اربکیانو څلورتنه سوداګر له لوټ وروسته شهیدان کړل

busnesmans kild
 
ملي سوداګر، حاجي شېر خان، چې تېره ورځ اربکیانو شهید کړ

اربکیانو څلورتنه سوداګر له لوټ وروسته شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د پکتیکا ـ غزني په لویه لاره د اندړو ولسوالي اړوند د چهاردېوال په سیمه کې اربکیانو څلورتنه عام سوداګر لومړی لوټلي او وروسته شهیدان کړي دي.

دغه سوداګر چې د پکیتکا ولایت د خیرکوټ ولسوالي د مليزو د کلي اوسېدونکي مشهور سوداګر حاجي شیرخان او د هغه زوی شابرات هم پکې شامل دي، لومړی په یاده سیمه کې د اربکیانو له لوري ودرول شوي دي او وروسته يې له پلټنې له هغوی نه ټولې پیسې او شته تروړلي دي.

د دې سوداګرو د سیمې یو تن اوسېدونکی عبدالحق وايي چې شهیدان ټول د دوی د کلي اوسېدونکي و، چې له دولت او طالبانو سره يې هیڅ ډول اړیکي نه درلودې.

د اربکیانو د دې وحشت پر ضد د پکتیکا ولایت په مرکزښرنه کې نن له سهار راهیسې د دې ولایت سلګونو تنو اوسېدونکو پراخ لاریون کړی دی او له چارواکو غواړي چې د شهیدانو قاتلین دې پیدا او سزا دې ورکړل شي.

د لاریون کوونکو له ډلې نه یو تن د خپل نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي چارواکي د اربکیانو په دغسې غلا او چور کې ورګډ دي، ځکه خو هغوی هم د لوټ او چور زړه کولای شي.

د دې لاریون کوونکي په قول دغه سوداګر د چهاردېوال په داسې سیمه کې اربکیانو شهیدان کړي دي چې څو متره وړاندې د پولیسو پوسته او تر هغه ور وړاندې د ملي اردو پراخ پنډغالی دی.

لاریون کوونکي چارواکي ملامتول چې دوی په لوی لاس د ولس د لوټ، چور او ترهګرۍ لپاره اربکیان پیدا کړل.

تر دې وړاندې هم د پکتیکا ولایت په اومنه ولسوالي کې اربکیانو یو ماشوم شهید او درې نورټپیان کړي وو، چې لسګونو لاریون کوونکو د پکتیکا له چارواکو وغوښتل چې د دوی له سیمو دې اربکیان وشړل شي.

یاده دې وي د اربکیانو د وحشت له امله د دوی پر وړاندې دولس کرکه مخ پر زیاتېدو ده، چې په پایله کې يې ولس د خپل ناموس او مال د دفاع په خاطر د طالب ملاتړ ته سینه ډبوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news