که امریکا یرغل نه وای کړی افغانان به دومره خوار نه وو

معين رووف د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو کارپوه
معين رووف د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو کارپوه

که امریکا یرغل نه وای کړی

افغانان به دومره خوار نه وو

داستقلال یادونه: ښاغلی معین رؤف دملګرو ملتونو دبشري عاجلو مرستو اوسوله ییزوهڅو دکاري ډلو یوه وتلې څیره .ده دخپل شل کلن کار په موده کې دنړۍ په بې شمیره جنګ وهلو سیمو کې کار کړ ای او دنړیوالې زور واکۍ  توره څیره ېې په عمل کې لیدلې او دخپل توان په اندازه ېې خپل غږ پورته کړیدی.هغه دافغانستان اشغال غندلی، دلیبیا اشغال ېې غیر مشروع او ناروا ګڼلی،په سریلانکا،مورامبیق،سومالیا، بوسنیا،مکدونیا، کوسوو ،عراق او ډیرو نورو سیمو کې ېې دنړیوالې زورواکۍ  ترخې خاطرې را ټولې کړي او داسې ښکاري چې دهمدې لیدنو او اخیستنو پر بنسټ ېې دافغانستان  ناروا بشري ضد اشغال ته ګوته نیولبې ده

——————————————————-.

نن ټکی اسیا (پنجشبه، لړم ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی افسر او د نظامي چارو وتلي کارپوه معين رووف د ناټو د نوي مشر د وينا چې «افغانستان به هيڅکله د ترهګرۍ ځاله نه وي او دوی دغه هېواد کې خپل مسؤوليت ادا کړ» په غبرګون کې ويلي، چې افغانستان هيڅکله د ترهګرۍ ځاله نه وه او د ناټو دعوې هيڅ اساس نه لري.

معين رووف «RT» روسي تلویزیون سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ويلي، چې د امريکا په مشرۍ د ناټو نړيوال عسکر ديارلس کاله وړاندې افغانستان ته د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم راغلل، مګر افغانستان هيڅکله د ترهګرۍ ځاله نه وه.

«RT» معين روف څخه د ناټو د مشر د وينا «افغانستان به هيڅکله د ترهګرو ځاله نه وي او دوی په خپل ماموريت کې بريالي و» په اړه پوښتنه کړې، چې د نوموړي دا وينا څومره پر ځای ده؟

معين رووف وايي، د ناټو او امريکا دا خبرې بيخي بې بنسټه دي او افغانستان هيڅکله د ترهګرۍ ځاله نه وه او ۲۰۰۱/۹/۱۱ پېښه کې د افغانانو هيڅ لاس او خوښي نه وه.

ښاغلی روف زياتوي، هغه مهال د طالبانو حکومت له امريکا وغوښتل، چې که د اسامه بن لادن په اړه شواهد لري، نو دوی ته دې وسپاري او د دوی محکمه به يې په اړه څېړنې وکړي.

ښاغلی رووف زیاتوي: «که امريکا په خپلو دعوو کې رښتنی وای، نو ولې يې طالبانو ته د یاد بريد په اړه مالومات نه ورکول؟ ځکه موږ په لنډو ټکو ويلی شو، چې د ناټو مشر او امريکايي چارواکي په بشپړ ډول په خطا دي او يوه خبر يې هم پر ځای نه ده».

د يو بل سوال په ځواب کې، چې ناټو عسکر به د نظامي عملياتو پر ځای د افغان ځواکونو د روزنې لپاره کار کوي، معين رووف وايي، ناټو مشران «درواغ» وايي او دوی يوازې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.

نوموړي زياته کړه، چې ناټو په ډېرو ځايونو کې داسې خبرې کړي او بيا يې په عملي جګړه کې برخه اخيستې.

دی وايي: «امريکا او ناټو د خلکو او مخالفينو په ذهن کې دا ورکوي، چې دوی خو دغه جګړه کې نوره برخه نه اخلي، مګر حقيقت دا دی، چې دوی به دغه جګړه کې خامخا برخه اخلي او بنسټيز مسؤوليت به يې هم د دوی پر غاړه وي.»

د ښاغلي رووف له قوله، چې ناټو عسکر تر اوسه په افغانستان کې پر هر ډګر کې پاتې راغلي او تر څو چې دلته وي، دوی به ناکام وي او دوی دا خبرې د دې لپاره کوي، چې که جګړه کې طالبان بريالي شي، نو نړيوالو ته به دا وايي، چې دې جګړه کې خو دوی نه و او دا ماتې یوازې د افغان ځواکونو ده.

ښاغلي معين رووف د ناټو د مشر د دې خبرې په تړاو چې «دوی ۳۵۰۰۰۰ افغان عسکر روزلي او هغوی به د طالبانو او نورو مخالفينو پر ضد بريالۍ جګړې کوي» زياته کړه، چې د امريکا او ناټو دا خبرې هسې د ځان خلاصونې په معنا دي او کومه جګړه، چې نړيوالو عسکرو ونه ګټله، نو افغان اردو به يې څنګه وګټي.

نوموړي زياته کړه، چې «د افغانستان اصلي ستونز د ناټو او امريکايي عسکرو شتون دی او تر څو، چې دوی دلته وي، د دوی پر ضد به نفرت او تاوتريخوالی زياتيږي؛ ځکه د نړۍ هېڅ اوسيدونکی پر خپله خاوره يرغلګر نه مني او تر څو چې د امريکا او ناټو اشغال وي په افغانستان کې نو خلک به يې پر ضد وسلې پورته کوي او پر ځای د دې، چې دا جګړه ييز فکر وځپل شي، ورځ تر بلې زياتيږي.

د افغانستان د اقتصاد په اړه چې ډېری برخه يې پر پرديو مرستو او لږه يې پر پانګونه ولاړ دی، ايا راتلونکي وخت کې به دغه اقتصاد وده وکړي او که نور به هم وځپل شي؟

معين رووف وايي، افغانستان له پخوا يو بې وزله او غريب هېواد و، مګر د خپلو توليداتو او زارعت پر مت يې ژوند ښه برابر روان و.

ښاغلی رووف وايي، چې امريکا، انګليستان، فرانسه او ټول ايتلافيان يې وايي، چې دوی افغانستان کې ميلياردونه ډالر ولګول، نو دغه ډالر څه شول؟

دی زیاتوي: «د افغانستان بيارغونې په اړه د ميلياردونو ډالرو وعدو کې اتيا سلنه مرستې نه دي عملي شوي او پاتې نورې د بهرنيو او افغان چارواکو د ګډې درغلۍ له امله بې ځايه لګيدلي او د افغان ولس د اساسي ګټو لپاره هيڅ هم نه دي شوي.»

نوموړی وايي: «بهرني عسکر بايد دا ونه وايي، چې درغلي يوازې افغان حکومت کړې. د افغانانو په ګډون بهرنيو مؤسسو او نظامي چارواکو ښه پراخه درغلي کړې او دې کې د لويديځو هېوادونو لوړپوړي چارواکي هم شامل دي». که امريکا او ايتلافيانو يې پر افغانستان يرغل نه وای کړی، نو افغان ولس به دومره خوار نه و.»

معين رووف د کوکنارو د کرکيلې په اړه وايي، چې د کوکنارو او اپيمو کاروبار د ناټو په شتون کې پيدا شو او د طالبانو پر مهال د کوکنارو کښت سل په سلو له منځه تللی و.

دی وايي: «ما په خپلو سترګو د ملامحمد عمر هغه فرمان ليدلی و، چې د کوکنارو د مخنيوي امر يې په کې کړی و او له هغه فرمان وروسته د ملګرو ملتونو د څېړنې له مخې افغانستان کې د کوکنارو کښت سل په سلو کې له منځه تللی و او د امريکايانو په راتلو افغانستان يو ځل بيا د اپيمو او کوکنارو د کرلو او سوداګيزو چارو مرکز شو»

معين رووف وايي، چې د کوکنارو کرکيله د ناټو عسکرو د اقتصاد د جوړونې يوه مهمه لار ده او امريکايي چارواکو له دې لارې ميليونونه ډالر ګټلي

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news