جنرال ظاهر د کابل امنیه قومندانۍ له دندې تبدیل شو

abdullah_ghani-620x330
څوک به زورشي؟

جنرال ظاهر د کابل امنیه قومندانۍ له دندې تبدیل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د کابل امنیه قومندان جنرال محمدظاهر کورنیو چارو وزارت له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې عبدالرحمن رحیمي د کابل امنیه قومندان وټاکه.

جنرال ظاهر د لیندۍ پر ۹مه استعفا ورکړه او رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې کورنیو چارو وزارت لخوا پرې فشار راوړل شوې و او وزارت یې استعفا منلې ده.

خو پر سبا /لیندۍ ۱۰مه/ د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي وویل چې کورنیو چارو وزارت د نوموړي استعفا رد کړې او امنیه قومندان ددې ته دوام ورکوي.

کورنیو چارو وزارت نن د لیندۍ پر ۱۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې جنرال ظاهر یې د کابل امنیه قومندانۍ د قومندان په توګه له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې عبدالرحمن رحیمي د کابل امنیه قومندان ټاکلی.

د کورنیو چارو وزارت د ۱۱۹ پولیسو رییس محمد همایون عیني ویلي چې جنرال ظاهر او جنرال عبدالرحمن رحیمي د کورنیو چارو وزارت په پيشنهاد او د جمهوري ریاست په منظورولو سره پر دغو دندو ټاکل شوي دي.

همدا راز جنرال سیدعبدالغفار سیدزاده د کورنیو چارو وزارت د کشف رییس ټاکل شوې دی.

نوموړي زیاته کړې چې دوی نن پر خپلو دندو رسماٌ کار پیل کړ.

جنرال رحیمي تر دې وړاندې د بلخ او جنرال ظاهر د کابل امنیه قومندان پاتې شوې دی.

د جنرال ظاهر د استعفا او بېرته پر خپلې دندې ته ستنېدلو په اړه ویل کیږي چې نوموړی د اشرف غني لخوا لرې شو خو پر سبا بېرته د عبدالله عبدالله لخوا دندې ته راستون شو.

جنرال ظاهر تر هغه وروسته د رسنیو سرټکی شو چې د ټاکنو پر مهال یې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء رییس ضیاء الحق امرخیل دې ته پرې نښودلو چې د کابل ځينو سیمو ته د رایو صندقونو ورسوي.

نوموړي امرخیل په درغلۍ تورن کړ او په وینا یې چې دغه صندوقونه یې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه په درغلۍ ډکول.

د جنرال ظاهر اشاره ولسمشر اشرف غني ته وه.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news