!د خدای په امان، بای بای، افغانستانه

!د خدای په امان، بای بای، افغانستانه 

واحد فقیري
Sunday, 30.11.2014, 01:49am (GMT)

له دعوت ویبپاڼي نه په ژوره مننه

د اکانومیسټ مجلې د نومبر پر ۲۹ ، د افغانستان د روان سیاسي او نظامي بحران په باب یوه ژوره تحلیلي مقاله د «خدای په امان، بای بای، افغانستانه» تر عنوان لاندي خپره کړې ده. څرنګه چي د مقالې محتویات ډېر په زړه پوري وو، نو هڅه سوې څو د متن زیاته برخه ترجمه سي، خو په ځینو ځایونو کي څه لنډیز راغلی دی. 

متن:

کابل ته تر یوه اوږده غیابت وروسته یو ځل بیا ور ورسېدم، او هغه شپه مي را په یاد سوه چي څلور کاله وړاندي مي په همدې ښار کي تیره کړې وه. د عادت سره سم، د لا اتموسفیر په رستورانټ د مرستندویو موسساتو مامورین، قراردادیان، او خارجي جاسوسان د اوبو د حوض پر غاړه راغونډ سوي ول. اکثرو جهان لیدلی او په حالاتو ښه واقف ول، او ټولو ډبل معاشونه اخیستل. اکثرو په کابل کي کلونه تېر کړي ول، او د بیاودانولو د بحث ماهران سوي ول. په رستورانټ کي موسقي چالانه وه، او ځینو په بامیان کي د سکي وهلو د سفرونو کیسې کولې. پدې مینځ کي، د افغان د چارو یو باخبره سړي شاوخوا وکتل او داسي ئې وویل: «دا حالت دوام نه سي درلودلای.»

مګر اوس پخوانيو بهرنیانو اکثرو کابل پرې ایښي دی، ځکه د هغوی په ملکونو کي پیسې کمي سوي دي، او په افغانستان کي ناامني ډېره سوې ده. هغه خارجیان چي په افغانستان کي لا پاته دي، هغوی عموما د جګو سیمټي دیوالونو شاته د افغانانو له سترګو څخه نیام پټ ژوند کوي. رستورانونه، بارونه، او میلمستونونه بند سوي دي په تېره بیا کله چي د جنوري په میاشت کي په کابل کي پر یوه مشهوره رستورانت باندي حمله وسوه، او ۱۸ بهرنیان په کي ووژل سول. د بهرنیانو د وتلو له وجي په زرهاوه افغان موټروانان، اشپزان، ترجمانان، او داسي نورو بېکاره سول. خو د لا اتموسفیر  په نامه فرانسوي رسټورانټ لا چلېږي، اما ښه ډېر راکوچیني سوی دی، او نور فرانسوي شراب او واین نه خرڅوي ځکه فرانسوي عسکرو افغانستان پرې ښود.

دغه راز، د ناټو عسکر له ۱۳۰۰۰۰ څخه ۱۲۰۰۰ ته راکم سوي دي، او د عسکرو رالږېدل د خارجي مرستو پر مقدار باندي هم اغېږه کړې ده. تر یو حده پوري همدا د عادي حالت ښکارندوی بايد وي. ځکه خارجيانو د نیکمرغه ژوند، اقتصادي انکشاف، او جندر د مساواتو شعارونه ورکول چي اکثره غیر عملي ارمانونه ول. د امریکا د اشغال په لومړي کلونو کي افغانستان څه زیات پرمختګ وکړ. د مثال په توګه، د طالبانو په دوران کي فقط ۳٪ انجوني مکتبونو ته تللې، خو اوس د ملګرو ملتونو په تخمین څه د پاسه ۴۰٪ انجوني په مکتبونو کي سبق وايي. که څه هم د افغانستان د اشغال مصارف قریب یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي، خو فعلا په هره ساحه کي پرمختګ خورا سوکه سوی دی. د یوې لسیزي په تېرېدو سره، بیا هم افغانستان د دنیا له غریبو هېوادونو څخه دی او د فقر رېټ په کي ۳۶٪  دی، او ورو ورو غربت نورو ارامو سیمو ته هم خورېږي.

که څه هم، افغانان په عمومي توګه خوشبین او خوشحاله خلګ دي، خو پوه او باخبره افغانان د خپل هېواد د مستقبل په باب اندېښمن دي. ځکه د هغوی ملک پنجر، له تشدده ډک، او پرچاو ولاړ دي. له بلي خوا، افغانستان په ټوله اسیا کي تر ټولو نورو هېوداونو نیستمن او غریب دی، او دغه راز په نړۍ کي د فاسدو ملکونو په سر کي هم دی. بل پلو، په افغانستان د القاعدې له تهدید سره سره بیا هم غربي هېوادونه نور نه غواړي چي هلته پاته سي، ځکه خپله هم د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. همدارنګه، افغانان غواړي یو ښه حکومت جوړ کړي، خو دا کار په کلونو کي نه کېږي بلکي لسیزو ته اړتیا لري. دا ډول سپیني خبري او بربند ریالیزم ځکه ضروري دی چي همدااوس افغانستان په یو وخت کي له دریو جدي بحرانونو سره مخامخ دی: سیاسي، اقتصادي، او امنیتي. که چیري د همدې بحرانونو چاره و نه سي، د دې امکان سته چي د تېري لسیزي ټول لاسته راوړني بایلول سي، او بده لا دا چي ښايي د افغانستان معاصر ډارونکي تاریخ یو ځل بیا تکرار سي.

د افغانستان سیاسي بحران کم ترکمه څه کرارېږي. په سپټمبر کي، ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د قدرت پر ویش موافقه وکړه، او پدې ترتیب، ښاغلی غنی جمورریس سو، او ښاغلی عبدالله اجراییه ریس سو چي صدراعظم هم ورته ویلای سو. لومړني قراین داښيي چي ښايي همدا موافقه عملي سي. دواړه غرب پال سیاستوال دي، تر اوسه پوري هفته واره ملاقاتونه سره کوي. یو هم د فساد او اختلاس ښکاره دوسیه نه لري. که چیري دواړه  خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، دا به ډېر ښه وي؛ او ښايي د افغانستان ژور قومي او ایتنکي ویش څه ترمیم کړي.

مګر دا کار ګران دی. ښاغلي غني ژمنه کړې وه چي په ۴۵ ورځو کي به خپله کابینه معرفي کوي، او هم به د حامد کرزي د فاسدي دورې عالي رتبه مامورین بدلوي. خو دا نېټه تېره سوه او هیڅ و نه سوه. ښاغلی غني اوس ښاغلی عبدالله دېته هڅوي چي د لندن تر کانفرانس مخکي چي د ډسمبر پر ۴ باندي پيلېږي پر ۱۵ وزیرانو موافقه ورسره وکړي. د اشرف غني پلویان د همدې ځنډ یو عمده  دلیل د یو نوي او عجیب و غریب حکومت د جوړولو پلان بولي. همدا ځنډ دا هم ښيي چي ښاغلي عبدالله د خپلو مقتدرو پلویانو د ارامولو په برخه کي له دایمي فشارونو سره مواجه دی. په همدې لړ کي، د ښاغلي غني تر ټولو سخته وظیفه به دا وي چي هغه زورواکان او تاجیک وارلاډان چي د سي ای اې په ملاتړ ئې په کابل او نورو ښارونو کي مځکي او جایدادونه غضب کړي دي، هغوی دېته متقاعد کړي چي له هغو نا امنیو، رشوتونو، او اختلاس څخه لاس واخلي چي د دوی د شتمنېدو او قدرتمنېدو باعث سوي دي.

 اشرف غني، چي د جهاني بانک یو پخوانی مامور او د پښتنو د یو ستر قوم سره تړاو لري، د دې ګران کار کولو لپاره مناسب سړی دی. مګر دا لا معلومه نده چي ایا هغه به د دې قدرت ولري چي یو داسي ملک جوړ کړي چي مخدره مواد ئې د کلني عاید ۱۵٪ تشکیلوي، او پر حکومت او اقتصاد باندي ډاکوګان او قاچاقبران حاکم دي.  د ډاکټر عبدالله برخلاف، ریس جمهور اشرف غني منظم حزب نه لري، او دا کمبودي به د پارلماني انتخاباتو په جریان کي د هغه لپاره زیانمنه تمامه سي. د دې لپاره چي حریف ئې پارلمان ترې و نه نیسي، ښاغلي غني دایمي کمپېن ته اړتیا لري. هغه په ارګ کي د یوې مرکې پر مهال وویل: «زه به په وطن کي ګرځوم، ځکه زما ژوند پوري تړلی دی. تاسو پوهېږئ چي کوچیان خپلو ښځو ته يوه ښېرا لري، او هغه دا چي خدای دي په یوه ښاري واده کړه چي په څلورو ډیوالونو کي دي راایساره کړي. د ارګ همدا جګ دیوالونه به ما راایسار نه کړي.»

سیاسي ثبات د اقتصادي ودي لپاره حیاتي اهمیت لري. د طالبانو له رانسکورېدو سره سم په لومړۍ لسیزه کي، د افغانستان د اقتصاد کلنۍ وده ۹٪ فیصده وه. د حکومت خزانې ته مالیات راشوه ول، او د حکومت عایدات په چټکي سره جګېدل. مګر پدې وروستیو دوو کلونو کي، د انتخاباتو ځنډ او د شورش او بغاوت پراخېدل، اقتصاد سخت لړزولي او کمزوری کړی دی. ټاکل سوې ده چي سږ کال داخلي تولیدات ۱،۵٪ جګ سي چي دا د نفوس د ډېروالي په تناسب کم دی. له همدې کبله، حکومت اټکل کوي چي بودجه به ئې  ۵۰۰ میلونه ډالره کسر ولري، او کابل به مجبوروي چي ډونرانو ته لاس اوږد کړي.

د کابل د ښارنو په پارک کي، د بېکارانو ګڼه ګونه خورا زیاته ده. دوی دلته بېکاره او چورتي ناست وي.  ځیني کتار او نوري لوبي کوي، ځیني زرکي او یا کرکان جنګوي، خو ځیني بیا شاوخوا رډ رډ ګوري. محمد اکرم ۴۷ کلن دی او څلور ماشومان لري. هغه په پارک کي کتار کوي. محمد اکرم دوه کاله پخوا خپل کار چي له یوې جرمني این جي او سره وو، له لاسه ورکړ. هغه اوس په پارک کي بېکاره ګرځي.  محمد اکرم د ښاغلي غني له پلویان څخه دی. مګر هغه وايي، «موږ کار او امنیت ته ضرورت لرو، او موږ انتظار باسو چي ایا ریس صاحب به پدې برخه کي څه وکړي او کنه.»

په افغانستان کي هر کال ۴۰۰۰۰۰ ځوانان د کار ډګر ته داخلېږي، او له همدې کبله افغانستان داسي اقتصادي ودي ته اړتیا لري چي نوي کارونه خلق کړي. ښاغلي غني د پانګوالو سره وعده کړې ده چي له اداري فساد سره به مبارزه کوي. هغه د کابل بانک د غلا او چور دوسیه خلاصه کړې ده.  ښاغلي غني دغه راز د نورو اصلاحاتو ژمنه هم کړې ده. د مثال په توګه، د مځکو په برخه کي هغه غواړي چي د مځکو د مافیا مخه ونیسي او په هېواد کي  ساختماني کارونه تشویق کړي. هغه غواړي چي د حکومت مصارف را کم کړي، ځکه د حامد کرزي په وخت کي حکومت ډېر غټ سوی وو. د ښاغلي غني یو سلاکار وايي، «موږ ۶۰۰۰۰ معلمانو ته معاشونه ورکوو، خو موږ پدې نه پوهېږو چي واقعا څو تنه معلمان لرو. ښايي یوازي ۶۰۰۰ ښوونکي ولرو.» په عین حال کي، ځيني پانګوال خوشحاله معلومېږي. سعد محسني د افغان میډیا یو فعال او موثر پانګوال وايي: «کله چي به د کرزي په دوران کي پانګوال ولوټېدل، داسي څوک او مرجع نه وه چي هغوی شکایت ورته کړی وای. مګر اوس، موږ د دې توقع لرو چي کارونه اصلاح سي.»

 ښاغلی غني غواړي چي افغانستان یو ځل بیا د تجارت په مرکز بدل کړي، او جنوبي او مرکزي اسیا د قفقاز سره وصل کړي. هغه هیلمن دی چي افغانستان، اذربایجان، ارمنستان، او ترکیه د ورېښمو لاره به بیا را ژوندۍ کړي، او د ورېښمو د لاري په هېوادونو کي همکاري او زیربنا تقویه سي. دا ټول ښه ارمانونه دي، خو دا به تر هغه وخت پوري په واقعیت بدل نه سي، تر څـو د طالبانو سره روانه دردناکه جګړه همداشان جاري وي.

ږېرور او حاضر طالبان

د کابل په جنوبي برخه کي، د لوګر د بسونو اډه ده.  دلته مسافران جوپه جوپه روان وي. د لوګر اوسېدنکی بېکاره محمد اکبر وايي: «کله چي موږ پر سړک باندي یو پاټک ووینو، موږ نه پوهېږو چي ایا دا به غله وي، طالبان، او که به عسکر وي.» د محمد اکبر طالبان نه خوښېږي، خو وايي: «خلګ پدې خاطر طالبانو ته ځي چي حکومت کمزوری دی.»  مګر د هغه ملګري یو ملا دی، هغه وايي: «زه د هغه چا پر خوا یم چي د اسلام د دښمنانو پر خلاف وي. په لوګر کي طالبان محلي خلګ دي. کله چي تاسو یو کلي ته ورسئ، هلته تاسو د طالبانو سپین بېرغ رپانده وینئ. هغوی نه غواړي چي جنګ وکړي، خو ملک یهودانو او عیسیانو اشغال کړی دی، نو بنا همدا جګړه عادلانه او روا ده.»

بلخوا، افغانستان ۳۵۰۰۰۰ کسیزه اردو لري. که څه هم دا پوځ ځوان دی، خو پدې تېرو دوو کلونو کي ئې ۹۰۰۰ عسکر وژل سوي دي.  که څه هم د افغان پوځ ښه پرمختګ کړی دی، خو د طالبانو د راایسارولو توان نه لري. حتی د ناټو ډېر خوشبین ناظرین اعتراف کوي چي طالبان تر بل وخت اوس زورور دي. د جنوبي، شرقي او شمالي افغانستان ډېر سیمي د طالبانو تر کنټرول لاندي دي، یوازي مرکزونه او پاټکونه د حکومت تر ولکې لاندي دي. د دې امکان سته چي ډېر ژر لیري پرتې سیمي لکه د هلمند شمالي برخي کاملا د طالبانو تر کنټرول لاندي سي. د همدې لړۍ د درولو لپاره ښاغلي اوباما په افغانستان خپل پلان څه بدل کړ.

په افغانستان کي د ناټو ایتلاف د عسکرو له کمښت سره مخامخ دی. د همدې لپاره اوباما غواړي چي په افغانستان څه زیاته اندازه امریکايي عسکر پرې ږدي. څرنګه چي امریکا په افغانستان کي ډېره زیاته پانګونه کړې ده، او یوازي د افغانستان د پوځ لپاره د کاله ۵،۵ بیلونه ډالره برابروي، دا یو معقول کار دی چي افغانستان په احتیاط سبمال سي.

مګر حتی د اوباما تصمیم هم موقتي چاره ده. لکه څـنګه چي د طالبانو په ماتولو کي د ناټو ناکامي وښوده، د افغانستان شورش نظامي حل نه لري. د طالبانو مشران په پاکستان کي دي چي همدا واقعیت د هغوی ختمول ناممکن وي. خو بل حقیقت دا دی چي په زیاتېدونکې توګه د افغان مقاومت محلي شکل اخیستی دی، او د یوه قوي دولت په نه شتون کي او د جهاد تر چتر لاندي د مخدره موادو او قیمتي ډبرو قاچاقبران او نور جنایتکاران فعالیت کوي. هغه سوله چي ښاغلي غني ئې غواړي ښايي دا واقعیت لا څرګند کړي چي جکړه به ښايي ودرېږي، خو  قاچاق او غیرقانوني اقتصاد به دوام ولري. او همدا موضوع به افغانان له هغه تشدد څخه و نه ساتي چي ګانده کلونونه ئې په مخ کي لري. 

واحد فقیري – واشنګټن

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news