دعارف خزان ددردونو غزل

250px-Arif_Khazzan

دعارف خزان ددردونو غزل

عارف خزان

غــــزل

یو شوګیر پاتی دی خوبونه را نه غلو وړي دي
توره شپه پاتې سحرونه را نه غلو وړي دي

ترخه بادونه، توره شپه لکه پراخه صحرا
جوړې تیارې دي څراغونه را نه غلو وړي دي

غاړه مې وېنې چې زندۍ پکې پرته وي مدام
سا ایستې نه شمه لاسونه را نه غلو وړي دي

د زړه په دښته کروندې د نفرتونو شنې دي
محبتونه، الفتونه را نه غلو وړې دي

ژمې چې تیر شې، منی سم ورپسې را شې په باغ
وشوې مودې چې بهارونه را نه غلو وړي دي

داسې بې دینه، بې مذهبه خو هیڅکله نه وم
آیین او دین او مذهبونه را نه غلو وړي دي

ساړه بادونه، ساړه ژمې سم بریدونه کوي
شنه پسرلې، تاوده لمرونه را نه غلو وړې دې

عارف د خپلو غزلونو دیوان بیا را واخیست
تل به یې وی چې غزلونه را نه غلو وړي دي

عارف خزان

د فبروری ۲۰، ۲۰۰۷ کال
مریلند- امریکا

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news