موچي او دارواښاد نور محمد تره کي نورې لنډې کیسې

موچي

لیکوال: نور محمد تره کی

د کتاب پیژندنه :

د کتاب نوم :         موچي

ليکوال :                  نورمحمد تره کی
مهتمم:                ډاکتر شیرحسن حسن
خپرندوی :               په روسيه کې د افغانانو فرهنګي ټولنه
چاپشمير:                ۱۰۰۰ ټوکه
چاپ کال :                ۲۰۱۳ ميلادي / ۱۳۹۲ هجري لمريز
چاپځای  :

په دې راټولونو کې

۱- ارواښاد نورمحمد تره کى او د هغه لنډې کيسې
(دش .حصین) سریزه                                                                                                        ۴

۲- پښتو داستاني ادبيات د سياسي _ فکري مبارزې پر کرښو                                 م . زرين انځور                                                                                                                       ۱۴

 ۳- دسریزې پرځای (دډاکترشاه زار لیوال ژباړه)                                     ۳۴
۴-په پښتو ژبه کې…(دډاکتر شیرحسن حسن ژباړه)                             ۵۵

۵- موچي                                                                                                                            ۶۷

۶- په پای کې بډای شو                                                                                                ۷۱

۷- زما برخه                                                                                                                        ۷۶

۸- دکور ګټه دلاهور ګټه                                                                                           ۸۰

۹- ځوږه جوړه شوه                                                                                                        ۸۵

۱۰- دسمټ مور او پلار                                                                                               ۹۰

۱۱- دبزګرلور                                                                                                                      ۹۴

۱۲- دغوايي لاندی                                                                                                         ۱۰۰

۱۳- دادی خدمت                                                                                                            ۱۰۳

۱۴- یو کوندری اودرې ډوله خواړه                                                                      ۱۰۷

۱۵- زه او زما ورور                                                                                                         ۱۱۱

۱۶- دنوي کال خوب                                                                                                       ۱۱۶

۱۷- څرنګه بډای شوم                                                                                                    ۱۲۱

د خپرندوی ټولنې يادښت

 ارواښاد نورمحمد تره کی د افغانستان وتلی ليکوال او سياستوال و . د هغه دليکوالۍ هنري پنځونې د ناول ، کيسې او لنډې کيسې په بڼه  هم د څومره والي او هم د څنگه والي له مخې د پښتو ادبياتو د پام وړ برخه جوړوي چې زموږ  د ټولنې فرهنگي ميراث شمېرل کيږي .

 د نورمحمد تره کي ناولونه  ؛ د بنگ مسافري ، څړه ، سپين ، او سنگسار  وړاندې وروسته د هغه په ژوند کې د کتابونو په بڼه چاپ  او خپاره شوي دي . خو لنډې کيسې يې  د روانې هجري پېړۍ د دريمې  او څلورمې لسيزې په اوږدو کې د هېواد په مطبوعاتو  او له هغې جملې په کابل   مجله  کې  په نامرتب  ډول خپرې شوې دي  او په ترتيب شوي کتابي بڼه د پښتو  ادب  مينه والو ته نه  دي رسېدلې . له ډېره وخته د دې خبرې ضرورت محسوس و چې د ارواښاد نورمحمد تره کي  لنډې کيسې راټولې او کتابي بڼه خپله کړي .

په ۲۰۰۴ ز کال د ښاغلو ډاکتر لطيف بهاند ، شاه محمود حصین او ډاکتر گل احمد تره کي په هڅو او هاند د هغه  تيت اوپرکې لنډې کيسې د وخت له مطبوعاتو او له خپلوانو سره د ساتل شوو اسنادو او اوراقو څخه  د چاپ په هيله  راټولې شوې  ، خو تراوسه  په دې  تمه  ناچاپه  پاتې  وې چې نورې به هم راټولې او يو ځای به  چاپ شي .

په دې ترڅ کې د  نورمحمد تره کي  په هنري پنځونو  د روسي پښتوپوه او افغانستانپوه پروفېسور کانستانتين الکساندرويچ لېبېدېف او  قرغز افغانپوه طلعت بېگ مصداقف څېړنيزې مقالې  او تېزېسونه هم لاسته  راغلل چې کولای شو  ووايو  د نورو ژبو د پرتليز ترازو په تول يې  د پښتو ژبې  دغه هنري کيسې  د خپل وخت  درانه آثار گڼلي  او نورمحمد تره کی يې په پښتو ژبه کې د هنري رياليزم بنسټ ايښودونکی بللی دی .

سربېره پردې د  نورمحمد تره کي په شخصي ، سياسي، ټولنيز او ادبي ژوند باخبره ليکوال  او تاريخپوه ښاغلي شاه محمود حصين  او همدارنگه کيسه  ليکوال  او کره کتونکي  ښاغلي  محمد زرين انځور  د نورمحمد تره کي  په هنري  ژوند او آثارو  ښې خوږې مفصلې څېړنيزې ليکنې  کړې دي  چې  د لنډو کيسو له چاپ سره به مل شي .

چاپي بڼې ته  د دغو کيسو  د رسېدو  په درشل کې خبر شوو چې په کوټه کې  پښتو ادبي غورځنگ  هم «د بزگر لور» په نوم د ارواښاد نورمحمد تره کي د لنډو کيسو ټولگه چاپ کړې ده . دا چې په دغه ټولگه کې څومره لنډې کيسې او څنگه راټولې شوې دي  ، پوره  خبر نه يو ، خو د پښتو ژبې د دغه  صادقوخدمتگارانو  کار ځکه  ستايو چې  د ځای  او وخت  په سختو او تنگو شرايطو کې يې زموږ سره غيابي همفکري  پاللې او د پښتو  ادب دغه برخه يې له ورکېدو  ژغورلې ده .

په پای  کې په دې هيله چې په گڼ شمېر پاچا گشتيو کې زموږ  د ټولنې فرهنگي هستې  د سياسي بدبينيو په اورکې ونه سوځي  او زموږ ځوان نسل  د پښتو ژبې د فرهنگي غنا په گڼو اړخونو او پړاونو خبر وي ،  دا دی د ارواښاد نورمحمد تره کي  د لنډو کيسو ټولگه  « موچي »  د هېواد ځوان نسل او د پښتو ادب مينه والو ته وړاندې کوو .

په فرهنگي مينه
په روسيه کې د افغانانو فرهنگي ټولنه

ارواښاد نورمحمد تره کى او د هغه لنډې کيسې

وايي پخوانوخلکوبه داوږدوکیسو،اسطورو، اوافسانوداوریدلو او لوستلو زغم درلود. خوهرڅومره چې دانساني ټولنې پرمختګ، پوهه، د پیښو پراختیا او پیچلتیا مخته  لاړه دغه ځغم په رالویدو شو. له دې سره سم دپوهې اوانساني منطق غوړیدو هم دډیرو زړو او تر ډیره عشقي تخیلي او توهمي افسانو باور کمزوری اوښکلا ېې ورتته کړه. دبشري ټولنې دټولنیز ې پوهې او شعور راغوړیدو هم هغه څه وکړل چې نور هنر دهنر له پاره له ټولې ځانګړې هنري ښکلا سره سره مخ په لوید شو. له همدې کبله بشري ټولنه دادب په نړۍ کې له یوې ادبي اوهنري تشې سره مخ وه. لنډو کیسو یا لنډوداستانونو دغه تشه ور ډکه کړه. او دا ځکه چې لنډې کیسې د وخت ، چټک اغیزاودرنې ټولنیزې انتباهي پانګې پر بنسټونو ولاړې وې.

دلنډو کیسو شخصیت له مخکې جوړ او درومان یا ناول په شان دشخصیت دټولو لورو څیړلواو له اصلې تم سره پراخه تړاونوورکولو ته په کې اړ تیا نه وه.

دایراني نامتو لیکوالو اوکره کتونکو داکتررضا براهني او داکتر شفیعي کدګني په خبره لنډه کیسه دوچ لحن درلودونکې اوله ژوند څخه دیوې برخې را اخیستل دي.په لنډه کیسه کې پیل اوپای ځای نه لري،ځکه هر لیکه ېې دکیسې غوښتنه څرګندوي، په لنډه کیسه کې دزمان یوالی غوره دی، ژبه ېې ساده اوروښانه ده خو ابتذال نشي منلی.

لنډې کیسې په عشقي،انتباهي،تاریخي او دژوند په بیلابیلو اړخونو دغزيدو وړ دي خولکه څنګه چې ددغه هنري ژانر تاریخ ښودلې لنډې کیسې هم په لویدیځ او هم په  ختیځ ادب کې خپله ستره تومنه له ټولنیزوپیښو او حالاتو څخه اخلي او له همدې کبله  دلنډو کیسو اتلان آسمانونو ته نه خیژي،په افسون،کوډو او خیال ډډه نه لګوي ، دمعشوقې په سپینولیچو کې دخیال خوبونه نه ویني،له ګلوڅخه دشرابوکاسې نه جوړوي او د بلبلانو په ناروکې ځان نه ډوبوي بلکې مخامخ دانسان ژوند،چاپیریال اودانساني اړیکو تل ته ور کیووځي.

دامریکايي لیکوال اونامتو کره کتونکي ادکار آلن پوه په خبره دلنډو کیسو شخصیت داوږدو کیسو خلاف په چټکه د پیښو حساسو شیبوته ورځي.دلنډې کیسې یوه ځانګړنه هم داده چې باید نوښتي،ځلیدونکې او هڅونکې وي.باید لوستونکی  له ځانه سره دپیښو تل ته ور کیباسي او انساني عاطفه او هیجان ېې ولمسوي. لنډه کیسه باید له پیل څخه ترپایه په یوه روښانه لیکه وغزيږي . دآلن پو په وینا د لنډې کیسې لوستل یا اوریدل باید له نیم ساعت څخه تر دو ساعتوپورې وخت ونیسي. که دغه پورتنۍ څرګند ونې چې بې له شکه نیمګړې دي په پام کې ونیسو نوپه زغرده ویلی شو چې دارواښاد نورمحمد تره کې لڼدې کیسې دغه ټول فنون له ځانه سره لري.

دنړۍ په ادبیاتو کې دګوګول،ګي دوموپاسان،انتوان چخوف،،کاترین منسفیلد،شرود اندرسن،اوهنري،ارنست همینګوې،کنراد،کپلینګ او سالینجر نومونه دهغو نامتو لیکوالوپه ډله کې راځي چې ترټولوښکلې،په درنه ټولنیزه تومنه ولاړې ،انسان پاله انتباهي لنډې کیسې ېې لیکلي دي. دغه کیسې هم دسولې په حالاتو کې او هم په کورنیو او نړیوالو نښتوکې دټولنیز عدالت اوانساني احساس پر بنسټ دتل پاتې ویاړنووړ ګرځیدلې دي.

 خوزه دلته په دې لنډو ځغلنده څرګندونو کې نه دلنډو کیسو په تاریخ او نه  هم دنامتوکیسه لیکونکو په ادبي سترو میراثونو څه ویل غواړم، بلکې دپورتنیو څرګندونو له مخې غواړم د ارواښاد نور محمد تره کي لنډو کیسو او ددغو کیسوادبي او ټولنیزې برخې ته ور وګرځم. دمطلب په پیل کې غواړم یادونه وکړم چې دپښتون اولس یوه ستره کمزورتیا چې ټول تاریخ ېې ور ځورولی دی، داده چې نه یواځې دخپل شخصیت پالنه نه کوي بلکې ځغم يې هم ورته ګران دی. په دې برخه کې دا یواځې نور محمد تره کی نه دی چې ټول ژونداو ادبي شتمني ېې په ډیره بیرحمۍ دمخکني عيار شوی ذهنيت له مخې دښکاره دښمنۍ او تعصب په ترازو تلل کیږي، بلکې زه په پښتنوسترولیکوالو او دقلم،ادب اوهنرپه نامتو کسانو کې داسې څوک نه وینم چې دغه څپیړه ېې نه وي خوړلي.

په دې برخه کې دنور محمد تره کي په هکله له  بنسټپالومخکې هغو کسانو تورې را ایستلي چې نوم ېې دروښانفکرانو،لیکوالو او کره کتونکوپه لست کې هم غټ ځای لري. په دې برخه کې سیاسي تعصبات، مذهبي انګیرنې خوڅه چې له بده مرغه آن قومي او سمتي لیوالتیاوې خپل ځان ښيي. همدغې لوبې ته دوخت واکمنو سیاستونوهم پونده ورکړې او ډیر دورځې په نرخ  لیکوال او تش په نوم کره کتونکي ېې ډله ډله له یوې لويې ادبي شتمنۍ سره دجګړې ډګر ته را ټیل وهلي دي. زه دلته دچا نومونه نه اخلم او نه غواړم دکوم منل شوي تعصب له مخې له چا سره مخ شم. خودومره وایم چې هغوی چې دنورمحمد تره کي ادبي آثار او په تیره بیا لنډې کیسې دژبې اوادبي تومنې له مخې کمزورې بولي باید لږ تر لږه لاندې واقعیتونو ته لږ څه پام وساتي:

لومړی- دنورمحمد تره کي لمړې لنډې کیسې هغه چې دوخت مطبوعاتوپه تیره کابل مجلې خپرې کړې میلادي ۱۹۴۲ کال ته رسي. یعنې داچې دغه ادبي نوښت دتره کي په قلم له نن څخه څه ناڅه اویا کاله مخکې په افغاني ټولنه کې را منځ ته شوی دی.که څوک د اویاکاله وروسته معیارونو پر بنسټ دتیرو نسلونو ارزونې وکړي نو په یقین چې په دغه ډګرکې به زموږ دتیر ادبي  بهير آن ډیر نامتو شخصیتونه یوهم بې داغه پاتې نه شي.

دویم: دپښتنو لیکوالود ژوند او لیکنو ډیره اوچته برخه ارواښاد بینوا د«اوسني لیکوال» تر سریزې لاندې په درې ټوکو کې را ټوله کړې ده. که ددغه اثردرې واړو ټوکو ته کتنه وشي نو لومړی خوهغلته ۹۹ په سلو کې دشاعرانو تر نامه لاندې پښتو نظم لیکونکي را ټول شوي او دلیکوالو او هغه هم دلنډو کیسولیکوالو څرک په کې ډیر لږبریښي. په واقعیت کې دغه اثر دهغه وخت شاعرانو یا نظم لیکونکوته ځانګړی شوی دی . دهمدې اثر په لومړي ټوک کې دلنډو کیسو لیکوال یواځې نورمحمد ترکی او په وروستۍ برخه کې غوث خیبري ښودل کیږي. دغوث خیبري دلنډو او منځنیو کیسو لړۍ دده دژوند په ډیرو راوروسته وختونو کې پیل کیږي. دهغه نثري لیکنې داجمل خټک، عبدالخالق اخلاص، ګل پاچا الفت، محمد اعظم ایازي، پرهیز، اوآن حبیبي، بینوا، رشاداو نورو نامتو لیکوالو په شان ترډیره ادبې ټوټې دي نه لنډې کیسې. داجمل خټک، مسافر ته خطاب، داخلاص «پسرلی»، دالفت بیګناه بندي، دمحمد اعظم ایازي «خدايي غاټوی» (غاټول) اودې ته ورته نورې لیکنې ټولې ادبي ټوټې دي نه لنډې کیسې. په دغه مهال کې خو له نورمحمد تره کې پرته دپر له پسې لنډو کیسو لیکوال یا نشته او یا خو هم دومره لږ دي چې ادبي اعتبار ېې له لنډو کیسو څخه نه دی اخیستی.

ترکومه چې دبینوا صاحب را ټولونې ښيي دحبیب الله تږي «جړ اوربل»،دهغه وخت دټولنې دبیعدالتیو پرخلاف دډیرې شتمنې ټولنیزې تومنې لرونکی دی. خو دلنډې کیسې رنګ نه لري. دجلالي «دلیکوال برخه» هم همدغه شان یوټولنیز مضمون دی. دعلامه استاد عبدالحی حبیبي « تور پیکۍ» هم یوه رومان ډوله سرګذشت ته پاتې کیږي نه لنډ داستان ته. که دغوث خیبري «زوړ کمیس» دلنډې کیسې فنکاري له ځانه سره لري، دعمر له پلوه ډیرځوان دی او دنورمحمد تره کې دلڼډو کیسو لیکلو مهال ته نه ور رسي. په راوروسته کې هم دبیلګې په توګه له ارواښاد دوست شینواري او راحت زاخیلي څخه لنډې کیسې لرو، خو ددوست شینواري« دپلار وصیت» او «دزیارت ډیوه»  بیا هم ادبي ټوټو ته ورته دي نه لنډو کیسوته. دلنډو کیسو په فن کې راحت زاخیلي ډیر اوچت ځای لري. «دسین څپې څپې آباسین څپې څپې» په شان خوږه کیسه ېې هنري پوخ رنک لري خو تر ډیره یوه عشقي کیسه ده نه دټولنیزې تومنې در لودونکې لنډه کیسه. باید یادونه وکړو چې په نظم کې دلنډو او آن اوږدو کیسو تاریخ مو ډیر روښانه دی او له دې سره تمثیل اوډرامې هم په نظم او نثر کې غوړیدلې دي،خو ددغې برخې شاعرانو اولیکوالو کله هم ځانونه دلڼدو کیسولیکونکي نه دي ښودلي. دهمدې لنډو څرګندونو له مخې ویلی شو چې نورمحمد تره کی په افغانستان کې لږ تر لږه په ښکاره دلڼدو کیسوپیل کوونکی دی. ده دغه هنر هغه وخت راپیل کړی وچې لا په دري ژبه کې د نجیب الله تورویانا «اوشاش» داستاد خلیلي «زمرد خونین»، دعبدالغفور برښنا «کاکه اورنګ وکاکه بدرو» لنډې کیسې چا نه پیژندلې، اودغه شان دعلې احمدنعیمي، محمد عثمان صديقي، میر محمد صدیق فرهنګ، عبدالرحمن پژواک، عبدالحسین توفیق، رضا مایل هروي، محمد موسی شفیق،اکرم عثمان، رهنورد زریاب او نورو لیکل شوې یا را ژباړل شوې لنډې کیسې چا نه پیژندې. دغوټولو واقعیتونو ته په کتلونورمحمد تره کي په یوه ډیره وروسته پاتې ساتل شوې ټولنه کې دهغه هنر تیږه کیښوده چې په نوره نړۍ کې به دپوره کمال په لور خوځیدلی وي خو په افغانستان کې دغه هنرڅه خاصه ځلا نه درلوده.

دریم- لیکوال دخپل چاپیریال زیږنده دی. دهر لیکوال لیکنې دهغه دچاپیریال هنداره ده. لوستونکي ېې هم تر ټولو مخکې دهمغه چاپیریال زیږنده دي. په یوه ادبي او هنري اثر کې تر هغه ځایه چې په خپل چاپیریال را غوړیږي همغه ژبه په کار ده کومه چې دهمغه چاپیریال خلک پرې پوهیږي. دخلکو ژبه ساده، روانه، بې الایشه خو دښاري ژبوپه پرتله بې له شکه یو څه درنه او شډله بریښي. خوند،قوت او پر احساساتو اغیز ېې هم هغوته ښه بریښي کوم چې لیکنه دهغوی له ژوند سره تړلې وي. دنورمحمد تره کي دلیکنو ژبه دهغه دخلکواو دوطن دهغو پرګنو ژ به ده چې دنورو بیعدالتیو د زغملوپه څنګ کې ناروا ټولنیزومناسباتودهغوي دژبې او ادبیاتو مرۍ هم ورنیولې ده.  تره کی همدغو خلکوته لیکي ،په همدې دلیل ژبه ېې دخلکو او پرګنو ژبه ده.

څلورم- تره کی په رسمي ډول دلږو زده کړوخاوند دی خو دخپلې هڅې او هاند له مخې هغه ادبي فن کار دی چې په هند کې دهندوستان له ډیرو شتمنو ادبي پانګو سره بلدتیا لري او دنړۍ په کچه له ماکسیم ګورکي، پوشکین، چخوف، ارنست  همینګوې او لسګونو نورو نامتو لیکوالو سره مینه لري، دهغوی په ژوند او ادبي تخلیقاتو ېې لیکنې کړي، او په داسې زمانه کې ېې دبهرنیو ادبیاتو متنونه را ژباړلي چې هغه وخت په بهرنیو ژبو ډیر لږ څوک پوهیدل او ډیرې لږې ژباړې تر سره شویدي. ددې خبرې معنی داده چې تره کې دا توان درلود چې ډیره اوچته ادبي ژبه په کار واچوي، خو هغه یو لوی ټولنیزانسان پاله آرمان لري، هغه آرمان دخپلو خلکو را ویښول، له ناروا او بیعدالتیو سره مقابله او ټولنه له زړو توهمي انګیرنو څخه را ویستل و، دغه آرمان ته دخلکو ژبه په کار وه. دهغه هنر دهنر له پاره نه و. له فکري پلوه هم هغه هنر دخلکو په خدمت کې نیولی و. دهغه دغه دریځ ته دطبقاتي دریځ عنوان ورکول به سم وي، خوغندنه ېې دهغو طبقاتوپه ویالو اوبه ور سیخول دي کوم چې دغه ټولنه ېې په اوږدو بیعدالتیو کې ویده ساتلې وه.

پنځم – ستونزمنه به وي چې دتره کي ادبي شخصیت دهغه له سیاسي شخصیت څخه جلا وڅیړل شي. دده دسیاسي شخصیت دښمنان به ځان په حق وبولي چې د خپلې روا یا ناروا دښمنۍ سندرې تودې  وساتي. خو د  تره کي د سیاسي شخصیت له مخې دهغه دادبي تخلیقاتوپانګې ته اور اچول په ښکاره زموږ دخلکوله  ژبې او ادب سره دښمني ده.

شپږم – دتره کي زمانه دحبیبي، بینوا، رشاد،ګلاب ننګرهاري، ګل پا چا الفت، قیام الدین خادم او په لسګونو نورو نامتوادبي شخصیتونه زمانه ده. په همدې زمانه کې دتره کي ادبي تخلیقات نه يواځې دچاپ او خپریدو امکان تر لاسه کوي بلکې یوشمیر آثار ېې په وطن کې دوخت دمطبوعاتو مطبوعاتي جایزې هم تر لاسه کوي . په دې برخه کې کولی شو د«بې تربیته زوی» لنډې کیسې او دغه شان «دځلمیانو لارښود» اثرته ګوته ونیسو. لومړي اثر په لمریز هجري ۱۳۱۸ کال او دویم اثر په ۱۳۲۲ کال مطبوعاتي جایزې تر لاسه کړې. دتره کې بد خواهان باید پوه وي چې هغه وخت تره کي کوم مالي توان، زور او وسیله نه در لودله او دهغه وخت د مطبوعاتوچلوونکي هم درانه شخصیتونه وو. دغه جایزې په خپله ښيي چې دتره کي هنر دهمغې زمانې په تله ډیر دروند اودکمال پوړیوته ورجګ شوی و. ۱۳۱۸ کال!  اوس ۱۳۹۱ یم کال دی. دري اویا کاله مخکې دوخت مطبوعات ادبي جایزه ورکوي خو ۷۳ کاله وروسته زموږ یوشمیرړانده او کاڼه، نه یواځې دهغه ادبي توان نشي ځغملی، بلکې هغه ته دبیسواده خطاب هم کوي.ولې؟ ځواب ېې له ویلو پرته روښانه دی. ځکه چې دهغه سیاسي او فکري شخصیت ددغه شان لیکوالو او کره کتونکوله خپلو ګټو او یا ددوی دملاتړواو ډوډۍ ورکونکو له ګټو سره سمون نه لري.

که خبره رالنډه کړو نو زمانې اوړي او وختونه تېرېږي،  د رڼا او ترږمۍ په جګړه کې د انسان په انسانيت سمبال له ياده وتي يادونه له سختو اغزنو لارو او کنګل شوو پېچومو اوړي او د تاريخ زړه ته لاره باسي، غوړېږي او تلپاتې ژوند مومي. د زمانې ترخه، تند او بېباکه توپانونه کولى شي ډېر څه په خپلو لړو کې را ايسار او د زمانې له زړه څخه يې د لوېدو لور ته ورکښېباسي، خو حقيقت د تاريخ تومنه او د انسانيت د پايښت ناموس دى. پټېدى شي خو ورکېدى نه شي. له حقيقت سره ډغرې او ټکرې هيڅکله، هيڅ چيري او د هيڅ چا له پاره د تلپاتې بري ژمنه نه شي کولى.

د ارواښاد نورمحمد تره کي ليکنې، لنډې او منځنۍ کيسې، ناولونه او له بهرنيو آثارو څخه په زړه پورې ژباړنې او ټول قلمي کارونه چې يو نسل ګام په ګام د لوړېدو په لور خوځي، ټوله تومنه يې د انسان د نېکمرغۍ په لور د بدمرغيو پر خلاف د اوږدې جګړې يو دروند فصل دى. د هغه د ادبي کار اصلي سوژه، تم او کرکتر هغه انسان دى چې د ظلم، تېري، ناروا او محروميت درنې څپېړې يې خوړلې دي.

ارواښاد نورمحمد تره کى يو ليکوال او د خپل ټولنيز چاپېريال يو انځورګر دى. د هغه چاپېريال د ظلمونو، تيارو، تيريو، لوټ، دوکه ماريو، فرېب او غوړه ماليو، ناوړو دودونو  او له حقيقت څخه توهم ته د ورلوېدو چاپېريال دى. دى د همدغه چاپېريال پر خلاف د حقيقت په اوږو د رڼا لور ته خوځي. دى په ښکاره آرام خو په زړه لګېدلى او قهرجن دى. دى به دنن له معیارونو سره جوړې شوې ډيرې اوچتې هنري او ادبي کيسې، په استعارو، سمبولونو او هنري زړه راښکونکو انځورونو ولاړې ليکنې او کيسې ونه لري خو  هنر يې خوښېږي اوله  هنري ښکلا څخه خوند اخلي .څرنګه چې هنر د هنر له پاره د ده موخو ته مرسته نه شي رسولى نو دی هغه ریالستیک بیان ته مخه کوي کوم چې ژبه ېې له خپلو خلکو او خپلوهدفونو څخه لرې نه شي. هغه همغه څه وايي چې ويني يې. په هغه ژبه يې انځوروي چې د ده د چاپېريال خلک خبرې پرې کوي. کليوالي ژوند سخت او شډل دى. هلته له ناولتيا سره د سپيڅلتيا جګړه هم سخته او درنه ده. د دغه چاپېريال ژبه هم درنه، شډله خو له ريا پاکه ده.

ارواښاد تره کى د خپل وخت له ادبي نړۍ څخه ډېر څه لري. د خپلې مورنۍ ژبې په څنګ کې له دري، انګليسي او اردو ژبو سره پوره بلدتيا لري. د سيمې او نړۍ د ډېرو وتلو ليکوالو له تخليقاتو سره پېژندګلوي لري او ډېر په زړه پورې څه يې له همدې لارې په پښتو او دري آثارو ور زيات کړي دي. د هند د نيمې وچې له شتمن ادبي بهير څخه ډېر څه ورسره دي او د اروپا د ادبي دنیا له ډېرو شتو او نامتو څېرو سره څېړنيزه پېژندګلوي لري. د ادبياتو په هنري ښکلا او د ادبي تخليقاتو په فني اصولو لاسبرى دى خو له دې ټولو سره سره هغه د يوه دردېدلي ټولنيز چاپېريال په دننه کې يو ځانګړى فکر، لاره او آرمان لري. دغه فکر، لارې او آرمان ته ساده، روانه او له لفظي پېچلتيا وتې ژبه په کار لري. دى رياليزم يوازي د پېښو په انځورونو کې نه بلکې د ژوند په ټاکنه کې هم ساتي. د ده په چاپېريال کې “تقوى د جنايت په لمن کې نغښتې ده” د دغه جنايت په وړاندې شکرينه ژبه د بيان توان نه لري. هلته چې ملاک، ملا، محتسب، قاضي او حاکم ټول د يوه تور جال بېلابېلي اوبدل شوي غوټې دي او د همدې چاپېريال ځورېدلى انسان په همدې جال کې را ايسار شوى دى، د دواړو لورو ژبې ته يوازې د هنري توب په خاطر بدلون ورکول له رياليزم او حقيقت څخه خيال او توهم ته ورلوېدل دي. د هغه درنه او قهرېدلې ژبه د هغه د چاپېريال زېږنده ده،  يوه سََرَه په لفظي ښکلا او نازکخياليو ولاړه انځوريزه ژبه د هر چا خوښېږي خو هر څوک بيا پرې پوهېدى نه شي. ارواښاد تره کي ته د خپل ماحول د خلکو پوهېدنه د يوه ښاري رسېدلي قشر د خوښېدو ترخبرې لومړيتوب لري. دى د خپل احساس، فکر او آرمان بيان ته د خلکو ژبه د بيان غوره وسيله بولي. د ځينو کورنيو او بهرنيو کره کتونکو دا نيوکې چي  وايي د ده لکينې او کيسې ژوره ادبي او هنري تومنه نه لري، له څه ناڅه رښتينتيا سره سره د دې خبرې څرګندوى دي چي ډېر دغه کره کتونکي د ده د ليکنو سبک ته د ده د فکر، لارې او آرمان له موخو سره منطقي پيوند نه شي ورکولى، هغه ټولنيز شرايط چي د ليکوال د ليکنو اتلان پکې رازېږي او لوېږي نه شي ليدلى  او تر ټولو درنه خبره دا چي هر څه د نن ورځي په معيارونو تلي او پرون له ياده باسي. په دې لړ کې د آدموند ويلسون په خبره چي وايي: “زموږ د زمانې يوه فکري ناروغې هم دا ده چې ډېر هغه څوک د کره کتنې په اډانه کې قلم خوځوي چي په ځانګړې توګه په همدې برخه کې په هيڅ نه پوهېږي”. په ځاى بولو.

په دې لنډه يادونه کې نه غواړو او نه شو کولى د ارواښاد نورمحمد تره کي د ليکنو، لنډو، منځنيو او اوږدو کيسو، ناولونو او ژباړو ټول جاج واخلو او د هغه د آثارو د مينه والو او مخالفينو ستاينې او نيوکې راوسپړو، هيله دا ده چې دغه برخه په پر له پسې توګه يو وخت له پردې راووځي، وڅېړل شي او کره او ناکره يې په بې غرضه توګه د نورو نسلونو د زده کړې له پاره په ګوتو شي.

په ډېر درنښت

ش . حصين

لندن – میلادي ۲۰۱۲کال

پښتو داستاني ادبيات

د سياسي _ فکري مبارزې پر کرښو

نورمحمد تره کى په افغانستان کې د پښتو داستاني ادبياتوله مخکښو څېرو څخه دى. د هغه داستاني ليکنې د څو عمده ځانګړونو لرونکې دي:

١_ هغه يو جدي کيسه ليکونکى دى. کيسه ليکنې ته يې په خپل وخت کې جدي کار کړى او د خپل ادبي ژوند نزدې ټوله برخه يې کيسه ليکنې ته وقف کړې ده.

٢_ د کيفيت له پلوه يې داستاني ليکنې د پوره غوره وړ دي، د دې په څنګ کې يې د کميت له اړخه هم داستاني کار د پام وړ دى. په هغو کلونو کې د ده په اندازه لنډې کيسې او ناولونه زموږ بل ليکوال نه دي کښلي.

٣_ په داستاني آثارو کې يې يو ځانګړى سياسي _ فکري خط تعقيب کړى دى. لکه څنګه چې يې وروسته د سياسي _ طبقاتي مبارزې لپاره عملي ګامونه واخيستل او د يو سياسي ګوند مشري يې خپله کړه او بيا يې سياسي واک ترلاسه کړ، دغسې يې پخوا لا په خپلو داستاني آثارو کې د بزګرانو، خواريکښانو، مزدورانو او کارګرانو په ژوند ليکنې وکړې او د طبقاتي مبارزې لپاره يې خپل دغه آثار هم ځانګړي کړل. په دې توګه يې داستاني آثار هم تر ډېره د سياسي _ طبقاتي مبارزې رنګ لري.

٤_ د هغه وخت د افغاني ټولنې ګڼ شمېر ځانګړنې په دغو آثارو کې ځاى شوي او داستاني شوې دي. اجتماعي نيمګړتياوې يې د داستاني ليکنو په پاڼو کې پرېمانه دي.

د نورمحمد تره کي داستاني ليکنې د لنډو کيسو او ناولونو په دواړو بڼو موږ ته راپاتې دي، خو عمده برخه يې هغه ناولونه دي چې نوموړي له نن څخه اويا _ اتيا کاله پخوا ليکلي او هماغه وخت يې خپاره کړي هم دي.

استاد بېنوا د هغه پر کيسو او ناولونو ليکلي دي:

“(تره کى) په ليکلو کې ټاکلى سبک لري. په تېره بيا له ١٣٢٩هـ. کال راپدېخوا د ده د ليکلو په طرز او هدف کې څرګند توپير راغلى دى او تل يې د خلکو د حقيقي او طبقاتي ژوند څرنګوالى په لنډو لنډو ليکنو او ناول کې ليکلى او د اولس ژوند يې څرنګه چې دى، هغسې تمثيل کړى دى. د ده لنډ نکلونه چې شمېر يې دېرشو ته رسېږي، اکثر په کابل مجله کې خپاره شوي او په دې نکلو کې زياتره د خلکو پر کليوالي ژوند رڼا اچول شوې ده.”(١)

پښتو ادبي غورځنګ _ کوټه د تره کي د ناولونو د نوي چاپ په سريزه کې د دغو ناولونو پر ارزښت داسې تبصره لري:

“… چې هر کله د پښتو کيسه ييز ادب ذکر راځي، نو د نورمحمد تره کي پنځونې به هرو مرو ذکر کېږي. هغه په دې چې نورمحمد تره کي پښتو ادب ته دومره په لوړه کچه ناولونه وړاندې کړي دي چې تر اوسه پورې پر دې ناولونو باندې څو لسيزې تېرې شوې دي، خو دوى خپل ارزښت له لاسه نه دى ورکړى.”(٢)

د نورمحمد تره کي لنډې کيسې او ناولونه د پښتو د معاصرو داستاني ادبياتو مطالعه کې خپل خاص ځاى لري. له ١٣١٨هـ.ش. کال راهيسې د هغه ناولونه او کيسې خپرې شوې دي. د لنډو کيسو بېلا بېلې نمونې يې په مطبوعاتو کې خپرې شوي او د څو کيسو يوه کوچنۍ ټولګه يې د “موچي” په نامه چاپ او خپره شوې ده. په اوسني ليکوال کې يې د “غوايي لاندى” او “د بزګر لور” په نامه کيسې د نمونو په توګه راغلي دي.(٣)

د دغو لنډو کيسو د زياترو يې موضوعګانې سره ورته او يا نږدې دي.

ناول ليکنه د نورمحمد تره کي د قلم هغه پنځونې دي چې په خاص ډول ورته بايد تم شو. په خپل وخت کې زموږ د ټولو داستاني ليکوالو په تناسب په دې لړ کې د هغه کار د کميت او کيفيت له پلوه زيات د ى. د هغه څلور ناولونه په ځانګړې توګه خپاره شوي او يو يې په کابل مجله کې خپور شوى دى.

په جلا ډول خپاره شوي ناولونه يې دا دي: سنګسار، څړه، سپين او د بنګ مسافري.

سنګسار په ١٣٢٢هـ.ش. کال کې ليکل شوى، خو د هغه د خپلې واکمنۍ په دوره کې (١٣٥٧هـ.ش.) خپور شوى دى.

“سپين”، “څړه” او “د بنګ مسافري” د ١٣٣٥ څخه تر ١٣٣٨هـ.ش. کلونو پورې ليکل شوي او چاپ شوي دي. وروسته د هغه د سياسي واک په دوره کې دغه ټول په ښه قطع او صحافت په لوړ تيراژ سره چاپ او خپاره شوي دي.

د تره کي آثار د يو لړ ځانګړنو لرونکي دي چې لازمه ده دلته په ترتيب سره اشاره ورته وکړو:

١. دغه آثار تر ډېره حده د يو خاص فکري او ايډيالوژيک سياسي مکتب د اهدافو لپاره ليکل شوي دي. له خپل په زړه پورې والي سره سره چې لري يې سوژې او موضوعګانې يې سره تر ډېره ورته دي. د پېښو تسلسل هم ډېر لږ تفاوت لري او دا ځکه چې د ډېرو خاصو فکري _ سياسي کرښو په چوکاټ کې رانغاړل شوي دي. د پېښو، کرکټرونو، سوژو او حتٰى نتايجو او پايلو ورته والى دغه ناولونه (او حتٰى لنډې کيسې) ډېرې سره ورته کوي او پر يوه يې د بل فکر کوي.

“څړه” د يو کليوال غريب او بد مرغه ځوان کيسه ده چې په کلي کې يې غريبي دومره ناتوانه کوي چې مجبورېږي د “جره” او “څړه” په توګه تر کوټې په ډېرې خوارۍ ځان ورسوي، يو څه پيدا کړي، خو په لاره کې يې ترې غله وتروړي.

“د بنګ مسافري” هم تقريباً ورته  کيسه لري. يو ځوان “بنګ” د غزني په يوه لرې پراته کلي کې بدمرغۍ او غريبۍ تنګوي او د کندهار پر لور روانېږي. په کندهار کې يو څه پيدا کوي او بېرته کور ته راستنېږي.

“سپين” بيا ديو کليوال ځوان داسې کيسه ده چې پلار يې په ډېرو ناخوالو شتمن کېږي، خو چې شتمن کېږي ظالم ترې جوړېږي. د پلار له مرګه وروسته يې زوى د کلي د ملک، ملا او صاحبزاده په ملاتړ د ټولو ورونو حق اخلي او نادودې پرې کوي.

د “سنګسار” سوژه بيا يو څه توپير لري او د کليوال ژوند پر ځاى د ښاري ژوند د بدمرغيو څرګندويه ده، خو د ټولو عمومي روحيه يوه ده، څېرې او کرکټرونه سره ورته دي.

٢. په کيسو او ناولونو کې د کارګر او مزدور د يووالي او اتحاد او د شتمن او “کار فرما” په وړاندې د دغو مزدورانو کارګرانو درېدل، ډېر زيات راغلي دي. دا د هغو سياسي _ فکري کرښو څرګندونه کوي چې ليکوال پرې معتقد دى او د همدې طبقاتي مبارزې د ايډيالوژيکي اصولو لپاره مبارزه کوي.

په “څړه” کې لولو:

“… په دغه ډله کې يو خورا ښه تکړه زلمى دى چې ښې او په زړه پورې خبرې کوي. دى د څړه ګانو په ډله کې راغلى دى، خو هر څوک د يو لوستي او سر پرېکړې زلمي په سترګه ورته ګوري.

د ده زړه سوى هم مشهور دى … کوم وخت چې تور او لنګري دى راوباله چې له دوى سره يو ځاى ټيکه دارانو ته ورشي چې له هغوى سره مزدوران شي او پېشکي پيسې واخلي، نو هغه سمدلاسه ومنله او خپلو درې څلورو نورو ملګرو ته يې هم وويل چې دا ډول ملګري او يو ځاى والى خورا ګټور دى.

د کار په وخت کې دغه ډول يووالى دو ملګري لا نوره ګټه هم لري. ټيکه داران به څه راته ويلاى نه شي او حق به مو نه شي خوړلاى. که يې چېرې په کوم ملګري تېرى کاوه، سمدلاسه به کار ورخوشې کړو او ټول به په يوه پلا له کار څخه راووځو چې البته هغه وخت به د ظالم سر ته سد ورشي او دستي به له ناروا کولو څخه لاس واخلي.

که چېرې ټول کار کوونکي سره يو موټى شي او وپوهېږي چې ټوله نړۍ به د دوى شي او ټول هغه لېوان چې د انسان په جامو کې ښوري، ورک شي، دا خو ښکاره خبره ده چې کار کوونکى او پره خلک که نن وي، که سبا ټول په يو موټى شي او هغه ورځ به د دوى توره شپه په رڼا ورځ واوړي.

تور لنګري ته وويل:

_ دا څومره ښه او خواخوږى سړى دى. د کار کوونکو سره څومره مينه لري، درځه چې په همدغه زلمي پسې شو، هر چېرې چې ده خوښه کړه، هلته به کار کوو.

لنګري وموسل:

_ وروره! خود به د کار کوونکو ستاينه کوي، ځکه چې دى پخپله د کار کوونکو له ډلې څخه دى او د ده ګټه او تاوان د کار کوونکو د ډلې له ګټې او تاوان سره تړلى دى…”(٤)

په همدغه اثر کې بيا هم لولو:

“… هغه د دوى دواړو خبرې غوڅې کړې او ورته يې وويل:

_ دغه ترتيب يوازې په ټيکه دارانو او جمعدارانو کې نه وي. دغه نور خلک لکه بدايان، د ډېرو مځکو څښتنان، د فابريکو خاوندان، واکداران او داسې نور هغه کسان چې پخپله کار نه کوي او د نورو په زحمت او خواريو باندې ژوند کوي، د اوپره خلکو په مقابل کې چلونه وهي او دوى په ډول ډول خبرو غولوي او د دوى ګټې ترېنه تروښوي.

موږ کار کوونکي او اوپره خلک به تر هغو پورې د ښادۍ په نړۍ ونه خېژو، تر څو چې د دغسې لېوانو او مفت خورو په مخ کې يو موټى نه شو، خو موږ ځکه دړې وړې يو چې زموږ د ډلې يا طبقې ضمير نه دى راويښ شوى او په خپله ګټه او تاوان خبر نه يو. دا پورته طبقې تل د اوپره خلکو طبقه يا ډله د اوپره خلکو په ضد استعمالوي…”(٥)

“د بنګ مسافري” کې په همدغه لړ کې لولو:

“وروره! تا نه دي اورېدلي چې د جهان غم نه غم دى. دا د يوې ورځې تنخواه خو مې ځکه بايلوله چې کارګرانو د خپلو کالو لپاره عريضه کړې وه چې دوى ته د فابريکې د څښتن له خوا د ژمي کالي ورکړل شي، خو څښتن دا خبره نه ومنله او هغه يې له خپلې ګټې او خپل اصول سره مخالفه وګڼله. بيا ټول کار کوونکي که يې لوى کار په لاس کې و او که يې کوچنى، ټول په يوه پلا له کارخانې څخه راووتل او کار بېخي وچ ودرېد.

د فابريکې څښتنانو چې دا وضعيت وليد، سمدلاسه وارخطا شول او څو کسه يې له موږ څخه وروغوښتل او بې درنګه يې زموږ غوښتنې ومنلې او د ټولو لپاره يې کالي راجوړ کړل چې دغه اوس يې ته خپله وينې.

بنګ لږ سا واچوله او وروسته له هغه چې د ماشين په تېلو غوړه خولۍ يې په تندي سمه کړه، وويل:

_ زما خليفه خورا تکړه سړى دى، په فيل نه دى بند. ده په دې معامله کې لوى او لومړى لاس درلود، نو تا ته خو ښکاره ده چې بدنيته خلک هم هر چېرې موندل کېږي، يو چا د فابريکې څښتنانو ته اطلاع وررسولې وه چې ما شينکار په دې کار کې ډېره برخه اخيستې وه او د کار کوونکو دحق، اخيستلو لپاره يې ډېر زيار ايستلى و، نو ځکه يې پر ده او څو کسو نورو د يوې _ يوې ورځې تنخوا ناغه کښېودله. څنګه چې زه يې د ده شاګرد بللم، نو ځکه يې له ما څخه هم د يوې ورځې معاش د ناغې په ډول واخيست. پروا نه لري دغسې پېښې خو پېښېږي…”(٦)

د طبقاتي مبارزې جدي بحث بيا په نورو پېښو کې هم تعقيبېږي:

“يو بل ډنګر غوندې زلمى چې مخ يې وچ او ژېړ ښکاره کېده، ځان سره راټول کړ او په خورا زړه نازړه يې … صاحب ته وويل چې:

_ د سوداګرو او بډايانو په طبقه باندې پلو نه اچول کېږي، يعنې دوى له دې مسؤوليت څخه نه خلاصېږي، خو تاسې په خپله انصاف وکړئ او يوه ګړۍ ځان بې طرفه تصور کړئ او بيا قضاوت وکړئ چې آيا دغسې نه ده. آيا ستاسې طبقه چې ځينې نورې طبقې هم درسره دي، د ټولو خلکو په ژوند لوبې کوي؟ که يې ړزه وغوښتل ټول خلک له لوږې او قحط سره مخامخ کوي او بيا که يې زړه وغوښتل، ټول خلک په دې تهديدوي چې بربنډ وګرځي او مړي يې بې کفنه ښخ شي…”(٧)

په “سپين” نومي ناول کې د سپين پلار داسې څوک و چې په کليو کې به يې پر خره سودا ګرځوله او خرڅو له به يې.، بيا يې يو څه شته پيدا کړل او د کلي د خان ملګرتيا يې هم ترلاسه کړه. د سپين پلار څلور ښځې کوي او کله چې مري، نو پر ميراث يې د بېلا بېلو ښځو او د هغو د بچو ترمنځ يو لوى کړکېچ رامنځته کېږي. د سپين مور د کلي خان ته د طبقاتي مبارزې دغه ډول خبرې کوي او داسې خبرې د يوې کليوالې ښځې له خولې مصنوعي او غير طبيعي برېښې.

“… دغه لڅ لپړ، پښې لڅي چې ګدلې يې په شلو لارو سره تللې او د ګدلې په هر کوت کې يې په زرهاوو سپږې دي، داسې ساده او مازي شيان مه ګڼه. دوى هېڅ وخت زموږ په شان له خلکو سره چې يو څه ګوله ډوډۍ خداى ورکړې ده، دوستان نه دي، که يې زموږ مال په لاس ورشي، هغه بيا په اسانۍ بېرته نه ورکوي، کومه ورځ چې اړ شي او کوچنيان يې له لوږې نارې ورته وهي او پخپله هم په نس نوکارې لګوي، نو د شپې ننواتې راشي او يو څه په سود و سلم غواړي، خو هغه وخت چې د سلم د ادا کولو او يا د سود د ادا کولو نېټه يې راشي، نو ځان يوې خوا و بلې خواته کوي او په زور پلمې جوړ کړي. هېڅ ورباندې نشته، خو په دغسې حال کې همدغه خانان صاحبان دي چې زموږ سره مرسته کوي او دغسې خداى خوار کړي خلک محکمې ته سپاري او هلته يې په يوه ګړۍ ورڅخه واخلي، ځکه چې په شريعت او اصولو دواړو موږ ته پړه وي او هم د خپل حاکم په خوله کې يو څه ورواچوو.

نو د دغه خان صاحب هغه ښېګڼې او مرستې چې په سوو پلا يې ستا له پلاره سره کړې دي، موږ نه شو هېرولاى. که دوى نه واى او حکومت (چې د خداى د عدالت سيورى دى) نه واى، نو دا لچکانو او مزدورانو په زموږ بډايه طبقه بېخي ورکه کړې واى او نن ورځ به موږ دغه مځکې، باغونه، نغدې پيسې او جنس نه درلوداى.”(٨)

٣. د نورمحمد تره کي په داستاني آثارو کې د پاملرنې وړ بله موضوع دا ده چې په دغو آثارو کې د پښتنى _ افغاني ټولنې نيمګړتياوو، ناوړه دودونو او خرافاتو ته ځاى ځاى په زړه پورې اشارې شوې دي. په دغو برخو کې کيسې او په تېره بيا ناولونه د افغاني ټولنې هغه د نادودو اړخونه بيانوي چې زياتره د ناپوهۍ او جهالت له امله زموږ په خلکو کې موجود دي. د پيرانو، صاحبزاده ګانو او اخوندزادګانو له لوري د دين او مذهب په نامه، په حقيقت کې خرافاتي اعتقادات داسې پر ټولنه اغېز لري چې يوازې جهالت، بېسوادي او بشپړه ناپوهي توجيه کولاى شي او بس.

په “څړه” کې لولو:

“لومړي ملګري يې پر راژغ کړ:

تاسو خو لا اوس هلکان ياست. د دنيا سړې او تودې درباندې نه دي راغلي. دغه ډول لنګرونه زموږ او ستاسو لپاره نه دي. په دغو ځايو کې هغه چا ته خوله مړۍ رسېږي، څوک چې ښه او دروند “نذر” راوړي، که څه هم زه هلته ورغلى نه يم، خو له تجربې نه دا راته معلومه ده چې هلته کار کوونکي او مزدوران له سره نه ورپرېږدي. دا د هغه چا ځاى دى چې په توره غوښه پټ دي. يعنې يو څه پورې ويني، نو له دغه کبله زه درته وايم چې خوشې په خوشې ځان مه سرګردانه کوئ او په خپل بهير کې سوکه کښېنئ.

څرمن هم هلته نه شئ موندلاى، ځکه چې په خپله د هغه او د شاوخوا کليو څړه ګان اکثره يبلې پښې په قافله کې راګډ شول. يو مزدور مې وليد چې په پښو کې يې “غر واښه” تړلي وو. که څرمنې هلته موندل کېداى شي، نو هغوى به ولې يبلې پښې راتلاى؟

خو د تور او پز پرېکړې زړونه ونه درېدل… .

خړ مازيګرى مهال دى. دوى دواړه د اخونزاده صاحب د لنګر مخې ته راورسېدل. د لنګر د احاطې څخه دباندې، شاوخوا ته څو خره تړلي دي چې پر ځينو يې نيالۍ تړلې دي. دوى وپوهېدل چې پر دغو خرو يې له شاوخوا کليو څخه ناروغې ښځې، نر او کمکيان لنګر ته  ددې لپاره راوستلي دي چې خورده په پوري کړي او په دې توګه يې له ناروغۍ څخه وژغوري.

لومړى تر هغه چې دوى د لنګر په احاطه ورکښېوزي، د يوه لوى وره په خوله کې څو کسه ناست دي. په دوى کې د يوه شناوۍ ږيره ده. دې سړي په دې درګاه کې خپل ټول عمر تېر کړى دى او له خورا نږدې مخلصانو او خليفه ګانو څخه دى. دغه خليفه يوې سپين سرې ښځې ته چې په خورا ادب ده ته نږدې ناسته ده او يبلې او چاودې پښې يې له ورايه ښکاره کېږي، له نورو څخه يې پلو نيولى و، خو په خپله خليفه ته يې مخ لوڅ کړى و، وويل:

_ مبارک د خداى دومره نازورداره دى چې هره دعا يې قبلېږي. د هر ړانده په سترګو کې چې ده په اخلاص تو کړي دي، نو هغه د رب په فضل هغه آن ښه شوى دى او خورا په خوشحالۍ کور ته ګرځېدلى دى. پر شل چې لاس تېر کړي، سمدلاسه په پښو جګ ودرېږي، هېڅ مرض ده ته طاقت نه لري. سربېره پر دې چې ناجوړه جوړوي، په هره تنګه کې خپلو مخلصانو مريدانو ته رسېږي. که له کوم چا څخه يې زړه ښه پوست شي او دعا ورته وکړي، خداى به ډېر شته ورکړي. پټه هم ښيي. مبارک اکثره د ماخستن او سهار لمونځونه د ملايکو په جمع کې په مکه شريفه کې ادا کوي.

… په دغه وخت کې دوى غوښتل چې په احاطه شوي ځاى ورننوځي، خو خليفه دوى ته لاس پورته کړ او له ورننوتلو څخه يې راوګرځول. بيا يې ترېنه پوښتنه وکړه چې په څه پسې راغلي ياست؟ او څه شى غواړئ؟ کوم وخت چې يې د دوى له وضعيت او خبرو څخه دا معلومه کړه چې څه نه په جوړېږي، نو يې لږ څه په جدي ږغ ورته وويل:

_ دغه زلمى (پز پرېکړې ته اشاره) غواړي چې د مبارک په ارګاه کې ځان خاورې کړي، بايد وپوهېږي چې اوس منى دى، پر مبارک باندې خپل پخواني مخلصان چې له کلو کلو راهيسې دلته پراته دي او تر اوسه يې توبې قبولې شوې نه دي، بار دي. که څه هم دوى مبارک ته ښه درانه درانه کارونه کوي او د ده د ملګرو زېرمه ښه په اخلاص کوي، خو بيا هم په سړو شپو کې بېکاره وي او نس يې تاوان دى، نو ته که رښتيا برخه غواړې او دې ته دې زړه وي چې د صاحب د پښو خاورې شې، نو بايد اوس په هغه لار ولاړ شې چې باندې راغلې يې او ښې خوارۍ او زحمتونه په ژمي وکاږې، له هغې خوا د مبارک لپاره ښه سوغاتونه راوړې. البته هغه وخت ب د ده زړه هم ښه شي او د کارونو وخت به هم وي، که دې خداى طالع لوړه کړې وي په څلورو پنځو کلونو کې به د برخې څښتن شې.

… درې واړه د خليفه تر لاسه و پښو شول او وروسته له ډېرو زاريو يې پرېښودل… د حضور د خليفه سترګې چې پر تور او ملګري يې ولګېدلې، سمدلاسه ورته رانږدې شو او ورته يې وويل:

_ هلکو څړه ګان ياست؟ خدای دې تاسې اوپره مزدوره طبقه خواره کړي چې تل مو د بل کونداى (دسترخوان) ته سترګې نيولې وي. کوم وخت چې په دې لاره تېرېږئ، نو مبارک در په زړه شي، هغه هم ماښام ته نژدې. په حقيقت کې خو خپل نس اړوئ. راشئ خداى مو بڼه پرته کړه. د مبارک لاس مچ کړئ او خپلو بهيرونو ته بېرته منډې وهئ چې ستاسې لپاره دلته د شپې ځاى نشته، څه مو راوړي دي چې بيا مو سپږې وګالو او يا لا نسونه درتاوده کړو…”(٩)

او يا دا چې کله په افغاني ټولنه کې خور _ لور پر خرڅلاو او په تېره بيا د کونډې پر خرڅلاو بحث کوي، موضوع له څومره تراژيدۍ سره انځوروي:

“… نه يې کوم ،مېړه نه کوم.، زور او جبر ولې راباندې کوئ. څه ته مې له دغه خپله وطنه ورکوي او لا له خپلو ماشومانو مې بېلوئ.

زه غواړم چې پر خپل دغه يو زوى باندې سر سپين کړم.

دمېلمنو په کوټه کې څلور کسه نور ناست دي… له وضعيت څخه دا ډول معلومېږي چې په اصل کې ټول سره خبر دي، خو خان د خبرې د شروع کېدو لپاره په دوستانه ډول پوشتنه ترې وکړه:

_ خداى مو راوله ستړي مه شئ. څه وخت راوسېدلاست؟ خير خو و، څنګه راغلي ياست؟ موږ څه مرسته درسره کولاى شو که يه؟

يوه په عمر پوخ سړي چې خورا غټه لنګوټه يې ول _ ول پر سر اچولې وه، وويل:

“په دې کې څه شک نشته چې موږ و تاسې ټول پښتانه يو، خو موږ ارت غوندې يو، يعنې زموږ ځاى په (بورى) کې دى. موږ ته څو شپې پخوا ستا او د سپين د خولې څخه چا احوال راووړ چې يوه کونډه ده او غواړئ چې هغه زموږ په خوا کې خرڅه کړئ. څرنګه چې موږ ته ويل شوي دي کونډه د سپين ميره کېږي، نو موږ دا يو له هر څو سره چمتو راغلي يو. هيله لرو چې ډېر ونه ځنډول شو او زموږ کار ژر خلاص شي، ښه به وي. ځکه چې وخت د غريبۍ او خوارۍ دى. هر يو خورا ډېر کارونه لري چې بايد ويې کړي. هغه بل ملګري يې پر رادرسته کړه:

“موږ غواړو چې په دې ټکي پوه شو چې دغه کونډه په غاښ څو ده، څو پلا لنګه ده؟ او هم په بده نه وي چې د هغه پېټي اندازه راته وواياست چې تاسې يې غواړئ پر موږ يې له دې درکه کښېږدئ. موږ هم غريب خلکو يو، که مو له وسه پوره نه وي چې دغه پېټې واخلو، نو څرګنده ده، بې له دې چې ځان او يا تاسو سرګردانه کړو، له دې خبرې څخه په مخ واړوو اوخپله لاره به وهو.

خان: خورا تلوار مو دى، خير دى! دا هم ستاسې خپل کور او ځاى دى.

… د سپين بل داسې څوک نشته چې هغه ته دا کونډه ورکړي، نو ځکه موږ په مني چې پوونده دورى درتلل احوال درولېږه چې که د چا کونډه په کار وي رادې شي. ښه شو اوس به خپله سپين درسره ږغېږي.

سپين ملا صاحب ته مخ ورواړوه:

_ ته او خان صاحب زما له خوا درېمان ياست. هر څه چې تاسې سره غوټه کړه، هغه زما خوښه ده.

په دغه وخت کې يو له بورى والو څخه ږغ کړ:

_ دا لا اوس درته وايو چې زموږ يوازې کونډه په کار ده، له چيچيانو سره يې زموږ کار نشته. يعنې وروسته بيا دا خبرې نه منو چې دا کوچني پرتي دى او بايد تر هغه وخته پورې له مور سره وي څو چې دغو يو له پښو وځي موږ نه پردي يتيمان ساتلاى شو او نه يې پر ځان چغولاى شو.

د سپين مخ لږ څه سور غوندې شو او وې ويل: يه کاکا جانه! خپل يتيمان د بل چا پر اوږو نه باروو. له دې اړخه بېخي بې غمه اوسه، خو دومره راته ووايه چې کونډه چا ته کوئ؟ مېړه يې کوم يو دى؟

يوه ورته وويل چې:

_ مېړه به يې پيدا شي، تر هر څه لومړى بايد د هغې ولور فيصله شي…”(١٠)

دا ډول ناخوالې آن لا اوس له دغو ليکنو شاوخوا اويا کاله وروسته هم په همدغه ډول موجودې دي. زموږ په ټولنه کې د غلاوو او قتلونو دغه جالبه صحنه څه ښه تصوير شوې ده او په ټولنه کې لا اوږده کلونه وروسته، اوس هم دغه حالات روان دى:

“د غلو مشر و نورو غلو ته وويل:

_ ټول کالي درواخلئ او هغو اوبو ته درځئ. هلته به د مړو او ټپيانو په جېبو، سرونځو او ملاوو کې هم وګورو، ګوندې يو څه دوايي شى نور هم مونده کړو. وروسته له هغه به په چينه اودسونه تازه کړو او بيا به لمونځونه وکړو او بيا په پسې درومو.

د چينې پر غاړه يوه ټپي چې د ډېرو دردو له لاسه يې مرګ غوښت، غلو ته د زګيروي په حال کې وويل:

_ تاسو چې داسې کارونه او ناحقه مرګونه کوئ، بيا نو دا لمونځونه ولې کوئ؟

يو غله په خورا وچ ږغ ورته وويل:

_ دا ناغېړۍ پرېږده. که دې ځان له غاړې وي، ما ته ووايه چې دستي دې له دغه عذابه خلاص کړم. ستاسې يې زموږ په غلا او لمونځونو څه؟ خداى دې خوار کړه ، ته غواړې چې بېخي (سره کافران) شو؟”(١١)

٤. په ځينو برخو کې غوره داستاني انځورګرۍ هم وينو. سره له دې چې دغه ځانګړنه په دغو ناولونو کې ډېره ځلنده نه ده، خو ځاى ځاى يې بېلګې ليداى شو. په “سنګسار” کې د کابل د زاړه ښار تصوير داسې وينو:

“په ځينو کوڅو کې پنډيان ولاړ وي او کوم سپين کالي او معتبر غوندې د دريشي وو والا خلک په يوه پنځه پولۍ د چکړو له هغو ډنډو او ولاړو اوبو څخه په شا پورې باسي چې په هغو کې تېرېدونکي تر بجلکو پورې ننوځي.

ځينې ځايونه خو د اوبو ډنډونه تر ځنګانه او حتٰى ورانه پورې وي. هر څوک چې له شور بازار او شاوخوا کوڅو څخه د پل خشتي د ماجت په واټ راننوځي، نو يوه ژوره سا واخلي او په زړه کې د يو ډول برياليتوب احساس وکړي او که څه هم د دې ځاى د کوڅې سر پټ دى او کوڅه يې نسبت د تېرېدونکو شمېر ته خورا تنګه ده، خو بيا هم خټې او چکړې پکې لږې وي او هغه هم هغه خټې دي چې خلکو په پښو کې له شاوخوا څخه له ځان سره راوړې دي.

له پل خشتي څخه چې سړى راتېرېږي، نو د “خيابان” نسبتاً ارت واټ شروع کېږي. د دې واټ ارتوالى په ځينو ځايو کې څلور متره او په ځينو ځايو کې دوه نيم متره دى او کوږ ووږ تللى دى، خو ځکه چې سر يې پټ نه دى، نو خورا ډېرې خټې لري. د صندوق سازۍ د واټ په يوه ګوټ کې پر يو نسبتاً لوړ غوندې ټوپکي باندې يو ژړغلنې زلمى چې شل کلن برېښې، ناست دى او هر دوه درې دقيقې وروسته په يوه خواږه غوندې ږغ ناره کړي:

_ کشمش آو، په زړه پورې کشمش آو، وڅښئ خوار و غريبه!

ده يو کوچنۍ او پلنه ډبره تر ځان لاندې کړې ده او يوه پلنه غوندې د لرګي تخته يې مخې ته ايښې ده او پر هغې يې يو څو غوريي پيالې قطار ايښې دي. په دې پيالو کې په ځينو کې لمدې سرې وڅکې دي او په ځينو کې لمده کښته او په ځينو نورو کې ډول _ ډول لمدې شوې وچې مېوې پرتې دي او په هره پياله کې يې اوپه اچولې دي چې رنګ يې خورا سوربخون اوښتى دى…”(١٢)

په دې توګه د هغه په آثارو کې ځينې داسې په زړه پورې داستاني تصويرونه د سړي مخې ته درېږي او داسې برېښې، لکه د يو فلم نندارې ته چې ناست وې. په تېره بيا د کليوالي ژوند ځينې تصويرونه لازيات په زړه پورې دي. دا د داستاني نثر په محاسنو او هنري ارزښتونو کې مهم ټکى دى.

٥. سره له دې چې د نورمحمد تره کي په کيسو او ناولونو کې په لومړي نظر د کرکټرونو او څېرو دننه (درون) ته ډېر نه شو متوجه کېداى، خو کله کله د څېرو ژورو او دروني _ رواني اړخونو ته هم پام اړول شوى دى.

کله چې په “سنګسار” ناول کې ځوان “شېر” د ګلالۍ د مور له خولې اوري چې هغوى به د دوى کور ته راکډه شي او په دې توګه به نو ګلالۍ او دى هر وخت سره وويني، د خوښۍ يو عجيبه حالت ورته پيدا کېږي او په کيسه کې د هغه رواني حالت ښه انځورېږي:

“د ګلالۍ مور په خواږه او له مينې ډک ږغ ورته وويل:

_ پر الله مې سپارلى يې، زويه! خداى دې پر ځوانۍ نور برکتونه کښېږده. د نجونو دا کوڅه او دا خونه خوښه شوې ده. هيله ده چې ژر به راکډه شو. د ها بل کور خلک هم خورا ښه او شريف خلک دي، خو دومره ده چې کور يې نم ايستلى دى او هره ګړۍ د دې وېره ده چې راباندې ونه نړېږي، خو د کور څښتن هم هر څومره چې ځغلي او منډې ترړې وهي، خو يوه يې نه دوې کېږي. لاس يې په لټې ترخولې رسېږي. دومره نه شي سپمولاى چې خپل کور په ودان کړي، پخپله دوى هم په دې فکر کې دي چې له هغه ځايه په بيړه ووځي، زموږ هم دا هڅه ده چې ژر تر ژره خپل غوږونه وباسو.

شېر پر دې ووېرېده چې کومه کريږه يې له ډېرې خوشحالۍ له خولې ونه وځي او په داسې حال کې چې خپله شمله يې په خوله بشپړه ننه ايستله، په بيړه دباندې راووت.

شېر دوې شپې او ورځې د ګلالۍ د کډې د راتلو په انتظار خورا ناارامې، خو ډېرې خوندورې تېرې کړې او تر سترګو يې د ګلالۍ شنه، خو زړه بوغره دورې رادورې تاوېده…”(١٣)

٦. کومه بله خبره چې د نورمحمد تره کي په ناولونو کې په ځانګړې توګه د غور وړ ده، هغه دا ده چې دغه ناولونه په حقيقت کې د پښتو متلونو، اصطلاحاتو، محاورو او د کليو د نږه لغتونو غوره زېرمه ده. په دغو ناولونو کې په هر فصل او هره پاڼه کې د داسې لغتونو، محاورو او اصطلاحاتو نمونې راترسترګو کېږي. دلته يې د ناولونو له پاڼو څخه يوازې دغه څو بېلګې رااخلو:

_ “په دې کې تور ته دا ورياده شوه چې: “نه خر مردارېده، نه سپي ځنې تله”، خورا خوشحاله و چې د پښو لپاره يې ښه څرمن اړولې ده. تور پر ږغ کړ:

_ لايقه! تا خو خپلې پښې پټې کړې، اوس ستا کلفي ستن چې تل له پښو څخه ازغي په باسي ماته راکړه، ځکه چې پښې مې له ازغو ډکې دي.

پز پرېکړي… وويل: ته خو په ټولو کې پاچا يې. په تاوده کوسي کې دې کوناټي وکړل، ټوله شپه دې خرهار وي او ويده يې. موږ له سړو له لاسه اللۍ وهو.”(١٤)

_ “نو ادې تاسې په خپله د پښتو دا متل هر وخت وياست چې: “ګټه د بلا و هاخوا ته ده.” او يا دا: “روپۍ تر زمينه ډبره لاندې وي”. که دغه ډول خواوې او تکليفونه ونه ګالم، نو ته ووايه چې ژوند به څه ډول سم او خوږ شي؟”(١٥)

_ ښه يې ويلي دي: “سپمولي، سپو خوړلي.”(١٦)

_ “اوسنۍ زمانه خورا خرابه زمانه ده، که دې چا ته پور ورکړ، نو داسې يې وګڼه، لکه په خره سپره بدي چې رانيسئ.”(١٧)

_ “که به چا خوله سره خلاصوله او يا به يې ستا د پلار سره لاندې باندې کوله، نو سمدلاسه به يې داسې بيزوګان د اوړو لېوان ورته جوړ کړل چې دستي به يې لکۍ مړه شوه.”(١٨)

د نږه پښتو لغتونو په برخه کې هم دغه ناولونه د پام وړ دي او زياته زېرمه يې په خپلو پاڼو کې خوندي کړې ده.

ناولونه په پاى کې د داسې زېرمو يو لړليک (فهرست) هم راغلى دى چې معناوې يې ورته کښل شوي دي.(١٩)

لکه چې مخکې مو هم اشاره ورته وکړه، نورمحمد تره کي لنډې کيسې او ناولونه په افغانستان کې د پښتو کيسه ليکنې په تاريخي مطالعه کې له دې امله هم د پام وړ ځاى لري چې د متن او محتوٰى له پلوه ځانګړي فکري _ سياسي جريان ته مختص شوي دي. په دې معنا چې د شمېر له پلوه له ډېرښت سره په څنګ کې د محتوٰى له پلوه هم خپل خصوصيات لري او د هغه وخت د پښتو داستاني ادبياتو له نورو ډېرو نمونو سره توپير پکې ليدل کېږي.

يو ځل بيا هم په لنډيز سره د دغو آثارو ځينو ځانګړنو ته تم کېږو:

_ په دغو لنډو کيسو  او ناولونو کې د پښتني کليوالي ژوند ښه تصويرګري شوې ده. دغه ژوند له ټولو خوالو او ناخوالو، خوږو او ترخو سره (خو زياتره له ترخو سره) راسپړي او د لوستونکو مخې ته يې ږدي. په تېره بيا د کلي د ساده بزګرانو او مزدورانو په کړو وړو کې د صداقت او ريښتينولۍ او صميميت غوره بېلګې راڅرګندوي.

_ په لنډو کيسو او ناولونو کې له مخکې څخه جوړې شوې کليشې په ښکاره راتر سترګو کېږي. دغه کليشې هم په پېښو او هم په کرکټرونو کې ځان راڅرګندوي.

د کلي ساده بزګران ټول تر ظلم او ناروا لاندې دي، د ټولو ژوند خراب دى. ټول ملکان، ملايان، صاحبزاده ګان، خانان ظالمان وينې څښونکي، درواغجن او فرېبکاره دي.

دا د ليکوال په ذهن کې له مخکې جوړې شوې کليشې دي چې يوازې نومونه يې توپير کوي او نور نو بايد ټول د سره ورته ځانګړنو لرونکي وي. له همدې کبله دغه آثار د موضوعګانو او کرکټرونو له پلوه تر ډېره سره ورته دي .

_ په کيسو کې په عمومي ډول، خو په ناولونو کې تر يو ځايه د داستان هنري ارزښتونه، تخنيکي خواوې، اوج، غوټې او د غوټو پرانيسته او پايله په دقيق ډول نه راترسترګو کېږي.

په دغو آثارو کې عمده پاملرنه د مضمون او فکري _ سياسي محتوٰى لوري ته ده او خپله ليکوال هم له خپلو ليکنو څخه همدغه هدف په نظر کې لرلاى دى.

م . زرين انځور

لمنليکونه او څرګندونې:

١_ اوسني ليکوال. عبدالرؤوف بېنوا، دويم چاپ، ١٣٨٨هـ.ش. کال، علامه رشاد خپرندويه ټولنه _ کندهار. ترتيب او زياتوالى: مطيع الله روهيال. (٢٢١)م.

٢_ سپين. نورمحمد تره کى. درېم چاپ، پښتو ادپي غورځنګ _ کوټه، ٢٠٠٩ع. (٥)م.

٣_ اوسني ليکوال. (٢٢٢_٢٢٦)م، م.

٤_ څړه. نورمحمد تره کى. درېم چاپ، پښتو ادبي غورځنګ _ کوټه، ٢٠٠٩ع. (٨٧_٨٨)م، م.

٥_ همدغه اثر. (٩٨)م.

٦_ د بنګ مسافر. نورمحمد تره کى، درېم چاپ، پښتو ادبي غورځنګ _ کوټه، ٢٠٠٩ع. (٨٦_٨٧)م، م.

٧_ همدغه اثر. (١٠٢)م.

٨_ سپين. (٢٦_٢٧)م، م.

٩_ څړه. (٣٧_٤٥)م، م.

١٠_ سپين. (١٠١_١٠٣)م، م.

١١_ څړه. (٦٢_٦٣)م، م.

١٢_ سنګسار. نورمحمد تره کى. درېم چاپ، پښتو ادبي غورځنګ _ کوټه، ٢٠٠٩ع. (٨_٩)م، م.

١٣_ همدغه اثر. (٥٢_٥٣)م، م.

١٤_ څړه. (٥٠_٥١) م، م.

١٥_ سنګسار. (٧٣)م.

١٦_ څړه. (٦١)م.

١٧_ سپين. (٢٦)م.

١٨_ همدغه اثر. (٣٢)م.

١٩_ وګورئ: د نورمحمد تره کي د ټولو ناولونو وروستي مخونه.

 

د طلعت بیګ مصداقُف د دکتورا تيزس

ژباړونکی :دکتور شاه زار لیوال

 د سريزې پر ځاى

            د مسکو د دولتي پوهنتون د آسيا- افريقا انستيتوت د ايران – افغانستان په څانګه کې قرغز افغانپوه طلعت بېګ مصداقُف د نورمحمد تره کي پر آثارو د خپلې دکتورا تيزس ليکلى دی. زموږ په اند د ښاغلي طلعت بېګ مصداقُف د دغه اثر لنډيز به د ارواښاد نورمحمد تره کي  دلنډو کيسو په سريزه کې يو ښه پيل وي.

د پلټنې ارزښت:

            په پښتو ژبه کې د ناول ژانر، د هغه د پيدايښت تاريخ، د پرمختيا لارې، دوديز اړخونه او ځانګړتياوې په نننۍ افغانپېژندنه کې تر اوسه پورې نه دي څېړل شوي. داسې نه چې د افغانستان ټول ادبيات د ختيځ د نورو هېوادو په پرتله لږ لوستل شوي دي، خو د دغه موضوع د پلټنې چارې د ګوتو په شمار تر سره شوي دي. د يادولو وړ ده چې د افغانستان د کلاسيکو او يا ننني ادبياتو په څېړنه کې روسي پوهان لومړي دي. که څو لسيزي دمخه بهرنيو پوهانو (د چکوسلواکيا دوکتور ايرژي بيچکا او نورو) زموږ د علاقې وړ موضوع په باره کې يو څه چارې تر سره کړې دي، خو د وخت په تېرېدو سره د دوى لېوالتياکمزورې شوې او له منځه تللې ده. په هر حال که په لوېديځ کې په  وروستيو لسيزو کې په دغه برخه کې څه پلټنې شوي هم وي، د هغو په باره کې موږ  کوم څرک نه دی تر لاسه کړی.

            د افغانستان له کلتور، په تېره بيا له ادبياتو سره د شوروي افغانپوهانو لېوالتيا په ١٩٤٠ – ١٩٥٠ کلونو کې رامنځته شوه او د ١٩٦٠ – ١٩٨٠ کلونوپه اوږدو کې پخېدو ته ورسېده. په دغه موده کې د دواړو هيوادونو د خلکو تر منځ اقتصادي او کلتوري اړيکې ډيرې ټينګې شوې او شوروي افغان پېژندنې هم چټکه پراختيا وموندله. خو د ١٩٧٨ کال له اپريل راهيسې او ورپسې بيا افغانستان ته د شوروي لښکرو لېږلو د دغو دوو هيوادو تر منځ اړيکې کړکيچنې کړلې. څه دپاسه شل کاله کېږي چې کورنۍ جګړه روانه ده، په ١٩٩٢ کال کې د چارو واګې د مجاهدينو لاس ته ورغلې، ورپسې په ١٩٩٦ کال کي د «طالبانوغورځنګ» بري ته ورسېد چې هغوی بيا نوي ترتيبات ټينګ کړل، دغو ټولو تحولاتود دواړو دولتونو د خلکو تر منځ د اړيکوله پراختيا سره  نه يوازې مرسته و نه کړه،  بلکې کلتوري تبادله او راشه درشه په ټپه ودرېده.

            د افغانستان د معنوي ژوند د علمي پلټنو پيمانې په ځانګړی ډول د ادبياتو په برخه کې خورا لږې شوې او يوازې په دغو وروستيو وختو کې د حالاتو د بدلون هيلې راڅرګندې شوې دي.

            د افغاني ادبياتواړوند ځينې څېړنې چې آن په هغه کړکېچن دوران کې هم ترسره شوې دي  په ګټورتوب او ارزښت کې يې هيڅ شک نشته، خو دغه پلټنې ډېرې لږې تر سره شوې دي چې البته نه  شي کولى د دغه پراخ ډګر ټول اړخونه  په غېږ کې ونيسي. نو ځکه کولای شو ووايو چې په پښتو ژبه د نثر ليکنې ژانر او په ځانګړي ډول  دناول په برخه کې آن د روسيې افغانپوهانو هم د نورو په څېر خورا لږ کار کړى دى. خو دغه ژانر چې د شلمې پېړۍ په نيمايي کې د نورو ژانرونو سره جوخت په پښتو ادب کې منځته راغلى دى او د لومړني ژوندانه ځانګړتياوې لري، د علمي څېړنې د زياتې پاملرنې وړ ګڼل کېږي. د پښتو ناول په خپل ژانري جوړښت کې د ودې پېچلې لاره وهلې ده، د تېر وخت د مروجو ادبياتو او فولکلور پر بنسټ رامنځته شوى دى، چې د ګاونډيو ادبياتو لکه ( اوزبکي، ترکمني، تاجکي ، په ډير روښانه ډول د فارسي) او په دري ژبه خپرو ادبياتو تر اغېزې لاندې يې پرمختيا او پراختيا موندلې ده. خو سره له دې يې خپلي ځانګړتياوې خوندي ساتلې دي.

            د ژانر په توګه له رمان او لنډې کيسې څخه د ناول توپير په دې کې دى چې په ادب پېژندنه کې لږ څېړل شوى دى. يوازې د ګوتو په شمير ځانګړې پلټنې شته، چې د ناول ځانګړتياوې يې څېړلې دي. ناول ته آن د ادبياتو په تيورۍ او د هغو د منځته راتلو په عمومي تاريخي آثارو کې هم خورا لږ ځاى ورکړل شوى دى. د ناول د پيدايښت او ودې په باره کې آثار د نورو ولسونو په ادبياتو کې (البته د روسيې ناول استثنا بلل کېداى شي) هم ډېر لږ دي. هغه څه چي په پښتو ادب کې د ناول د ژانر په پيدايښت او تاريخ پورې اړه لري، نو ويلاى شو چې دغه شان څېړني په نننۍ افغان پېژندنه کې نه تر سترګوکيږي.

            له استثنا پرته د ادب پوهنې په ټولو هغو آثارو کې چې په يو يا بل ډول په پښتو نثر پورې اړه پيدا کوي او همدارنګه په ټولو لارښودو معلوماتي خپرونو کې هرومرو د نورمحمد تره کي له نامه څخه يادونه شوې ده. الف. س ګېراسيمووه او ګ. ف. ګېرس ليکي چې: “نورمحمد تره کى په رښتيني ډول د نوي نسل ليکوالو په منځ کې لومړى ځاى لري”.

            دا څېړونکي د ليکوال د نوښتګرې ځيرکتيا يادونه کوي او د افغاني ادب پر راتلونکې وده دده د آثارو اغېزې څرګندوي، د ده د آثارو له خپرېدنې را وروسته (د نوې لارې) پرانيستلو، د کيسې او ناول ژانر د منځته راتلو په باره کې معلومات ورکوي. د نورمحمد تره کي د وخت او د هغه نه دمخه د نوښتګرو ليکوالو د (معنوي) ارزښتونو د څېړنو په پايله کې تر لاسه شوې نتيجې دا څرګندوي چې د نثري ناول ژانر د هغه په ننني مفهوم موجود نه و. را ټول شوي  شواهد داسې ادعا کوي چې ادب پوهان په غير مستقيم ډول نورمحمد تره کی د پښتو ناول د بنسټ ايښودونکي په توګه پېژني. خو تر اوسه پورې داسې ځانګړې پلټنې نه دي تر سره شوې چې د يادې موضوع په باره کې د تائيد يا رد وروستۍ پايله په لاس راکړي .

د مسئلې د څیړنې تاريخ:

            د روسيې د افغان پېژندنې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره  ګ. ف. ګيرس (په پښتو ژبه معاصر ادبي نثر) ترسرليک لاندې په خپل مونوګراف کې د نورمحمد تره کي نوښت ته پاملرنه کړې ده، چې په ١٩٥٨ کال کې خپور شوى دى. ليکوال د دغه اثر په وسيله د لومړي ځل لپاره د هغه وخت د پښتو ژبې د بېخي ځوان ليکوال دغو لنډو کيسو (بې تربيته زوى)، (د غوايي لاندى) او (دا دى خدمت) ته د روسي لوستونکو پام را اړولى دى. د هغو محتويات يې څېړلي، تشريح کړي او د دغو آثارو د ښېګڼواو نيمګړتياوو په باره کې يې خپلځاني ارزښتونه په ګوته کړي دي او د نورمحمد تره کي له خوا د کارول شوي ادبي ژبي سپېڅلتياوې يې ښودلې دي.

            الف. س. ګراسيمووا او ګ. ف. ګيرس ګډې څېړنې کړې او پنځه کاله وروسته د (افغاني ادبياتو لنډ تاريخ) په نوم خپرې شوې دي، چې په هغه کې نورمحمد تره کى د لومړني ليکوال په توګه نه، بلکې په پښتو ژبه کې د نوميالي نثر ليکونکي او ماهر افغاني ليکوال په توګه روسي ژبو لوستونکو ته ورپېژندل شوى دى. دا د تعجب وړ نه ده چې دغه دوه آثار يو له بل نه په دومره لنډ واټن کې خپاره شول او نورمحمد تره کي وکولى شول چې يو شمېر لنډې کيسې او ناولونه نور هم وليکي، چې دغه کار نوموړى د افغانستان د نامتو نثر ليکونکو په ډله کې ورشامل کړ. د الف. س. ګيراسيمووا او ګ. ف. ګيرس په ګډو څېړنو کې د ليکوال لنډ ژوندليک، د ده آثار او د هغو ځانګړتياوې او د نوښت اړخونه ښودل شوي دي. د کوچني شکل آثارو په باره کې مؤلفين د سوژيتي چلندونو بربنډوالى، د انځورونو او څېرو او آن د اتل د ځانګړتياوو نشتوالي ته ګوته نيولې، چې دا يا دغو آثارو ته زيات اوچتوب او يا له حده زيات احساسيتوب وربخښي. خو د (بنګ مسافري) ناول په کره کتنه کې بې له شکه د ليکوال مهارت، لوړتيا او د نوموړي په نوښت کې د رياليزم تمايلات په ګوته کوي.

            زموږ په نظر د نورمحمد تره کي د نوښتګرۍ په باره کې خورا غوره کار تر همدا نن ورځې پورې د الف. س. ګيراسيمووا (په پښتو ژبه د افغانستان ادبيات) په نوم اثر دى، چې په ١٩٨٦ کال کې خپور شوى دى. په هغه کې د ليکوال د نوښتي لارې غوره مهالونه، د ده ليکوالي مهارت پرمختيا او پياوړتيا په ١٩٤٠کې د (بې تربيته زوى) له لنډې کيسې نه بيا د نوموړي د درو نورو آثارو (“د بنګ مسافري” – ١٩٥٨ کال، “سپين”

 – ١٩٥٨ کال او “څړه” – ١٩٦١ کال) ناولونو د خپرېدو پورې څارل شوي دي. د هر يوه د مهال کره کتنه، غښتلې او کمزورې خواوې او په خپله د ليکوال د انځورونې نوښت، که د موضوع په برخه کې دى او يا هم غوره شوو ادبي چلندونو او لارو په ډګر کې دى، د الف. س. ګيراسيمووا له خوا ښودل شوى دى. څېړونکې د پښتو ژبې په عمومي ادبې هينداره کې د ليکوال داسي رياليستي نوښتي اړخونو ته زياته پاملرنه کړې ده چيري چې
نورمحمد تره کى ځاى لري.

            په ١٩٦٩ کال د (بنګ مسافري) په هکله په چاپ شوو مقالو کې

ک. الف. ليبيديف د لومړي ځل لپاره دا خبره څرګنده کړه چې په پښتو ژبه د معاصر ناول ليکنې بنسټ ايښودونکى نورمحمد تره کى بلل کېږي. په دغو مقالو کې د ليکوال ژوندليک (بيوګرافي) او د نوموړي د ناولونو کره کتنه کښل شوې ده. ک. الف. ليبيديف په روان ادبي بهير د نورمحمد تره کي خدمتونه نه هېرېدونکي ګڼي او په پښتو ادب کې يې د ناول د ژانر بنسټ ايښودونکى بولي.

علمي نويتوب (پوهنيز نوى والى):

            په وروستيو لسيزو کې د ختيځ ادب پېژندني په لړ کې د آثارو  د شکل او محتوا په برخو کې کره کتنې ته زياته پاملرنه کېږي. د معاصر نثر ليکني د انځورګرۍ لارې څېړني په ترڅ کې څېړونکو په غوره ډول د واقعيتونو د انځورولو لپاره د ليکوال هڅې ستايلي دي. دغه خبره د پراخ مفهوم په توګه کارول شوې ده، چې هم د نړۍ پېژندنې روزنيز او هم د تنويري رياليزم او همدا رنګه د بحراني رياليزم لارې – چارې په غېږ کې نيسي. د دغو ليدنو بنسټيز توپيرونه سره بېل کړل شوي نه وي.

            دا ښکاره ده چې په ننني پړاو کې د نړيوالو ادبياتو پرمختيا له يوې خوا او د ادبيات پېژندنې پوهې پرمختګ له بلي خوا د څېړونکو دا ډول انګېرنې د قناعت وړ نه بولي. په اتيايمو کلونو کې د لومړي ځل لپاره داسي آثار رامنځته شول، چې په بشپړ ډول يې نوښتي ميتودونو او يا ځانګړي خواوې کره څېړلي دي. خو لکه چې پورته وويل شوه دا ډول پلټنې تر اوسه پورې ډېرې لږې شوي دي او د پښتو ادب پېژندنې په لړ کې بېخي نشته.

            د دغه دوکتورا د تيزس د ليکنې لپاره شوي پلټنې د روسيې او نړيوالي افغان پېژندنې آثارو په تاريخ کې لومړنى کار دى، چې په ځانګړي ډول په پښتو ژبه کې د ناول د ژانر پيدايښت او وده بيانوي. په روسي ادب پېژندنه کې د نامتو افغان نثر ليکونکي نورمحمد تره کي د نوښت، د ادبي چلند مشخصات، ځانګړي رياليستيک ميتود، دوديز او د نوښتګرۍ نوي ځانګړتياوې په بشپړه توګه څېړل شوي دي.

تحقيقاتي موضوع:

            د نورمحمد تره کي نثري ادبي آثار د څېړنې اساسي موضوع ګرځېدلې ده. په پښتو ادب کې د دغو آثارو ځاى همدا رنګه په نړيوالو او ختيځو ادبياتو کې د رامنځته شوي ناول ليکنې وده او پرمختيا او په ځانګړي ډول د دودونو له مخې پښتنو ته ورته او نژدې اولسونود  ادبي بهير پرمختيا د څېړنې بله موضوع ده.

            د نثري ژانر په توګه د ناول ژوره هراړخيزه څېړنه د هغه ځانګړتياوې، چې د منځني شکل ادبياتو ناول ليکنې مشخصات جوړوي، د منځني او نژدې ختيځ د يو شمېر هيوادو د خلکو په ادبياتو کې د دغه ډول ژانر پيدايښت او همدا رنګه په دغه ډګر کې د نورمحمد تره کي د نوښتي ميراث څېړنه د تحقيقاتو اصلي دندې ګڼل کېږي. په دې اړوند کولى شو څو ټاکلي دندې په دا ډول بيان کړو:

            د نړيوالو ادبياتو په تاريخ کې د ناول د ژانر د رامنځته کېدو او د ناول د ژانر د ځانګړتياوو تيوريکي ثبوت پر بنا موضوعات داسي څېړل کېږي:

            – له نورمحمد تره کي څخه مخکې د پښتو ژبې په ادب کې د ناول د ژانر د پيدايښت د تاريخچې لنډه شننه.

            – د نورمحمد تره کي د نوښتي لارې څېړنه.

            – د ناول د ژانر په توګه د نورمحمد تره کي (د بنګ مسافري)، (سپين)، (څړه) او (سنګسار) د آثارو تحقيقات او څېړنه.

            د دوکتورا د تيزس د دفاع لپاره غوره مواد په لاندې ډول وړاندي کېږي:

  1. ناول د نثر د ژانر په توګه خپلي جلا ځانګړتياوې لري.
  2. په افغاني ادبياتو کې د نورمحمد تره کي په شان شخصيت له هغه نه مخکې      په پښتو ادب کې د ناول      د ژانر د ننني مفهوم په توګه رامنځته شوى نه و.
  3. د نورمحمد تره کي (د بنګ مسافري)، (سپين) او (سنګسار) آثار د ادبي      ژانر په توګه د ناول بشپړي ځانګړتياوې لري.

له دې کبله نورمحمد تره کى د پښتو ژبې د معاصر ناول ليکنې د بنسټ ايښودونکو په ډله کې راتلى شي.

علمي ارزښت:

            د دغو پلټنو پايلې کېداى شي په راتلونکي کې د پښتو ادب او افغان پېژندنې په چارو کې وکارول شي. دغه پايلې د پښتو ادب تيوري او تاريخ بشپړوي، چې کېداى شي د نژدې او ليري ختيځ ادبياتو په ډګر کې د مونوګرافونو، درسي کتابونو او لکچرونو لپاره وکارول شي.

د دوکتورا د تيزس تصديق:

            د څېړنو غوره تيزسونه په دغو خپرونو کې څېړل شوي دي:

            د ټول شوروي ښوونځي ښوونځي د ځوانو ختيځ پوهانو تيزسونو مجموعې په لومړي ټوک کې د “نورمحمد تره کي د نوښتي ميتودونو په باره کې”، پنځمه خپرونه، په ١٩٨٩کال کې د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد د علومو اکاډيمۍ د ختيځ پېژندنې انستيتوت تحقيقاتي مقالې، چې “نورمحمد تره کي په پشتو ژبه د ناول د ژانر بنسټ ايښودونکى دى” او د “نورمحمد تره کي په آثارو کې نوښتي چلندونه” چې په “د ختيځ خلکو دودونه او رواجونه” نومې مجموعې لومړۍ خپرونه په بشکيک کې د ختيځو ژبو او کلتورونو انستيتوت له خوا په ٢٠٠۰ م کال کې خپرې شوي دي.

            پر دغه تيزس د م. و. لومونوسوف په نوم د مسکو د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت د اېراني ژبو په څانګه کې بحث او دفاع شوې ده.

د تيزس ساختمان:

            تيزس سريزه، څلور برخې (فصلونه)، پايله (اختتاميه) او يوه ضميمه لري، چې په هغې کې د نورمحمد تره کي د آثارو بشپړ ليست او کتابتون ښودل شوى دى او څه دپاسه سلو کتابونو نومونه په روسي، پښتو او اروپايي ژبو کښل شوي دي.

            د تيزس په سريزه کې د مضمون ارزښت، د پلټنې موضوعاتو او موخې (هدفونو) د تيزس د کار، ميتوديکو بنيادونو، علمي نوښت، د مسئلې څېړنې د تاريخ او د تحقيقاتو کاري (عملي) ارزښت په باره کې خبرې شوي او همدارنګه د تحقيقاتو غوره موخې (هدفونه) او مسئلې ټاکل شوي دي.

            لومړۍ برخه (فصل): “د ناول ژانر او په نژدې او منځني ختيځ هيوادونو کې د هغه رامنځته کېدل

 ” په نوم يادېږي. لومړنى پروګراف “ناول او د ادبي ژانر دور” نومېږي، چې د ناول د ژانر تيوريکي مسئلې څېړي. په هغه کې د ناول د ننني ادبپوهنې له خوا منل شوى تعريف او د دغه ژانر غوره داسې ځانګړتياوې ښودل شوي دي چې د هغه له نورو ژانرونو لکه رومان، کيسې او داسې نورو څخه په پرنسيپي توګه بېلوي.

            – ناول د منځنۍ کچې (حجم يې ټاکلى نه دى) ادبي ټوټه ده، چې نه دومره ستره او نه ډېره کوچنۍ وي.

            – ناول د معمول له مخې يو لورى لري، چې ټولې خبرې د يوازيني سړې په ګردچاپېره يعني د اصلي اتل پر سر روانې وي.

            – خو له کيسې نه د ناول توپير دا دى چې په ناول کې د څو تنو کارونه بيانېږي.

            – په ناول کې د پېښو لړۍ د هغو د پېښېدو په ترتيب ښودل کېږي.

            – په ناول کې د اتل د شخصيت د پرمختيا او بدلون خوځندتوب (ديناميک) د ليکوال له خوا نه ټاکل کېږي، بلکې هرومرو په خپله د ناول د اتل په وسيله ښودل کېږي.

            – د ناول يوه غوره او ځلانده ځانګړتيا د هغه کلتوري – تاريخي وضعي انځور دى، چې پکښې دا ډول پېښې تېري شوي دي.

            په دغه پورګراف کې د ژانر په توګه د ناول راز راز تيوريګانې بيان شوي او د ناولونو يو څو موجود ډولونه ښودل شوي دي.

            دويم پروګراف “د نړۍ د ادبياتو په تاريخ کې د ناول د ژانر پيدايښت” نومېږي، چې د اروپا او امريکا په هيوادونو کې دغه ژانر د منځته راتلو تاريخ بيانوي. داسي پايلې ته رسېږي، چې ناول د ننني ژانر په توګه په اتلسمه پېړۍ کې په فرانسه کې منځته راغلى دى او د اتلسمې په پاى او نولسمې پېړۍ په سر کې روسي ادب ته ولېږدېدى، چې لومړى زده او ورپسې وکارول شو. بيا يې د پرمختيا پېچلې خو په زړه پوري لاره يې ووهله. د شلمې پېړۍ په پيل کې د لوېديځ په نننيو ادبياتو کې د ناول ژانر خورا زيات رواج وموند.

            دريم پروګراف “په نژدې او منځني آسيايي هيوادو کې د ناول ژانر منځته راتګ ډېر وروسته په شلمه پېړۍ کې اټکل کوي. ويل کېږي چې دغه ژانر د ختيځ ادب ځانګړتيا نه لري. دلته څرګند دويم ځاى لري (يعني د لوېديځ تر اغزې لاندې راغلى دى)، د لومړۍ برخۍ په دريم پروګراف کې د هغو خلکو په ادبياتو کې د ناول د ژانر پيدايښت بيان شوى دى چې کلتور او ادب يې پښتنو ته ورنژدې دى او د چا ادبياتو چې پر پښتنې ادب اغېزه ښندلې ده. دغه فارسي – تاجيکي ادبيات دي، چې په افغانستان کې په فارسي او دري ژبو خپاره شوې دي او يا هم د اوزبکو او ترکمنو اولسونو ادبيات.

            دويمه برخه (فصل): په پښتو ادبياتو کې د ناول ژانر د پيدايښت تاريخچه او ځانګړتيا بيانوي. لومړى دا چې په لنډ ډول هغه لار په ګوته کوي، چې د شلمې پېړۍ تر نيمايې پورې د پښتو نثر وهلې ده او په دغه مهال کې نورمحمد تره کي د ادب ډګر ته راوتلى و او بل د دې لپاره هڅې شوي دي، چې د کلاسيک او ننني پښتو ادب غوره دوديزي برخې د دې لپاره رابرسېره کړي، چې د نورمحمد تره کي د نوښت په چارو کې يو شمېر دوديزو تمايلونو ونډه هم وڅېړي. لومړى پروګراف “د پښتو نثر د پرمختيا غوره مهالونه” نومېږي. په دويم پروګراف کې مسئله په تفصيل سره څېړل شوې ده، ځکه د دغه ژانر په برخه کې له نورمحمد تره کي تر مخه هم د پښتو اديبانو له خوا هڅې شوي دي. په دې برخه کې د پښتو ادب ټوله هغه نامتو آثار په لنډ ډول کتل کېږي، چې د شلمې پېړۍ تر ١٩٥٠ کلونو پورې منځته راغلي دي او د ناول ژانر په ډله کې شمېرل کېداى شي، لکه د برهان الدين کشککي “پټه مينه”، د محمدرفيق قانع “دوه مين وروڼه”، د عبدالرؤف بېنوا “د وطن مينه” د غلام رحمان جرار، د محمدنادر ايوبي “سپين او مرغلره”، د محمد دين ژواک “د توان وروستۍ شپه” او د غلام غوث خيبري تاريخي ناولونه څېړل شوي دي. د دغو آثارو بېلوونکي ځانګړتياوې، ښېګڼې او نيمګړتياوې ښودل شوي دي، چې زيات شمېر يې دومره هنري ارزښت نه لري.

            د دغه فصل په پايله کې داسې نتيجې تر لاسه کېږي، چې په پښتو ادب کې د ناول د ژانر د پرمختيا لاره په دري – فارسي او همدارنګه د منځني آسيا د نورو اولسونو په ادبياتو کې د دغه شان ژانر له پيدايښت او پرمختيا سره زيات ورته والى لري. د ټولو يادو شوو خلکو په فرهنګ کې ناول ډېر وروسته (په شلمه پېړۍ کې) رامنځته شوى او د ادبي ميتود له مخې د لوېديځ تر څرګندې اغېزې لاندې راغلى، رياليستي او تنويري خصلتونه يې سره ګډ شوي او د پرمختيا چټکه لاره يې وهلې ده. که څه چې د نورمحمد تره کي د آثارو څخه دمخه ليکل شوو پښتو ادبياتو کې د ناول ژانر لپاره هڅې شوي دي او د دغه ډول ادبي ژانر د راتلونکي ودې لپاره زمينه برابره شوې ده، خو له پورته يادو شوو مؤلفينو له ډلې نه يو هم په دې نه دى بريالى شوى چې دغه ژانر پوره خپل او وکاروي.

            دريمه برخه (فصل): “نورمحمد تره کى ليکوال او سياستوال دى”. په دغه برخه کې د لومړي افغاني پياوړي ليکوال بيوګرافي او د هغه د نوښتګرۍ لار په هراړخيز ډول بيان شوې ده. د بيوګرافۍ لومړى پروګراف د “نورمحمد تره کي د ژوند لاره” نومېږي.

            دويم پروګراف “د نورمحمد تره کي کيسې” نومېږي، چې د نوموړي د نوښتګرۍ د کوچني ژانر آثار پکښې څېړل شوي دي. په دغه ځاى کې د ليکوال د نثر ليکنې د نوښتې لارې د پرمختيا تاريخ له لومړني ساده آثار (بې تربيته زوى) (د ١٩٤٠ کال چاپ) له کيسې نه نيولى بيا تر هغو پياوړو او ژورو آثارو پورې څېړل شوي دي، چې د شلمې پېړۍ د پنځوسمو کلونو په پاى کې خپاره شوى دى. لا د لومړنيو ساده کيسو په آثارو کې د ليکوال د نوښتي ميتود غوره ځانګړتياوې څرګندې برېښي. د نمونې په توګه د مستندتوب، د پوهېدو وړ توب، د ژبې او هم د بيان له مخي د ورځپاڼې مقالې ته نژدېوالى، د نومونو، څېرو، خويونو، ادبي ټوټو او انځورونو، د زيات شمېر رقمونو د راوړلو او داسي نورو شتوالى يادولى شو. محققين د همدغو ځانګړتياوو پر بنياد د نورمحمد تره کي لومړني آثار که نيمګړتياوي لري، خو ښېګڼي هم لري.

            نورمحمد تره کى په پښتو ادبياتو کې لومړى ليکوال دى، چې د بزګرانو ژوند ته يې پام اړولى دى او د افغانستان د غريبانو د ژوندانه کړاوونه يې په ريښتونې او پوهېدنې وړ ډول انځور کړي دي. که د دغو آثارو له نيمګړتياوو تېر شو، د نوموړي کيسې په رښتيا سره رياليستي آثار بللى شو. خو دا هم بې له شکه د يادولو وړ ده چې دغه آثار د رښتيني رياليزم پوخوالى نه لري، ځکه چې په هغو کې تنويري برخه شامله شوې ده. مګر بيا هم نورمحمد تره کي مخکيني آثار د پښتو ادب په پرمختيا کې ټاکلې ونډه لري. پر لوستونکو يې زياته اغېزه وښندله او د افغانستان د کلتور د تاريخ په پرمختيا کې يې زيات رول ولوبولو. دا خبره هم د تيزس ليکوال او هم نور روسي محققين تاييدوي.

            څلورمه برخه (فصل): په دغه برخه کې د نورمحمد تره کي ځانګړي ناولونه لکه (د بنګ مسافري)، (سپين)، (څړه) او (سنسګار) څېړل شوي دي. د ادبي ژانر په توګه د هر يوه ناول ځانګړي مشخصات په تفصيل سره تحليل شوي دي.

            د نورمحمد تره کي لومړى ناول (د بنګ مسافري) په ١٩٥٨کال چاپ شوى دى. ناول د هغه د اتل ځوان بزګر بنګ په نوم بلل شوى دى، چې د مجبوريت له مخې له خپل کوره وتلى او د مزدورۍ لپاره ښار ته تللى دى. منى و، چې له خپل کلي وووت او له کاروان سره ښار ته روان شو. ژمى يې په کندهار کې تېر کړ. لومړۍ ورځې مزدور و بيا د نساجي په فابريکه کې کارګر شو او وروسته د بډاى په کور کې نوکر شو. پسرلي ته بيرته خپل کلي ته راستون شو.

            د دغه کتاب يوه غوره ښېګڼه دا ده چې ليکوال د هغه وخت افغانستان ټولنيز  انځور ډېر بډاى او راز راز ښودلى دى. د الف. س. ګيراسيمووا د وينا له مخې چې وايي: “نورمحمد تره کي په دې بريالى کېږي، چې ټوله افغاني ټولنه په زغرده له زياتو خوارو نيولې بيا تر لوړو قشرونو پوري پوره  انځور کړې”.

            بزګران، کوچيان، ملايان، ملکان او خانان، سوداګران، داړه ماران، کارګران، مزدوران، د کارخانو خاوندان او د دوى د کورنۍ غړي، د بډايانو په کورونو کې نفر خدمتان، د روښانفکرانو استازي، دغه ټولي ډلي او د دوى خبرې د ناول په پاڼو کې د لوستونکو مخ ته ودرېږي. يو چا ته يوازي اشاره شوې ده، ځيني نور په تفصيل سره په رياليستيک ډول بيان شوى دى. خو ليکوال دغو ټولو ته په يو ډول نه يو ډول پاملرنه کړې ده. په هغو کې يو شمېر ډلې لکه کارګران او کوچيان د لومړي ځل لپاره ياد کړى شوي دي. د دغه بله بېلوونکې نښه دا ده چې په هغه کې د لومړى ځل لپاره د اعتصابونو او مظاهرو بيان شوى دى.

            د (بنګ مسافري) کتاب ژوره ملي بڼه لري. ليکوال د افغانانو دودونه، د دوى کالي، د هستوګني ځايونه، د ژوندانه نور زيات شمېر واقعيتونه او همدارنګه د ناول د اتل د کړو وړو داسې اوضاع ښودلې ده چې هغه ته ملي رنګ بخښي.

            د دغه کتاب د بېلېدونکو ځانګړتياوو په شمېر کې د يادولو وړ خبره دا ده چې په ساده او روانه ژبه کښل شوي دي، جملې يې لنډې او روانې دي. د ختيځ ادب پر خلاف پېچلې او کږلېچنې  خبرې نشته. چې بې له شکه دغه د نورمحمد تره کي د نوښتي ميتود بدعت (نوى والى) بلل کېږي.

            څېړونکي د نورمحمد تره کي بل نوښتي برياليتوب دا بولي چې ده هڅه کړې چې بيان ته ژوندى او رياليستيک خصلت ورکړي. البته د ليکوال دا ډول هڅه لا پوره نه ګڼل کېږي او (د بنګ مسافري) کتاب په هيڅ ډول ژور روحياتي اثر نه بلل کېږي، خو د اصلي اتل د جوړوني ديناميک د ټول ناول په کښلو کې په بشپړه او ژوره توګه شوى دى.

            لوستونکو ته بنګ د ناول په پيل کې ساده او کمکى کليوال ځوان ښودل کېږي او د کيسې په پاى کې هغه داسې رسېدلي شخصيت ته اوچتېږي، چې د راتلونکي روښانه ارمان لپاره مبارزه کوي. خو هغه ته د ليکوال له خوا دغه شان بڼه دومره د انځورګرۍ په وسيله نه ده ورکړل شوې، لکه څومره چې د ښکلا د ارزښتونو او اندونو په وسيله جوړه شوې ده. دا خبره په اختتاميه ليکنه کې ښه څرګنده ښکاري، چې په ١٩٧٨کال کې خپره شوې ده. دغه شان اختتام د ناول ليکنې منطقي بشپړتيا نه، بلکې يو ډول ايديولوژيکي بلنه (شعار) برېښي.

            د اصلي اتل د دغه شان څېرې دا ځانګړتياوې د عمومي دندو په وسيله پوره تشريح کېږي. د ګيراسيمووا په وينا بنګ د ليکوال لپاره د ده د پخوانيو کيسو (آثارو) د نورو اتلانو په شان يو فرد نه دى، بلکې داسي ټولنيزه څېره ده، چې د ده (د ايديالي غږ او چمتووالي) رول هم لوبوي.

            محققين دغه ناول په ټولنيزه برخه کې د افغاني نثر خورا مهم آثار بولي. الف. س. ګيراسيمووا ليکي، چي: “په افغاني ادبياتو کې دغه شان بل اثر نشته، چې د افغاني ټولنې د لوستوالو قشرونو په منځ کې يې د انقلابي – ديموکراتيکې اندېښنې په راپارولو کې يې دومره مهم رول لوبولى وي”.

            څو ځلې د څېړونکو لخوا (د بنګ مسافري) زيات رياليستيک  خصلتونه په ګوته شوي دي، خو روزنيز ټکى هم پکښې سته، چي د تنويري ادبياتو مشخصه جوړوي. تصادفي نه ده، چې د دويم چاپ په سريزه کې راغلي دي، چې ناول د دې لپاره کښل شوى دى، چې “ځوانانو ته له طبقاتي جغ نه د ژغورني لاره وښيي او په ټولنه کې طبقاتي شعور راويښ کړي”.

            هيوادوالو (د بنګ مسافري)ډېر لوړ ارزيابي کړى دى. افغاني ليکوال محمد دين ژواک د هغه رياليزم په ګوته کوي او وايي چې په هغه کې د افغاني ټولنې د ژوندانه ټول اړخونه انګازې کوي، دى او حبيب الله تږى ليکى، چې د دغه ناول په ليکلو سره نورمحمد تره کي له خپل وخت نه مخکي شو.

            د څیړونکو دا نظر دى چې (د بنګ مسافري)  د نورمحمد تره کي د ليکوالۍ مهارت د پرمختيا
ښکارندوى دى. خو د دغه کتاب ځينو نيمګړتياوو ته هم ګوته نيسي. د مثال په توګه په ناول کې د دويم رول لوبوونکو کسانو تثبيت او ښودلو ته لږه پاملرنه شوې، چې د ژوندي کرکتر لرونکو په توګه رول نه لوبوي، بلکې د (فعالو څېرو) يو ډول سمبول جوړوي، چې د ټاکلي اندېښنې پېټى وړي. د الف. س. ګيراسيمووا او ګ. ف. ګيرس په نظر “سره له دې چې تيپيکو اوضاعو په انګازه کولو کې زيات برياليتوبونه د ليکوال په برخه شوي دي، خو ناول د دغه نيمګړتيا لرلو له مخې د پرله پسې رياليستيکو آثارو په توګه نه شي ګڼل کېداى”.

            که دغه کتاب ځيني کمزوري خواوې لري، خو د ښېګڼو شمېر يې زيات دى، لکه د واحد سوژيت لاره، د تاريخي مهال سره سم د پېښو بيان، د اصلي اتل د کرکتر د پرمختيا ديناميک، د دويم رول لوبوونکو کسانو د شمېر زياتوالى، د کلتوري – تاريخي حالاتو رښتونى او ژور انځور، د کتاب د متن منځنۍ کچه او هم د ښودل شوو پېښو منځنى پنډوالى د دې ښکارندوى دى، چې د نورمحمد تره کي (د بنګ مسافري) کتاب د کلمې په ننني مفهوم د ناول د ژانر په ډله کې وشمېرل شي.

            د نورمحمد تره کي دويم کتاب د (سپين) په نوم دى، چې په همدغه ١٩٥٨ کال کې خپور شوى دى. د کتاب موضوع د کورنۍ د مشر له مړينې څخه وروسته د زيات شمېر ميراث خوارو تر منځ د شتمني وېش دى، چې د اصلي اتل په توګه د هغه مشر زوى منفي رول لوبوي. د ده څېره بدلون نه مومي، د مخکنې کتاب د اتل بنګ پر خلاف د سپين شخصيت د کيسې تر پايه پوري بدلون نه مومي او وده هم نه کوي. سپين د کيسې له پيل نه تر پايه پورې هماغه شان چالاک، درواغجن، غولوونکى او ظالم پاتې کېږي او بس.

            د کليوالي ټولنې د نورو درو تنو لکه خان، پير او ملا د څېرو تر منځ بېلتون دومره زيات نه ښکاري. ملا په ښکاره ډول د ناوړه خدمتګار په توګه غندل شوى دى، داسي درواغجني او غرضي روحاني څېرې جدي انتقاد شوى دى، چې د شريعت احکام د فساد او ستم وسيلې ګرځوي.

            د بزګرانو په اړوند هم د پرنسيب له مخي ځينې نوي عناصر ځاى کړل شوى دى. په ناول کې ډله ييزي او هم ځينې انفرادي څېرې يوازې د مظلومي طبقې د استازو په توګه نه، بلکې د رښتوني شخصيت په توګه تبارز کوي، چې ښېګڼې او نيمګړتياوې لري او يوازي عمومي ټولنيزې ځانګړتياوې نه لري.

            د ناول په کرښو کې د بزګري پاڅون وېره هم بيان شوې ده. سپين د دغه پاڅون يادونه کوي او ډارېږي او همدارنګه خان او ملا هم په دغه باره کې اندېښنه ښودلې او څو ځلي يې د بزګرانو د پاڅون يادوني کړي دي.

            د نورمحمد تره کي د (سپين) په نوم ناول ښکاره ټولنيز خصلت او ژور انتقادي اړخونه لري، چې د ريالستيکو آثارو ډېرې ځانګړنې پکښې سته. ځکه چې واقعيتونه په ريښتوني او عيني ډول پکښې برېښي. په ډېرو څرګندوونو کې د ملا د کاليو په انځورولو، د ژوندانه د وسيلو، دودونو (د تدفين او تکفين مراسم، د متلونو کارول، “د څراغ شاوخوا رڼا او د څراغ لاندې ځاى تياره ده”) په ښودلو سره د ناول ملي لومړنى ژوند روښانه برېښي.

            د هغو هنري ميتودونو د ځانګړتياوو يادونه هم ضروري ګڼل کېږي، چې د هغو په مرسته نورمحمد تره کي د (سپين) ناول کښلى دى. دلته هم لکه د (د بنګ مسافرئ) په کتاب کې د (تنويري رياليزم) ځانګړتياوې جوتي ښکاري. په ناول کې رښتيانى او رنګ شوى ريالستيک انځورونه شته، چې په عمومي توګه ناول دوديزه روزونکې ځانګړنه غوره کوي. د (سپين) په ناول کې نه يوازي د پښتو، بلکې هغې ته نژدې ادبياتو دوديزي برخې شته. که چيري د فارسي ليکوال صادق هدايت د (حاجي آقا) کتاب له سپين ناول سره پرتله شي، د موضوع، د اصلي اتلانو د کرکترونو او همدارنګه د هنري وسيلو د کارولو له مخې يو له بل سره ورته والى لري.

            هغه څه چې د (سپين) له ترتيب او تنظيم سره اړه لري، څرګندېږي چې دومره غښتلې نه ده. د ناول بيان په ديالوګ بدلېږي او د ليکوال يادونې ډېرې لږې دي. ګيراسيمووا ليکي: “هوکې، کوم عمل هم نشته، بې پايه خبرې دي. د ټولو پېښو په هکله، چې په دغه تنګ کليوال چاپېريال کې رامنځته شوي دي لوستونکى يا د ژوندي ديالوګ له لارې يا د اتل له خاطراتو او يا هم د ناول ليکونکي د يادونو په وسيله خبرېږي. د ناول وروستۍ پاڼې کټ مټ د نظم په څېر کښل شوي دي: عمل کوونکى سړى ټاکل کېږي، او نېغ په نېغه هغه خبرې کېږي، چې کله کله د ليکوال تشريحات هم ورسره مل وي”.

            د موضوع تنظيم هم يو څه کمزورى ښکاري. ناول ته د کوم يوه اتل نوم ورکول، دا انګېرنه رامنځته کوي چې هغه به مرکزي څېره وي او د اثر ټولې پېښې د هغه پر ګرد چاپېره منظمي شوي وي. خو دا بېخي دا ډول نه ده. نږدې په نيمايې خبرو کې سپين برخه نه لري. نو داسې ويل کېداى شي چې د ناول اصلي اتل ميراث دى، نه د بډاى مشر زوى.

            د شک نه وتلې خبره، دا ده چې د (سپين) کتاب خورا په ساده، ټولو ته د پوهېدو وړ، دقيقه، ځيرکه، روانه او سوچه ژبه کښل شوى دى چې دا د دغه اثر يو له غوره ارزښتونو څخه دى.

            په عمومي ډول د نورمحمد تره کي د (سپين) کتاب د ادبي ځانګړتياوو له مخي د نوموړي (د بنګ مسافري) له کتاب يو څه وروسته پاتې کېږي، په هر صورت په ډاډ سره ويلاى شو چې په کتاب کې د ناول د ژانر د ځانګړتياوو او مشخصاتو په شته والي کې شک نه شته.

            هغه څه چې په موضوع پوري اړه لري، ښکاره ده، چې يوه واحده سوژه کارول شوې ده، مګر پوره دقيقه نه ده ترتيب شوې. پېښې هغومره د يوه اتل د برخليک په شاوخوا پراختيا نه مومي، څومره چې يوه په بله پسې د تاريخي مهال په ترتيب راغلي دي، د پېښو منځ ته راتګ په خپله له سپين سره کومې اړيکې نه لري، بلکې په هغه ميراث پورې اړه لري، چې هم خان، هم ملا او هم پير ورته سترګې نيولي دي. ويلاى شو چې دغه ناول لږ تر لږه درې اصلي اتلان لري، چې د کتاب د عمومي مفکورې انګازې پکې ښکاري او ليکوال هغه بيانوي. خو د دويمي درجې رول لوبوونکي څېرې پکښې لږې نه دي، چې ځانګړي کرکترونه او خصوصيات يې غوره کړي دي.

            په دې کې شک نشته چې د نورمحمد تره کي د ناول يوه غوره ښېګڼه دا ده چې په رښتيني او ريالستيک ډول هغه کلتوري – تاريخي حالات بيانوي چې پېښې پکې رامنځته شوي دي. الف. ن. فيدرووا دغه آثار دا ډول ښودلي دي چې “ليکوال له کليوالي مشرتابه نه پرده پورته کوي، او ښيي چې خانان، ملايان او ملکان او نور د شتمنوالي ګډ هوس لپاره په څومره مهارت سره د شريعت احکام کاروي”.

            د (سپين) ناول د حجم له مخي منځنۍ کچه لري، داسي برېښي چي په کتاب کې کښل شوي پېښې د څو اوونيو په موده کې راغلي دي.

            د پورتنيو يادونو پر بنسټ داسي پايلې ته رسېږو، چې د نورمحمد تره کي د (سپين) کتاب د اصلي ځانګړنو له مخې د ټولنيزو ناولونو په ډله کې شمېرل کېږي.

 

ليکوال: د ژبپوهنې پروفيسور کانستانتين لېبېدېف

ژباړونکى: ډاکټر شېرحسن حسن

نورمحمد تره کى،

په پښتو ژبه کې د هنري ناول بنسټ ايښوونکى:

            نورمحمد تره کى د ١٩١٧م کال د جولاى په ١٦ نېټه د غزني د مقر ولسوالۍ په يوه کليوالي بزګره کوچۍ کورنۍ کې زېږېدلى دى.

            “د اوسني ليکوال په روايت، ښاغلى تره کى د ١٩١٧کال د اکتوبر په ٦ په ميمنه کې زېږېدلى دى([1])“.

            لومړنۍ زده کړې يې د مقر په يوه کليوالي ښوونځي کې تر سره کړې. وروسته بيا کندهار ته ولاړ او هلته په (پښتون) شرکت کې په کار وګومارل شو. په ١٩٣٥زيږديز کال په بمبيي کې د (پښتون) شرکت د نمايندګۍ منشي وټاکل شو. په ١٩٣٧ – ١٩٣٩م کلونو کې يې لومړی په سوداګرۍ وزارت او وروسته بيا په کانو او صنايعو وزارت کې کار کاوه. په ١٩٤٠م کال کې يې د «اقتصاد» مجله چلوله او د ١٩٤١م کال راهيسي يې په کابل راډيو، باختر آژانس او فوايد عامې وزارت کې دندې تر سره کړې دي.

            د څلوېښتمو کلونو له پاى څخه نورمحمد تره کی په ټولنيزو ـ سياسي چارو لاس پورې کوي. هغه د (ويښ زلميانو) د سازمان د مرکزي هستې له فعالينو څخه و. د دغه سازمان د فعاليت اساسي کرښه د فيوډالي بقاياوو پر ضد مبارزه وه. په دې وخت کې نورمحمد تره کی د هيواد په مطبوعاتو کې د داسې يو دموکراتيک حکومت په طرفدارۍ غږ پورته کوي، چې ولسي جرګې ته مسئوليت ولري. هغه د ١٩٥١م کال د مارچ په ٧ نېټه په (انګار) اخبار کې ليکي: “د هر هيواد د ټولنيز ژوند او ثقافت د سطحې د لوړولو لپاره بايد مختلفې لارې چارې په کار واچول شي. له دغو لارو چارو څخه يوه په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې د خلکو دپراخو پرګنو فعال ګډون دى. که زموږ ولس د سياسي مخکښو رسمي ګوندونو په مرسته يو ځاى شي، په لږ وخت کې به د هغو ملي اهدافو په تر سره کولو برى ومومي چې زمانې زموږ د هيوادوالو په وړاندې ايښي دي”.

            نورمحمد تره کی د همدې اخبار د ١٩٥١زيږديز کال د اپريل د لومړۍ نېټې په ګڼه کې د سياسي ګوندونو د تشکيل او آزاد فعاليت غوښتنه کوي او د اپريل پر ١٥مه نېټه بيا ليکي: “موږ د خلکو د حکومت د جوړولو د ضرورت په باب خبرې کولې چې ولسي جرګې ته مسئوليت ولري”. هغه بيا ادامه ورکوي او داسې سوال طرح کوي: “تر کومه به موږ د سياسي ګوندونو او ولسي حکومت د ګټو او ښېګڼو په باب خبري کوو؟ دا چې هغوى د خلکو د ګټو او غوښتنو منعکس او مدافع دي هر چا ته په کافي اندازه څرګنده ده او چا ته د شک او ترديد ځاى نه پاتې کېږي. اوس نو د دې وخت رارسېدلى دى چې راپاڅېږو او د خپل هيواد د نېکمرغۍ دپاره په کار پيل وکړو، ميدان ته ور ودانګو او د پرګنو ځواک ته انسجام ورکړو. خو دا کار يوازې د سياسي سازمان او ګوند په ايجاد سره تر سره کېداى شي”.  له همدې وخته د يوه ساسي ګوند د تشکيل لپاره د نورمحمد تره کي د سياسي هڅو، جد و جهد او مبارزې لړۍ پيل کېږي.

            د ١٩٥٣ زيږديز کال په مارچ کې نورمحمد تره کی د امريکا په متحده ايالاتو کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي آتشې په توګه وټاکل شو. خو د خپلو مترقي نظرياتو د څرګندولو په وجه د همدې کال په پاى کې بيرته له واشنګټن څخه کابل ته راوغوښتل شو. هيواد ته له راتګ څخه وروسته په کابل کې د يونسکو مؤسسې منشي او يو وخت يې بيا په همدې مؤسسه کې د ترجمان په توګه دنده تر سره کوله. ده په عين وخت کې په ادبي او سياسي فعاليتونو کې هم ونډه درلوده. د همده د نه ستړي کېدونکي او پرله پسې فعاليت نتيجه وه چې په ١٩٦٥ زيږديز کال کې د افغانستان د خلکو دموکراتيک ګوند منځ ته راغى. لومړۍ مؤسسه کنګره د همده په کور کې جوړه شوه. په دې کنګره کې نورمحمد تره کى د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو او د ١٩٦٦ کال په اپريل کې د (خلق) په جريده کې د ګوند مرام خپور شو.

            نورمحمد تره کى نه يوازې د افغانستان د يو وتلي سياسي شخصيت په توګه نامتو دى، بلکې هغه يو بااستعداده ليکوال او په پښتو ژبه کې د لنډ هنري داستان او ناول د رامنځته کېدو نوښتګر او بنسټ ايښوونکى دى. نورمحمد تره کي خپل ادبي فعاليت د لنډو کيسو له ليکلو څخه پيل کړ. له دې کيسو څخه لومړۍ يې په ١٩٣٠ زيږديز کال په (کابل) مجله کې خپره شوه. په دغو لنډو کيسو کې ليکوال د وخت د شاهي واکمنۍ په دور کې د هيواد د زيارکښو بزګرانو ژوند ته انعکاس ورکوى.

            له همعصره نامتو افغاني ليکوالو په توپير د نورمحمد تره کي په ليکنو کې د سوژې يوه ټاکلې ليکه مخته ځي چې د لنډو کيسو قهرمانانو يې د کرکټر ټاکلي رنګونه خپل کړي دي. دغو ټولو لنډو کيسو (د بنګ مسافري) د نامتو ناول ليکلو ته لاره هواره کړه چې ليکوال ور په کې د يوه پاخه نثر ليکونکي په څېر داسي وځلېد چې د مورنۍ ژبې د هنري ښکلا په راز او رمز پوره لاسبرى و. (د بنګ مسافري) د ناول سوژه ساده او روښانه ده. دغه ناول د هغه د قهرمان (بنګ) په نامه ياد شوى دى چې د خپل پلرني کلي نه د ښار په لور د کار او مزدورۍ په پيدا کولو پسې وځي.

            (بنګ) د غزني نه تر کندهاره پورې ستونزمنه او اوږده لاره په ډېرو ستونزو وهي، هم د لارې په اوږدو او هم په کندهار کې د بېلابېلو درجو او منصبو د واکدارانو سره مخامخ کېږي او هر څه ورته نا آشنا دي. که د دې ناول د قهرمان سفر تعقيب شي نو لوستونکى د افغاني ټولنې د مختلفو قشرو او طبقاتو بزګرانو، کوچيانو، سوداګرانو او ښاري کارګرو د ژوند سره پوره آشنايي پيدا کولاى شي. دلته ليکوال د افغاني ټولنې د ټولو طبقاتو د ژوند رښتينې منظره جوړوي. داسې څرګندېږي چې
نورمحمد تره کى نه يوازې د ساده وګړو په مزاج او دهغوی د ورځني ژوند په راز  او رمز له نږدې پوهېده، بلکې د شتمنې طبقې د ژوند سره هم پوره اشنا و. د دوبي په پيل کې د جنوبي لمر په سوځوونکو شغلو او د دښتو په تودو بادونو کې افغاني کوچيان له جنوبي او جنوب ختيځ سيمو څخه د شمال پر لوري کوچېږي. تر دې وخته پورې د دغو کوچي وګړو ژوند (چې تر دې وخته پورې يې شمېر درې مليونه و) په هنري ادبياتو کې انعکاس نه و موندلى. نورمحمد تره کى لومړى پښتو ليکوال و چې د کوچي وګړو ستونزمن ژوند يې په خپلو هنري ليکنو کې په رښتينې بڼه ترسيم کړ. د ولس خبرو ته نژدې ژوندۍ او روانې ژبې، د داستان د قهرمانانو د اخلاقو، حرکاتو او څېرو ښه معرفت او د کليوالي رواجونو او مزاجونو ښې پېژندګلوۍ ليکوال ته د دې امکان ورکړى دى چې د کوچي کاروان د تګ لاره تعقيب او رښتينې ښکلې هنري منظره ورڅخه جوړه کړي. تره کى د کوچيانو د ترخه ژوند مادي اسباب راسپړي، د دوى د حقوقو د تلف خبرې کوي او په سوداګرو او مالکينوپوري د دوى د ژوند د حالت تړاو روښانه کوي. ليکوال د وړاندې شوې مسئلې د يوه انځورګر په توګه د کوچيانو ټاټوبي ته د سوداګرو راتګ او د دوى له خوا د چور په دود په ډېره ټيټه بيه د ځايي خلکو څخه د وړيو او نورو محصولاتو رانيول او د کوچي وګړو دفاعي او حقوقي محروميت انځوروي. ليکوال په دغه ناول کې خپل لوستونکي د ناول د قهرمان سره يو ځاى تر کندهاره رسوي. هلته د (بنګ) لپاره نوى ښاری ژوند پيل کېږي چې د کليوال وګړي لپاره ډېر ناآشنا دى. هغه ته هر څه نوي او نابلد ښکاري او هر شى د هغه په ذهن کې حيرانتيا زېږوي. په ښار کې د (بنګ) د ژوند په تعقيب کې نورمحمد تره کى ښار ته په مزدورۍ پسې د راغلو کليوالي وګړو ژوند انځوروي، هغه وګړي چې تر اوسه کارګر او کسبګر نه دي، دوى لا تر اوسه له کلي سره خپلې روحي اړيکې نه شکوي، دوى له يوې خوا ځانونه تر اوسه په هماغه کليوالي ژوند او ځمکه پوري تړلى بولي چې دوى پخپله ورڅخه محروم دي، خو له بلي خوا هلته د ټولو محروميتونو سره سره دوى خپلو کليو ته د ستنېدو فکر له خپلو سرو څخه ځکه نه باسي چې هلته يې کورنۍ او خپلوان پاتې دي.

            د پخو او دايمي کارګرو ژوند بيا بل ډول دى. هغوى په ورځنۍ مزدورۍ کې همدومره څه پيدا کولى شي چې خپله ګوزاره يې ورباندې وشي او له لوږې مړه نه شي. د کورنيو لپاره د خرڅې د پيدا کولو خيالي هيلې د پوره کېدو وړ نه دي. د ښار همدا ډول ژوند دى، د فابريکو خاوندان په ډېرو کمو پيسو کارګران کار ته ګوماري، ځکه چې د کار لپاره د مجبورو کارګرانو شمېر خورا زيات دى. هر يو په دې ډارېږي چې له کاره به وشړل شي او بيا به بېکاره پاتې شي. خو د ټولو ستونزو سره بيا هم د (بنګ) سره بخت ياري کوي او په فابريکه کې د ميخانيک د شاګرد په حيث کار پيدا کوي. هغه د خپلې خوښې اصلي کار پيدا کړ او له همدې وخته د هغه په ژوند او شاوخوا د شيانو او حوادثو په باب د هغه په تصوراتو کې بنيادي بدلون رامنځته شو. هغه نور داسې نه و لکه د اول ځل لپاره چې له کلي څخه ښار ته راغى. هغه نوره په مستقله توګه زده کړه پيل کړه او کتابونه يې لوستل. ليکوال د (بنګ) د تصوراتو پرمختګ او شعوري تکامل په دې کې ويني چې دى څنګه د نورو کارګرانو سره اړيکې پيدا کوي او د هغوى په مظاهراتو کې ګډون کوي. د دغه ناول په پاى کې (بنګ) د يوه کارګري ګوند غړيتوب تر لاسه کوي او په خپل هيواد کې د نوي ژوند د جوړښت لپاره فعال مبارز ورڅخه جوړېږي.

            نورمحمد تره کي د لومړى ځل لپاره په افغاني ادبياتو کې د افغانستان د زيارکښې طبقې د ژوند، حقوقو او طبقاتې غوښتنو په خاطر د هغوى مبارزې ته انعکاس ورکړ. په پنځوسمو کلونو کې د نورمحمد تره کي د دې ناول خپرېدل  د افغاني ادبياتو په ژوند کې يوه برجسته پېښه وه. په پښتو ژبه کې يو رښتينی، هنري ريالستيک ناول رادمخه شو چي په پښتو ژبه او د افغاني ادبياتو په تاريخ کې يې نوى باب پرانيست.

            تر دې وروسته نورمحمد تره کي د بل هنري اثر (سپين)په ليکلو پيل وکړ. په دې اثر کې ليکوال په کليو او بانډو باندې د برلاسي کلتور او مزاج انځور باسي او د (سپين) په نامه د يوه محلي فيوډال حرص، وږسترګې، ټګمارې، حيله ګرې،مضريت او بد چلند تمثيلوي. (سپين) په خپل مضريت کې يوازې نه دى. د کلي ملک، پير او ملا هم د ده په شان دسيسه کار او حيله ګر دي، چې د غوړې مړۍ لپاره په هر ډول انساني، مذهبي او اخلاقي اصولو باندي پښو ايښودلو ته تيار دي. همدوى د کلي واکمنان دي چې د استبداد او تورو تاريکو ښه نمايندګي کوي.

            دا ناول د خپلوانو او اقاربوتر منځ د ميراث په تقسيم د شخړې او د ټولو انساني حقوقو څخه د بې برخې کونډې ښځې د حالت يو عجيبه انځور دى. (سپين) د ملا په خبرو پاى ته رسېږي، چې خان ته داسې خطاب کوي: “کور دې ودان چې زما خبره دې نرمه ومنله، زه به سپين هم دغه کار ته چمتو کړم او ډيره هيله ده چې هغه هم دغه خبره ومني، په دې دوستۍ کې زموږ او ستاسې خورا ډيرې ګټې دي که څه هم موږ وتاسې د يوې ډلې خلک بلل کېږو او ګټه موسره شريکه ده او په دغو موقتي خوابديو موږ نه سو سره جلا کېدای خو بيا هم دغه مازې د طبيعت خړوالی به هم له منځه ووځي، او په دې توګه به اوپره خلک او بزګران زموږ او ستاسې له اختلاف او بې اتفاقۍ څخه ګټه وانه خيستلای شي”.

            د نورمحمد تره کي بل ناول (څړه) هغوبې برخې او  مسکينو وګړوته ځانګړی شویدی دى چې په خپل محل کې کار ورته نه پيدا کېږي او مجبور دي چې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره ګاونډيو ملکونو ته مسافر شي او د ځان او کورنۍ لپاره آذوقه او نفقه برابره کړي. خو داسې چانس ټولو ته نه برابرېږي او ډير يې لکه د ناول د قهرمان (تور) په شان خالي لاس کور ته راستنېږي، ځکه په لار کې ډېر خنډونه او ممانعتونه موجود دي چې تېرېدل او د ځان ژغورل ورڅخه مشکل او غير ممکن کار دى. په دغو مسکينانو د هر چا لاسبر دى. غله، ډاکوان، د ګمرک او ماليې مامورين او نور د دوى د سفر پيسې او د خوراک شيان ورڅخه لوټوي. لوټماران او غله هم له مجبوريته چور او غلا کوي. د هغوى مشر مسافرو ته  وايي: “څړه ګانو! بخښنه به راته کوئ، موږ هم مجبور يو، خپلو عيالو او کهولو په سر را اخيستي يو. ډوډۍ غواړي، نفقه غواړي، که نه وي موږ هم ښه پوهېږو چې دا کارونه ناروا او ناوړه دى، خو د رب دربار لوى دى ګوندي توبه مو قبوله شي او ومو بخښي. تاسو ته دې خداى په کوز ملک کې ښه خواري در مونده کړي او کوم وخت چې له هغې خوا راځي نو يقين دى چې زموږ غوندې غله به مو نه شکوي . خپل مړي ښخ ګړئ خدای دې پرې ورحميږي”.

            ليکوال په خوږه روانه ژبه د هغو سيمو د طبيعي ښکلا انځور باسي چې د ناول قهرمان (تور) د هغو په اوږدو کې سفر کوي. د ناول په ټول اوږدوالي کې د ساده ولس بې چاره، او بې دفاع ژوند ښودل شوى دى او ليکوال د زيارکښ ولس د ژوند په حالت باندې خپل نظر هم څرګندوي. هغه د کيسې د يوه لوبغاړي (ژيړګل) کارګر په خوله خلک د نېکمرغه او متمدنه ژوند لپاره په هلوځلو کې يووالى او وحدت ته رابولي او وايي: ” د کار په وخت کې دغه ډول يووالی    او ملګري لا نوره ګټه هم لري : ټيکه داران به څه راته ويلای نه شي او حق به مو نه شي خوړلای، که يې چيرته په کوم ملګري تېری کاوه، سمدلاسه به کار ورخوشې کړواو ټول به په يوه پلا له کار څخه راووځو چې البته هغه وخت به دظالم سرته سد ورشي او دستي به له ناروا کولو څخه لاس واخلي. که چيرته ټول کارکوونکي سره يوځای شي – وپوهېږئ! چې ټوله نړۍ به د دوی شي او ټول هغه لېوان چې د انسان په جامو کې ښوري- ورک شي او دا خوجوته خبره ده چې کار کوونکي او اوپره خلک که نن وي که سبا ټول به يو موټی شي او هغه وخت به د دوی توره شپه په رڼا ورځ واوړي. “.

            (ژيړګل) په بل ځاى کې خپلو کارګرو همکارانو ته وايي: “دغه ترتيب يوازې په ټېکه دارانو او جمعه دارانو کې نه دی. دغه نور خلک لکه بډايان، د ډيرو مځکو څښتنان، د فابريکو خاوندان، واکداران او داسې نور هغه کسان چې پخپله کار نه کوي او د نورو په زحمت او خواريو باندې ژوند کوي- ټول د اوپره خلکو په مقابل کې چلونه وهي او دوی په ډول ډول خبرو غولوي او د دوی ګټې ترېنه تروښوي. موږ کارکوونکي به تر هغو د ښادۍ په نرۍ ونه خېژو، تر څو چې ددغسې لېوانو او مفت خوروپه مخ کې يو موټی نه شو. خو موږ ځکه دړې وړې يو چې زموږ د ډلې يا طبقې ضمير نه دی راويښ شوی او په خپله ګټه او تاوان خبر نه يو. دا پورته طبقې تل د اوپره خلکو طبقه يا ډله پخپله د اوپره خلکو پر ضد استعمالوي. دلته د پښتنو دغه متل څومره ښه او پرځای معنی ورکوي چې وايي (ونې ونې! کهۍ به له تا څه غوښتل ؟ که يې لاستی نه وای ستا له کونې). تاسې که لږ څه ښه ژور فکر وکړئ نو به خبره نوره هم درته څرګنده شي”.

            د نورمحمد تره کي څلورم او آخري ناول (سنګسار) نومېږي چې په ١٩٧٩کال له چاپه راووت. دحجم له مخې (د بنګ مسافري) له ناول څخه لوی دى، په هنري تول کې تر ټولو لوړ ځاى لري او د اجتماعي او ايديولوژيک ارزښت له مخي د پښتو ژبې د هنري ادبياتو په تاريخ کې بې ساری دی . (سنګسار) د لومړي ځل لپاره په بربنډه رښتيا په روحاني جامه کې د پوښلو مرتبو او غيردولتي منصبونو اصلي ماهيت او محتوا رابرسېره کړه. نو ځکه د (سنګسار) خپرېدل د افغاني ټولنې په ادبي ژوند کې د ستر اهميت وړ ګڼل کېږي .

            (سنګسار) په بنسټيز ډول د ساده وګړو مذهبي تلقين او شعور ته وقف شوى دى. په هغه کې د نالوستي او ساده  ولس وروسته پاتې والی، جهل او ناپوهي، مظلوميت او بې چون و چرا اطاعت څرګند شوى دى. ليکوال دا خبره روښانه کوي چې څنګه د خلکو د پاکې ديني عقيدې څخه د واکدار رژيم او د هغه سره د تړلي روحانيت د قدرت او سلطې د ټينګښت لپاره کار اخيستل کېږي.

            د دې ناول ژبه ژوندۍ ده. په هغه کې ګڼ شمير  ژيړ – زرغونه رنګونه کارېدلي او په تشبيهاتو، او څرګندولو کې د طبيعت او ښاري کوڅو ښکلى انځور ترې جوړ سوى دى. د ناول په ټول جريان کې لوستونکي د بې دفاع وګړو په مقابل کې د شتمنو د نامردۍ، رياکارۍ، منافقت او حيله ګر شيطانت سره مخامخ کېږي. دلته ليکوال د مذهبي پوليس (محتسب) رښتيانۍ څېره ترسيموي.  چې د ناول اصلي لوبغاړي (شېر) ورسره کوڅه په کوڅه ګرځي اوپه ديني او مذهبي مکلفيتونو د خلکود پابندۍ څار کوي. هغه په دې برخه کې ټولواک دى او هغه چا ته په خپل سر جزا ورکولى شي چې د لمانځه په قرائت کې يې کوم ټکی ناسم وي او يا د لمانځه په وخت جومات ته نه حاضرېږي. هغوى د مقدسو آياتونو تر اثر لاندې په دمونو او تعويذونو د کلي ساده خلک غولوي او ځان ورته د هرې بلا بلاګردان جوړوي. په ناول کې د (شير) زوى ناروغېږي، (شېر) ډاکټر ته نه ځي او ملا ته د تعويذ لپاره مراجعه کوي چې د ده په عقيده د ده زوى د تعويذ په برکت جوړ شي. ملا هغه ته يو مغلق تاو راتاو او پېچل شوى کاغذ ورکوي چې ګويا دا تعويذ د هرې ناروغۍ دارو دى، خو تعويذ تاثير نه کوي او (شېر) د لوړې مرتبې بل ملا ته مراجعه کوي چې ښه تعويذ ورته ورکړي. دا ملا هم بې له دې چې له ځايه وخوځېږي په کاغذ کې کوم څه ليکي او د مقدس تعويذ په نامه يې (شېر) ته ورکوي، خو د (شېر) په زوى دا تعويذ هم اثر نه کوي او په پای کې د ناروغۍ د شدت له امله ژوند له لاسه ورکوي. دا پېښې ټولې د هيواد په پايتخت کابل کې تر سره کېږي. دلته (شېر) پښېماني ښکاره کوي او افسوس کوي چې ولي يې زوى ډاکټر ته د تداوۍ لپاره نه دى ورښکاره کړى. ملايان پر (شېر) باندې دين ته د سپکاوي تومت لګوي او پر هغه د ملحد، دهري او بې دينه په نامه غوغا جوړوي ځکه چې هغه ګويا د زوى تر مړينې وروسته پر دوى بې باوره شوى دى او له دې جهته يې مذهب ته سپکاوى کړى دى. خو ددې خبرې کوم ثبوت يا شاهد موجود نه دى او محتسب يې بايد په هر قيمت چې کېږي د ده ګناه پيدا کړي. نو مذهبي واکداران د (شېر) د پلار د بېسوادۍ، ساده ګۍ او ړندې عقيدې څخه استفاده کوي، کله غوړه مالي ورسره کوي او کله زور ورښکاره کوي او ورته وايي چې دى بايد (شېر) مجبور کړي چې په ناکړې ګناه اعتراف وکړي. ورته ووايي: “يا به د زوى خوا نيسي او يا به د دين! بله چاره نه لرې، د خداى د رضا لپاره ته بايد د زوى څخه انکار وکړې او زموږ سره مرسته وکړې. ته بايد پخپله هيله وکړې چې (شېر) په کاڼو وويشتل شي، دا به د اسلام د ترقۍ او غوړېدو سره مرسته وي. آيا ته په دې نه پوهېږې چې د خداى دوستان د عقيدې لپاره د هر څه قربانۍ ته حاضرېږي، نن د دې قربانۍ لپاره ستا نوبت رارسېدلى دى”.

            “د اسلام خادمان”(؟) او مذهبي حاکمان په هر قيمت کوښښ کوي چې (شېر) ته د “شريعت د قانون” (؟) سره سم جزا ورکړي او په دې ډول نورو ځوانانو ته د ډار او وهم درس ورکړي، چې عقيدې يې خرابي نه شي او د مستقل فکر کولو نيت له سره وباسي. دلته د هغوى غوښتنه تر سره شوه.

            د (شېر) پلار (شېر) ته وايي: “ته اقرار وکړه، که ګنهکار هم نه يې، اقرار وکړه، بيا به توبه وباسې او وبه بخښل شې. بله چاره نشته. ټول ټينګار کوي چې ته بايد اقرار وکړې او توبه وباسې. ټول ښار مشوش او هيجاني دى. اقرار وکړه او توبه وباسه! دا تا ته څه تاوان نه لري”.

            د کابل د ښار دغه پېښې د واکمنو له پامه پټې نه پاتې کېږي، هغوى په ځير سره د واقعاتو جريان څاري او په حکومتي مقاماتو بېړه کوي چې ژر تر ژره دي د (شريعت) (؟) د احکامو سره سم (ګنهکار) په سزا ورسول شي. د ناول په پاى کې څرګنده شوې ده چې څرنګه په مذهبي عقيده کې ګنګس او ګيچ شوى ولس يو بې ګناه انسان تر بېرحمانه سنګسار لاندې وژني  او په عين وخت کې هغه چا ته دعاوې کوي چې د نورو د عبرت لپاره يې د دغه ملحد(!) د سنګسار او اعدام امر کړى دى. تر ټولو پيران او ملايان ډېر خوشحال وو.

            تر نورو يو ژبه ور ملا د (شېر) د سنګسارېدو په ميدان کې داسي وعظ کاوه: “ژوندى دي وې زموږ ګران ټولواک. دی خورا ښه ټولواک دی . زموږ د ښځو مخونه  يې بېرته پټ کړل. د ډيرو مکتبونو ورونه يې چې هلته د دنيا علم پکې زده کېده وتړل . شريعت  په خورا ښه توګه جاري دی . د دين د ساتلوله پاره يې دغسې لوى خدمت  وکړ او زنديقي يې مردار کړ”.

            د ناول د پاى کرښې د خاصي پاملرنې وړ دي، کله چې “شېر” سنګسار او جسد يې په کاڼو کې پټ شو، نو يو ځوان چې ظاهري بڼه يې د لوستي او تعليم يافته په شان ښکارېده په خپل څنګ کې دوو ولاړو زلميانو ته وويل: “دغه خوار او بېوزلی ددې له پاره قرباني شو چې د خپلې پاچهۍ ستنې په ټينګې کړي”.  له دوو اورېدونکو څخه يو تن پوليس ته ورغږ کړل خو ويونکي په بېړه د خلکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې ځان ورک کړ.

            په پاى کې د دې خبرې يادول ضروري بولم چې د نورمحمد تره کي آثارو په پښتو ادبياتو کې نوې لار پرانيسته چې د انتقادي رياليزم لار بلل کېږي. په افغاني هنري نثر کې دغه نوى لورى کومه ناڅاپې پېښه نه وه، بلکې د ژوند پخه شوې غوښتنه وه.

            د نورمحمد تره کي آثار او لنډ داستانونه لوستونکي په يوه ځانګړي دوران کې د افغاني ټولنې د ټولو طبقاتو او قشرونو، لوى اکثريت ساده وګړو، شتمنې طبقې او مذهبي روحانيت د ژوند، مفکورو، اندېښنو او نظرياتو سره آشنا کوي.

ک. ا. لیبیدېف

مسکو ۱۹۰۰۰۰۰ کال
مــــــوچـــــــي

ژړ سپېره مخ د عمومي بازار د پليو لارې پر يوه لانده ځاى لمر څريکې (پيتاوي) ته نااميده غوندې ناست دى.

            هر څوک چې تېرېږي دى يې واردواره پښو ته ګوري، چې ګوندې کپې (پڼې) يا ګوټونه يې څېري وي، چې ده ته يې د ګنډلو لپاره ورکړي. پر دوو تلو چې زنګنونه يې خولې ته رارسېدلي دي او خپله زنه يې د دواړو زنګنو په منځ کې ايښې ده، ناست دى. په دې چې نن ساړه لږ دي خورا خوشحاله دى او هره ګړۍ لمر ته په خورا مينه سترګې وراړوي خو پلوشې يې سترګې وربرېښوي او بير ته يې پټې کړي.

            په دې وخت کې يو سپين کالى سړى چې خورا اوږد کميس يې اغوستى دى او تکه سپينه پګړۍ يې پر سپينه رخچينه تړلې ده راغى. په ده پسې څلور، پنځه کسه سپين کالي نور هم شته. د موچي حد ته چې راغلل، نو سمدلاسه يې پښه ونيوله. يوه يې بل سړي ته مخ  ورواړاوه او ورته ويې ويل:          “خان چې ورېښمېنې کپۍ(موچڼې) راته راوړې دي هغه بايد دغه موچي ته ورکړو چې ښه تلي پر ووهي”.

            ملګري يې ورته وويل:”ښه دى!” او بيا روان شو. ادارې ته چې ورغى ډېر خلک ورته ولاړ شول او هر يوه په احترام ورته وويل:”مفتي صاحب دې ستړى نه وي، خداى دې راوله! ستا د عدالت سيورى دې زموږ له سره نه کمېږي! ستا تشريف راوړلو ته مو سترګې څلور شوې!”

            بيا دغه صاحب پر يوه پنډه نيالۍ چې توربخن کشميری پوښ يې دى او د قلم په ډول ډول رنګونو ځاى په ځاى رنګېدلې ده، کښېناست. د ده خوله پټه وه، خو کوچنۍ غوندې خوله يې په شناوې ږيره کې له ورايه ښکارېده، په پوزه ډېر تنفس کوي، سترګې يې تل غټې غټې راختلې وي.

            نيم ساعت وروسته يې هغه کپې د ده حضور ته راوړې، چې موچي تلي پر مېخ کړي وو.

            د ده چې پر کپيو سترګې ونښتې، نو يې وويل:

            “خداى دې تا محرر خوار کړي! تا خو به موچي ته ويل چي ښه ډېر مېخونه پر ووهي. موږ پر دغه کپيو څونه سپين تور او تور سپين کړي دي خو بيا هم تا ښکلې او ټينګې نه دي جوړې کړې.

            ورشه! موچي ته يو سپاهي ورواستوه چې دلته راشي چې پخپله هدايت ورکړم”.

            سپاهي موچي پر اوږه باندې په خپل ورڅخه لنډي لرګي وواهه او ورته ويې ويل چې ورسره ولاړ شي او د کپيو د جوړولو هدايت واخلي.

            موچي ورته وويل چې زما څخه خو دغه سندان، څټک او مېخونه پر ډګر پاتېږي. زه درسره تلاى نه شم، هر څه چې غواړې، دلته به يې وکړم خو سپاهي د ده خبرو ته غوږ و نه نيوه او په زوره يې کش کړ. ده ورنږدې هټۍ والا ته ورږغ کړ چې د ده پر شيانو پام کوي.

            موچي په دې خورا خوابدى شو چې په پورې وهلو يې راووست. ده په زړه کې جوړه کړې وه چې د سپاهي له لاسه به عرض کوي، چې ولې يې په دغسې وهلو او ترټلو راووست، خو چې د مفتي صاحب سترګې ورباندې ونښتې سمدلاسه يې په ښکنځلو خوله پورې کړه.

            ده چې خپل ښکنځل خلاصول، نو يوه ټنډ نس غوندې سړي په درد او عتاب موچي ته وويل:

            “ته خبر نه يې چې دا د چا موچڼې دي؟ د علماوو خو خلک د پښو خاورې کېږي، خو تاسې جاهلان د مزدورۍ په مقابل کې هم د دوى کار سم نه کوئ، بلا دې پر دغه سپېره او بې ويني مخ شه! خداى د خپلې کلپې ايداد (جزا) پخوا لا درکړى دى، په دې چې دغسې يې خوار او بدبخته کړى يې”.

            موچي ژړغونکى غوندې شو او ورته ويې ويل:

            “د دوو افغانيو په مقابل کې همدغه کار کېده چې ما وکړ، نو په دغه پيسو خو به مې کور نه در جوړاوه، که مو خوښ نه وي، زه به خپل تلي او مېخونه بيرته وکاږم، بل موچي ته يې وروړئ چې ښې يې درجوړې کړي، زه يو خوار او غريب سړى يم، په سپاهي مو ولې پورې وهلم؟”

            د مفتي طبيعت سمدلاسه پربله واووښت او په يوه ږغ سره يې وويل:”دغه سپين سترګى او بې حيا وباسئ! زه به د دغې بې احترامۍ ايداد ورکړم”.

            موچي په منډه خپل ځاى ته راغى. ده غوښتل چې خپل سامان راټول کړي او يوې بلې خوا ته ولاړ شي، خو سمدلاسه دوه درې سپين پګړي طالبان چې مفتي وراستولي وو پسې راغلل. يوه طالب لومړى ټولې خبرې او بل طالب واردواره موچي ته ښکنځل وکړل او بيا يې په خپله موچڼه پر سر وويشت او ورته ويې ويل:”دغه موچڼه به جوړوې!”

            موچي هم خورا ډېر عصبي شو او ځکه چې په اصلي مطلب يې خبر نه و، نو يې همدغه ډول ښکنځل طالب ته وکړل، طالبانو سمدلاسه راکش کړ او د محکمې خوا ته يې څکاوه، پر لارې به يې هر چا ته ويل چې دغه موچي موږ ته د خولې او سر کفر ويلي دي، قاضي ته يې بيايو چې يو څه ايداد ورکړي.

            موچي يې لومړى مفتي ته ورووست، د ډېرو خلکو په مخ کې طالبانو عرض پر وکړ چې: “دغه جاهل د خولې او سر کفر ورته ويلي دي”. مفتي سمدلاسه قاضي ته ورغى، طالبان او موچي يې ور وړاندې کړل.

            ټولو طالبانو په يوه خوله ږغ کړ چې: “هو صاحبه! موږ ته يې سر او خوله راوښکنځل”. مفتي هم د دوى خبره تائيد کړه او ورته ويې ويل: “صاحبه! که ده ته جزا ور نه کړې، نو په علماوو به تل ملنډې وهي او د شپې تېر به پر ودرېږي”.

            قاضي سمدلاسه امر وکړ چې موچي دې نهه دېرش دُرې ووهل شي، پر خره دې مخ تورى چپه سپور شي او په بازار دې وګرځول شي، چې دغه کار د نورو عبرت شي او بيا څوک سپين پګړيو ته په سپکه سترګه و نه ګوري.

            د قاضي امر مفتي تطبيق کړ او موچي يې نهه دېرش کلکې دُرې وواهه.

            ځکه چې موچي د وهلو په اثر پر خره نه شواى کښېنستلاى، نو د خره د اړخو سره يې لرګى وتړل او بيا يې موچي پر هغه باندې کلک وتاړه او شريعت يې پر وچلاوه.

            دغه موچي تر هغه وروسته چي د دُرو په اثر يې دوې درې مياشتې ناجوړي وزغمله او بيا په ډېر حسرت پسې مړ شو، نو د شاوخوا دوکاندارانو به ويل چې دغه موچي ته علماوو ښېرا کړې ده.

١٣٣٥ کال، د جدي لومړۍ – ١٩٥٦ع کال ډسمبر

 

په پاى کې بډاى شو

            کروړ خوارکي نه په آسمان کې ستورى او نه پر ځمکه سيورى درلود. په خپل کلي کې يې د شپې تېر ودرېد او مخ پر ښار روان شو. ده له کلي بيا تر يوه ښاره ټوله لار په لوڅو پښو ووهله. د ده پښې پرښه غوندې وې، اغزي او تېرې ډبرې پر هغو هيڅ اغېزه نه شوه ښندلاى. بې له يوه بړانګې بړانګې خت او پرتوګ څخه يې بل هيڅ شى نه درلود. د مني وچو سړو دغه بېوزلى لکه نور په ميليونو وګړي تک تور اړولى و.

            کروړ دوه نيم سوه ميله مسافه په اوو، اتو شپو کې پر پښو ووهله. په لار يې د شا او خوا په کليو کې مړۍ غوښته او په دې توګه يې خپل وږى نس په خورا تکليف او زحمت مړاوه. هر کلي ته چې به ورورسېد، پوښتنه به يې وکړه چې که څوک مزدور په کار لري، نو هر چا به ورته ويل: “يه وروره! د دې ځاى مزدوران پخپله د نس اړولو له پاره کوز ملک ته شيوه شوي، نو تا ته به څه مزدوري درکړلاى شو؟”

            مقصد دا چې تر لويو ښارو پورې يې کار مينده نه کړ او په خورا نااميدۍ يې دا لار ووهله. په ښار کې هم له څو ورځو سرګردانيو وروسته د يوه پښ مزدور شو. مزدوري چا نه ورکوله، فقط په نس مزدور شو، خو هغه هم څرنګه ډوډۍ؟ په لږه موده کې تر پخوا لا پسې ډنګر شو، دا ځکه  چې کار يې خورا دروند او خواړه يې خورا سپک وو.

            ده به چې کله کله د څټک  وهلو پر وخت د کارغالي څښتن ته په ډېر احتياط او احترام ور ياده کړه چې يوازې په وچه دوډۍ، هغه هم نيم نيم خوره باندې يې ګوزاره نه کېږي او ورځ په ورځ په ځان کې ضعف احساسوي، نو هغه به ورته ويل: “وروره! موږ او تاسې خو شکر دى ايمان لرو، د ايمان په رڼا کې چلېږو، ښه ډوډۍ څه کوې؟ بيا به دې نفس زورور شي او کبر به درڅخه وشي، پرېږده، خداى به يې په هغه جهان کي عوضونه درکړي او خورا به دې موړ کړي، ته خپل کار  په صداقت او ايماندارۍ کوه! نه دې دي اورېدلي چې وايي: “صداقت زوال نه لري”.

            د کارګر دا پورته غوښتنه او د کارغالي د څښتن دغه منطق کله کله تکرارېده، خو کارګر له دې ډار نه چې و به يې باسي او بيخي به له لوږي اوږد، اوږد وغځېږي، څه نه ورته ويل او ډېره (سپين سترګي) به يې نه کوله. بادار يې د ده او ده غوندې درو، څلورو مزدورانو په اوږو په لږه موده کې يو څه وموندله او په هغه يې د خپل کارغالي له پاره نور سامانونه او آلات رانيول، چې البته په دې ډول يې کار او بار نور رونق پسې وموند او د ده عايدات ډېر شول. دې پښ پخوا انفرادي کارونه کول، خو اوس يې قراردادو ته لاس واچاوه او خورا ښه پيسه يې وموندله. دا ځکه چې ده د خپلو قراردادو د عايداتو ستره برخه له هغو خلکو سره شريکوله کوم چا چې ښه صلاحيت درلود او له ده سره يې مشروعه او نامشروعه مرسته کولاى شوه.

            له بده مرغه د کروړ خوارکي لېچ په هغه وخت کې چې د يوې الې په واسطه يې اوسپنه کږوله مات شو، د کارغالي څښتن مازې سر وښوراوه او کروړ يې مخاطب کړ:           “قسمت به دې دغسي و! پر دې يو لاس ماتېدو شکر وکاږه! ځکه د کومې لويې ګناه په مقابل کې به چې هغه ښايي ستا هېره وي او يا به اصلاً ورته ملتفت شوى نه وې دا مصيبت درته رسېدلى وي او ښه شو چې دواړه لېچونه دې د هغې (نامعلومې) ګناه په مقابل کې مات شوي نه دي. پاڅه او ژر پر دغو خپلو وينو باندې يو څه ايرې وشينده چې بدې معلومېږي”.

            کروړ خوارکى بېسده و او هيڅ يې دې خبرو ته فکر نه و، نورو مزدورانو د کارغالي يوه ګوټ ته وڅکاوه او يو څه سړې اوبه يې پر وشيندلې.

            کروړ چې تر نيم ساعت وروسته راپر سد شو د درد له لاسه پر آسمانو ګرځېده او خورا په زوره زوره يې نالش او زګېروي کول، د کارغالي څښتن دا نورو ته وويل:

            “په غوږو يې کوڼ کړم. ژر يې له دې ځايه دباندې وباسئ! پر ده خو خداى راوستلې ده، نو موږ ولې ځان ورسره په عذاب کړو؟”

            مزدورانو چې هر څه عذرونه ورته وکړل قبول نه شول او دى يې دباندې راوست او د عمومي سړک په يوه ګوټ کې يې څملاوه. په دې وخت کې د هغه د بدبختيو او خواريو اندازه غير له طبيعي او عادي انسانه بل چا نه شوه لګولاى. ډېر خلک پر دې خوارکي راټول وو او تقريباً ټولو يې مازې سيل کاوه او د ده نالش ته حيران وو. يوه بادرده زلمي دې ګڼو خلکو ته مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل:

            “دغه دى، د هغو خلکو وضعيت او انجام، څوک چې واقعاً نړۍ ودانوي او په خپل زحمت د هر چا لپاره ښه ښه شيان برابروي، نو تاسې که ورسره مرسته نه کوئ، نو لږ تر لږه په دې ځاى کې خو په خپل موجوديت سره هغه مه ځوروئ او په خپل کار پسې ولاړ شئ”.

            په دې وخت کې يو بربنډ جوالي ور وړاندې شو او د ده لاس يې په لاس کې ونيو او بيا يې سر وښوراوه او ويې ويل: “لاس خو يې دړې وړې دى، بايد شکسته بند وي چې هغه ور وتړي”.

            يو سړى ور وړاندې شو او د ده لاس يې د يوه لرګي سره سم په اوږو ور وتاړه.

            له حاضرينو څخه يو تن چې پر کروړ يې خورا زړه سوى و وويل:

            “د دې کارغالي خاوند خداى خوار کړي خورا ظلم کړى دى چې دا خوارکى يې په دې وضعيت دباندې غورزولى دى، د دې وړ دى چې سړى عرض پر وکړي”.

            يوه بل ورږغ کړ: “که دې سر خوږېږي داغ پر کښېږده! دکارغالي څښتن خو د … صاحب سره خورا ښه روابط لري، بلکې خپل يې دى. که ستا په دې نيت خبر شي داسې بيزو به درنه جوړه کړي چې په کلو کلو به ځان ځنې خلاصولاى نه شې”.

            يوه بل پر ورږغ کړ: “څه موده ترمخه په دې کارغالي کې يو مزدور د کار په وخت کې مړ شو، والله که هيچا داسې ورته ويلي وي چې له دې ځايه پاڅه، هلته کښېنه، يو هيئت راغى، هغو وليکل چې مزدور د خپلي بې احتياطۍ په اثر وفات شوى دى”.

            کروړ خوارکى يو چا شفاخانې ته بوت او هلته يې له څه مودې وروسته مات لاس ترېنه غوڅ کړ، ده به تل له ځان سره او نورو اشنايانو ته ويل چې په دواړو لاسو مې ډوډۍ نه شوه موندلى اوس چې مې لاس يو شو، نو څرنګه به د دې خپل ژوند په بقا قادر شم.

            له شفاخانې چې راووت نو اکثره شپې به وږى تږى ګرځېده، يو چا ورته وويل چې ولاړ شه، د کارغالي پر څښتن عرض وکړه! ګوندې يو څه معاوضه خو درکړي.

            البته ده دا کار وکړ، خو د دې پر ځاى چې معاوضه واخلي، نژدې و چې خپله بندي شوى واى، خو په دې خوشحاله و چې د عرض له مخالفت څخه خلاص شو.

            کروړ بيرته د خپل کلي خوا ته روان شو، پر لارې يې فکر وکړ چې په خپل کلي کې يې د شپې د تېر ځاى نشته. له يو څه ژور تفکر څخه وروسته يوه نژدې کلي ته ورغى او هلته يې پر امبار (ډېران) باندې يو څو سرې رښکې مونده کړې او له کلي څخه ډېر ارت د عمومي سړک پر غاړه يې يو څه ډبرې سره راټولې کړې او هغه سرې رښکې يې پرې وغوړولې او خپله ورته په پلتۍ (چارزانو) کښېناست، هر څوک چې به پر لارې تېرېده، که به پياده و، که به په موټر کې اکثرو به غيران او شپاړس کيزه د ده خوا ته ورغورځوله او هر چا ته به يې ويل چې: “دلته د يوه مظلوم د شهادت ځاى دى”.

            په لږه موده کې پر دې ډبرو برسېره زړوکي او توغونه ودرول شول او ورځ په ورځ د ده عايدات ډېرېدل.

            وروسته کروړ له دې درکه خورا ښه غټه پيسه وموندله او په خپل کلي کې يې ډېر ځايونه په رانيول. هر کال به يې دغه د ډبرو کوټه چې اوس ماجد پر راګرځېدلى دى، نورو خلکو ته په اجاره ورکوله او ځان يې هم د هغه (مهم شهيد) کړوسى باله.

            په دې ذريعه کروړ د لوى ثروت او غټ جايداد خاوند شو.

١٣٣٥ ش کال – ١٩٥٦ع کال

 

زما برخه

            د مني په پاى کې يې زلمى زوى د سکاروي (بريښ) په اثر مړ شو. د زوى تر مرګه ده لومړى د ځان سره فکر کاوه چې په خپل ټول عمر کې سږکال لږ څه ښه دى، هم يې د ژمي د سړو شپو  له پاره  په ډېرو خواريو اوړه برابر کړي دي او هم يې له درو کلو وروسته يو لاندى حلال کړى دى، نو خورا راحت يې احساساوه او نسبتاً د مستريح ژمي د تېرېدو پېش بيني يې کوله او ورته هوسېده، واقعاً د زوى مرګ ده ته دروند او خورا ناوړه ټکان ورکړ. دا هم روحي او هم مادي و.

            لومړى تر هغه چې مړى پرېمينځي د کلي سپين ږيرو ورته وويل: “ګوره! سترګې مو راکښته نه کړې خپل مړى به ښه پالې، اسقاط، خيرات او نور مراسم به يې په ښه توګه سره سر ته رسوې!  تېر کال چې دې هغه بل زوى د کوي په مرض مړ شو، څرنګه چې لازم و، هغسې دې و نه پاله، دا پلا به پام کوې!”

            ده په داسې حال کې چې په سترګو کې يې د زوى د فراق اوښکو موجونه وهل او نژدې و چې د هغو د بهولو په اثر ناصح پکې ډوب کړي ورته ويې ويل: “درې، څلور نور واړه راپاته دي، د هغوى د ژمي د سړو شپو څوري که په دې ځوانيمرګ پسې خيرات او اسقاط کړم، نو هغوى ته به څه ورپاته شي؟ ټول به خواشيني شي…”.

            خو د ده عذرو هيڅ فايده و نه کړه او د عمومي دود سره سم د هغو په ټينګار يې د خولې اوړه خرڅ کړل او د اسقاط لپاره يې څو روپۍ حاضرې کړې. دا پيسې يو څو کسو مشرانو په خپل منځ کې سره ووېشلې او دا غمجن سپين ږيرى يې پر وچ ډاګ پرېښود.

            يو شى چي و، هغه دا و: کوم چا ته چې د اسقاط ايکۍ ور ورسېدلې هغه د ده مېړانه، سرښندنه او فداکاري ستايله او ورباندې آفرين يې وايه.

            د دې خوارکي يو غم دوه شول، له يوې خوا د ځوان او ناکامه زلمي زوى په مرګ وويشتل شو او له بلې خوا يې د ژمي د سړو شپو خرڅ هم له لاسه ووت.

            د کوچنيانو په سودا کې ډوب تللى و چې په دې وخت کې د يوه بل کلي يو سړى راغى چې په شاوخوا ټبر کي يې په ښه سړيتوب شهرت درلود. دغه ښه سړي ته چا په کوڅه کې د ښه چاغ او غټ اسقاط صفت کړى و، څرنګه چې يې د مړه زوى پلار وليده، نو په ګيلو يې ورته پيل وکړ چې: “د مړي ښخېده خو به دې زما تر راتګه ځنډولي واى” او وروسته يې په خوله ورته وويل چې: “زما برخه څه شوه؟”

            د دې لپاره چې د دې ويرجن پلار نوم بد نه شي او د داسې (ښو خلکو) د نفرت موجب نه شي، نو سمدلاسه يې يو څو روپۍ د يو چا څخه په سود واخيستلې او د دې نوي راغلي صاحب په خوله کې يې ورواچولې او د هغه غوندې د نورو (ښو خلکو) حسن نظر او ښه نيت يې ځان ته جلب کړ او ځان يې نورو خوارانو ته نمونه او سرمشق وګرځاوه.

            وروسته له هغه چې څلوېښت شپې يې وير وکړ او د څلوېښتمې شپې خيرات يې بيا (ښو خلکو) ته ورکړ داسې تصميم يې وينو چې په هر قيمت او زحمت چې وي د ژمي د سړو ورځو څوری (ازوقه) ورمونده کړي او پخپله تودې منطقې ته شيوه شي، نو د منطقې پر بډايانو وګرځېد او له هغو څخه يې په پور د څو منو غنمو مرسته وغوښته، خو هيچا ور نه کړه.

            له ډېرې سرګردانۍ څخه وروسته دى او ماينه يې دواړه د هغه صاحب کره ورغلل چې د هغه لپاره يې په سود پيسې اخيستې وې او په اسقاط کې يې ورکړې وې. د ده ماينې د دې صاحب د ماينې د ټيکري پلو غوټه کړ چې د پور مرسته يې ورڅخه وغوښتله. هغه ورته وويل: “مجبور يم  د ماينې په دود او دستور پور درکړم، يعنې په سلم، خو د سود خوړلو څخه مې دې خداى وژغوري”.

            وروسته له دې يې لس منه غنم ورته راواخيستل او هر من يې نسبت مروج نرخ ته يو پر دوه پرې جګ خرڅ کړ چې ده هم هغه په خوښۍ سره ومنل. بيا نو له معموله سره سم يې هغه روپۍ په غنمو پر ماتې کړې، چې په دې ډول خوارکي تحريري تعهد وکړ چې د دې روپيو په مقابل کې به شل منه غنم د فصل د رسېدو په وخت کې ورکوي.

            دا غنم داسې ورته ښکارېدل چې وړيا چا وربخښلي وي او په خورا خوند سره يې چې برياليتوب يې هم احساساوه کور ته راوړل.

            وروسته له مفاهمې او سلا مشورې ده او ماينې داسې فيصله وکړه: “ځکه چې دا اندازه غنم  د درو مياشتو لپاره نه بس کېږي، نو ښه دا ده چې هغه زيږه اوړه شي او له اوړو څخه په سپما او احتياط لېټۍ ورپخوي او په دې چم کوچنيان لکه د نورو کلو له دې ژمي څخه راوباسي”.

            د ده کوچنيان ښکلي دي، خو رنګونه يې لکه د مور او پلار ژړ او ټکى وينه پکې نشته، د دوى د اختر ورځ او د نګولي ورځ هغه وخت وي چې يو بډاى سړى چيرته په کلي کې مړ شي او په هغه پسې خيرات وشي.

            د دوى پلار هم ليري تاوده ځاى ته نه ولاړ، په دې علت چې آوازه  وه چې د کلي کارېز خېژي او ده هيله درلوده  چې په کارېز کې به يو څو وګټي، خو کارېزکشي هم و نه شوه او دى پر کور پاتې شو.

            د دوى له ښو طالعو څو کسه بډايان پر له پسې وفات شول.

            که څه هم د دوى وجود د خوراک د نشتوالي او خرابوالي له امله هر ډول مريضۍ ته چمتو دي، خو له ښه مرغه تر اوسه لا نه دي ناروغه شوي.

            دوى چي په کوم خيرات کې نوکې نګولي  وخوري، نو له مور او پلار سره لاس پورته کړي او وايي:  “خدايه! مرضونه له موږ څخه ليري ګرځوه! ځکه چې موږ يې طاقت نه لرو او نه يې د مجادلې وسيله راسره شته”.

            يوې نهه کلنې نجلۍ د زړه له کومي ږغ وکړ:”خدايه! دا نېستي له موږ نه واخلې  او موږ په نس ماړه او په تن پټ کړې”.

            پلار يې ورغبرګه کړه:”زه يقين لرم چي ستاسو د معصومانو په دې دعا کې په مليونو کوچنيان او بېوزلي درسره ملګري دي او د حال په ژبه درسره امين وايي!”

١٣٣٥ ش کال – ١٩٥٦ع کال

 

د کور ګټه د لاهور ګټه

            د سبا ناري مېز  واوډل (ترتيب) شو، د کاله اعضا پرې راټول شول. يو په عمر پوخ سړى د مېز پر سر کښېناست. هغه لږ څه خپه غوندې ښکاري. په ډېره بې ميلۍ يې د رومي بانجڼو د اوبو ګيلاس ورواخيست او يو غوړپ يې ترېنه وکړ، خپل مشر زوى ته يې مخ ور واړاوه او ورته ويې ويل: “ښاغلى … نه و راغلى؟ تر اوسه پورې نه شو ښکاره، ګوندې د باغ په څښتن پسې به تللى وي، هو! په دې نژدې توابعو کې هم دا يو سړى دى چې لکۍ په لاس نه راکوي، نن او سبا کوي، خو معاملې ته نه حاضرېږي”.

            دوهم زوى يې ورته وويل: “هغه ډېر کاپير سړى دى، تر څو پورې چې يوه لويه بيزو ور نه جوړه نه شي او په يوه غران پسې په لوبه و نه ګرځول شي هيڅ وخت په حاضر نه شي چې دا باغ راباندې خرڅ کړي”.

            مشر زوى يې وويل: “آخر به تن راته کښېږدي، په هر صورت چې وي دې کار ته به يې آماده کړو، ځکه زموږ هم بله چاره نشته، که دا جايداد په لاس را نه شي، ګواکې موږ هيڅ نه لرو. اوه … را په ياد شو: زما مغزو ته يو ښه فکر راغى، هغه دادى چې موږ بايد ښاغلى … ووينو او د هغه په غاړه کې يې ور واچوو چې دعوه په وکړي او په دې توګه به طبعاً پيسو ته اړ شي، ځمکه او باغ خو لا څه چې هر څه به راکړي”.

            پلار يې د دوى خبره غوڅه کړه او ويې ويل: “د دې چاره اسانه ده، تاسې دا فکر وکړئ چې دا دونه پيسې چې اوس بيرته راغلې او کوټه – کوټه پرتې دي څه به په کوو؟ په کور کې د دوى ايښودل خو ښه کار نه دى او خطر هم لري، هغه لا څه کوې چې له ګټې وځي او وتلې لا هم دي”.

            ماينې يې ورته وويل: “لږ څه احتياط په کار دى، پر داسې شيانو بايد بندې کړى شي چې بيا بيرته ژر او تورتې لاس ته راشي، زما په خيال د نورو کلو غوندې بايد غنم په رانيسو او په پسرلي يې خرڅ کړو. تاسې وليدل چې د بچه ګرو(۱) په وخت کې مو څونه ګټه وکړه! يوه افغانۍ مو لس نه شوې؟ تر دې بل ښه او د برکت کار نشته، بايد سمدستي په همدې کار پيل وکړئ”.

 

            دريم زوى يې وويل: “سږکال به مو دا کارونه ښه سر  و نه نيسي، ويل کېږي چې مراقبت به وشي او مشکلات به جوړ کړى شي، ځکه چې ځينو نورو غټانو هم دې کارو ته لاس ورته کړى دى”.

            هغه بل راږغ کړ:            “پېسه د زوى سر وهي، په دې خبرو پسې مه ګرځئ چې يو څه (زهر) دې په خوله کې ور واچول هر کار به ستا پر زړه وشي”.

            له يو څو نورو خبرو او دلايلو وروسته فيصله وشوه چې د حويلۍ د سر څلور خونې بايد سمدلاسه خلاصې شي او هلته غنم واچول شي او هم د توړۍ د زوى کره بايد احوال ورکړ شي چې هغه هم څو خونې د دې مقصد لپاره خلاصې کړي. په پاى کې معمر سړي په متانت او امرانه ږغ دا هم وويل: “هلکو! تاسې په دا نورو خلکو لکه … خان او … خان پسې څار واوسئ چې هغوى خپلې پيسې په څه شيانو بندوي؟”

            مشر زوى يې وويل: “اکثره يې په همدې شيانو بندوي. هغه بله ورځ مې وليدل چې خورا ډېر غنم او جواري يې کور ته ننه ايستل او ويل يې چې څه وکړو؟ خواران خلک يو خپله غريبي کوو چې يوه خوله مړۍ وګټو.

            په دا بله ورځ دوى د غنمو په رانيولو پيل وکړ او علاوه پر خپلو غنمو يې په لږه موده کې ډېر نور غنم رانيول، چې خورا درنه ذخيره يې ترېنه جوړه کړه او ټولې خونې يې پرې ډکې کړې. پسرلى نژدې شو د ژمي د واورو هم دومره مزه نه وه او بارانونه هم دومره ډېر و نه شول … خان خورا خوشحاله دى او تخمين کوي چې که مو خداى سږکال لا هم دا غشى په نښه کړ، نو يقين دى چې سمدلاسه به د کور هر غړي ته نوى ماډل موټر راغواړم.

            د حمل د مياشتي آخره ده، بيا د سهار پر ناري سره ناست دي. پلار مشر زوى ته وويل: “پرون خورا ځوږ و او خلک نارامه غوندې معلومېدل. احوال دې و نه پوښته چې علت يې څه و؟”

            زوى يې په خورا ورين تندي او اعتماد ورته وويل: “پرون په منډيي کې نژدې ډېر خلک مړه وو، ځکه چې غنم خورا ګران او لږ شوي وو، نرخ هم خورا ښه لوړ شوى دى، خو هغې اندازې ته لا نه دى رسېدلى چې بايد ور ورسېږي”.

            ماينې په فاتحانه نظر خپل مېړه ته وکتل او ورته ويې ويل: “پرون د هغه باغ والا يوه خپلوانه راغلې وه او ويل يې چې هغه اوس حاضر دى چې خپل باغ او ځمکه پر موږ باندې خرڅه کړي او حتى دې ته هم ولاړ دى چې خپل شين فصل هم ورسره راکړي”.

            مشر زوى يې پلار ته مخ کړ او ورته ويې ويل: “دقيق او باسنجشه پلان هم خورا ښه شى وي، په سلو کې سل کاميابېدونکى وي، له هغه وخته چې کاکا د خپل ورور د وژلو وعده وکړه او څو ځلې يې لاندې باندې وځغلاوه او دواړه زامن يې وربنديان کړل، نو اوس سمې ته راواوښت، شين فصل لا څه چې هر څه خو به لا راکړي”.

            پلار يې ورته وويل:”نجومګرو ويلي دي چې سږکال به غنم په منونو نه خرڅېږي، بلکې په چيټاکيو او مثقالونو به خرڅېږي، که دا خبرې رشتيا شي نو واقعاً دا ټولې خونې به له روپيو راډکې کړي چې لس پښته به يې نه شو تمامولاى او هم به شا او خوا ځمکې او کارېزونه ټول رانيولاى شو”.

            په دې وخت کې د دوى د لوى او مجلل انګړ ور وټکېده او خورا ځوږ او ژړا وه، پلار يې وويل: “ګومان کوم چې د دې سيمې خلک دي او ټول راغلي دي چې غنم پر خرڅ کړو او په پور يې ورکړو”.

            چې ور ووتل ګوري چې يوه لويه ډله خلک چې اکثره يې له لوږې نيم ژوانده او سترګې يې په کولکانو کې ژورې لوېدلې دي ولاړ دي، په دې ډله کې اکثره کوچنيان، ښځې او سپين ږيري دي او اکثره يې نارې او چيغارې وهي چې “د خداى لپاره له لوږې مړه شوو!”.

            دوى چې دا دومره خلک وليدل وارخطا شول او د انګړ ور يې ورتمبه کړ. د وره له شا څخه يې ږغ ورته وکړ:”نور خلک دې تيت شي، يوازې درې، څلور سپين ږيري دې پاتې شي چې له هغو سره نرخ مات کړو”.

            خلک سره خپاره شول، خو يوه سپين سرې ښځه ور وړاندې شوه او د وره له چاکه يې په خورا عجز ورته وويل:”يو کوچنى لمسى مې دى چې له لوږې يې د سترګو تور ځي او سپين يې راځي. که لږ رحم وکړئ او سمدستي يوه ګوله ډوډۍ راکړئ”.

            مشر زوى يې ورته ور ږغ کړل: “ودرېږه! چې نرخ معلوم شي”.

            څو کسه سپين ږيري او مخور کسان په کور ننوتل او سر ځوړندي کښېناستل. په نرخ باندې خبرې شروع شوې او وروسته له دې چې څو تذليل کوونکې خبرې يې واورېدې، نرخ په دې توګه وټاکل شو: “په نغدو من په پنځوس، د يوې مياشتې په پور شپېته، د دوو مياشتو په پور په اويا او تر اسده پورې په اتيا افغانۍ”.

            خلکو چې دا ترتيب غنيمت وګاڼه او د خپل ځان لپاره يې د نجات وسيله تصور کوله په لږه موده کې يې اکثره برخه غنم په پور او يا په نغدو ځني رانيول.

            په دې وخت کې احوال ورته راغى چې … خان او نور يې تر دې لا په لوړ نرخ خرڅوي او خورا لويې لويې ګټې يې وکړې. دې خبر په دې کاله کې تاثر او خواشيني پيدا کړه او خورا خپه شول چې موږ خو ډېر تاوان وکړ او په دې توګه يې خپله پخوانۍ خساره تر يوه حده پورې تامين کړه.

            بله ورځ يې زوى يو ښکلى کتلاک راووړ چې په هغه کې د هر ډول ګړنديو موټرانو تفصيلات او عکسونه درج وو او پلار ته يې وويل چې اوس بايد د سږکال د ماډل فرمايشونه صادر کړو چې بيا ناوخته کېږي. هر يوه ځانته بېل، بېل موټر خوښ کړ او فرمايشونه يې صادر شول.

            ده په ډېره خوشحالۍ ماينې ته وويل:    “رښتيا يې ويلي دي چې “د کور ګټه – د لاهور ګټه ده”.

            ورو ورو د پورو ميعاد راورسېد او د دې بډاى د ناظرانو له خوا پر خلکو باندې تقاضا شروع شوه او ناظرانو يې هرې خوا ته په شديد فعاليت پيل وکړ، خو خلکو يې د تاديه کولو توان نه درلود. دوى هم د خپلو اسنادو په موجب عرضونه پرې کول. له دې جهته اکثره يې بنديان شول او چا کډې وکړې او سترګې يې نهامې کړې او په دې ترتيب د دې کهول جايداد نور هم پسې غټ شو.

            يوه زلمي هغو کسانو ته چې کډې يې کولې وويل:”وروڼو په دې ترتيب ستاسې خلاصون نشته، بايد د دې ډول محتکرينو او د دوى د ملاتړو په مقابل کې يو موټى شئ”.

١٣٣٥ ش کال عقرب – ١٩٥٦ع کال نومبر

 

ځوږه جوړه شوه

            خمټ يو باحرارته او فعال هلکى معلومېږي، متشبث دى، په هر شي کې دقت کوي، په مور او پلار يې اله له او جلله (ګوزاره، چاره) ودرېده او لکه ډېر نور کهولونه د خپلې کلبې نه د نېستۍ له کبله په کډه کېدو مجبور شول او فکر يې وکړ چې داسې ځاى ته لاړ شي چې هلته بزګري او يا بله خواري ورمونده شي او په دې توګه د ژوند سره که څه هم په خورا ضعيف صورت سره وي مبارزه وکړي.

            ده يو خر د کال په وعده له يو چا څخه په پور واخيست چې قيمت يې د پور په لحاظ له معموله سره سم خورا اوچت و او پر دې خره باندې خپله کډه چې يو زوړ لمڅى، دوې زړې بړستنې، يوه د لرګي کاسه او يوه بدنۍ وه او هم دوه کوچني ماشومان وو، بار کړل. لومړى تر هغه چې کډه وکړي خپله يوه خونه يې هغه پوروړي ته ورکړه کوم چې د کډې په وخت کې د ده خر تر غاړې ونيو او د هغو څلورو منو اوړو چې په پور يې ورکړي وو غوښتنه ځني وکړه.

            په بېړه يې له خپل کلي او پوروړو څخه سترګې نهامې کړې او يوې بلې منطقې ته روان شو.

            پر لارې يې دا لنډۍويله:

عمر مې ټول په غم کې تېر شو

خاونده خدايه! بېغمي به کله وينه

            کوم وخت چې به خر پر لوړه خوت، نو له هغه سره د کومک په نيت به يې کوچنيان ده او ماينې پر خپلو اوږو واخيستل او په دې توګه به يې د خره پېټى ورسپک کړ.

            دوى يوه شپه پر لارې وکړه او بله ورځ مازيګر يوه بل کلي ته چې د دوى په نظر کې و ور ورسېدل. د دې کلي تعريف دوى ډېر اورېدلى و او هر چا به ويل چې هلته بزګري پيدا کېږي او د يوه خوار کاله شپه پکې تېرېږي، په تېره بيا د هغه کلي د ملک ځمکې خورا ډېرې او مشهورې وې او هر چا به ويل چې هغه بزګرو ته احتياج لري، خو د دوى له بده بخته د هغه احتياج پوره شوى و.

            مېړه يې د يوه بل ځاى نوم ور واخيست چې هلته به لاړ شي او په پسرلي به يو څه للمې وکري، ګوندې يوه ګوله ډوډۍ د يو څو شپو لپاره خپلو کوچنيانو ته وربرابره کړي، خو د ماينې يې په دې رضا نه وه، ځکه چې دوى د دې لپاره هيڅ وسيله نه درلوده چې د خپل ځان لپاره للمې وکري، نو يې مېړه ته متل تېر کړ چې:

            “زما لاس يې کدنى – کوم دي هل، کوم دي غويى”.

            د ده ماينه د ملک کره ورغله او د هغه ماينې ته يې وويل چې مزدور يې کړي، مېړه او ماينه يې دواړه د ملک سره مزدوران شول.

            خمټ د خپلو ښو حرکتو په وجه د هر چا توجه جلبوله. د ماجت ملا ته ورغى چې هم سبق ورته ووايي او هم د يوه چړي کار ځني واخلي او په دې توګه هم نس واړوي او هم يو څه زده کړي. خمټ په لږه موده کې لوستى شو او ځيني کتابونه يې وويل. ده هغه کلى نور د ځان له پاره تنګ احساس کړ او يوه ښار ته راغى چې هلته يې د يوه سړي په مرسته يو څو کاله مکتب هم ولوست.

            خمټ د نادارۍ او نېستۍ له کبله نور مکتب ته دوام ور نه کړ او په يوه اداره کې يې په کار کولو پيل وکړ او د يو څو کلونو په موده کې يې احساس کړه چې دلته چندانې پېشرفت نه شي کولاى او ښه دا ده چې اطرافو ته ولاړ شي او هلته د کوم بډاى د کوچنيانو خصوصي معلمي ځان ته پيدا کړي او په دې توګه خپل مور او پلار چې اوس نو زاړه شوي دي وساتي او هغوى نوکى هوسا کړي. خمټ په خپل دې فکر عمل وکړ او وروسته تر استعفا کولو يې ځان ته په اطرافو کې معلمي وموندله او د کال په شپېتو منو غنمو نوکر شو. دا مقدار غنم يې مور او پلار په خپل ټول عمر کې نه وو ليدلي او په دې چې دوى د دغومره مقدار غنمو څښتنان شول خوشحالۍ يې کولې. ده په خورا ښه زړه کډه خپل کلي ته راوستله او هيله يې درلوده چې اوس به نور د يوه آرام ژوند څښتن شي.

            خمټ چي په کوم دفتر کې کار کاوه له هغه ځاى نه يې يو څه پيسې پېشکي اخيستې وې، له هغو نه يې يو څه ور رسولې وې او يو څه لا پر پاته وې. نو مربوطې څانګې د ده مرجع ته مکتوب ولېږه چې دا پيسې ترې حصول کړي.

            دا مکتوب چې په سلسله د ده علاقه دارۍ ته ور ورسېد البته په هغه مکتوب کې د څلورو، پنځو مربوطو دايرو او وزارتونو نمرې ثبت شوې وې.

            د علاقه دارۍ کاتب چې نوى مقرر شوى و له عادت نه خلاف يې دا ټولې نمرې په جلب کې توضيح کړې او هغه يې د خمټ کلي ته د ده د اطلاع له پاره واستاوه چې د باقي په تحويلولو کې توجه وکړي.

            د دې کلي ټول لوست او ليک لکه د نورو کليو په شان د کلي ملا صاحب کوي او هر خط چې له کلي نه ځي هغه يې ليکي او هر يو چې بيا راځي هغه يې لولي، نو طبعاً دا جلب يې ملا صاحب ته ور ووړ چې ويې لولي.

            هغه دا ټولې نمرې چې په جلب کې توضيح شوې وې يو په بل پسې وتړلې او په داسې حال کې چې د خمټ سپين سرې مور هم ناسته وه په خورا غمجن او نيولي ږغ يې د خمټ مور ته وويل:

            “کور دې خراب شو! نه يوازې ستا کور خراب شو بلکې ټول کلى ورک شو”.

            بيا له ځانه سره وايي: “يکن، دهن، صداً، هزارن، ده هزارن، لکن، ده لکن، کروړن، ده کروړن، اربن، ده اربن” اوف! دا خو تر حساب لا تېرې شوې. خمټ مزغى ماتى خو په اربو او کروړو روپۍ د دولت پوروړى او باقى دى اوس يې خط پسې رالېږلى دى چې ژر دا روپۍ تحويل کړي. اوس به څه کوو؟ چاره يې څه ده؟”

            سپين سرې دا خبرې واورېدې سمدلاسه بېسده شوه. وروسته تر هغه يې په ساندو خوله پورې کړه چې د کلي اکثره خلک يې پر ځان راټول کړل او هر څوک په خورا اضطراب سره پوښتنه ځنې کوي.

            په پاى کې دې د ملا صاحب خبره دوى ته وکړه او څو نورو سپين سرو ښځو هم په ژړا خوله بيرته کړه.

            په ټول کلي کې يوه لويه هنګامه او ځوږه جوړه شوه، د کلي نورو خلکو چې دا آوازه واورېدله ټول په ډېر اضطراب کې شول چې اوس به د دې کروړو روپيو ځواب څه وايي. ځينو خلکو د دې لپاره چې ژر له دې خطره ځانونه وژغوري او سترګې نهامې کړي په کډو بارولو پيل وکړ او ځينو د خرو رانيولو ته هڅه وکړه چې هغوى هم ژر کډې پرې بار کړي چې په دې صورت د بوده ګانو قيمت هم خورا لوړ ولاړ.

            کوچنيان چې ښځو ته وګوري هغوى هم چيغې وهې او خورا لويه هنګامه ده او ټول خمټ ته په ښکنځلو لګيا دي، په دې حال کې يو بل هلک پيدا شو چې د يوه بل کلي و او تازه له مکتبه د رخصتۍ په ډول راغلى و، هغه ددې حال پوښتنه وکړه نو ماجت ته ورغى چې هغه جلب وګوري، هلته ګوري چې صرف پنځلس افغانۍ پر خمټ باندې پاته دې او دا صرف د ملا صاحب يوه سهوه ده چې له هغو نه يې په کروړو او اربو روپۍ جوړې کړې دي.

            په دې توګه يې خپل ټول کلى له وير او غم نه وژغوره او په ټولو ساه ننوتله او خيراتونه وشول.

١٣٣٦ ش کال حوت – ١٩٥٧ ع کال مارچ

 

د سمټ مور او پلار

            سمټ لکه اکثره نور کوچنيان په يوه خواره او پرېشانه کورنۍ کې زوکړى دى. پلار يې بزګرې کوله او سره له دې چې په لاس او پښو کې يې د چاودونو چړاخونه (اوږده زخمونه) وو او په کال کې لس مياشتې کاملاً مصروف و، بيا هم ده خپلې ماينې او يو دوو کمکيانو ته سپوره ډوډۍ نه شوه ورکولاى. تل به پورړوى و او همېشه به د سودخورو ډله د ده د خونې له مخه چې انګړ يې هم نه درلود ناسته وه.

            د سمټ مور هم کراره ناسته نه وه او په کار او زحمت ايستلو کې تر خپل مېړه هيڅ وروسته نه پاتې کېده، مثلاً د لو په موسم کې به يې وږي ټولول او د غنم دانه به يې لکه د هوا مرغۍ غوندې اخيستله.

            د سمټ مور مجبوره وه چې د لو په موسم کې خپل په تي پوري هلک (سمټ) هم وډو ته له ځانه سره يوسي، ځکه چې ده ته بايد هر دوه درې ساعته وروسته تى ورکړي.

            ځمکه او آسمان به له ګرمۍ نه ايشېدل او د تودوخې تاخون به هر ذيروح خورا متاثره کاوه، په همدې تاخون او په همدې تودوخې کې به د سمټ مور لګيا وه وږي به يې ټولول.

            د دې پښې طبعاً لوڅې وې او د دې لپاره چې خپلې پښې د وډ  له ازغيو څخه تر يوه حده وژغوري، نو يو څه واښه او يا ناړې (د بوټو ساقې) به يې پر پښو وپېچلې او بيا به يې په خورا حرارت او تاوده زړه په وږو ټولولو پيل وکړ.

            سمټ ته به يې يوه وچه واله کې د ناړيو کوچنۍ ځاله جوړه کړې وه او په هغه کې به يې بيداوه.

            په دغه ځاله کې به د سمټ له څنګه د اوبو کوچنۍ کوزه هم پرته وه. کوم وخت چې سمټ وژاړي او يا يې مور د عادت سره سم د پام کولو لپاره د ده ځالې ته ورنژدې شي او دى ويښ پيدا کړي، نو ده ته تى ورکوي. خو له بده مرغه ګرمي دومره ډېره وي چې د ده د مور مخ په ډېر سوروالي کې تور اوښتى وي او نه يوازې د بدن ټوله وينه يې پر جوش راغلې وي، بلکې د دې پۍ هم ايشي. د مور په تيو کې يې شيدې داسې تودې وي لکه د ايشېدلو اوبو غوندې.

            شاوخواهيڅ ونه هم نشته چې د سمټ مور يوه ګړۍ ترې لاندې کښېني او خپلې شيدې د سمټ لپاره يخې کړي. بله چاره نشته، د کوزې څخه يو څه اوبه پر خپلو تيو اچوي او دا عمل تر هغې بيا تکراروي تر څو چې شيدې له خپله جوشه کښېني او هغه بيا سمټ ته ورکړي.

            ځکه چې شيدې هم تودې وي او د سمټ ځاله هم دومره سړه نه وي، نو څرنګه چې تى وروي هغه يوه ګړۍ وروسته بيرته قى کړي او په دې توګه د خپلي مورکۍ پر زړه داغ ولګوي.

            د سمټ پلار هم کله کله اتفاقاً راشي او د خپلې ماينې او کوچني دې ماجرا ته وګوري او ځينې وختونه يې د دې منظرې په ليدو زړه له واکه ووزي او د اوښکو سيل يې له سترګو څخه را روان شي، خو دستي مخ واړوي او کوښښ کوي چې ماينه يې دا وضعيت و نه ويني.

            که ماينه کومه خبره ورسره وکړى دى د هغې ځواب نه ورکوي، ځکه چې ستونى يې له ډېر خپګان نيول شوى وي او پوهېږي چې که يې مازې خوله سره بيرته کړه کريږه به يې تر اسمانه وخېژي.

            فقط يو شى دى قانع کوي او له کريږو څخه يې منع کوي هغه دا دى چې دى له ځانه سره وايي چې زه يوازي نه يم، په دې وډ کې يوازې زما ماينه او کوچنى زوى دا وضعيت نه لري، بلکې دا وډ او نور شاوخوا وډونه له دې ډول ميندو او ماشومانو نه ډک دي او د ټولو همدغسې حال دى.

            کله کله يې دا متل چې “د جهان غم نه غم دى” روحيات خورا ور پر ځاى کړي او يو ډول سرور او اطمينان په ځان کې احساس کوي، خو البته دا د سرور حال ډېر دوام نه کوي او ژر بيرته د خپلې ماينې او زوى وضعيت ته وګوري او بيا د تاثر پېټى پرې واوړي.

            کله کله به دې سختيو او خواريو دومره په عذاب کړ چې ماينې ته به يې ويل:”زه او ته د دې کوچنيانو په راوړلو او بيا لويولو کې يوه لويه ګناه کوو، ځکه چې که ما او تا غوندې خلک هر څومره ډېرېږي، هغومره د نورو خلکو د تکليف او عذاب موجب ګرزي او هم به خپله په دې ژوندانه کې ډېر لالهانده او سرګردانه وي”.

            دا کلمې به يې په داسې توګه ادا کولې چې ګواکې د ده ښځه بايد ده ته نوکى ډاډ ورکړي او د ده د غمونو او چرتونو بار سپک کړي. ماينې به يې ورته وويل: “په دې زه هم نه پوهېږم چې سره له دې چې لس مياشتې کار کوو او خواري کاږو خو بيا هم د شپږو مياشتو څوری نه شو برابرولاى او هيڅکله زه او ته په نس نه يو ماړه شوي او پر خپله ډوډۍ مو ارږى نه دى راختلى مګر سره له دې ټولو بيا هم بايد شکر وکاږو او په خپل وضعيت او ژوند قانع اوسو او ووايو چې خداى مو دې له بدترو څخه وژغوري، داسې حال دې نه راځي چې دا اوسنى حال مو په هېر شي. قوي اميد دى چې دا کوچنيان به رالوى شي او دوى به وکړاى شي چې خپل غمونه او د خواريو اسبابونه له منځه ورک کړي او د ځان لپاره به نوې دنيا جوړه کړي او هم به موږ ته په خپل اخري عمر کې د يوه مستريح او نسبتاً آرام ژوند موجب شي”.

            مېړه به يې تندى تريو کړ او ورته وبه يې ويل:”تر دې به نو لوى غم کوم وي؟ او له دې نه بدتر حال به څرنګه وي؟ ته لېونۍ شوې يې ماينې! زه خو د دې وضعيت تحمل نه لرم، په هره توګه چې کېږي سږ به له دې ديار څخه کډه کوو او يو بل ځاى ته به ځو چې هلته لږ څه آرام او په نس ماړه شو”.

            د دوى ټول عايدات (سره له وږو ټولولو) دېرش منه غنم شول چې په هغو کې درې منه د ملا زکات، دوه منه د ملک ملکي او درې منه هم په نورو متفرقه وو بسپنو کې ځنې ولاړل.

            پاته دوه ويشت منه غنم يې په ځمکه کې ښخ کړل چې د سودخورو له نظره يې پټ وساتي، خو يوه بل سودخور چې نفوذ يې درلود عرض پرې وکړ او ځکه چې اصولي سند يې درلود نو بندي يې کړ.

            کوم وخت چې يې بنديخانې ته بېوه د سمټ مور ورته وويل:

            “دغه ده تر بد بدتري …”.

١٣٣٥ ش کال اسد – ١٩٥٦ع کال اګست

د بزګر لور

            د (بختورې) داريه په لاس او په خورا خوشحالۍ سره دا سندره وايي:

سبا اختر دى، زما کالي کړه راته تور دوبي!

له خياله ډکه يم – غوټې ورکړه څلور دوبي!

            هو، رښتيا سبا اختر دى، لوى او واړه هغه ته خوشحالي کوي، کوچنيان لاسونه زيږه کوي چې د نکريزو رنګ ښه واخلي او سهار يې لاسونه تر هر چا ښه وايسي او په دې ډول د لاس د سره کېدو مسابقه وګټي.

            پلار يې په بې انګړه خونه ورننووت او بختورې سمدلاسه داريه يوې خوا ته کښېښودله او ورمنډه يې کړه، د پلار په غاړه کې يې دواړه لاسونه واچول او ور پورې ټال شوه، په ډېره مينه يې ورته وويل:”بابه جانه! اوس مې د … خان لور وليده چې په اوربل باندې يې درې لړه سپينې روپۍ قطار کړې وې او هم يې ويل چې پلار ښه امېل او يو سور پېزوان ورته بخښلى دى چې د اختر په سهار ځان پرې ښايسته کړي، نو دا ته ولې ما ته څه شى نه راوړې؟ تل وايې چې غاړکۍ به درته جوړوم خو نه دې کړه راجوړه، هغه بله ورځ دې ويل چې نن بايد په تنکۍ رشقه ګوزاره وکړم او و نه ژاړم نو بيا به راته اوړه راوړې او غلمينه ډوډۍ به راکوې خو نن دې بيا څادر تش راوړ. داسې برېښي چې هيڅ شى دې نه دي موندلي. راته ووايه! باباجانه! خان ولې خپله لور او زامن داسې ښه ساتي او د اوربل لپاره يې ور ته تکې سپينې روپۍ چې له ورايه روڼې ځلېږي راوړي خو ته يې ما ته نه راوړې! زه درباندې ګرانه نه يم که څرنګه؟”

            د پلار يې په سترګو کې اوښکې وګرزېدې او د دې له معصومانه پوښتنو او له دې کبله چې وروسته له دومره سرګردانيو څخه يې بيا هم يو کټورى اوړه او يو څه نکريزي نه دې موندلي، ټول ځان يې پر جوش راغلى دى او نژدې و چې لويه کريږه يې تر خولې ووځي…

            بزګر په خورا تکليف چې تا به ويل په ستوني کې يې لويه دانه ختلې ده، ورته وويل:”زويکه! هغه يې لري چې ورته راوړي يې. زه خوار يې له کومه کړم؟”

            بختوره: “نو ته يې ولې نه لرې، چې هغه يې لري؟”

            پلار:      “وايي چې هغه ته خو خداى ورکړي دي، زويه!”

            بختوره:”نو خداى يې موږ ته هم ولې نه راکوي؟ هله، ژر شه، راته ووايه! ولې يې خداى موږ ته هم نه راکوي؟ درځه چې ورشو او ورته ووايو چې موږ ته يې هم راکړي …”.

            په دې وخت کې ناڅاپه د … صاحب ناظر راغى. د بزګر چې پر هغه سترګې ونښتلې، سمدلاسه يې واښې واڼې وختلې او ټول حواس يې بايلل، خوار پر خپل ځاى مېخ پاته شو او صرف دومره يې وويل: “کاشکې خو خوار غريب خلک پر دنيا مه واى پيدا”.

            ته به وايې چې عزراييل يې روح اخيستلو ته راغلى دى. ناظر په داسې حال کې چې لغتې يې ورسمې کړې تر شونډو لاندې يې وويل: “خداى دې خوار کړه! ته هم ځان ته مسلمان وايې، د خلکو حق نه ورکوې او ځان په يوه او بله کوې، هغه وخت چې مړى دې بې کفنه او بې سرشتې پر تشه توره ځمکه پروت و، خو د … صاحب لاس او پښې دې نيولې چې درته پور درکړي. اوس چې دې دمه سمه شوه، نو ځان پټوې! که دې د دې لور د چيغو او بغارو لحاظ نه واى او ځان يې نه واى درباندې غوړولى نو زه به درسره جوړ شوى وم”.

            ده په ډېر عجز او احترام ورته وويل: “ناظر صاحب! مړى خو مې نه دى کړى چې دومره راسره شدت کوې، نن او سبا مې پرېږده چې دا اختر لږ څه پر قراره تېر کړم او د دې نجلۍ چې سږکال يې مور مړه شوې او خورا غمجنه ده فکر غلط کړم، وروسته تر هغه چې مې هر چيرته بيايې درسره ځم او په هر ډوله کې چې مې اچوې خوشحاله يم، ځکه چې اوږې خو به مې له دې دومره غمونو او فشارونو څخه لږ سپکې شي”.

            ناظر په غضب ورته وويل: “خدای وهليه! تر مړي کولو بدتر کارونه کوې، سږکال خو دې د بزګرۍ غنم تر څو چې موږ درخبرېدو نورو خلکو ته په پورو کې ورکړل او … صاحب چې څو څو ځلې درته ډېره کښته بيه په سلم روپۍ درکړې دي هغه دې هير کړ. هاى – هاى بې انصافه! اوس نورې خبرې مه کوه، درځه، در ولاړ شه! پخپله د … صاحب حضور ته دې بيايم. هغه يو شريف او زړه سواندى سړى دى، ګوندې په يوه ښه او آسانه ډول درسره فيصله وکړي او اوږې دې د ده د پور له پاره سپکې شي. درځه! در ولاړ شه! چې بيا ناوخته کېږي”.

            بزګر چې هر څومره کوښښ وکړ فايده يې و نه ښندله او په پاى کې يې لور د يوه خپل کره وروستله او پخپله له ناظره سره ولاړ.

            بزګر يې د انګړ په وره کې کښېناوه او پخپله ناظر ورغى او … صاحب ته يې د بزګر د نادارۍ او د هغه د وروستلو کيفيت ووايه.

            … صاحب وويل: “ته يې په خونه کې ښه وګرځېدلې؟ ځکه چې دا خلک اوس د پور او پوروړو دومره خيال نه ساتي، غنم په ځمکه کې ښخوي او که کوم کالی يا کمپله لري هغه هم خوندي کوي”.

            ناظر ورته وويل:”غير له يوه زاړه تلتکه، يوې خاورينې کاسې يوه چرګه او له يو څه بروزو چې د نيالۍ پر ځاى يې استعمالوي او پر پرېوزي بل شى يې په کور کې نه و. مګر هو يو خورا ښه شى يې درلود، چې که درته ووايم ته صاحب به ډېر پرې خوشحاله شې، هغه د ده يوه لور ده چې که څه هم وړه کمندره (١٢ کلنه، ١٣ کلنه) ده خو خورا ښکلې ده، مور يې هم دا يو کال دمخه مړه شوې ده، که دې په ياد وي د هغې د کفن او نورو لګښتونو لپاره بزګر ستاسې نه په سلم رخت او روپۍ اخيستې وې”.

            … صاحب ناظر ته وويل: “ورشه! ملا صاحب راوله او بيا به نو بزګر دې خونې ته راولې”.

            بيا يې ملا ته وويل: “ته خو خبر يې چې زما څلورمه ماينه په دې وختو کې مړه شوه او اوس صرف درې ماينې لرم، دلته … يو بزګر دى چي يوه لور لري او زما پور هم خورا پر ډېر شوى دى چې هغه يې نه شي راکولى، نو که دې په دې مسئله کې مرسته راسره وکړاى شوه ښه به وي”.

            دغلته و چې بزګر په ناظر پسې راننووت او … صاحب په خورا پټکه او غضب سره ورته وويل:

            “ګوره! دا ستا څرنګه مسلماني ده؟ حق مې درباندې دى، خو هغه تر ځان نه راتېروې! ولي ظالمه! موږ دا پيسې په … ګټلې دې څه؟”

            ملا صاحب بزګر داسي مخاطب کړ:”په کتابو کې يې راوړي دي چې د مؤمن حق ورکول خورا لوى ثواب لري او په هغه جهان کې ډېر اجرونه لري. ای بزګره! که ته د دغه … صاحب دين تر ځان ورتېر کړې، نو البته برسېره پر دې چې له دنيايي سرګردانيو څخه به ځان وژغورې، د هغه جهان ثوابونه به دې هم ګټلي وي. په هره توګه چې کولى شې د … صاحب سره تېره وکړه او په حق يې ورسوه”.

            بزګر سر او خوله ورته کږه وږه کړه او ويې ويل:”صاحب! والله که هيڅ شى راپورې پاته شوی وي. سږکال خو به لا څوک بزګري هم را نه کړي، ځکه چې يو زوړ غويى چې مې درلود او په هغه مې بزګرې موندله هغه هم څو ورځې دمخه ستا ناظر په پور کې راڅخه بوت، اوس د غومره څه نه لرم چې ماښام يې پر تبۍ واچوم”.

            … صاحب ورته وويل:    “په دې مکرونو، حيلو او چل ول باندې زه نه پوهېږم! پور مې راوړه، اوس يې راوړه، پر دغه ځاى يې راسره فيصله کړه! زه يو پلا دباندې ځم، ملا صاحب او ناظر به درسره خبرې وکړي، خو زه په نور څه نه پوهېږم، خپل پور پر دغه ځاى غواړم، پرېږدم دې نه”.

            ناظر ورته وويل:”ای بزګره! خداى خوار کړى يې! د … صاحب په پښو کې به ورلوېدلى او په ژړغونکي ږغ په دې ورته ويل چې: “د خداى لپاره!  زه هيڅ پيسې او جايداد نه لرم صرف يو سر لرم او يوه لور چې دواړه به تر تا جار کړم”. ګوندې زړه يې درباندې سوى واى او فيصله يې درسره کړې واى، په يوازې “نشته” ويل خو د خلکو پورونه نه شي ادا کېدلاى”.

            ملا صاحب وويل: “… صاحب خورا زړه سواندى سړى دى، سخي طبيعته هم دى، د چا د نېکۍ پور او خير پر ځاى نه پرېږدي، د خداى پر لار هم خورا سم دى، زکات هم په جګه ملا ته ورکوي، زه به يوه خبره درته وکړم، بايد هغه ومنې او عمل پرې وکړې چې له هره جنجاله خلاص شې! هغه دا ده چې لور دې … صاحب ته ورکړه، په دې ډول به دې هم لور په نس مړه وي او هم په تن پټه او آرامه وې او هم به ته له دې سيمې بېغمه شې”.

            ناظر پرې ورږغ کړ:”زه او ملا صاحب به دواړه کوښښ وکړو چې … صاحب په دې فيصله او سوله رضا کړو”.

            په دې وخت کې د … صاحب ميرزا راننووت او د بزګر د حساب صورت يې ورواچاوه چې ټولې درې زره، پنځه سوه افغانۍ شوې دي. بزګر وويل:     “د خداى لپاره وړه لور پنځه شپېته کلن سړي ته څرنګه ورکړم؟ يه! يه! دا کار نه شم کولاى، خپله يوازينۍ لور په اور کې نه شم اچولى، مړ مې کړئ، پوست مې وکاږئ، خو دا کار نه کوم او خپله يتيمه او ماشومه لور د بدبختۍ په کنده کې نه شم اچولى، بله دا چې ما خو ټولې دولس نيم سوه افغانۍ وړې دې، اوس درې نيم زره ولې شوې؟”

            ناظر وويل:”د څوارلسو مياشتو ګټه يې نه شمېرې؟ والله که هيڅوک په دې نازله ګټه روپۍ چا ته ورکړي”.

            بيا ناظر ملا ته وويل:     “دا خداى خوار کړى خو په خپله ګټه او نقص هم نه پوهېږي، موږ يې سمې لارې ته راکاږو، خو دى چپې ته ځغلي، د لور د ورکولو خط وکاږه او ګوته يې پرې ولګوه! خلاص”.

            سمدلاسه قلم او کاغذ اماده شول او ويې ليکل: “اقرار و اعتراف صحيح و شرعى به صحت عقل و تندرستى ميکنم که …”.

وروسته له څو نصيحتو، تهديدو او تشويقو يې د ده بټه ګوته ولګوله او په دې ترتيب له نقلو ډک دسمال ملا صاحب واخيست او په خپله مخه لاړ.

            … صاحب ناظر ته وويل:”دا نجلۍ په ډمامو مه راولئ، ځکه چې اول خو د خوار بزګر لور ده او دا زموږ حيثيت ته زيان رسوي، دوهمه دا چې ويره ده چې دا کار به پر نورو بزګرانو بده اغېزه وکړي، سبا د اختر ورځ ده ورشه! او يوه سپين سرې ښځه هم درسره بوزه او نجلۍ ترېنه راوړه. د هغه کلي … خان ته هم ووايه چې کوم وخت راشي”.

            سبا پر هر چا اختر و، خو بختوره خوارکۍ يې بې له دې چې په خپل شوم سرنوشت وپوهېږي رارهي کړه، پر لارې يې ورته وويل:

            “مه ژاړه! د انا کره دي بيايو. هلته به نوى ټيکرى او کميس، پسته غلمينه ډوډۍ او ښې موچڼې درکړو…”.

            څو وخته وروسته مو واورېدل چې بزګر خوارکى له ډېر غمه ځان د کارېز په سپرغه کې واچاوه او ويل کېده چې لور يې هم د … صاحب په کور کې خورا د بدبختۍ ژوند يوازې د دې لپاره تېروي چې ګوندې يو وخت وکړاى شي د ځان او پلار د بدبختيو کسات له ظالمانو څخه واخلي او خپل غمجن زړه سوړ کړي

.

١٣٣٦ ش کال دلو – ١٩٥٨ع کال فبروري

 

د غوايي لاندى

            لاس او پښې چاودې، مخ سپېره، شونډې وچې يو کوچنى پېټى غنم پر شا را اړولي او په ستمي د کور پر لور را روان دى. بشپړې نهه مياشتې يې خوارۍ کښلې او منتونه يې وړي دي  تر څو چې د دوبي په آخر نوي منه غنم له بزګرۍ نه ورغلل. په دې کې يې نهه منه غنم ملا صاحب ته زکات ورکړل، درې منه يې پښ ته ورکړل او څلور منه هم رکبه (د فصلونو ساتونکي) ترېنه يووړل. شپېته منه يې هم د هغو دوو زرو افغانيو په سود کې ورکړل کومې چې ده د پلار د مرګ د خيرات او اسقاط لپاره د يوه سودخور نه په شپېته منه ګټه راوړې وې.

            په کور کې د ده ماينه او مور او څلور ماشومان د ده لاره څاري او ماشومان يې له کوره راوتلي او د هغې لارې خوا ته په ډېره اسره ګوري، پر کومه چې د دوى پلار اوس کور ته راځي او د رشې غنم راوړي.

            د ده مور او ماينې د سږکال د محصولاتو په شاوخوا کې خورا ښې خوږې قصې کولې او هيله يې وه چې ګوندې سږ به يو څو ورځې په نس ماړه شي.

            په دې وخت کې ماشومان يو په بل پسې د کور لوري ته راځغلي او نارې وهي چې “بابا راغى او غنم يې په شا دي”. بزګر هم پېټى په شا په کور ورننووت او پېټى يې د خونې له مخه کښېښود.

            د ده مور او ماينې يې په الوتو بڼو ترېنه د رشې احوال پوښته چې په دې وخت کې يو سړى ترازو او کاڼى په لاس په انګړ ورننووت او په کلک ږغ يې ورته وويل: “تا خو ويل چې پر راشه به غنم د پور په عوض کې درکوم او تا ټول غنم خپل کور ته راوړل! خان صاحب خورا په قهر وويل چې دا څلور پنځه مياشتي کېږي چې تا نه (کورغم) ورکړى او نه دې (سړي غم) ادا کړى دى. روپۍ خو نه لرې، ژر شه غنم راوتله”.

            مور يې چيغې کړې: “دا څو دانې چې ته يوسې! نو موږ به څه خورو؟”

            ده ورته وويل: “خاورې”.

            سمدلاسه يې انډى راووړ او ټول غنم يې ځني وتلل او په پاى کې يې لا نور هم پسې په قهر خوار بزګر ته وويل: “دوه منه خو لا نور هم درباندې پاته شول، هغه به څرنګه شي؟”

            خوار بزګر په داسې حال کې چې له خواشينۍ نه يې پر ستوني درد و، تش جوال يې وڅانډه او يوې خوا ته يې کښېښود، ماشومانو ژړل او په ژړا ژړا کې يې ويل: “موږ خو وږي يو، تاسې خو به يوه لپه نينې راکولې”.

            د ماشومانو انا دباندي ولاړه او يو څه شوتل يې په پلو کې راوړل او له مالګې سره يې له ماشومانو سره وخوړل، خو ماشومان په دې تر ډېرې مودې قانع نه شول او د ډوډۍ لپاره يې په ژړا پيل وکړ.

            خوار بزګر ته اوس د کلي ګاونډيانو پور هم نه ورکاوه، ځکه له يوې خوا د ده ګاونديانو هم دغه راز د نادارۍ تکليف درلود او د بلې خوا ده پر راشه باندې يو دوې کاسې اوړه چې ترېنه پور کړي وو هم بيرته نه وو ورکړي او خپل اعتبار يې بايللى و.

            وروسته له هغه چې ډېر فکر يې وکړ، له ځان سره يې فيصله وکړه چې د يووې غويى چې د ده وروستۍ او يوازينۍ دارايي ده او د هغه په مرسته يې د خلکو بزګري کوله د عيال قوت او لايموت لپاره حلال کړي او په خپله سترګې نهامې کړي. په دې خصوص کې يې د مور او ماينې رضايت هم واخيست او د يووې غويى يې حلال کړ چې د عيال د مني او ژمي نګولی شي، پخپله لوڅې پښې او بړانګه بړانګه کالي بلې منطقې ته د خوارۍ او مزدورۍ لپاره لاړ.

            ده په يوه توده منطقه کې شپږ مياشتې د خاورو او خټو مزدوري وکړه. ده ته يې د ورځي شپږ افغانۍ ورکولې چې درې افغانۍ يې په سپوره ډوډۍ خوړلې او درې افغانۍ يې د کور لپاره سپمولې.

            په پاى کې د ده ټوله ګټه څلور سوه اته شپېته افغانۍ شوه چې په درې سوه افغانۍ يې ځان ته پڼې او کوچنيانو ته يو يو کميس واخيستل. دى شپږ مياشتې له کوره خبر نه و او په بېړه او ښه زړه د کور لوري ته را روان شو.

            چې د کور په وره ورننوت لور او ماينې يې چيغې کړې. وروسته ورته څرګنده شوه چې مور او درې ماشومان يې د سکاروي په اثر په مني لا مړه شوي دي. يوه ګړۍ وروسته د کلي ملک وروغوښت او ورته يې وويل:

            “ستا د مور او ماشومانو کفنونه مې ورکړي دي، چې قيمت يې څلور سوه درې دېرش افغانۍ کېږي او هم مې ستا پر ځاى په دې شپږو مياشتو کې دوه سوه ديارلس افغانۍ کور غم او سړي غم پرې کړى دى. تا خو ځان نهام او خپلې مېلې دې کولې خو ټول غمونه دې پر موږ را ايله کړي وو. اوس دستي زما پور چې شپږ سوه شپږ څلوېشت افغانۍ کېږي راکړه!”

            ځکه چې ده دا ټول رقم پر يوه ځاى نه شو تاديه کولاى، نو محکمې ته يې کش کړ او بندي شو چې بيا د دې خوار او د ده د کاله احوال چا وا نه خيست.

١٣٣٠ ش کال – ١٩٥١ع کال

 

دا دى خدمت

            ټکنده غرمه او داسې تودوخه ده چې ته به وايې لمر ځمکې ته راکښته شوى دى. دا تودوخه په اصطلاح په سر کې ماغزه ايشوي او خلک په کوټو او سيوري کې لا هم طاقت نه شي کولاى.

            د دې لپاره چې د اغزو له اذيت نه تر يوه حده پورې خپلې پښې وساتي ده په پښو پورې يو څه بړانګې بړانګې ټوکران او يو څه واښه کلک تړلي او يو خورا تېره او لوى لور يې چې تازه يوه پښ ورجوړ کړى دى په لاس کې دى او په همدې ټکنده غرمه کې لو کوي. د ده په ځان کې هم کوم داسې کالي چې ځان يې ټول په پټ وي نشته او د لمر تودوخې د ده اوږې، لېچونه، ټټر او لينګي ورتوبخن کړي او د ده د بدن پوست بېخي څرمنې ته ورته دى.

            په داسې حال کې چې تر ټول بدن يې خولې څاڅي او پر مخ يې له ګرمۍ څخه توره لمبه ګرځي له ځانه سره ورو ورو دا بدله وايي او په جديت سره لو کوي:

            “لو ګډ دى  ببو – ببو نادانې! لو ګډ دى  ببو”.

            دا زلمى علاوه پر دې چې خورا نيستمن دى سږ په زړه هم ډېر غمجن دى، ځکه د ده مشر ورور د دغه کال په اول پسرلي کې په لويه تبه مړ شوى دى او دى اوس يوازې دى. د ده ورور به تل باندني کارونه کول، يعنې په بزګرۍ به يې دونه تعلق نه درلود او کال دوولس مياشتې به يې له خلکو سره خپلې دعوې شړلې او هم به يې د ماسلانو او حوالو ځوابونه ويل. خو اوس دا سرګردانۍ او درانه بارونه هم ده ته ور په غاړه دي. له دې جهته د ټولو خلکو واڼې (درمندونه) پرتې دي، خو دى اوس لو کوي دا ځکه چې تر اوسه پورې په دغه ډول بهرنيو کارو بوخت و.

            که څه هم د ده ځمکه او اوبه لږې دي، خو ده د خپلو مټو په زور تل دا ځمکه ودانوله او هغې ته به يې خورا ښه زور او ډېر انبار (سره) ورکاوه او تل به يې هغه درې هله کوله يعنې دوه درې ځله به يې هغه يووې کوله او ټول هرزه او ناکاره بوټي به يې ترېنه ليرې کول. له دې جهته به د ده د ځمکې حاصلات تر هغو خلکو چې تر ده يې يو په دوه ډېره ځمکه او اوبه درلودې ډېر وو.

            د ده په کلي کې درې څلور داسې بډايان دي چې هغوى د خپل ماموريت په دوران کې د رشوت په ذريعه يا ګران خرڅولو په مرسته ډېرې نغدې روپۍ لاس ته وروستلې دي او د هغو په ذريعه يې تقريباً د ټول کلي ځمکې ګرو کړې دي او په دې ډول د کلي اکثره حاصلات دغه يو څو کسه بډې خواره اخلي. د کلي نور خلک په نيم نس ورته ګرځي او په حقيقت کې ټول د دوى په چوپړ کې بوخت دي، خو دوى خپلې مېلې الوزوي، ځکه چې دوى ته (خداى ورکړې ده) او نور څوک ورسره سيالي نه شي کولاى.

            دې بډو خورو او ګران خرڅوونکو چې به د دې خواريکښ ځمکې او ډېر حاصلاتو ته وکتل زړه به يې ورته خولې مولې شو او تل به يې کوښښ کاوه چې داسې وسايل برابر کړي چې د هغو په اثر دى مجبور شي او خپله ځمکه پر دوى باندي خرڅه او يا اقلاً ګرو کړي او په دې توګه دوى د هغې ځمکې څښتنان شي، مخصوصاً  د کلي ملک چې يو له دغو بډې خورو څخه و تل به يې د ده د ناآرامۍ او سرګردانۍ وسايل راغونډول او په يوه کوچنۍ او جزئي پلمه به يې په محلي دايرو کې چې د وى له کلي نه (٢٦) کيلومتره ليرې وې سرګردانه کاوه او په ده به ئې بې موجبه خرڅونه او مزلونه تحميلول. مثلاً د دغې ورځې په ماښام چې دى کور ته ستړى، وږى، تږى راغى او خپل لور يې لا نه و ايښى چې د کلي د ملک سړى ورته ورغى او په وچ ږغ يې ورته وويل:”خان صاحب ويل چې سمدستي يو ځل راشه”.

            دى وروسته له هغه چې منګى يې پر سر اوچت کړ او تقريباً نيم منګى اوبه يې وڅښلې له دغه سړي سره د خان صاحب حضور ته ورغى او هغه ورته وويل: “هلکه! ته خو د دنيا حرص اخيستى يې! سهار په سپېدو کې لو ته ځې او ماښام ناوخته راځې، څوک دې ليدلاى نه شي، پرون زه له محلي مرکز نه راغلم، ګدام دار ويل چې ته څلور نيم منه غنم د پروسږ کال له بابته باقي يې چې بايد لو، مو دې پرېږدې او سهار وختې دغه مقدار غنم وروړې او تحويل يې کړې، که نه وي، نو …”.

            ده خوارکي چې دا تهديد واورېد سهار وختي په سپېدو کې يې پنځه منه غنم په جوال کې واچول او ور په شا يې کړل او دغه بل ماښام په مټې مطلوب ځاى ته ورسېد او په دوه، درې شپو کې يې هغه تحويل او خپل رسيد يې واخيست. څلورمه شپه بيرته خپل کور ته راغى، خو هغه کودې چې يې کړي وې هغه نيم نيمښوره پاتې وې، ځينې پسونو سره شيندلې وې او ځينې وږو ټولوونکو وړي وې.

            ده بيا په هغه حرارت او مېړانه لو ته ملا وتړله خو دريمه ورځ ماښام چې کور ته راغى ګوري چې ماينه يې دېګ ته ناسته او په هغه پسې بوټي سوځوي، د ده تر سپږمو د چرګ د ښوورا بوى شو او خورا خوشحاله شو چې نن خو لکه چې ډوډۍ لنده ده او هغه هم د چرګ ښوروا، له ډېرې خوشحالۍ او حيرانۍ نه مستقيماً د هغې خوا ته ورغى، چې بېخي ورنژدې شو په خورا ښه زړه يې ماينې ته وويل:”نن دې لکه چې زړه راباندي سوى دى او ډوډۍ دې رالنده کړې ده”.

            خو په دې حال کې يې د دې د ژړا ږغ واورېده.

            ده ورته وويل:”خير خو دى! پر څه شي ژاړې؟”

            دې ورته وويل: “ولې به نه ژاړم. خو لاس مو په خوله شو ستا خو پچه ختلې ده، دا چرګ هم هغه چا ته باندې دى چې ستا جلب يې راوړى دى، ورشه! څه اوربشي پيدا کړه،آس يې شوم ولاړ دى او هره ګړۍ اصرار کوي چې ورته نيم من اوربشي ورکړو.

            ده چي دا وينا واورېده اعصاب يې بيده او مړه شول او لور يې سوړ له لاسه ولوېد او پوښتنه يې وکړه:”جلب راوړونکى چيرته دى؟”

            دې وويل:          “پر بام باندې له ملک سره ناست دى”.

            هلته چي ور وخوت او تحقيق يې وکړ، څرګنده شوه چې د ده نوم د تعميراتو په انشاء کې راوتلى دى.

            ملک دى دلاسا کاوه او ورته ويل يې:

            “دا خو د دين او دولت خدمت دى او د وطن ودانول پر موږ ټولو لازم دي، پروا مه کوه! زه به ستا د کور او کهول زېرمه کوم. د اوړي عوضونه ارزانه دي او که خداى کول ژر به د ځان عوض ورته پيدا کړې او مني ته به بيرته کور ته راشې. ځمکه که په ګروۍ ورکوې نو ما ته يې راکړه او هر څه چې دې په کار وي در به يې کړم”.

            ده خوارکي چيغې کړې چې لو او ژړ غنم مې ولاړ پاته شول، خو ملک د دې لپاره چې ژر د ګروۍ قباله ترېنه واخلي دستي يې درې زره افغانۍ ورته راوړې او د مسجد په ملا يې عرفي قباله وليکله او سهار وختي يې د اجتماعي خدمت لپاره بوت.

            د ده د ولاړو غنمو او د کاله آينده وضعيت چا ته ښه معلوم نه شو او په ده هم خداى خبر چي څه وشول.

١٣٣٠ ش کال – ١٩٥١ع کال

 

يو کوندرى او درې ډوله خواړه

            خوارکى به سهار وختي راکښېناست او د خپلې ځمکې خوا ته به يې په انبار (سرې) وړلو پيل وکړ.

            ده انبار په شا ووړ، د ده کهول ټول اته کسه نر او ښځې وو. ځمکه يې خورا لږه وه، په مشکل يې د دوى د درو مياشتو د ډوډۍ مصرف پوره کاوه. کوم وخت چې به يې د ځينو صحي معاذيرو په نسبت ځمکې ته انبار ور نه کړ نو په دې حال کې خو يې د يوې ورځې ډوډۍ هم نه ورکوله. د پاتې نهو مياشتو ډوډۍ يې په مزدوري او بوټو خرڅولو نيم نيم ښوره پيدا کوله او مړ ژوانده غوندې ژوند يې تېراوه.

            درې زامن يې وو چې يو هم تر اوو، اتو کلو مشر نه و، چې له ده سره يې کومک کړى واى. لوڼې يې درلودې، خو د عرف او عادت په اساس يې په ژوند کې له ده سره بشپړه برخه نه شوه اخيستلاى او څرنګه چې وړې وې هغسې مرسته يې نه شوه کولاى. له دې جهته د ژوند ټول بار ته د ده اوږه ورته وه او په خورا زحمت يې دا بار ووړ.

            ده يوه ټوټه ځمکه درلوده چې لوړه وه او تر اوبو نه لاندې کېده، مګر خورا ښه او قوي وه. ده چې تخمين ورته ولګاوه، نو که د بادامو نهالونه يې پکې ايښي واى خورا ښه ګټه به يې ترېنه اخيستې واى، خو په دې شرط چې تر پنځو کلو پورې په هره توګه چې وي اوبه ور وخېژوي. البته وروسته تر هغه به د ونو ريښې ژورې ولاړې شي او اوبو ته به ډېر حاجت نه لري.

            ده په دې باره کې ژور فکر وکړ، له دوو،درو سپين ږيرو څخه چې يې پوښتنه وکړه، هغو هم مشوره ورکړه او دى يې ډاډه کاوه. لوڼو او ماينې يې هم دا فکر خوښ کړ او ورته يې وويل چې اوبه په منګيو کې پر اوږو ورخېژوي او تر پنځه کلو پورې به دا تريخ  غوړپ تېروي.

            پسرلى رانژدې شو. ده هم ځان له تاوده وطن څخه چې د عادت له مخې د مزدورۍ لپاره تللى و د نهالګيو د ايښودلو لپاره راورساوه.

            نهالګي يې په پور رانيول او وعده يې ورسره وکړه چې په عوض کې به يې په دوبي ورته بوټي وروړي.

            رښتيا چې د انسان عزم او زحمت هم عجيبې کارنامې لري او حيرانوونکې ثمرې ښندي، څه موده وروسته هغه خرابه ټوټه ځمکه شين ډب غوندې شوه او نهالګي ونې کېدو ته نژدې شول. هر څوک يې حيران کړل. د ده کاله هم خپله آينده خورا روڼه او مستريحه ليدله او پر دې فکرونو باندې چې ژر به يې باغ بادام وکړي او هغه به په لږ ښه قيمت خرڅ کړي، خوندونه اخيستل. د کاله هر غړي ته د نويو کاليو د جوړولو او اغوستلو وعده ورکړه شوه ټولو له خوشحالۍ اټن کاوه.

            دې باغ ته د هر هغه چا چې پنځه غيرانه يې په چمو پيدا کړي وو سترګې اووښتې او په دې ارزو وو چې څه ډول هغه تر لاسه کړي. په تېره بيا خان صاحب خورا شوق درلود چې هغه ددې خوار له تصرف څخه وباسي او ځان ته يې کړي.

            د کلي ملا صاحب هم په دې وختو کې د خداى په فضل ښه موړ شوى دى او د يو ښه غټ جايداد خاوند دى هغه هم دې باغګوټي ته چې تر څلوېښتو، پنځوسو اضافه ونې نه لري سترګې نيولې دي او په دې توګه د دې دواړو ذواتو تر منځ يو ډول رقابت هم پيدا شوى دى.

            دې دواړو صاحبانو د خپل مقصد د حصول لپاره له دې خوارکي سره اشنايي واچوله، خو هغه په هيڅ ډول نه حاضرېده چې د خپلو امالو د مرکز څخه تېر شي او هغه وپلوري او تل به يې دوى ته ويل چې ما او د کاله ټولو اعضاوو دې ونو ته انبار پر شا ورکړى دى اوبه مو پر اوږو ورته ورخېژلي دي، اوس په دې ارزو کې يو، چې د خپلو اوږو د زحمتونو ثمره وڅکو او په خپل عمر کې خو يوه پلا د نويو کاليو د اغوستلو څښتنان شو. خو خريدارانو دې ته غوږ نه نيوه او پر خپل مقصد باندي ټينګ وو.

            کله چې دوى د خپل مقصد په حصول کې د روغې او دوستۍ په ذريعه ناکام شول، نو لومړي سړي رسمي عريضه ورباندې وکړه او په دې يې تهمتي کړ چې د ده پور نه ورکوي.

            د مقرراتو سره سم محکمې ته جلب شو.

            هغه چا چې د ده جلب راوړى و د ده کره مېلمه شو. داسې مېلمنو ته خو له دوده سره سم بايد ښه ډوډۍ تهيه شوې واى، نو د مېلمانه لپاره يې يو څه غلمين اوړه له يو چا څخه پور کړل او هم يې يو څه د جوارو اوړه تهيه کړل. ماښام ته يې شيدې او غوړوي تيار کړل. ده په خپل کوندري (دسترخوان) کې د مېلمانه خوا ته غلمينه ډوډۍ او د خان صاحب خوا ته يې د جوارو ښه مړۍ او خپلي خوا ته يې وربشينه ډوډۍ کښېښوده.

            له بده مرغه د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د مېلمانه ګوتې د ده خوا ته وراوږدې شوې او وربشينه ډوډۍ يې په خوله ورغله چې وروسته له ډېر قهر او … څخه معلومه شوه چې دې سړي (درې ډوله خواړه په يوه کوندري کې) تيار کړي وو او په دې توګه د خان د قهر او جزا مورد هم وګرزېد.

            څرنګه چې تصور کېده په ډېره لږه موده کې يې د دعوې د اقامې په اثر د دې خوار روحيات او مقاومت ورضعيفه کړل او د دې لپاره چې قطعي نتيجه واخلي هغه بل سړي چې له دې ونو سره يې هم مينه درلوده ورګډ او په اتفاق سره يې د اتهام شوي پور په مقابل کې له مقرراتو سره سم ونې ترېنه تسليم کړې او بيا وروسته دواړو په خپل منځ کې سره ووېشلې.

            دې بزګر په يو عالم نااميدۍ او د خپل کاله د کوچنيانو او لويانو په ژړا او نارو کې خپل دوه خورا زاړه تلتکان او د کاله نور لوښي او لرګي سره ټول کړل او پر شا يې کړل، بلي خوا ته شېوه شو.

            وروسته له ډېرې مودې بيرته خپل کلي ته راغى. البته خورا سپين ږيرى شوى و او غير له يوې لور او زوى څخه د کاله نور ټوله اعضا يې مړه شوي وو، خو په کلي کې هم څوک پاتې نه وو او ټول د ده غوندې شړل شوي او بې ځايه کړل شوي وو.

            د ده زوى پوه او يو څه لوستى زلمى و او په دې فکر کې شو چې د کلي هغه خواران او باد وړي چې د ده د پلار غوندې بې لاسه او بې پښې کړل شوي وو بيرته سره راغونډ کړي او خپلې ونې او ځمکې په ګډه تر لاسه کړي، خو د ده پر دې فکر باندې هغه پاس ذکر شوي دوه کسان او د دوى غوړه مالان خاندي.

١٣٣٥ ش کال عقرب – ١٩٥٦ع کال نومبر

 

زه او زما ورور

            لالاجان تل وايي او په خورا ټينګو او تودو الفاظو ادعا کوي چې زه او ته خو دواړه همنوع لا څه چې د يوې مور او د يوه پلار اولاد يو، په خټه يو يو، په يوه کور، په يوه کهول او په يوه وطن کې په يوه آب و هوا سره روزل شوي يو زما ګټه ستا ګټه او زما نقص ستا ضرر دى. که زما کور وران شو، نو ستا دا هم روغ نه پاتېږي. که زه وږى شوم، نو ته به هم موړ نه يې. که ته لوڅ وې، نو زما د پټوالي هم خونده  نشته.

            ده لا حتى دا هم ويل چې دا پورته ترتيب نه يوازې د وروڼو او هم نژادو او هموطنو په منځ کې يو طبيعي او مسلم امر دى، بلکې دا اصول پر ټول نوع بشر هم صادق او د دوى په ژوندانه کې بشپړ حاکميت لري.

            مور او پلار هم مخ ور واړاوه او د ده وينا يې تائيد کړه او ويې ويل چې مشر ورور خو د پلار پر ځاى وي او تل له خپل کشر ورور سره د زړه مينه لري، که تاسې دواړه د اتفاق لاس سره ورکړئ او په ګډه کار وکړئ په لږه موده کې به د دواړو کورونه ودان او هر څه به پکې ډېر شي. هغه خوند چې په يووالي کې وي په بل شي کې نشته.

            د کاله نورو اعضاوو هم ملامت کړم او د مشر ورور تابعيت  او د هغه سره د مرستې ټينګه توصيه يې راته وکړه. ما چې د ده خوږې او پستې خبرې او د ټول کاله توصيې واورېدلې خپل رضائيت مې ښکاره او تعهد مې وکړ چې هر ډول چې لالا جان امر کوي همغسې به کوم او د خپل کور د ودانۍ لپاره به هر ډول کار او خدمت کوم. په هر کار کې به د ده نقشه عملي کوم او په ټوله معنى سره به د ده په خوله کوم.

            سمدلاسه مې په سختو او درنو کارو پيل وکړ په مني چې به مې د کاله کارونه وکړه او غنم به مې وکرل په ژمې به مې يو څه رخت رانيو او لويه پنډه به مې په شا پر کليو ګرزېدم او هغه به مې خرڅول.

            په اول پسرلي به بيا راغلم او د خپلې ګټې ټوله وجه به مې (لالاجان) ته ورکړه چې هغه يې څرنګه چې لازمه ګڼي په کور کې مصرف او لويو وړو ته کالي ور وکړي، ټول غنم او نور کښت ما کاوه او بيا مي هغه رېبل او دى به پر تياره او سره راشه راغى او په غنمو به يې اوښان او غوايي بار کړل او کور ته به يې يووړل.

            کومې نغدې پيسې چې به ما وګټلې هغه به مې هم ده ته بشپړې ورکولې. پخپله حتى وږى ګرزېدم خو دى مې تل په خپله ګټه خوشحاله کاوه.

            لالاجان به تل له نېستۍ شکوه کوله او ويل به يې دا ګټه د کاله د خرڅ کفايت نه کوي او ما به تر پخوا لا خپله سعيه پسې ډېره کړه.

            يوه ورځ ما ورته وويل:”لالاجانه! دا ته ولې کار نه کوې؟ ټوله ورځ په کاله کې بېکاره ناست يې، که تا هم کار کولاى نو يقيناً زموږ عايدات به لا پسې ډېر شوي واى”.

            ده په تريو تندي وويل:”بې ادبه! تر اوسه تا مشر او کشر پېژندلی نه دی په مشرانو هم چا کار کړى دى؟ کشران هيڅکله د مشرانو په مقابل کې دونه سپين سترګې نه کوي، ځه! خپل کار دې کوه! ستا يې زما په کار او بېکارۍ څه؟”

            زما ماينې او کوچنيانو به تل څيرې او خيرن کالي اغوستل او د ټولو مخونه به سپېره او تک ژړ وو، خو د ده کوچنيان به خورا په غوره کې وو. که به مې کله يو زړه شل زړه کړ او د دوى د وضعيت شکايت به مې و ده ته وکړ، ده به سمدلاسه وويل:

            “وروره! ته خو لېونى يې، له کومه يې درکړم؟ عايدات د مصارفو کفايت نه کوي، نو زه څه وکړم؟ په خپلو غوښو اور ولګوم؟ دا شکايتونه مه کوه چې په همسايګانو کې به مو آب واخيست شي او راپورې وبه خاندي”.

            ډېره موده وروسته مې د يوه بل له خولې واورېدل چې (لالاجان) خو يو سراى او څو جريبه ځمکه رانيولې ده. لومړى مې دا ويناوې زړه ته نه لوېدلې او فکر مې کاوه چې زما عايدات خو د لګښت مخه نه شي نيولاى، نو دا دونه جايداد به يې په څه شي رانيوه؟ خو په پاى کې مجبور شوم او يوه شپه مې په ډېر احترام پوښتنه ترېنه وکړه چې د خلکو دا وينا حقيقت لري؟ ده څړک په څپېړه ووهلم او په تريو تندي او خورا غضب يې راته وويل:

            “ما وويل چې ته به انسان شوى يې، خو ته لا هغسې بې عقل يې، ته د دښمنانو خبرې څرنګه منې؟”

            زه هم په خپله پوښتنه پښېمانه وم او خورا ډېر وشرمېدم چې ما ولې داسې بد ګومان پر لالاجان کړى و. د دښمنانو کور دې خراب شي، دوى غواړي چې موږ سره بېل او د ځان لپاره استفاده وکړي او بيا مې د زړه په اخلاص په زحمت ايستلو پيل وکړ.

            شپې، مياشتې او کلونه تېر شول، زموږ مور او پلار مړه شول، خلکو به تل راته ويل چې د لالاجان روپۍ خو ډېرې دې، په جوالونو کې نه ځايېږي او ته او ستا اولاد ولې داسې خوار او زار او په بده بڼه ياست؟

            په پاى کې د خلکو مکررو خبرو بيا راباندې تاثير وکړ او تصميم مې ونيو چې دا ځل به له ده څخه پوښتنه نه کوم او مستقيماً به په خپله تحقيق کوم. په همدغو شپو کې لالاجان ځان ته يو ګړندى موټر هم اخيستى دى، په خورا تکبر او هسکه غاړه دى او کوچنيان يې په هغه کې هواخوري کوي. په ما غوږ هم نه باسي،  بلکې تل په سپکه راته ګوري. له يوه او بل نه مې پوښتنه وکړه، معلومه شوه، چي:           لالاجان زما د زحمت له محصول نه تل يو څه پيسې سپمولې او هغه به يې په سود او اجارو ورکولې او په يوه ښه اوږده موده کې يې ډېرې روپۍ سره راغونډې کړلې. دې عمل پر ما ناوړه اغېزه وکړه او په وازه خوله مې ورته وويل:

            “ظالمه! زه او زما واړه ماشومان دې تل په نس وږي او په تن لوڅ لغړ ساتل او ويل به دې چې ګټه مصرف نه پوره کوي، په پاى کې راته ثابته شوه چې حقيقت بل شى و. اوس راځه! ما ته خپل وېش او حق راکړه! زه له تا سره زياتي نه اوسم”.

            ده په خورا بد وضعيت لکه عادت چې يې و راته وويل:

            “ته هم اوس د حق غوښتلو دعوې کوې؟ ځه! ورک شه! ماشومان او ښځه وباسه، نور حق نشته که دې اضافه تر دې سپين سترګې وکړه داسې جزا به درکړم چې په ياد به يې لرې”.

            خو ما مقاومت وکړ او د حق پر غوښتلو مې اصرار وکړ. ده سمدلاسه خپل يو څو کسه طرفداران يا د پېسو ملګرې راوغوښتل او خورا يې ووهلم او يوه اوږده او درنه دعوى يې زما په مقابل کې اقامه کړه. ځکه چې د ده ملګري ډېر او هم يې د روپو قوت لوړ و، زه يې ملزم کړم او نژدې و چې په تور زندان کې مې واچوي او ماشومان اوښځه مې دربدره کړي. په پاى کې مې ورته زارۍ وکړې چې له دې عذاب نه مې خلاص کړه او زه به له خپل حق درتېر شم. ده زما دا پېشنهاد په دې شرايطو ومانه:

۱- هيچا ته به دا نه وايم چې لالاجان زما حق خوړلى دى.

۲- هيڅکله به حتى په زړه کې هم نه راتېروم چې له ده نه حق وغواړم.

۳-که بل چا ويل چې ده د خپل ورور حق وخوړ نو زه به سمدلاسه له هغه سره په غاړه کې لوېږم.

۴- که هر څومره د ده په کار او خدمت کې ستړى او وږى شم، اه به نه کاږم.

۵- ځينې زامن او لوڼې چې مې اوس لوى شوي او په ښه او بد پوهېدلي دي هغه هم بايد د ده په چوپړ کې په خورا صداقت او اخلاص سره بوخت کړم.

د ده دا شرايط مې ومنل، خو اوس دا راته ثابته شوې ده چې دا شرطونه د زندان تر خواريو ډېر سخت او د زغملو وړ نه دي، نو ځکه مې دا فيصله کړې ده چې بيا د خپل حق د غوښتلو دعوى تجديد کړم او په هر زحمت او هره توګه چې وي هغه بايد واخلم.

١٣٢٩ش کال دلو – ١٩٥١ع کال فبروري

د نوي کال خوب

            رښتيا چې نوى کال نوي خواهشونه او نوې آرزوګانې د خلکو په ماغزو کې پيدا کوي او نوي امال په زړو کې ژوندي کوي. ما هم د خپلو نويو ارزوګانو په غېږ کې خوب ليده چې د دې نوي کال په يوه ورځپاڼه کې داسې څه لولم:

            “د دې لپاره چې د عمومو خلکو له افکارو نه د مملکت د ښېګڼې لپاره استفاده وشي او دوى وکولاى شي چې خپل خيالات د اجتماعي کارو په شاوخوا کې لا ښه څرګند کړي د مطبوعاتو قانون پاس شو.

            وروسته له دې هر څوک په آزادانه ډول سره د دې قانون مطابق مطبعې له خارج نه راوړلاى شي او دا چاپخانې به لکه نور صنعتي ماشينان د ګمرک له محصوله هم خلاصې وي. هر څوک چې له وسه يې پوره وې د ورځپاڼې، مجلې د چاپولو او نشرولو امتياز اخيستلاى شي او خپل افکار د خپلې جامعې د تربيې او ښه والي لپاره ليکلاى شي”.

            د دې ورځپاڼې په بل مخ کې مي د “ډېر لږ شو” تر عنوان لاندې ولوستل:

            “ګران لوستونکي به خبر وي چې څه موده دمخه يو لوى شرکت د پترولو د استخراج لپاره جوړ شوى و، د هغه شرکت ابتدايي پانګه شپږ سوه ميليونه افغانۍ وه. دا پانګه د هغو شرکتو له سرمايو نه تاديه شوې وه، کومو چې په دوولسو تېرو کلونو کې انحصاري تجارت کاوه او کافي پانګه يې لاس ته وروړې وه. اوس په ډېره خوشحالۍ د خپلو ګرانو هموطنانو د خبرتيا لپاره اعلان کوو چې دا شرکت په خپل کار کې موفق دى او اوس دونه تېل راوباسي چې د پترولو له پلوه يې د افغانستان احتياجات پوره کړي دي. له دې جهته چې اوس پترول پخپله په افغانستان کې مونده کېږي او ارزانه تمامېږي نو وروسته له دې د يوه ګېلن قيمت چې پخوا ديارلس افغانۍ و اوس به په دوه نيمې افغانۍ په آزادانه ډول سره خرڅېږي.

            په يوې ورځپاڼې کې چې نوم يې (نوى افغانستان) و داسې ليکل شوي دي:

            “د دې کال نوې بودجه پاس شوه چې په دې بودجه کې د افغانستان ټول عايدات څلور نيم زره ميليونه افغانۍ ښودل شوې دي. د دې بودجې لويه برخه د معارف په چارو کې لګېږي ځکه چې د نوي پروګرام سره سم په افغانستان کې نسبت تېر کال ته په سلو کې څلور سوه اضافه مکتبونه جوړ شوي دي او په دې مکتبونو کې دوه نيم مليونه هلکان او نجونې شامل دي”.

            او دا دونه ګړندي ډول ډول موټرونه ولې په خورا بېړه دورې رادورې زغلي او د هغوى په څېرو کې يو ډول هيجان ولې ليدل کېږي؟ او د دې لويې ماڼۍ په مخ کې دا دونه ډېر خلک څه غواړي؟ او داسې ولې وايي: “مزدوران به تر هغو خپل کار ته ولاړ نه شي تر څو چې د دوى د مزدورۍ په شاوخوا کې غور و نه شي او هغه اضافه نه شي”. پوښتنه کوم، خو څوک ځواب نه راکوي. پر مخ لاړم او تر دې ډلې لږ څه تېر شوم او ومې ليدل چې د يوه اخبار موزع (وېشونکى) چې غېږ يې له اخبارو څخه ډکه ده رازغلي او نارې وهي (د اوسپنې د معدن کارګرانو اعتصاب کړى دى او تفصيل يې په دې اخبار کې چې قيمت يې صرف پنځوس پوله دى وواياست).

            سم دلاسه مې غيران راوکيښ او يوه ګڼه مې ترېنه رانيوله. د دې اخبار نوم دى (ملي ورځپاڼه) او په دېرشو مخونو کې چاپ شوى او په خورا غټو تورو يې داسي عنوان ليکلى دى: “د تالې ( تاله و برفک) او د اوسپنې د معادنو پنځو لکو کارګرانو اعتصاب کړى دى”.

            په متن کې يې هم په غټو تورو چې د عنوان تر تورو لږ څه کوچني وو داسې تفصيل ليکلى و:”د تالې د اوسپنې او پولادو پنځو لکو کارګرانو په دې نسبت اعتصاب کړى دى چې د دوى مزدوري اضافه شي، ځکه چې د ژوندانه معيار لوړ تللى او د دوى د اخيستلو قوه لږه ده. د دوى مشران نن مرکز ته راغلي او له مربوطو خلکو سره په خبرو اترو بوخت دي، نتيجه به ژر څرګنده شي”.

            د دې اخبار بله پاڼه مې راواړوله او داسې پکې ليکلي وو:

            “د ټول افغانستان د اورګاډي مؤسسه له هغو وګړو نه چې په ايرکنډېشن کې سفر کول غواړي هيله کوي چې له حرکت نه يوه ورځ لومړى دې د ايرکنډېشن لپاره په (٢١٦٢١) لمبر تليفون وکړي او يا يې تحريري غوښتنه د اورګاډوادارو ته واستولى شي. د ايرکنډېشن غوښتنه د افغانستان په ټولو برخو کې منله کېږي”.

            اوه، دا خلک چيرته زغلي؟ يو سړى مې په غېږ کې ونيو او ورته  مې وويل چې تر هغه دې نه پرېږدم تر څو چې د دې منډې وهلو سبب راته و نه وايې!

            ده ومسل او ويې ويل چې: “نن په مرکزي محکمه کې څو تنه لوى رشوت خواره د رشوت خوړلو په جرم محاکمه کېږي”.

            پر لاره مې د (ملي ورځپاڼه) اخبار رانيوه. په پوه ځاى کې يې داسې ليکلي وو: “پرون غرمه يوه نيمه بجه د پنځو دقيقو لپاره برق وځنډېده او د ښار ترامواى او د برقي موټر بسونه هم درېدلي وو. د دې فقرې د تحقيق لپاره کميسيون وټاکل شو او په نتيجه کې څرګنده شوه چې دا مساله د جوى حالاتو په نسبت پېښه شوې او په دې کې د هيچا قصور نه و. سره له دې د برق کارپورېشن ته اخطار ورکړ شو چې اينده داسې پېښې و نه شي”.

            په بل مخ کې يې “له کاره وايستل شو” تر عنوان لاندې داسې ليکلي وو: “له موضعه مقرراتو سره سم نوي کابل ناحيې ته مکتوب بايد په شلو دقيقو کې رسېدلى واى خو ځکه چې د يوه مامور د غفلت په اثر يو مکتوب درې دقيقې ځنډېدلى و، نو هغه مامور له خپله کاره وايستل شو”.

            په بل ستون کې يې ليکلي وو: “عمومي انتخابات نژدې دي. هر ګوند د خپل کار پروګرام په خپلو ورځپاڼو کې خپور کړى دى او انتخاب کوونکي د مختلفو احزابو په پروګرامو باندې غور کوي او د ګوندونو له ليډرانو ځنې پوښتنې هم کوي، نو ځکه موږ د دې اخبار د پنځلسم مخ دوهم ستون د دا ډول پوښتنو د پاره تخصيص  کړی دی او هر څوک چې ددې اخبار په مربوط حزب باندې کوم تنقيد او تبصره لري هغه به چاپېږي”.

            دا اخبار مې په لاس کې و چې يوه لويه کتاب فروشي مې وليدله. دستي ور وختم. په يوه لويه ښکلې المارۍ کې چې د دوکان د وره خوا ته يې ايښې وه خورا ډېر سپين او ښکلي کتابونه منظم اوډل (ترتيب) شوي وو.

            المارۍ چې مې خلاصه کړه يو څو کتابونه مې راواخيستل د يوه عنوان دا و: “د غلو د مجازاتو قانون”، پر بل (د رشوت خورو د مجازاتو قانون” پر بل “د واده او طلاق قانون” او داسې نور ليکلي وو.

            له دې کتابونو مې شل ټوکه راونيول او په ترامواى کې سپور او د کابل اوومې ناحيې ته چې هلته مې کور و تلم.

            د کابل دې اوومې ناحيې ته يې پخوا (پغمان) وايه او اوس هلته د کابل ښار را ارت شوى دى، دا ښار تر ارغندې او بيا تر ريشخورو او سياه سنګ او د خيرخانې تر کوتله پورې پروت دى، ټول سرکونه ډامبر (اسفلټ) او په دواړو خواوو يې د برق شنې ښکلي د اوسپنې لکړې ولاړې دي. ځاى په ځاى ښکلي عمومي باغونه دي. په هر کور کې د نل اوبه دي. خلک په خورا خوښۍ سره ژوند کوي.

            د ولايتونو ښارونه هم خورا ښکلي او د ژوندانه ټول اسباب پکې مهيا دي. د افغانستان په ټولو کليو کې په سلو کې پنځه دېرش کلي د برق رڼا هم لري.

            ځکه چې دا سړکونه خورا ښوى وو، پښه مې پرې وښويېده او لاس مې د اوبو په يوه جاري نل پورې ونيو او د اوبو څاڅکي مې په مخ وغورځېدل او مخ مې سوړ شو.

            سمدلاسه له خوبه راوغورځېدم چې ګورم د خونې چت مې څڅېږي او دې څڅوبي له هغه خواږه خوبه راويښ کړم.

١٣٢٨ش کال – ١٩٤٩ع کال

 

څرنګه بډاى شوم

            يوه ورځ د حاجي صاحب طبيعت خورا صاف و او خپل يوه پخواني خواږه ملګري ته يې داسې ويل: “څو کاله دمخه به تل پياز په ګنډه په يوه ګوله ډوډۍ پسي سرګردانه وم او شپې او ورځې مې په خورا توره تياره او نېستۍ کې تېرولې. يو لږ څه مځکه چې راته په ميراث رسېدلې وه هغه مې وپلورله او په پيسو مې يو څه وخت تېر کړ چا چې زما ځمکه رانيولې وه هغه مې داسې بد ايسېدى لکه د مور مېړه خو هيڅ چاره نه وه او يوې خوا ته مې مخ هم نه اوښت، د لوږې او زړه خوږۍ د لاسه مې بڼه ژړه او توره غوندې اوښتې وه، که څه هم ما غوندې خو ډېر وو خو بيا هم خلکو ما سره په زړه سوي خبرې کولې او زه يې داسي ناروغه ګڼلم چې نن يا سبا به مرم.

            کله چې له هرې خوا راباندې ټپه ټغره شوه نو خپل کلى مې پرېښود او يوه لوى غوندې ښار ته راغلم څو ورځې مې دې خوا او ها خوا ته ټکرې وخوړلې تر څو مې په ډېر زحمت د يوه ټټار سره کار وموند. اما تر هغه مهاله چې مې کار مونده کاوه د شپې به ماجتونو ته ورغلم او شپه به مې د ملايانو سره تېره کړه خو که رښتيا درته ووايم له هغوى سره هم په عذاب وم ځکه هغوى به هم په ماجت کې له دې امله نه پرېښودم چې د دوى په ډېر زحمت راټول کړي ټوکان به مې په سپين سترګۍ خوړل.

            ټټار راته وويل: د ماښام ډوډۍ پوه شه او ته! خو غرمه به زه درته ډوډۍ درکوم د ورځې به څلور افغانۍ مزدوري هم درکوم هغه وخت به درته يو زوړ پټکى هم درکړم او يا به يې در رانيسم چې ته د بنۍ وهل ښه زده کړې، هره ګړۍ به اوږه نه راته ګروې چې دا راکړه او يا هغه راکړه، خپل کار ته به دوې سترګې څلور کوې”.

د بشپړې ډوډۍ نوم خورا ښه راباندې ولګېده که رښتيا ووايم په اورېدو سره مې د خولې ناړې بې اختياره غړچ تېرې شوې او د دغه کار او شرايطو د منلو لپاره مې سر داسې وښوراوه چې اوږې او ملا مې هم ورسره وخوځېده. دا ټټار کلي په کلي ګرځېدو او موږ دواړه به د ټټارۍ په سامانونو تر دوو غوږو  بار وو، هر کلي ته چې به ورغلو څو شپې به مو هلته تېرې کړې او د خلکو لوښي به مو ورسپينول په دغه ترتيب ما د ماښام د ډوډۍ په موندلو کې دومره تکليف نه ليد ځکه چې د ځينو شتمنو خلکو د کاله لوښي چې به مو ورسپين کړل نو هغه به مو تر ماښامه پورې له ځان سره وساتل او ماښام چې به مې هغه وروړل نو کله کله به مې دومره ډوډۍ ځنې راوړه چې موږ په دواړو نه شوه خوړلاى.

            په لږه موده کې مې بڼه سمه سوه او په مخ کې مې وينه وګرځېده او ما هم چې خپل ځان کې غښتلوالى احساس کړ د دې علت دا و چې يو څه په نس موړ شوم، کله کله چې به چا لږ څه لنده مړۍ راکړه نو سهار ته به داسي وم لکه نوى ګل چې وغوړېږي.

            يوه ورځ مې خپل يو کليوال وليد چې تلتک يې په څنګ کې د کلي د ماجت له څنګه څخه تېرېدى ما هغه وپېژاند او له واره ورته راولاړ شوم او په غېږ مې ورسره روغبړ وکړ، هغه راته ځير شو او ويې ويل: “پر ځاى مې را نه وړې، ته د کونډې زوى بډک نه يې؟”

            چې ما د ده وينا تصديق کړه نو ده راته بيا وويل:

            “ته خو خورا ژړ پړ وې موږ ويل نن به مرې او سبا به مرې خو ته لا تر اوسه پورې ژوندى يې او که خداى کول خورا ښه څټ دې هم کړى دى، لکه چې خورا ښه په نس موړ يې؟”

            ما هم بې له فکره او ناببره له ده څخه پوښتنه وکړه چې چېرته درومې؟ ده بيا راته وويل: “ته خبر نه يې خداى زموږ او ستاسي ناره واورېده، ښاغلى … چې زموږ او ستاسې خپل کېږي او ستا خو لا نژدې ماما هم بلل کېږي، د دې سيمې د لوى او غټ مامور په حيث مقرر شوى دى.

            د کلي څو کسان چې ورغلل که څه هم له ده سره يې کومه نژدې خپلوې نه وه خو بيا يې هم هر يو علاقه دار، ميرزا او څه څه مقرر کړل. زه هم راروان شوم چې ګوندې پر يوه کار مې ودروي. که نور هيڅ نه وي نو يوه غوړه ميرزايي خو به راکړي”.

            وروسته له يوه څه ځنډه يې بيا راته وويل:

            “ته دلته څه غواړې، ورشه خپل وتري دې راټول که او درځه چې ژر ورشو ګوندې خداى، پيران او نېکان مو يوه په زړه پورې چېټه وکړي. په تېره بيا تا به خورا وغټوي ځکه چې ډېر ورنژدې بلل کېږې”.

            د دغه ښاغلي دې خبرو پر ما خورا ژوره اغېزه وکړه او بې له دې چې ډېر چرت ووهم ورته ومې ويل: “پر دغه ټټار زما مزدوري پاتې ده، که ورته ووايم چې ځني وزم نو ګومان نه کوم چې زما حساب راخلاص کړي، نو پيسې به مې وسوځي، ته درځه زه درپسې يم”.

            ده په خورا ښه زړه او جرئت راته وويل: “په دې پيسو پسې څه ګرځې درته ومې ويل چې خداى زموږ او ستاسي چېټه له خپله غيبي دره څخه وکړه، ته لا ماتې ګوډې پکښې کوې درځه زه خو لا دا وايم چې وتري هم ورپرېږده او درځه که يې ښه کار په لاس درکړ دا ټس او پس پيسې به دې له ياده ووځي که چيرې بېخي پسې خپه وې نو هغه وخت به ټټار راوغواړې او ټولې به ځنې واخلې “.

            زه هم زړه واخيستم او سمدلاسه له خپل استاد څخه راوښويېدم دريمه شپه هغه ټاکلي ښار ته راغلو، زموږ د (غټ سړي) د وره په خوله کې سپاهيان ولاړ وو چې موږ يې دننه نه ورپرېښودلو. خو له نېکه مرغه زموږ بل کليوال له دننه څخه راووت او موږ ته يې وويل:

            “بياييد او بچه بما نيشنان”.

            سمدلاسه دواړه په يوه خورا ښکلي باغ ورننوتو چې ما داسې ښکلى ځاى نه ليدلى و او نه مې د هغه تصور کولاى شو.

            وروسته له روغبړ او پوښتنو څخه ما په خندا د ټوکو په چم ورته وويل چې تا خو له موږ سره هم په ناآشنا غوندې ژبه خبرې وکړې، لومړى تر هغه چې دى څه ووايي زما ملګري ځواب راکړ:

            “تا نه دې اورېدلي چې (مړه ګېډه پاړسي وايي)، زموږ په ګېډه موړ کليوال لږ څه موسکى شو او په داسې حال کې چې خپله خولۍ يې له سر نه بيرته کړه  وې ويل:

            “ژرنده که د پلار ده هم په وار ده”.

            بيا يې غاړې تازه کړې او وې ويل:”اوس زموږ او ستاسې وار دى، هر چا خپل وار تېر کړ او ځانونه يې ښه وپړسول، موږ ته هم خداى په ښه نظر وکتل نورې خبرې پرېږدئ تاسې ورشئ لږ څه خپل سرونه، پښې لاسونه پرېمينځئ، زه به … صاحب ته ستاسې د راتګ ووايم، هيله ده چې ژر مو کار درفيصله کړي”.

            څه مازغه (ماغزه) به دې تووم په درې څلور ورځو کې زموږ کارونه معلوم شول او زه يې په ګمرک کې مقرر کړم، انډيوال مې هم د يوې سيمې حاکم شو، دا متل خو به دې اورېدلى وي چې وايي:

            “خداى چې يې درکوي نو د پلار نوم دې نه پوښتي”.

            بازار ته ولاړم او يو خورا ښه ميرزا مې مونده کړ او د خپل ماموريت خوا ته وخوځېدم هر څوک راڅخه ډارېدل په تېره چې بيا به څوک پوه و چې زه د … صاحب يوازينى کليوال نه بلکې خوريى يې هم يم، په دې کې څه شک دى چې کارونه خو ټول ميرزا کول او په خپله مې روپو ته د جوال خوله نيولې وه او له هرې خوا داسې روپۍ راباندې تويېدلې چې تا به ويل باران يې راباندې اوري.

خو زما له ناوړه بخته ژر راباندې سهار شو او زموږ غټ مامور په يوه نامعلوم سبب له کار نه لاس واخيست، زموږ نور کليوالان چې په دې ټکه خبر سوي وو نو ژر يې خپلې پښې کښلي وې او څه چې يې موندلي وو هغه يې تر بېغمه ځايو ورسول، خو زه وروسته خبر شوم او اکثره شيان چې مې له خلکو څخه راغونډ کړي وو هغوى بيرته راڅخه واخيستل، خو سره له هغه که څه هم لږ وو خو يو څه لاس ته راغلل.

په هغو پيسو مې سمدلاسه سوداګرې شروع کړه او څو پلا مې مال په پټه يووړ او راووړ، څه موده وروسته ما په دغه کار کې ښه لاس مونده کړ او د ګمرک د دلال سره مې جوړه راغله.

څه به درته وايم ورورګله کيسه لنډه چې په دې برخه کې خداى خورا ډېرې روپۍ لاس ته راوستې، ما هم هغه خوشې او بې ځايه نه خرڅولې او سمدلاسه مې مځکې په رانيولې چې بيا وروسته مې په دې لوى ښار کې کورونه هم رانيول.

اوس نو سوکه ورته ناست يم، يوه پښه مې پر بله اړولې ده او د پيل په غوږ کې پروت يم، که ټوله نړۍ اور واخلي او خواستغې شي زموږ (د رب فضل دى) غوږ والله که پرې خبر شي، د يوه پر ځاى مې اووه حجه کړي دي، سهار وختي لمونځ کوم او د رب ثنا وايم په لوڼو او زامنو کې پټ يم څلور ماينې لرم، والله که پرې خبر يم چې دنيا له کومې خوا راځي او پر کومه خوا ځي، خوار او غريب هم زما له دره نامينده بيرته نه درومي، زما خپل شخصي ملا صاحب هغه ورځ ناببره راته وويل: “زړه مې داسې راته وايي چې خداى هم د دنيا لار درسمه کړه او هم د دين، د دين لار دې ځکه سمه ده چې خوار او غريب کله کله څه کوې، چې البته په دغه کار خو خداى خورا خوشحالېږي.

خو له بلې خوا که رښتيا درته ووايم سره له دغه دومره ثروته او بډايي بيا هم په دې وختو کې نا آرامه غوندې يم، زما دا ناآرامي د هغو (خوارانو او اوپره) خلکو له لاسه وه چې دوى ځانته پوه وايي خو د جېب په کونه کې يې سره ايکي نه موندل کېږي، له خدايه رزق نه غواړي او زموږ بډايانو په کونه پسې دي.

دوى تل غاښونه راته چيچي چې:

“تاسې دا شته په ناروا توګه د خلکو له خولې څخه راټول کړي دي”. خو موږ ورته وايو: “موږ ته خداى راکړي دي”.

اوس نو ته ووايه چې کومه ډله او طبقه ګرمه ده، حاجي صاحب زما ځواب ته هيڅ انتظار ونه ايست او په بېړه د لمانځه لپاره جګ شو.

                د کابل مجلې د ۱۳۳۷ کال د پنځمې ګڼې ۲۲ مخ



([1]) بینوا، عبدالرؤف، ١٩٦١، کابل، لومړى ټوک، ١٨٠ مخ.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news