د شوراب جګړه دوام لري؛ سرتیرو بریدګرو د پوځي اډې زیرزمینۍ ته ننوتي

د شوراب جګړه دوام لري؛ سرتیرو

بریدګرو د پوځي اډې زیرزمینۍ ته ننوتي

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۳ل): د شوراب پر پوځي اډې د طالبانو ډله ییز برید درېیمې ورځې ته وغځېدلو.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي چې بریدګر د پوځي اډې تر ټولو خوندي ځای ته ځان رسولی دی او له هغه ځایه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

همدا راز د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې سرتیرو بریدګرو د شوراب پوځې اډې هغه زیرزمینۍ کې مورچې نیولي چې د بېړنیو حالاتو پر مهال به د اډې دننه د سرتیرو د خوندیتوب لپاره کارول کېدلې.

ځواک زیاته کړې چې دغه زیرزمېني د نظامي معیارونو له مخې جوړه شوې.

نوموړي د جګړې د اوږدیدو لامل هم دا ښوولی چې برید کوونکي زیرزمېنۍ ته ننوتي او د ورتګ لاره يې ډيره محدوده ده.

د جګړې د پلان نقشه، چې د طالبانو له لورې په یوې ویډيو کې خپره شوې

۱۰ تنو طالب بریدګر د لیندۍ پر ۶مه د شپې ۸ بجې د هلمند ولایت په شوراب پوځي اډې ډله ییز برید وکړ چې د ۴۸ ساعتونو په تيریدو سره لا هم مقاومت کوي.

د هلمند ولایت د ۲۱۵میوند قول اردو مرستیال حاجي غلام فاروق پرواني ویلي چې په جګړه کې یې ۲۶ طالبان وژلي او ۶ عسکر یې د لاسه ورکړي دي.

خو طالبان دا ردوي او وايي چې دوی ټولټال ۱۰ تنه بریدګر په جګړه کې شامل دي او ټولې ۲۱۵ قول اردو سره په جګړه اخته دي.

امنیتي چارواکي ادعا کوي چې له دوه بریدګرو پرته ټول بریدګر وژل شوي دي.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د شوراب پوځي اډې د برید په اړه نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په جګړه کې په سلګونو کورني او بهرني عسکر وژل شوي. نوموړي زیاته کړې چې ددې سربېره په سلګونو عرادې موټر، ټانګونه او الوتکې له منځه ولاړې دي.

طالبانو ویلي چې وروستی برید يې د امنیتي تړون په غبرګون کې کړی.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او نورو لوړپوړو چارواکو د هلمند برید په اړه څرګندونې نه دي کړي.

دا انځور د طالبانو لخوا نشر ته سپارل شوې چې په وینا یې هغه ۱۰ تنه بریدګر دي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د شوراب اډې دننه د بهرنیو او کورنیو ځواکونو سره جنګیږي.

یو شمېر ژورنالستان هم وايي چې امنیتي چارواکي يې نه زنګونه پورته کوي او نه هم دوی ته د هلمند په اړه سم ځواب ورکوي.

طالبانو له رسنیو غوښتي چې د شوراب سیمه له نېږدې وګوري او حقیقت معلوم کړي.

د طالبانو یوې باخبرې سرچینې ویلي چې دوی اوس هم د خپلو سرتیرو ملګرو سره په تماس کي دي، او د هغوی له لارې د جګړې تازه حال د موبایل په واسطه تر لاسه کوي.

نن ټکی اسیا چې د طالبانو ددغې سرچېنې څخه وپوښتل چې سرتیرو بریدګرو له ځانه سره څومره وسله وړې وه، چې تر اوسه جنګيږي، نوموړي په ځواب کې وویل چې دوی اصلا له ځانه سره دومره وسله نه وه وړې، خو دوی ته د پوځي تمریناتو په وخت هغه ځایونه په نښه شوي وه له کومه ځایه چې دوی وسلې غنیمت کولای شي او جګړه پرې کولای شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له خوا په نشر شوي ویډیو کي ښکاري چې د هغوي پوځي روزونکي ورته د باسټین پوځي اډې نقشه جوړه کړې او په هغه کې مختلفو ځایونو ته اشارې کوي.

د طالبانو دغې سرچېنې دا په ډاګه نه کړه چې چې تر دې مهاله څو کسه بریدګر وژل شوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده، او چې څرنګه جګړه پای ته ورسول شي، دوی به ددغه جګړې وروستۍ ویډیوګاني په ټولنیزو پاڼو کې نشر کړي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news