د افغان پوځيانو د هاوان د لګيدو له امله ١١ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي

قندهار

د افغان پوځيانو د هاوان د لګيدو له امله ١١ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتي

SONY DSCد کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ لسګونه اوسيدونکي د کندهار ولايت مقام ته د احتجاج په ډول راغلي او د کندهار له والي څخه يې د هغه پېښي څيړنه وغوښتل کوم چې څلور ورځي وړاندي پکښې ١١ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

څلور ورځي وړاندي د افغان پوځيانو په توغنديز بريد کې د يوه کور پنځه تنه ښځي او ماشومان وژل سوي او شپږ تنه نور يې ټپيان سوي دي.

محمد ګل هغه کس دى چې هاوان يې په کور کې لګيدلى او يولس تنو ته يې مرګ ژوبله اوښتي ده.

نوموړى وايې چې د افغان پوځيانو له امله نه يوازي ورته مرګ ژوبله اوښتي بلکي د خاکريز د باغکي د سيمي زيات وګړي ترې په تنګ راغلي دي.

SONY DSC((زما په کور کې د ملي اردو هاوان ولګيدى په دي پېښه کې زما د کور دوي لويې ښځي، دوي ماشومي نجوني او يو دولس کلن هلک وژل سوي، دوه لويې ښځي، دري ماشومي نجوني او يو هلک ټپيان سوي دي.))

له بلي خوا د باغکي نور وګړي وايې چې په سيمه کې يوازي د افغان پوځيانو قرارګا سته ده او دا قرارګا ددوى د امنيت لپاره نه بلکي د ازار او اذيت په موخه ځاى پر ځاى ده.

دوى وايې چې په سيمه کې وسله وال طالبان پر ياده قرارګا ډزي وکړي ور سره سم افغان پوځيان څلورو خواوو ته ډزي کوي او له امله يې د مرګ ژوبلي سره سره مالي زيانونه هم اړوي.

هغوى له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره يې له سيمي د افغان پوځيانو قرارګا ليري کړي چې له مخي به يې دوى له ستونزو څخه خلاص سي.

((زموږ پر کورونو هله توغندۍ اوريدل پيل سوي چې د ملي اردو يوه قرارګا زموږ د باغکي سيمي ته راوړل سوه،موږ له دولت څخه امنيت نه غواړو موږ دي زهيروي د خداى پار دى اخر موږ چېري ولاړ سو د يوي خوا مو دولت په تنګوي او له بلي خوا بيا وسله وال طالبان دي.))

پر همدي مهال د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د باغکي د خلکو ستونزه مني او وروسته پېښه هم تاييدوي خو وايې چې ددي کسانو سره يې خبري اتري کړي دي او راتلونکي چهار شنبه به يې د يادي سيمي د اوسيدونکو په حضور کې اقدامات تر سره کړي.

ده وويل چې د خاکريز او نورو پېښو په اړه ددوى له لوري څيړني پيل سوي دي.

هغه دا هم وويل چې تر اوسه پوري دا څرګنده نه ده چې رشتيا هم په دغه کور کې هاوان د افغان پوځيانو او که د SONY DSCکومي بلي ډلي له لوري لګيدلى.

((ددي پېښي په اړه زموږ پلټني رواني دي تر اوسه دا څرګنده نه ده چې رشتيا د مکي کسانو په کور کې د چا له لوري توغول سوى هاوان لګيدلى دى.))

د خاکريز د وروستۍ پېښي په اړه مو د افغان پوځ له چارواکو څخه د زياتو جزياتو د اخيستو هڅه وکړي خو ونه توانيدو.

د يادوني په توګه بايد وويل سي چې له دي وړاندي هم د خاکريز او د کندهار د ځينو نورو سيمو وګړيو د افغان پوځيانو او نورو ځواکونو څخه شکايتونه کړي خو په لويه کې د خلکو زياتو ستونزو ته رسيدګي نه د سوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news