د امریکا سفیر ته د ګډ حکومت

USembassy-620x330

د امریکا سفیر ته د ګډ حکومت

دواړو مشرانو په شریکه مډال ورکړ

استقلال:دکابل جان کیری اوجیمز کننګهم کینولي «شاهان» حق لری چې خپلو خدایانوته تر ګونډو وهلو وروسته دستاینی مډالونه ورکړي.خودامریکا سفیر ته داستعمار ضد وتلي اتل سردار محمد اکبر خان مډال ورکول دافغانستان خلکو ، تاریخ او داستعمار ضد مبارزې ټولو حماسوته یو ه لویه سپکاوي ده.دامریکا سفیر نه افغان دی او نه ېې  په افغانستان کې د دپردو دتیري او اشغال پر خلاف مبارزه کړیده.که ده ته داکبر خان مډال ورکول کیږي نو جان کیري ته به هرو مرو دلوی احمد شاه بابا مډال پر سینه ور ځړوي.دملت په بډوډو پردوکینولې واکمن به تر کله دوطن په ملي ویاړنو دغه شان ملنډې وهي؟ښه خو داوه چې دحامد کرزي په نوم یو مډال منل شوی وای او همغه دجان جیمز کننګهم او وروسته دجان کیري په سینو ورځړول شوي وای. 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): په کابل کې د امریکا سفیر، جیمز کننګهم ته د ګډ حکومت لخوا د «غازي محمد اکبر خان» مډال ورکړل شو.

په دې اړه له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې «جیمز کننګهم» ته د هغو خدمتونو په ویاړ دغه مډال ورکړل شو چې نوموړي د خپل ماموریت پر مهال په افغانستان کې ترسره کړي.

ښاغلي کننګهم یو له هغو امریکايي دیپلوماتانو څخه و چې د ټاکنیزو لانجو او شخړو پر مهال د اشرف غني و عبدالله ترمنځ د منځګړي رول لوباوه.

که څه هم د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا سفیر ته ولسمشر اشرف غني مډال ورکړ او اجرایوي ریيس په غونډه کې یوازې ګډون کړی و؛ خو په هغو انځورونو کې چې د یادو مراسمو پر مهال اخیستل شوي لیدل کیږي چې اجرایوي ریيس «ډاکټر عبدالله عبدالله» له ولسمشر سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د جیمز کننګهم په سینه په شریکه مډال ټومبي.

د هېوادونو دیپلوماتیک رسم داسې وي چې د دولت د یوه مقام لخوا چا ته مډال ورکول کیږي. په صدارتي نظامونو کې یا ولسمشر او یا هم لومړی وزیر مډال ټومبي؛ خو د افغانستان په اوسني ګډ حکومت کې دوه چارواکي په ګډه یو مډال ځړوي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي «یان کوبیش» ته هم د ګډ حکومت مشرانو په ګډه په سینه مډال وځړاوه.

باید وویل شي چې له لانجمنو ټاکنو وروسته اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني سره په ټولو حکومتي چارو کې د ۵۰٪ فیصده واک په شریکولو جوړجاړي ته رسیدلی.

د یادونې وړ ده چې د مډال ځړولو د مراسمو په پای کې د ګډ حکومت مشرانو هر یو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفیر څخه په ګډه مننه وکړه او نوموړي ته یې په چارو کې د لا موفقیت هیله څرګنده کړه.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news