هیوادوالو په واک کې ورکوي. ژر ده چې د افغانستان په درسي سیستم کې به هم ګټه ورڅخه پورته شي.
خو په ډیره خواشینۍ باید ووایم چې زموږ په ګران هیواد کې ډیرې هڅې رواني دي چې د دغه بیسیاري پرمختګ څخه د په شاتللو او شخصیت وژنو ګټه واخیستل شي.
په ځانګړی توګه د فیسبوک څخه د بد ویلو، ښکنځلو او شخصیت وژنو مرکز جوړ شوی دي او یا دا چې د دغې موډرنې تکنالوژي څخه د بنسټپاله عقایدو د رواج له پاره ګټه اخیستل کیږي. (البته په نورو هیوادونو کې هم دا بدمرغي شته خو زما کار د خپل هیواد سره دي.)
زموږ په هیواد کې په ډیره لوړه پیمانه د ښځو د بي عزتي او شخصیت وژولو له پاره په فیسبوک آن په معتبرو بریښنایي ویبپاڼو کې هم داسې موضوعات خپریږي چې دلته یي یادول ماته شرم ښکاري.
د ښځو له پاره د حجاب موضوع د مذهبي حالت څخه سیاسي حالت ته پرمختګ کړي دي چې دا موضوع په ټولو پرمختللو او غریبو هیوادونو کې د افغانستان په څیر هیواد کې هم د ورځي موضوع ګرځیدلي ده.
د پرمختللو هیوادونو ولسونه داسې روزل شوي دي چې د یو او بل په وړاندې زغم لري. دوي وایي : (کیدلای شي چې عقاید او افکارو مو توپیر ولري، خودا هم کولای شو چې دوستان واوسو، د یو اوبل د شتون او نظریاتو اوریدلو زغم ولرو.)
په ډنمارک کې ډیر ځله د حجاب او مختلفو عقایدو د شتون خبره راپورته شوی ده چې ډیري یي په ټولنه کې د مختلفو افکارو، مذاهبو، جامو او کلتورونو شتون د پرمختګ له پاره ښه وسایل ګڼې، نه داچې زغم یي و نه لري.
په خواشینۍ باید ووایم چې د جګړو په دوران کې بنسټپالي زموږ په هیواد کې هم ډیر پرمختګ وکړي او لا هم پرمختګ کوي، مانا داچې د اسلام مقدس دین د سیاسي موخو د بریالیتوب له پاره کارول کیږي. چې بیا هم د دغې تورې تیره څوکه ښځو او میرمنو ته زیاته متوجه ده. کیدلای شي چې یوه ښځه په بشپړ حجاب کې نه وي او یا هم اروپایي جامې ولري، خو ډیر امکان لری چې همدغه ښځه پر هیواد مینه او د هیواد د عالي ګټو د خوندیتوب له پاره ډیره قرباني ورکړي.
د دي مطلب د یادولو څخه مې موخه داده چې ظاهري بڼه ټاکونکي رول نه لري. د هر انسان اعمال په فردي توګه پرته د ظاهري بڼې، ملیت، قوم، جنسیت په نظر کې نیولو سره وارزول شي.
یو بل دود هم ډیر عام شوی دي چې پلاني ځوان او یا پیغله د پلانې خاین لور/زوي دي نو هغه هم خاین دي.
پلار او مور انتخابي نه دي. هیڅ اولاد نه غواړي چې د غله، قاتل، نشه ای او یا د بل بد عمله انسان اولاد وي خو دا هر څه د الله پاک قدرتونه دي. نو ځکه جرم فردي دي.
امان الله خان غازي د امیر حبیب الله خان زوي وه او په شاهي کورنۍ کې په ناز او نعمت لوي شوی وه خو د مشروطه غوښتونکو په لیکه کې ودریدي، د افغانستان استقلال یي واخیستي چې تر همدا شیبې د هر افغان ویاړ دي. موږ په یوویشتمه پیړۍ کې ژوند کوو نو د نورې نړۍ د ولسونو په ډول باید جرم فردي وي، په قوم، قبیلې، اولادونو او نورو دوستانو پورې تړاو ونه لري.
د صداقت او پاکی معیار باید هیواد ته د چوپړ کولو په تله وارزول شي، نه دا چې جنسیت، جامې، نژاد، قوم، ژبه او نور ورته مسایل ټاکونکي رول ولوبوي.
هغه میرمن او ځوان چې اروپایي جامې ولرې خو د خپل هیواد په چوپړ کې زیار باسي، سل ځله تر هغه ملا، جهادي قوماندان ښه دي چې د ښځو څخه یي سلیبونه جوړول، د خپل کلي او کور پر ښځو یي جنسي تیري کولو.
زما په آند هغه کسان چې د بل په وینو یي بنګلي جوړی کړي د ډیر تنفر او سزا وړ دي، نه هغه پیغله چې ځان یي په ټوکرانو کې پیچلي نه وي.
د بی بی سي تکړه ژورنالیست ښاغلي ایمل پسرلي د فیسبوک پر پاڼه لاندې متن لیکلی دي:
«
يوې وېبپانې د يوه چارواکي لور تورنه کړې چې گواکې له يوه بل چارواکي سره يې نامشروع اړيکې لرلې او دنده يې په همدې دليل ترلاسه کړې.
زه نه له هغه چارواکي سره پېژنم او نه يې له لور سره او نه هم له هغه بل تورن شوي کس سره.
خو خپه په دې يم چې بې له کوم سند او شواهدو موږ پر يو چا دومره لوى تور پورې کوو.
څوک له چا سره ويده شو، ايا چا وليدل چې سره ويده شول؟
که مو ورسره بدي وي بل څه پورې وواياست، ولې هر څه او هره خبره کټ ته رسوئ؟
دغه ډول تورونه خلک له کاره زړه توري کوي. کاش تر څه ويلو وړاندې د خپل عمل په پايلې يوه شېبه فکر وکړو.»
په رښتیا هم دغه ډول تورونه او ناروا خبري چې د یو چا په شخصي ژوند تړاو ولري، د هیڅ انسان حق نه دي چې هغه ته بد او رد ووایي او پرته د شواهدو یي شخصیت ته صدمه ورسوي.
دا لا څه چې د هیواد په هری ښځینه سندر غاړي پوري دا ډول تورونه لګول کیږي او یا پرته د کوم دلیل څخه د فیسبوک پر پاڼه ښکنځل او ناروا خبري ورته لیکل کیږي.
په پورته انځورونو کې ګورئ چې کوردي پیغلې پرته د حجاب او ټکري څخه د خپل هیواد د ساتلو له پاره د داعش ترهګري ګروپ پر ضد په مورچل کې په بشپړ شهامت جنګیږي.
ایا تر هغه مسلمان ملا چې د خدای په کور کې د خلکو ماشومې نجونې د دیني زده کړو په پلمه بی عزته کوي، دغه کوردي نجونې چې بی ټکري دي، سل ځله شرافت نه لري؟
زموږ په هیواد کې د اسلام د مقدس دین تر نامه لاندې دومره ناروا کړنې شوي او لا هم جریان لري چې بشریت ورڅخه شرمیږي. خو د دا ډول جنایتونو د پټولو له پاره کله حجاب، کله علمي زده کړې پلمه کړي. د کفر ټاپه په جیب کې ګرځوي تر څو نور بدنام او ځانونو ته برأت واخلي.
موږ په هیواد کې ډیري مخکښه میرمنې او پیغلي لرو چې د هیواد د ابادي له پاره يې لیڅې رانغښتي دي. د بیلګې په توګه فوزیه کوفي، شکریه بارکزي، شینکي کړوخیل، انارکلی هنریاره او په زرګونو نورې . خو د پتلون په اغوستلو او یا د پوړنی د نه پر سر کولو په تور داسې نومونه ورته کارول کیږي چې د افغانانو حیثیت ته دومره صدمه رسوي چې په لوستلو یي انسان شرمیږي.
په ټولنه کې یوازې حجاب د ناخوالو مخنیوي نه شي کولاي. ډیر نور ټولنیز، اقتصادي او د نالوستی ستونزې شته چې د ناخوالو مخنیوي وکړي. په دغه تړاو کولای شي چې
(اولا ګلونه سوځي) د کتاب پاڼې واړوي، تر څو علتونه یي درته څرګند شي.
په یاد ولری چې په زرګونوافغاني پیغلي چې په پرمختللو بهرنیو هیوادونو کې استوګنه کوي او په مختلفو څانګو کې زده کړې لري، د خپل ګران هیواد سره لیونۍ مینه لري او تیارې دي چې په خپل هیواد کې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه چوپړ وکړي. کیدلاي شي اروپایي جامې واغوندي، پوړنۍ پر سر نه کړي خو تر بل هر پرهیزګاره انسان به ډیر صداقت ولري. که نه غواړو چې دغه ملي سرمایه د لاسه ورکړو نو باید په خپلو خویندو، میندو او لوړونو پسې ناروا خبري ونه کړو تر څو په بهرکې استوګنې میرمنې او نجونې مو د خپل هیواد د چوپړ څخه پښیمانه کړي نه وي.
راشي چې د یو او بل د مختلفو نظریاتو، مختلفو جامو، مختلفو ژبو، او نورو توپیرونو چې ملي ګټو ته ضرر نه رسوي، زغم ولرو تر څو خپل ویجاړ هیواد د نورې نړۍ په قطار کې ووینو او د نوي عصر د ټولو اسانتیاو څخه د هیواد د ابادۍ له پاره ګټه واخلو.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news