افغانستان له ناڅرګندې راتلونکي سره مخامخ دی

NN

افغانستان له ناڅرګندې راتلونکي سره مخامخ دی

دریمه او وروستۍ برخه

لیکوال : ملکولنګارا بهادرا کومار

ژباړونکی : نورالحق نبي زاده

هندوکش یو تعمیدي پلار پیدا کوي

« تومه ، ته پوهېږې چې ته ما حیرانوې . که چېرې یو څه په دې ژوند کې یقینې دی ، که چېرې مونږ ته تاریخ یو څه رازده کړې دې، هغه دا دې چې ته هرڅوک وژلی شې .»

ال پچینو د تعمیدي پلار فلم په دویمه برخه کې

     له واکه ګوښه کېدونکي اولسمشر حامد کرزي مخکې له دې چې د اولسمشرۍ له ماڼۍ څخه ووځي خپله وروستۍ ملي وینا یې دې ته ځانګړې وه ترڅو د اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت ته دا ور په زړه کړي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی امریکا ته بې سرخوګۍ بهانه په لاس ورکړه تر څو په هېواد کې خپلې پوځي اډې جوړې کړي .

       کرزي وویل : « ‍راتلونکي حکومت ته زما مشوره دا ده چې د امریکا او لویدیز سره باید با احتیاطه واوسي .» ، کرزي په خپلې وینا کې داسې سلا ورکړه چې افغانستان له لویدیزو هېوادونو سره یواځې هغه وخت دوست کېدای شي چې اړیکې یې برابرې ( متعادلې ) وي.

       کرزي په ټینګار سره وویل ، دا چې له طالبانو سره د هغه د سولې پروسه بریالۍ نه شوه علت یې دا وه چې « امریکا سوله نه غوښتله » . همدا شان هغه زیاته کړه چې جګړه د افغانانو تر منځ نه بلکې « د بهرنیانو د موخو لپاره ده ».

     کرزي په ترخه لهجه زیاته کړه : « په افغانستان کې جګړه د بهرنیانو د موخو لپاره ده . په افغانستان کې جګړه د بهرنیانو د ګټو لپاره ده . مګر دواړو لورو ته افغانان د قربانۍ پسونه او د جګړې قربانیان دي ».

     په ریښتیا چې تېره نېښ وهل وه ، خو امپراتوۍ ( امریکا – ژ.) تقریبأ سمدستي ځوابیه ګوزار وکړ . د امریکا – افغانستان تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو تر څنګ د بدنامه کابل بانک د چور دوسیه یو ځل بیا راسپړل د غني د حکومت دوهم مهم ګام ګڼل کېږي . امریکایانو له ډېر پخوا د کابل بانک د قضيې څېړل غوښتل .

       هر هغه چا چې د کلونو په اوږدو کې د افغانستان سیاست له نږدې څارلی وي حتمأ پوهېږي چې یو ځل بیا د کابل بانک جنجال رابرسېره کول د واشنګتن له خوا کرزي او د هغه شریکانو – په حقیقت کې د پخواني رژیم ټولو چارواکو ته وچ په وچه اخطار دی او دا پیغام رسول غواړي چې « سم شئ ، که نه . . . » .

       د یوه ځانګړي شوي واټ په اوږدو کې د افغانستان د سیاسي انتقال د رهبري کولو په بهیر کې به حق السکوت ( باج اخیستنه ) او د سزا ورکولو ګواښونه به د امریکا په لاس کې تر ټولو وژونکې وسلې وي . د موضوع اصل دا ده چې د افغانستان د سیاسي طبقې یوې ډېرې سترې برخې د تېرې لسیزې په اوږدو کې د غیر قانوني کړنو له امله خپل شرف او آبرو په اوبو لاهو کړل .

       مهمه نده ، واشنګتن به يواځې د دغو کسانو ځينې پر دغې حاصل ورکوونکې لار لېږلې وي . مهمه دا ده چې واشنګتن د افغانستان د سیاسي طبقې د دي – ان – اې ( ژنیتیک مالوماتو – ژباړن ) سازماني حافظه په لاس کې لري او په پخوا کې یې هم ورڅخه په انتخابي توګه کار اخیستی دی .

       همدا وجه ده چې واشنګتن ځینې وختونه آن هغه قوي افغان شخصیتونه چې یو وخت د امریکا لاس پوڅي وو او بیا وروسته یې سرغړونې ته زړه ښه کړی دی – ځينې یې مړه شوي او ځينې یې تر اوسه لا ژوندي دي – وچ په وچه په دې ګواښلي دي چې هغوی به د جنګي جنایتونو نړیوالې محاکمې ته ودرول شي . عجبه دا ده چې د غني لمړی مرستیال عبدالرشید دوستم په خپله یو وخت د امریکا د دې نغمې اوریدو ته اړ شوي وه چې ګني د « جنګسالار » په توګه یې د بشر له حقوقو څخه سر غړونه کړې ده .

       ښکرور فساد ، بډه اخیستنه او د ناسمو لارو له لارې د پیسو لاس ته راوړلو ته د افغان غوره شویو ( نخبګان – دري ) مینه ، اوبیا دغه شان شتمني بهر ته ایستل – د دغه شان پیسو لپاره دوبۍ تر ټولو ښه مېنه ده – دوبۍ په ننیو شرایطو کې د امریکا لپاره ښه کار کوي ، که چېرې دغه کسان جرأت وکړي او د ملي یوالي د حکومت د کارکولو په لار کې خنډونه را پیدا کړي نو په آسانۍ سره ټکول کېدای شي . په دې تړاو هغه څه چې په ناببره توګه ذهن ته راځي ، د « مارلون برندو » افسانوي فلم دا مشهوره جمله ده چې وایي : « زه غواړم هغه ته داسې وړاندیز وکړم چې هغه یې له نه منلو څخه عاجز دی ».

       همدا علت دی چې د بهرنیو څېړونکو تر منځ هغه مېرڅي لرونکي یې په کابل کې د نوي ملي یوالي د حکومت پر دوام شک ښکاره کوي او داسې انګېري چې د دغه حکومت ساه درېدنه حتمي ده . هغوی دې ته پام نه کوي چې امریکا په وروسته پاتې هېوادونو کې د سیاستوالو په جوړولو او له منځه وړلو کې ډېرې زیاتې تجربې لري .

       د افغانستان له شرایطو سره برابر ، امریکا د هغو سیاسي توافقاتو د عملي کېدو لپاره چې د څو میاشتو دوامدارو هڅو په ګډون د بارک اوباما د شخصي مداخلې په پایله کې رامنځ ته شوي دي عملأ یوه د مقابلې کولو ستراتیژي لري . د ملي یوالي د حکومت په منځ کې د جدي اختلافاتو د شتوالي باوجود امریکا نشي کولی خپله ماته ومني او په ناهېلۍ سره د ملي یوالي د حکومت شړیدنه ننداره کړي .

       البته دا د دې مانا نلري چې اختلافات کم اهمیته وګڼل شي ، د ملي یوالي حکومت نه یواځې د دوو سیالو سیاستوالو ګډ کور دی بلکې د هغوی راتلونکې هم د ځواک په هغه دوستانه ویش پورې تړلې ده چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري. د ځواک ویش د دوو داسې انتخاب شویو څېرو تر منځ تر سره شوی دی چې ډېری یې کلیشيي ایتنیکې هویت لري او په خپله د نفوذ د خاوندانو استازیتوب کوي .

       په ټوله کې ډېری دغه انتخاب شوي ګروپونه یو لاس نه دي او په دوامداره توګه د بدلون په حالت کې دي . د دغو ډلو حالت په دې پورې تړاو لري چې په یوه ټاکلي وخت کې – نه یواځې په کابل کې بلکې آن په سیمه ییزه کچه د هغوی ګټې یا لانجې څنګه یو د بل سره نغښتل کېږي. همدومره ویل بس دي چې امریکایانو په کابل کې د ځواک ډېر پېچلي او د باور نه کولو حسابونه وړاندې کړي دي او د کار ورکولو ننګونه به يې سخته وي .

      په هر حال له بلې خوا داسې نښې او نښانې شته چې امریکا د افغانستان څارګر جوړښتونه تر خپل ټینګ کنترول لاندې راولي – او برتانوي څارګرې ادارې به یې ملاتړ کوي . مهمه دا ده چې د غني د حکومت له جوړېدو وروسته د برتانیي صدراعظم دیوید کمرون لمړنی بهرنی عالي رتبه چارواکی و چې له کابل څخه یې لیدنه وکړه. هغه ښې کاري اړیکې چې د هند او ایران په شان سیمه ییزو ځواکونو د کرزي د واکمنۍ پر مهال د افغانستان له څارګرو ادارو سره درلودلې نور نو ناشونې ښکاري .

      که چېرې په کابل کې د سیاسي لیږد په بهیر کې د واشنګتن بې پروا کړنو ته پام وکړو نو دا اخیستنه ورڅخه کولی شو چې افغانستان د امریکا د سیمه ییزو ستراتیژیو لپاره په یوه مهم مرکز بدلېږي – د ملي یوالي حکومت تپل – دغه اداره له هغو څېرو څخه جوړه شوې ده چې په پخوا کې له امریکا سره له نږدې ښکېل وو ؛ د داسې امنیتي تړونونو لاسلیکېدل چې د اوږدې مودې لپاره امریکایي نظامي حضور په داسې پوځي اډو کې تأمینوي چې افغانستان به هیڅ ډول کنترول ورباندې و نه لري ؛ د حامد کرزي او د هغه د شریکانو یا د افغانستان په سیاسي طیف کې د احتمالي « سرخوګي جوړونکو » پر ضد د ښکاره ګواښونو ژست ؛ او د افغانستان څارګرې ادارې تر سخت کنترول لاندې راوستل .

       عجبه دا ده چې لاسلیک شوی امنیتي تړون د افغانستان حکومت دې ته اړ باسي تر څو د هېواد هوایي حریم باندې حاکمیت تسلیم کړي او په آزادانه توګه امریکا ته اجازه ورکوي تر څو         « تکنالوژي » – د توغندیو د دفاعي سیستم سیوري ، راولیږدوي .

       دا په واقعیت کې یقیني ده چې په افغانستان کې پوځي اډې پنټګان او د امریکا څارګرو ادارو ته د ټوپ وهلو ښه تخته په لاس ورکوي تر څو د ګاونډیو هېوادونو پر ضد جاسوسي فعالیتونه مخ ته یوسي . یو ځل بیا دا حتمي راتلونکې ده چې په یوې مرحله کې به امریکا او ناتو احتمالأ د توغندیو ضد دفاعي سیستم ځينې برخې په دغو اډو کې ځای پر ځای کړي . د امنیتي تړون لاندنیو مادو ته پام وکړئ چې د څه په اړه مالومات ورکوي : اوومه ماده ( د منل شویو آسانتیاوو او سیمو کارونه ) ؛ اتمه ماده ( د شتمنیو مالکیت ) ؛ اتمه ماده ( د وسایلو او موادو ځای پر ځای کول او ذخیره کول ) ؛ لسمه ماده ( د وسایطو ، بېړیو او الوتکو حرکت او انتقالات ) ؛ دولسمه ماده ( خدمات او ارتباطات ) ؛   پنځلسمه ماده ( ننوتل او وتل ) ؛ او شپاړسمه ماده       ( صادرات او واردات ). – دغه پورته یادې شوې مادې عملأ پر یو لړ داسې کړنو باندې د افغانستان د حاکمیت تسلیمي ده چې کېدای شي امریکا یې په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو څخه تر سره کړي .

       نو ، د امریکا لوبه به څه شی وي ؟ هغه څه چې راڅرګندېږي پرته له هر ډول شک څخه دا دې چې امریکا په آسیا کي د خپلې       « اصلي محور » ستراتېژۍ د دورنما بر عکس په افغانستان کې ځای پر ځای کېږي او دا په یوه داسې وخت کې چې کېدای شي منځنۍ آسیا په خپله د یوه « بدلون » په لور درومي . په دې وروستیو کلونو کې د اوباما ادارې په قصدي توګه د داسې انځور پالنه کوله چې ته وا امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه « وځي ». دهند په ګډون ډېرو سیمه ییزو ځواکونو واشنګتن ته په زارۍ کولو پيل وکړ تر څو داسې و نه کړي . خو حیرانونکی واقعیت دا دی ، برعکس د امریکا متحده ایالات هلته چېرې چې « داخلي آسیا » ېې بولي او ډېره زیاته سیراتیژیکه سیمه ده په ژوره توګه ځای پر ځای کېږي . دا ټول هر څه داسې ترسره شول چې د کم وخت او کمو منابعو په لګولو سره ډېر څه لاس ته راوړل شول ، د انتقادونو شور ماشور سوړ شو ، د جګړې مالي بار را ټيټ او له جګړیزو عملیاتو څخه پرهیز کېږي ځکه چې د سرتېرو ژوند په خطر کې اچوي او هم د کور دننه ( امریکا کې ) د خلکو عام نظر را پاره وي .

       طبعأ ، په افغانستان کې د امریکا ټينګېدنه لا هم په درې یا څلورو مهمو او کلیدي فکتورونو پورې تړلې ده . دلته به تر ټولو برخلیک ټاکونکی فکتور د طالبانو د هغې متمرکز شوې ستراتیژۍ پایله وي چې موخه یې د افغان وسله والو ځواکونو بې موراله کول ، کمزوري کول او له منځه وړل دي – او همداسې د افغان وسله والو ځواکونو ظرفیت چې دغه توفان وزغمي .

       دوهم فکتور به په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ په لور پر مختګ وي . په دغه کار سره به له یوې خوا د خلکو اعتماد راجلب شي او په هېواد کې به د طالبانو د ملاتړ پایي وشړېږي ، له بلې خوا به د افغانستان د اقتصادي رغونې لپاره په زړه پورې چارپېریال را منځ ته شي . نن ورځ د افغانستان اقتصاد سل په سلو کې پر بهرنیو مرستو پورې تړلی دی .

       دریم دا چې دا لویه پوښتنه پر ځای پاتې ده چې : طالبانو سره د جوړ جاړي هېله مندۍ کومې دي ؟ له سره جوخت دا هم اړینه ده چې وپوښتل شي: آیا امریکا پرته له خپلو شرایطو په رښتیا هم له طالبانو سره یوې جوړ جاړۍ ته د رسېدو لپاره لېواله ده ؟ او د یوې معما په توګه ، آیا طالبان به د امریکا د سیمه ییزو ستراتیژیو لپاره د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توکه خدمت وکړي ؟

     په پای کې د دې یادونه هم اړینه ده چې د افغان لانجې ګټونکی تل سیمه ییز سیاست و او اوس نړیوال چارپېریال هم ورته په لویه کچه بې ثباته شوی دی .

     له دغو فکتورونو څخه هر یو چې په خپلو کې هم بدلون موندلی شي دا توان لري چې له۲۰۱۴ کاله وروسته امریکایي ستراتیژۍ اغیزمنې کړي .

پای

اخیست ځای :   انګلیسي متن

www.strategic-culture.org

Afghanistan Faces uncertain Future

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news