د لویدیزو او امریکایانو د جګړو پایلې

294134_104784526300800_1584032621_n (2)

 ۷ / ۱۱ / ۲۰۱۴ زکال

څلورمه برخه:

د لویدیزو او امریکایانو د جګړو پایلې

لیکوال: ابراهیم نعیمي

د عراق او افغانستان د جګړې لا په زور کې وه چې امریکایانو د خپلو لویدیزو پلویانو په ملاتړ د عربي پسرلي او هم د لیبیا د جګړې اورونه بل کړل. د لیبیا د جګړې د پیل څخه مې ډیرې مستندې لیکنې کړي دي خو دلته یوازې په لنډیز بسنه کوم: د امریکا او لویدیزو په ښکاره لاسوهنه د ۲۰۱۱ زکال د فبوري په میاشت کې یوه کوچنی ډله وهڅوله چې د لیبیا د حکومت پر ضد د بنګازي په ښار کې اعتراضونه پیل کړي. د امریکا په مرسته په بیړه دغه اعتراضونو ته نړیواله بڼه ورکړه شوه چې د ۲۰۱۱ زکال د مارچ په میاشت کې د امریکا او پلویانو په مرسته پر ښکلي لیبیا پراخ، وژونکي او ورانوونکي هوایي بمباري پیل شوي. تبلیغاتي موخه دا وه چې موږ د لیبیا د خلکو سره مرسته کوو او د دیکتاتور معمر القذافي د ظلم څخه یي ساتو خو د لویدیزوالو اصلي موخه د لیبیا ورانول، په لیبیا کې ګډوډي راوستل تر څو په خلاصو لاسونو دلیبیا ارزښتناکو تیلو ته لاسرسۍ پیدا کړي. د امریکا او لویدیزو پلویانو مرستې د لیبیا د خلکو سره کټ مټ د عراق سره ورته والي درلودي چې د عراق ولسونه تر همداشیبې په وینو کې لمبیږي. امریکایانو او پلویانو یي په وحشیانه توګه پوره (۷) میاشتي درنې بمباري وکړي د لیبیا ښکلي هیواد یي د خاورو سره برابر کړي. کله چې امریکایان او ملاتړي باوري شوه چې د لیبیا ښکلي هیواد یي د بنسټ څخه وران کړی دي نو د ۲۰۱۱ زکال د اکټوبر پر (۲۰) نیټه یي د معمرالقذافي مړی په غیري انساني توګه د سیلانیانو د لیدلو له پاره کښیښود. د پانګوالي نړۍ وحشیان یوازې د دریمې نړۍ د هیوادونو په ورانولو د وحشت تنده نه ماتیږي نو ځکه د همدغو هیوادونو د مشرانو په مړو جسدونو لوبي کوي. د مړی په جسد لوبې کول د بشریت د ټولو قوانینو سره په مخالفت کې دي. د روان کال د سپټمبر پر لومړی نیټه مې د nahimi.dk په بریښنایې پاڼه کې د (د لویدیزې ډموکراسۍ د افت نزول پر ښکلی لبیا)سرلیک لاندې لیکنه خپره کړه چې یوه کوچنی برخه یي ولولئ: «اکټوبر ۲۰۱۱ دامریکاولسمشر ، بارک اوباما وایي چې : زه ویاړم چې قذافي موله منځه یووړ او د لیبیا خلکو ته مو دا چانس ورکړي چې اوس خپل سرنوشت خپله وټاکې!!!» په همدغه لیکنه کې د ډنمارک د ورځپاڼې د تبصرې یوه برخه ولولئ: «د لیبیا د اوسنیو ترینګلو حالاتو د راسپړولو له پاره د ډنمارکي ورځپاڼې Politiken d.26.august.2014 د مقالِي لنډیز تر دغه سرلیک لاندې ژباړم: لبیا د نوي کورنۍ جګړې پر څنډه قرار لري د شنبې او یکشنبې په ورځو کې اسلام پاله ډلو د لیبیا د مرکز، طرابلس هوایي ډګر ونیوي او یو ترهګر ګروپ د بنګازي د ښار ډیرې برخې تر ولکې لاندې دي. دقیق دري کاله د معمر القذافي د حکومت د نړیدو څخه وروسته د لیبیا لویه برخه د نوي کورنۍ جګړې په درشل کې قرار لري.» قضاوت وکړي چې د اګست د میاشتې په وروستیو کې اروپایي رسنۍ د لیبیا د ویشلو او ترینګلو حالاتو څخه خبري کوي خو اوباما په ډیره سپین سترګي ویاړي چې د لیبیا خلکو ته یي ډموکراسۍ ډالۍ کړی ده (البته خونړۍ ډموکراسۍ).د لیبیا اوسنۍ حالت: د معمرالقذافي د مړینې دري کاله تیره شوه. د بارک اوباما او نورو لویدیزو هیوادو ادعاوي چې د لیبیا ولس ته یي د غوړیدلي ډموکراسۍ وعدې په داسې حال کې ورکولي چې هیواد یي ورته بشپړ وران کړي وه او په زرګونو د لیبیا خلک یي وژلي وه. په هر حال د دوي په اصطلاح، دیکتاتور یي له مینځه یووړ او خلکو دا موقع لاسته راوړه چې خپل مشر او حکومت د خپلې ارادې له مخې وټاکي. ښه مې یاد دي چې امریکایانو دا هم ویل چې د لیبیا دوباره ابادول ځکه ستونزه نه ده چې لیبیا د تیلو پراخې زیرمي لري. (وران یي کړه او بیرته یي د لیبیا په شتمۍ ور جوړ کړه!!!) د موضوع د روښانه کولو له پاره د ډنمارکي ورځپاڼې Politiken d.14.11.2014 د اړوندې لیکنې لنډې ژباړنې ته ستاسو پام راړوم: د ناټو د بمباریو دري کاله وروسته لیبیا یو پاشلي هیواد دي: د لیبیا جګړه نوي مرحلې ته ننوتي ده ځکه تیره ورځ د داعش ډلې د یو ځوان سر غوڅ او د هغه ویډیو یي په انترنت کې وښودل. همدا ګړی په لیبیا کې د دوو سیالو حکومتي ګروپونو تر مینځ د واک پر سره شخړه روانه ده. خو دریمه ډله اسلامي جنګیالي دي چې د داعش د ملاتړ او تشویق ورسره دي. د ویډیو خپرونکي د (انصار الشریعه اسلامي) ډلې پوري تړلي چې امریکایانو د ترهګرو په لست کې شامل کړي دي. دغه اسلامي ډله د حکومت د پوځیانو سره د بنګازي ښار د نیولو په موخه جنګیږي، د حکومت پوځیان د جنرال خلیفه هیفتار تر مشري لاندې دي. د لیبیا د مرکز، طرابلیس ډیرې دولتي ودانۍ، پوځي مرکزونه او یو شمیر نور ښارونه د لویدیز پلو ته د (سهارګاه اسلامي ډلې)، Daggry تر کنترول لاندې دي. د سهارګا اسلامي ډلې د انصار الشریعه اسلامي ډلې سره یووالي اعلان کړی دي. هغه حکومت او پارلمان چې په اصطلاح نړیوالي ټولنې مینځته راوړی دی او په رسمیت یي پیژنې د ډار څخه د توبروک Tobruk ښار ته تښتیدلي دي. د نن ورځي نوي خبر دا دي چې امریکا او ملاتړو هیوادونو یي غوښتې دي چې په لیبیا کې د سیالو ډلو تر مینځ جګړه ودریږي او په ګډه د اسلامي ډلو پر ضد جګړه وکړي تر څو چې په لیبیا کې سوله رامینځته شي. باید ووایم چې د لویدیزو دغه غوښتنې درواغ دي، دوي هیڅکله نه غواړي چې د تیر په شان د لیبیا خلک یو قوي او متحد حکومت رامینځته کړي. په قوي باور د لیبیا هیواد به ټوټي کړي. پای نور بیا…

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news