کیدای شي له ایران څخه ۷۶۰۰۰۰ افغان مهاجرین وایستل شي

کیدای شي له ایران څخه ۷۶۰۰۰۰ افغان

مهاجرین وایستل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان چارواکي غواړي چې ایران ته یو پلاوی په دې موخه ولیږي، تر څو د ایران حکومت ته قناعت ورکړي چې د هغوی افغانانو موقتي ویزې د یوه کال لپاره نور تمدید کړي، چې ویزې یې ختمېدونکي دي، او د ایران څخه د شړلو د خطر سره مخ دي.

د افغانستان د اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله د ویاند مرستیال جاوید فیصل رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ددغو افغانانو شمېر ۷۶۰۰۰۰ دی، او د هغوی موقتي ویزې ۲۰ ورځي وروسته ختمېدونکي دي، او له هغه وروسته دوی ددې خطر سره مخ دي چې د ایران څخه په زور وشړل شي.

دملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې په وینا په ایران کې یو ملیون ته نیژدې افغانان مهاجر میشت دي، چې اکثره یې د کال ۲۰۰۱ تر مخه ایران ته کډه شوي، خو زیاتوي چې هغه افغانان چې د کال ۲۰۰۱ وروسته ایران ته مهاجر شوي، ایران د هغوی څخه د قانوني اسنادو غوښتنه کوي، کوم چې د ایران له خوا په ډیره سختي او مخصوصو اشخاصو ته ورکول کیږي.

دغه بی اسنادو مهاجرینو شمېر ۷۶۰۰۰۰ ته رسیږي، او د هغوی ته د ایران له خوا په تیر جون میاشت کې د شپږو میاشتو موقته ویزه ورکړه شوې، چې اوس بیا په ختمېدو ده، او د افغانستان حکومت هڅه کوي چې دغه ویزې یو ځل بیا ورته تمدید شي، او هغوی هلته اقلا د یوه کال لپاره نور د هستوګني قانوني حق ولري.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو اداره وايي چې دوی له ۲۰۰۲ وروسته زیات شمېر مهاجرین د هغوی په خوښه بیرته هیواد ته ستانه کړي، خو په افغانستان کې د نا امنیو، بې کاریو او فساد له کبله اوس افغانان زړه نه ښه کوي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي، او زیاتوي چې اوس ډیر کم افغانان په خپله خوښه ځان ددوی سره د بیرته ستنېدو په پروګرام کې ثبتوي.

د رویټرز خبري اژانس ویلي چې دوی د ایران د بهرنیو چارو وزارت سره په دې اړه اړیکه ټینګه کړه او وې پوښتل چې په دې اړه دوی څه نظر لري، خو زیاتوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د هر رنګه تبصرې کولو څخه ډډه وکړه او هیڅ یې ونه ویل.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news