داستقلال تګلاره

اوڅویادونې

استقلال دملتونودژوند،تاریخي هویت اوبشري اعتبارتر ټولو اوچته او دملي ویاړدرنه نښه ده.دآزادۍ او ملي خپلواکۍ مینه دزمانو په اوږدو کې دبشریت زړونو اومغزونو ته لاره موندلې اوپه یوه داسې تلپاتې مینه اوښتې چې دپیړیو په دیوالونوکې راښکیل کیدای نشي.دافغانستان په آزادۍ او ملي خپلواکۍ مین خلک وطن ته دناموس په سترګو ګوري.ددغې ښکلې،سپیڅلې اودرنې معنوي شتمنۍ دصورت اوسیرت ،ژوند،خوځښت اوښکلا تر ټولوښکلې او له هر ډول بيي وتې ګاڼه دملتونه آزادي،استقلال او خپلواکي ده

دافغانستان دورونو اولسونودرنې پرګنې او ددوی تاریخي یوالی تر هرڅه دمخه داستقلال او ملي واکمنۍ په لمن کې دلید،ویاړ او اعتباررنګ اخلي.دافغانستان تاریخ دډیرو درنو اوډیر ځله ډیرو ترخو او خونړیوپیښو تاریخ دی.په همدې درانه تاریخ کې زموږ خلکو او اولسونودخپل تاریخ زده کړه تر لاسه کړې او خپل ځانګړي ملي تاریخي هویت ،کرکتر او شخصیت ته رسیدلي دي. دتاریخ په هنداره کې دراټولو شوو تاریخي واقعیتونوروښانه انځور تر هرڅه دمخه ددې تاریخي له ویاړه ډک واقعیت ښودنه کوي چې خپل منځي ناخوالو اودپردولمسونو او پړسونو به زموږداولسونوتاریخي پیوستون ته کوزارونه ورکړي وي خو دپردو په وړاندې دخپلې ملې واکمنۍ دلاسته راوړلو او خوندي ساتلو ملي او تاریخي مسؤلیت تل ددغې خاورې دخلکو او اولسونودتاریخي پیوستون اړتیا ته نوی توان ور بښلی دی.دافغانستان داولسونو پراخه پرګنې دزمانې هرې نادودې ځغملی شي خو هغه څه چې نشي ځغملی هغه دپردو دتیریو اواشغال په څنګ کې دهغو خپلوکړه وړه دي کوم چې دتیري کوونکواو اشغالګرو تبرونو ته لاستي ورکوي.زموږ خلکو دتاریخ په اوږدو کې دهغوی په وړاندې چې دوطن او ملي خپلواکۍ په بیه ېې ځانته کام او مقام لټولی دی خپله سخته کرکه ښودلې او په عمل کې ېې هغوی له خپلې لمنې غورځولي دي.دا زموږ دخلکو او اولسونو دټول تاریخ یوه روښانه نښه ده

داستقلال دانترنتي پاڼې چلوونکي همدغه اصل ته په ژوره کتنه په دې باور دي چې دهرې زمانې هیلې ،غوښتنې او آرمانونه دهمغې زمانې دحالاتو او واقعیتونوله مخې دلومړیتوب رنګ غوره کوي.افغانستان له نږدې دولسو کلونو را په دیخوادپانګوالې نړۍ او ددغې نړۍ دسیمه ییزوچوپړودوحشی جګړه ییز ماشین او شیطاني توطئوپه لومو کې را ښکیل اوداستقلال او ملي واکمنۍ دیوالونه ېې دپردودرنواوسپکو وسلواو پلان شوو فردي او ټولنیزو فسادونوسوري سوري او دتاریخي پوښتنې تر کچې پورې لړزولي دي.موږپه دې کار نه لرو چې پرافغانستان پوځي تیری اوخونړی اشغال چا،څنګه او دکوموناولواهدافو له پاره اوپه څه ډول پلمو راپیل او دوینوپه څپو کې ېې دوام ورکړ.موږ پردې هم داوس له پاره ډیر حساب نه کووچې دغه تیري او اشغال ته چامخه ورکړه اوچا ورته دمشروعیت ورکولوتورې جامې جوړ کړې اولاهم داشغال ترحم ته په هیله دخپل تاریخ جرړې باسي.دغه محاسبه به زموږ خلک او را تلونکی تاریخ تر سره کوي.هغه څه چې  داوس له پاره موږ ته تر ټولودروند او ځنډ نه منونکی ملي  تاریخي مسؤلیت او درښتیني عمل غوښتوونکی رسالت بریښي هغه داشغال په وړاندې دافغانستان دآزادۍ او ملې خپلواکۍ درا ژوندیتوب او خوندي پاتې کیدنې تر ټولو دروند آرمان دی

داستقلال دخپریدونکې پاڼې چلوونکي دټولو نورو په وطن مینو ډلو او افرادو په شان سولې،دموکراسۍ ،مدنیت غوښتنې او په دې ټولو کې دوطن دانسان نیکمرغي او ټولنیز عدالت ته ژمن دي خودغه ټول څه هغه وخت دعمل بڼه غوره کولی شي چې داشغال شتون ته دپای ټکی کیښودل شي او افغانستان خپلې ریښتینې ملي واکمن ته ورسي.دپردو په واکمنۍ ،دپردو په ترحم او دپردودخونړۍ تورې ترسیوري لاندې دسولې،دموکراسۍ،مدنیت غوښتنې،دانسانانو دبرابرۍ ،نیکمرغۍ او ټولنیز عدالت غوښتنې هغه تیر ایستونکې خبرې دي چې مزی ېې بیا هم دپردو په لاس کې دی.زموږخلک اوا ولسونه داشغال پای او دخپل ګډ ویش نه منوونکي ویاړیعنې ملې استقلال غوښتوونکي دي.داشغال دوام دټولنې زخمونه پیړیوته ورغزوي او دغه څه زموږ دخلکو دتاریخي پیوستون ویاړنې او هیلې له پوښتنې سره مخامخ کوي.په همدې خاطر داستقلال دخپرونې دتګلارې اصلې او درنه تومنه داشغال او داشغال دبدمرغه پایلو په وړاندې دژبې او قلم په مرسته دریدنه جوړوي

یادونه کووچې داوس له پاره دغه خپرونه په پښتو او دري ژبوخپریږي او دا په دې خاطر چې له بده مرغه موږدخپل وطن دنوروخوږوژبودلوست اولیک توان نه لرو.که چیرې زموږ دګران وطن افغانستان دنورو اولسونودقلم خاوند بچیان موږ ته دمسؤلیت په منلوخپلې لیکنې راولیږي په بشپړ امانت به دپاڼې پرمخ راشي.دغه شان یادونه کووچې داستقلال خپره ونه په پام کې لري چې له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه هم دقلم دتوان درلودونکوډیرڅه دپتې په ورکولو  سره را غوره کړي.هغه دقلم درانه خاوندان چې دبیلابیلودلایلو له مخې نه غواړي چې لیکنې ېې داستقلال دخپرونې پرمخ راښکاره شي موږته په یوه لڼده یادونه به ددوی ژبې،قلم،ټولنیز اویا سیا سي سازماني دریځ ته په پوره درنښت ددوی غوښتنې ومنل شي.موږ له هرډول توپیر غوښتنې او روښانفکري وخت وژونکو او بې ګټې قلمي شخړوڅخه کرکه لرو.همغسې چې موږخپل ځان قاضي او نور ټول تورن نه ګڼو له نورو څخه هم هیله کووچې دقلمي شخړو له لارې هغه اور ته پکي ونه وهي کوم چې همدا اوس ېې زموږدرسنیوآسمان سخت لړلی دی

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news