د ولسي وګړو شهادت د بهرنیانو په ضد د افغانانو احساسات پارولي دي

paktika-1

د ولسي وګړو شهادت د بهرنیانو په ضد د افغانانو احساسات

پارولي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): په ګردیز ښارکې د وژل شویو ولسي کسانو د وژل کیدو په خلاف پراخ لاریون روان دی.

وړمه شپه د پکتیا ولایت مرکز ته نیږدې امريکايي ځواکونو ۷ تنه هغه کلیوال چې د لرګیو په راټولو لګیاول په ډیرې بي رحمۍ شهیدان کړل.

تیره ورځ د یادو شهیدانو خپلوانو دهغوی جسدونه د ګردیز په ښار کې د ولایت مقام ته د اعتراض په توګه راوړي ول.

د پکتیا ولایت دولتي چارواکو د وژل شویو شهیدانو په اړه رسنیو ته وویل چې هغوي د سیمي عادي کلیوال دي چې د مني د موسم په رارسیدو سره د خپلې سیمې نیږدې غره ته د لرګیو راوړلو لپاره تللي ول ، خو هلته له رسیدو سره سم د بهرنیو ځواکونو تر برید لاندې راغلل او ټول ځای پر ځای ووژل شول.

د یادولو وړده چې د وژل شویو کسانو له جملې څخه یې د یوه سپین ږیرې او یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه دیوې کورنۍ غړی دي چې نن یې دکورنۍ نورو غړیو او د پکتیا ولایت د بیلا بیلو کلیو خلګو د نوموړیو د مظلومانه شهادت له امله د ګردیز په ښار کې په پراخ لاریون لاس پوری کړ.

همدا شیبه د ګردیز له ښاره د ترلاسه شوي خبر په ترڅ کې ویل شوي چې هلته د ګردیز ښاریانو او خواشا سمیو خلګو د امریکایانو پر خلاف په پراخ لاریون لاس پوري کړی او ټول په ډیر احساساتي ډول د امریکاینو او اشرف غني د حکومت تر منځ د تر سره شوي امنیتي تړون سخته غندنه کوي .

له سیمې څخه د نن ټکی اسیا محلي خبریال رپوټ راکوي چې سیمه ییزو خلګو تر اوسه پوري دامریکایانو لخوا وژل شوي کسان خاورو ته نه دي سپارلي او د اعتراض په ډول له دولتي چارواکو څخه دامریکايي ځواکونو د دغه ډول خپلسریو عملیاتو د بس غوښتنه کوي.

د یادي پيښي وروسته عامو افغانانو په ټولنیزو پاڼو کې هم سخته خواشیني څرګنده کړې، د جاوید حدید په نامه یوه ځوان په فیس بوک کې د شهیدانو د عکسونو د نشر وروسته ویلي:

(( د پکتیا د ابدکي ویر ځکه ویر ونه بلل شو چې بې له شکه د اشغالګرو په برید کي ووژل شول
که چېرته مجهول وژل شوي وای او پړه یې په طالبانو اچول کېدلای شوای ډېرو به اوس ورته لیکلي وو چي

پکتیا په ویر دې در ګډ یو. ))

او همداسي بل ځوان لیکوال ذاکر جلالي وايي:
د دې شهیدانو کورنۍ به هم په تلویزیون کې ویني او راډیو کې اوري چې تړون ډېر حیاتي دي، د افغانستان امنیت تضمینوي، له گاونډیانو یې ساتي….!
بې‌شکه هغوی چې د «مدني ټولنو» په نامه څو سوداگریز شرکتونه لري، له ځینو سفارتونو معاش اخلي، هغوی ته رښتیا هم حیاتي، مهم بلکې اهم دی؛ د دې پکتیاوال پوښتنه اوس له چا وشي؟ اشرف غني به کومه غندنه کړې وي کنه؟ که یې کړې وي د دې مظلوم پکتیاوال غم به سپک کړي؟!
کرزی یو ځل ویل چې تړون د کليوالو افغانانو په زیان دی ځکه قربانۍ به هغوی ورکوي، بمباردونه به پر هغوی کېږي. ښاریان څه خبر دي.
کاش چې یو څو هماغه کارپوهان(؟) په دې بمباريو کې «شهیدان» شي چې د دې تړون لپاره چغې وهلې!

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news